2009/12/8

 عزیز بیننده سایت وطندار       مرگ باور    سروده ای  زیبای ازلطیف کریمی استالفی

   لکه  اوښکه چې   خفه  شي له     ژړا   نه

یا چې بیله  خو شحالۍ شي له خندا نه

یا چې و تښتي له  اور ځنې    تو دو  ښه

لکه   بیل چې  شې څراغ   خپلې رڼا نه

یا چې  مات شې د مرغه دواړه وزرونه

یا چې   ژبه  د چا   پاتې   شې   وینا  نه

لکه څوک چې  بې خواخوږی شي  په غم کې

نا هیلی چې شي  په سخته کې دنیا نه

یا چې ورکه   له   ځړوبي نه غوغا  شي

یا چې څوک کاندي جلا جنون سارا نه

یا چې  شا ورکړي پتنګ بلې ډیوې ته

یا بیزا رچې شي    ګلونه    له    بورا نه

یا چې مینه  له   انسانه   کډ ه   وکړي

هسې شعر    مرورګر ځي   له     مانه

ځکه خوند مې د ژوند شپو ورځو کې  نه شته

چې  بیل   شوی   یم    د بدی    ورځ    آشنا   نه

 

 عزیز بیننده سایت وطندار       مرگ باور    سروده ای  زیبای ازلطیف کریمی استالفی

۲۰۰۸/۱۰/۷

 
 

admin@vatandar.athttp://www.starmike.info/assets/images/e-mail_gif.gif

مدیر مسوول : دیپلوم انجنیرعمر محسن زاده

صاحب امتیاز : انجنیرنجیب یوسفی

کليه ی حقوق بر اساس قوانين کپی رايت  محفوظ و متعلق به «وطندار» می باشد