WELCOME

To Our Website

Lorem ipsum dolor sit amet, consectetur adipiscing elit. Sed non metus

  گزیده های مقالات   زمری

 

 خپکۍ -  له خدایه زما غوښتنه ـ  دمصيبت غوغا                          اسدالله زمری

خپکۍ

خپکۍ د جهادیانو، د وطن ستونی نیولی 

د وحشت  دا توره شپه به، کله بیا په مونږ سبا شي

په تیارو کې بندیان کړو ددې عصر خفاشانو

کړو بیزار یې له ژوندونه ،په مرګي دې ټول تالا شي

د انسان وینه بهیږي، د سیلاو په شانې هر خوا

د افغان له بده بخته ،عزراییل جوړ، مسیحا شي

نور به څومره وژل کیږو نور به څومره لا سپکیږو؟

شو غلام د غلامانو، نور به څه شئ په مونږ راشي

پرونۍ تربګنۍ لاړه نن سیاسي کرکه کې ښکیل یو

دا دښمن دښمن ولس، به کله بیا سره پخلاشي

مخ تورن د زمانې دي   د  افغان   رهبران   واړه

هر یو سل ځایه خرڅ شوي رنګ دې ورک ددې بلا شي

چې یې مونږه په دې حال کړو،آل اولاد یې په دې حال کړې

دزمري دمیاشتی د ۲۸د وطن د سیاسی ازاد ۍ دپاڅون په اړوند:

 

له خدایه زما غوښتنه

 

نه می دننه د جهاد د رهبرانو په څیر

دا  د پیړۍ د لوټمارانو په څیر،

او د وطن داستقلال د دلالانو  په څیر،

اویا دنوروخاینانوپه څیر

دځان، وطن او د وجدان په بیه

او د ایمان په بیه

دغه ناولي او، په وینو لړل شوی ...

مال او دولت دی په کار.

***

او په بهر کی د یانکیانو ځنی،

یا د انسان ددښمانو انګریزانو ځینی،

اویا د نورو ښکيلاکګرو اووحشیانو ځینی،

چی په دنیا باندی دتا پر ځای خدايي لپاره،  دشيطان فکر او قدرت خوښوي ....

یم له اوله بیزار.

***

دنیکمرغۍ اوسوکالۍ هیله د ځان لپاره،

له تانه نه غواړمه....

که می وطن کی سوله

او په نړۍ کی امن،

په نس ماړه انسانان ...

په کور میشته مهاجر...

نابوده ظلم او ظالم....

ورکه ژړا، ورک ماتم...

په ژوند کی وليدله،

زه به شم ډیر خوشحاله

او د رښتيني نیکمرغۍاحساس به په ټول وجودکی ښه احساس کړمه زه.

ایمان پوره دی زما

له تا یی نه غواړمه

***

د مرګ اوژوند خاونده

د ډیر اوږده عمر غوښتونکی نه یم

خو دایوه هیله می کړه تر سره

"درنه صرف سل ځلی ژوند ون غواړمه (۱)

چی  د وطن په مینه سل ځلی مړ شمه "

۱/پښتو لنډۍ

۲۰۱۴/۸/۱۷

 د بدخشان او په هیواد د مصیبونو د وروستیو توفانونو په اړوند :

اسدالله زمری

دمصيبت غوغا

هره تیــږه ده سکروټه،ټولوشګو نه خوږ لــــن جـــــوړ

هــــــره ونــه  ده شناخته،ټــــولو پـــاڼو نه کفن جـــــوړ

دباران څاڅکي هم دلتـــه لکه تنــــدر راپـــــریـــــوځی

ټوله ځمکه خولا پریږده،دی آسمان ورته دښمن جوړ

دهر بوټی په رګوکی دشهید ویــــــنــــــه بهــــیـــــــږی

په هیڅ ځای به پیدا نه شی دژوندی - مړی بدن جـــوړ

یوه لویشته خاوره نشته چی خالی    بــه وی له خلــکو

        پـــه هرګام کې یو څوک ښخ دی،قبر هرچاته ما‌ُ مــن جوړ

دټوپکو تورو خولوکې، دقیامت دشپـــیلی غــــږدی

پری هرڅه زیر او زبر شول، کنډوالو کړ داوطن جـــوړ

مصیبت دی چې غوغا کړی دافغان ولس په ځمــــکه

جنګ ،سیلاب او زلزلوکړ له دې ملک ځنی مدفن جوړ

 د مرګونو   تور سیلاب دی ټول  وطن  په مخه کړی

         بدخشانه درنه ځار شم  چی دی پاتی نه شو تن جوړ

  

رفقا، دوستان عزیزتارنمای وطندار !  لطفاً نظرات، پیشنهادات، انتقادات، مقاله ها، نوشته ها، مضامین و مطالب علمی و تحلیلی خود را جهتِ نشر به ادرس پوست الکترونیکی سایت بفرستید