2010/3/6

مينه د مينې پيدا کيږيپه مينه مينه دې کتل مين دې کړمهمين زړګي ته مې سلام دیچې تمامي عمر په صبر تېرومهجانان په هيڅ نه رضا کيږيد دروغجن ملا دې ورک شي تعويذونهڅنګه د ورايه په خندا شوېلکه ځې غم دې د زړه ټول هېر کړی وينهالله دې تا په چا مين کړيچې په تن روغ يې زړه دې پټ کوي دردونهستا د ګيلاس پشان غړۍ دهزما شړۍ ده ستا به کله خوښه شينهپه خولې توبې توبې اوباسمپه تا مين زړګی توبې نه قبلوينهجانانه غم دې دومره خوږ دیچې د دنيا خواږه يې خاورې ايرې کړنهزه په عاشق سړي پوهېږمد دروازې په ځنځير ځان مشغولوينهعاشق سړی له رنګه تور ويسوی په اور وي معشوقې رټلی وينهجانانه فکر پکې وکړهمينه سور اور دی وارخطا نشې مينهټکرې د ځان پسې راکاږېخاونده خدايه مېلمنه به د چا وينهڅنګه نرۍ يې لکه لښتهمور دې ړنده شه چې په تا اوبه راوړينهچې کلي واله مې ګڼلېځکه مې سوال د سپينې خولې درته کاونهچنار به ولې سر لوړ نه کاچې جنکۍ ورلاندې سترګې توروينهيار مې هندو زه مسلمان يمد يار لپاره درمسال جارو کومهرب دې په مخ ږيره ښکاره کړهچې د غرور کنډول دې دړې وړې شينهزه چې سهر له خوبه پاڅماول سلام د کبرجن اشنا کومهزه چې سهر د خوبه پاڅمد کليمې سره دې سمه يادومهمخ په قبله مې د يار کور دیلمونځ مې بانه کړ د اشنا ديدن کومهفقيره کبر پکې مکړهچې ليلا خاورې درکوي تړه پنډونهپاس په کمره ولاړه ګلهنصيب د چا يې اوبه زه درخېژومهزه به شړۍ له ځانه تاو کړمدا ستا جوړه به له بخملو جوړومهمبارکي راکړئ عالمهچې پرې مين وم ترې چاپېر مې کړل لاسونهبابا ته لاړې سوال دې وکړوپه زړه دې زه وم که دې نور کول سوالونه آواز يې اورم کتی نشمپه ښاپېرو مې سر و کار دی وبه مرمهباد د جنت پکې لګيږيد غرمې خوب د شاليلا دېرې ته وړمهبله ډيوه شه راته کېنهزه دې پتنګ ستا د ديدن راغلی يمهسپوږمۍ سلام به درته وکړمجانان مې مه رسوا کوه ماته راځينهد ګلاب مينځ کې ګل وچيږيچېرته عاشق سړي به لاس وروړی وينهبارانه ورو، وروپرې ورېږهوړې، وړې جنکۍ غره ته تللي دينهبنګړو دې نيمه شپه کې شرنګ کړوزه دې بهر تمبو ته لاس په نامه شومهکه زړه ته سل تسلي ورکړمسترګو ليدلی جانان کله هېروينهکور يې په کلي کې معلوم دید بام په سر يې کشمالي کرلي دينهياري د زور خبره نه دهکه زړه دې نه وي بيا دې نه مجبورومهخدای دې په تنګه کوڅه راکړهچې د سينې روپۍ دې ګډې وډې کړمهجانان مې لاړو اسماني شواسمان چې ځمکې ته راځي قيامت به وينهد ګودر غاړه ورته نيسهد نجلۍ خوی د مرغاوۍ دی رابه شينهپه ګودر سور سالو ښکاره شوما وېل دا سپينو اوبو اور واخيست مينهپه سور سالو کې ګناه نشتهګناه نجلۍ کې ده چې ړنګه بنګه ځينهخدايه د مور يې ورته پام کړېچې په لنډۍ زنه يې ووهي خالونهپه لاره تلې کږه وږه شوېد ډېره خاله دې زېړ ګل وشرماونهمازديګر لمونځ دې قبول مشهديدن دې پرېښود د ايمان کوې سوالونه 

 

 

  

 

 

 
 

admin@vatandar.at    

                               مدیر مسوول : دیپلوم انجنیرعمر محسن زاده

                              صاحب امتیاز : انجنیرنجیب یوسفی

کليه ی حقوق بر اساس قوانين کپی رايت محفوظ و متعلق به «وطندار» می باشد