WELCOME

To Our Website

Lorem ipsum dolor sit amet, consectetur adipiscing elit. Sed non metus

  گزیده های مقالات   زمری

 

  ښځه  - ای ګرانه وطنه                        اسدالله زمری      

 

دمارچ د اتمې د ښځو د نړیوال پیوستون د ورځې پمناسبت د افغان رنځیدلو او محکوموښځو ته په دی هیله مبارکۍ وایم چی د ځان د آزادۍ تکل پیاوړی کړي اود بریالیتوب پوړۍ ته یی زمونږ په ژوندانه کی ورسوی، دا نظم له تاسی ځار:

ښځه

د ستر خالق د هستونو بی مثاله شاهکار ،

د طبعیت د تکامل د څلې لوړه څوکه،

او د لطیفو عواطفو دا ژور سمندر ،

په ځان ښیندنې او په زغم  کې لکه غر داسي ستر ،

د شفقت کان او دمینې مقدسه مولا ،

د ژوندانه د کږلیچنو آزموده رهنما ،

د تعقل او د کلتور دغه ځلانده غمی

د تحول او پرمختګ دغه بی ویری اتل ،

د آزادۍ - برابرۍ دشمعې سوې پتنګ ...

***

 

دا نه «سیاه سره»،نه «عیال» ده او نه هم «عاجزه»

«کډه» هم نه ده او یوازې«کورودانه» نه ده .

نه د جاهلو او ړندو په ډیر معیوب منطق کې :

ناقص العقل ،ناقص الدینه نه ده!

آزاد انسان ده او نور وینځه نه ده!

او دناولو فحاشانو د هوس نانځکه هم نه ده دا .

***

چې انسانیت يې دبقا او خپل دوام په خاطر ،

په درناوي او د منت بدل کې سر ټیټوي ...

هر نارینه چې نارینه وي نو پرې سر ورکوي ...

وفا او زغم ،ګذشت او صبر یې له عجزه نه دی ...

هر نابغه ددې له عقله او وجوده پیدا ،

هغه چې ټول جهان پرې ویاړي دې روزلي دي ټول،

پخپله دین ،ایمان،مذهب ده داسپیڅلی موجود ،

دا الهه ده خدای خلق کړې پرستش لپاره :

دا مو د ژوند خوږه میوه ده د لورکۍ په نامه.

 

جنت ددې په غیږ کې ،

ثواب ددې وجود کې،

جهان ددې په لاس کې،

لویې ددې په زړه کې،

ښکلا ددې وینځه ده،

نیکمرغۍ دې سره ده،

خوشحالي دا راولي،

***

ددې په ښکلي مخ د غم ګرد د لیدلو نه دی.

دغه موجود که نمانځئ نه ، د ځورولو نه دی.

دا چې وي خړه او خفه ورته اسمان ژړیږي،

پردې ګوذار باندې د خدای عرش او دربار لرزیږي.

په سپکه سترګه او په ټیټ نطر کتل ښځې ته...

د انسانیت د ستر مقام د سپکاوې معنی ده؛

ددې درنښت دی د مریم او آمنې درناوۍ،

ددې درنښت دی د ادم او د حوا درناوۍ،

څوک چې انسان وي د انسان دخالق قدر کوي

د خپلې مور خپلې میرمن او دخور قدر کوي

***

افسوس زمونږه په حال افسوس او بیا هم سل افسوسه...

چې د افغان وطن کې :

چې یې سوما ،او سروشه ،اناهیتا لمانځله،

چې یې میترا ،سوریا او هم یې اندیرا لمانځله؛

او دعالم د اداری لپاره اهورا مزدا.:

صرف فرشتي ټاکلې.

افغاني ښځې نن په ډیرو ځنځیرو تړلې...

تن یې زخمي، میړه یي مړ او په اولاد ده بوره،

کله سنګسار شي ، کله پریک کړي ورته غوږ او پوزه،

کله له ډیرې ناچارۍ نه ځانته اور واچوي.

د څو وحشیانو په نظر کې اوس لا هم وینځه ده

چې نه د ځان اختیار لري اونه دخپل د اولاد .

****

خو ګرانې خورې ،درنې مورې راته ګرانې لورکۍ

چې ځان څوک خلاص نه کړی له بنده ،بل یې نه خلاصوي

ای د نازولورې او ای د ملالۍ خورلنډې

د رابعې ملګرې ای د ثریا لوره کې

دتا ژړا او سلګۍ

زما فریاد اوساندې

نه کوم اثر لري او نه هم څه ترې لاس ته راځي

پاڅه راپاڅه!!

د فرخندی په وینو سور پړونې...

لکه کاوه د ازادۍ او سولې،

د سوکالۍ او تمدن لپاره ...

او د روانی ناروا او د ظلمونو پرضد،

 رپاند بیرغ کړه ځانته.

او ملا دې د رخشانې د سنګسار شوی شنه بدن کسات ،

او دبابک د پاکو لوڼو د عفت په کسات

او دناهید دشهادت اومظلومیت په کسات

په شنه ټیکري وتړه !

