2009/12/9
د زخمي زړه د سره احساس په غوړیدلې پاڼه
د ځوانېمرګوآرزوګانو د مزار په تخته
د سترو منډو، غرونو ، وینو ، دریابو په بیه
د زوریدلو تلوسو په غم لړلې د شته
د ارمانونو ، غورځېدلو ، پرزېدو په نفس
دسوو سوو فریادونو د توفان په سېنه
په اوښکو لوند ګریوان د سوز په سوري شوي ټټر
د وینو موج کې د دردونو د یرغل په لمبه
ددی وطن د شهیدانو د یادونو په ویاړ
د آزادی په سر ایستلې پری کوونکې پرښه
کینم غیرت،قهرماني او قرباني د خلکو
تل دې وي نوم،آرمان،دوام د زندګي د خلکو