او دغه تور زندان يې مات کړه ورته!

او دغه تور دوران ته نور د رڼا ټکی کیږده!

۶/۳/۲۰۱۷

ویسبادن

مریم عیسی ع مور ،آمنه د محمد ص مور، سوما دمقدسو شرابو بوټي ،سروشه د قانون الهه ،اناهیتا د باران او حاصلخیزی الهه،میترا د روښنایی الهه،سوریاد لمر الهه،اندیرا دجنګ الهه،رابعه بلخی افغانه شاعره او د موجودو قیدونو پرضد د قیام سمبول،ملاله د میوند اتله،اناهیتا دکتور اناهیتا راتب زاد د ښځو د نوی نهضت بنسټ ایښودونکي او د ښځو د خقوقو مبارزه ،ثریا ملکه ثریا د د اعلیحضرت امیر امان الله خان میرمن او د ښځو د نهضت او حقوقو غوښتونکی، د بابک خرمدین په دوه پیغلو لوڼو د اشغالګرو  عربو "خلیفه "تجاوز وکړ او دشکرانی لمونځ یی ادا ء کړ، ناهيد هغه فغانه پیغله چی د وحشی جهادیانو له ويری او  خپل عصمت د ساتنی په مقصد ځان د مکروریانو د یوه بلاک له پنځم پوړ ه راګوذارکړ

 

 

زه اود وطن ژبې او قومونه

 

یو غمی وی تل دخاورو لاندی خوار

 

بی بها شي چې ترې جوړ شي ښګلی هار

 

دوطن خلک هم داسی در قیاس کړئ

 

چې ګلونه دی زمونږه د ګلزار

 

په دري د پښتنې مینی خبرې

 

دي« شکرې په شیدو» کې د نهار

 

پشه یی ،نورستاني به څنګه بیل کړي؟

 

اولادونه دی د یوی مور او یو پلار

 

که اردو له ترنمه مالال ده

 

ازبکي خوږه نغمه ده د دوتار

 

دوطن دزړه اواز هزارګي ده

 

چې تپیږي په یووالي او په زیار

 

کاشکې څو ګامه وم ایخوا زیږیدلی

 

بلوچۍ به مې وه مور، ترکمنی پلار

 

د وطن ژبې مې کاشکې ټولې زده وی

 

دپردیو ژبو  څه دی افتخار ؟

 

اتحاد او ورورولۍ ته یی لوګی شم

 

له هر قوم او هر ملیته یی شم ځار

 

دا وګړي هیڅ جابرنه دي بیل کړي

 

یو یی ملک دی،یو یی ژوند،یو یی روزګار

 

پرې چې یو شي او ملت ورڅخه جوړشي

 

مخ کړي تور د هر خایین او هر غدار

 

 ای ګرانه وطنه

بیا دې دا دردمن بدن ته،نور زخمونه چا درکړل ؟

بیا دې د کور ساندو ته،تازه سوزونه چا درکړل؟

چا دې په بچیو،د مرګي ساه لنډه لنډه کړه؟

تاته دا بی شمیره ،د ا خوني مرګونه چا درکړل؟

 

چا دې په واټونو کې،توده وینه جاري کړه بیا؟

بیا د بی رحمۍ او دوحشت وارونه چا درکړل؟

چا درته د کونډو د نومونو طومار لا اوږد کړ؟

بیا  دیتیمانو  د  ژړا غږونه  چا  درکړل؟

ستا سوري سوري ځیګر ته ،ستا تغمي تغمي زړه ته

نوي په لمن باندې د غم داغونه چا درکړل ؟

بیادې د پګړۍ شمله د چا توفان راښکته کړه؟

داخواري او دا د خرابي شرمونه چا درکړل؟

اوښکې چې دې چا کله په مینه پاکې نه کړلې

کرکې او تعصب نه دا تازه غمونه چا درکړل؟

ته «عشرتسرای»(۱« وی ستا اغزي د ګل حسرت وو تل

داد ماتم کور اوکنډوالې نومونه چا درکړل؟

«ته چې د اسیا د زړګي»(۲) زړه وې ولې ودریدې ؟

دغه د فساد او شرارت ننګونه چا درکړل؟

څومره ناکردې به نورې ووینې  د زړه سره

دا د بیوسۍ او مایوسۍ دردونه چا درکړل؟ 

*****

ای ګرانه وطنه داسې ژوبل ،داسې خوار چا کړې؟

ته د ګلالیو اولادو په مرګ داغدار چا کړې؟

چا دې بی همتا ښکلا په بدو سترګو وویشته

وران کړلې چا داسې ، په غمونو ګرفتار چا کړې؟

چا دې ښاپیرۍ لوڼې دیوانو ته په لاس ورکړې؟

ځان ځنې بیزاره په پستانو سر دوچار چا کړې؟

چا د راکتونو په باران باندې پوښلی وې؟

بم باندې خراب ،زخمي او مړ په انتحار چا کړې؟

چا دې د رتبیل(۳) مټې په مکر باندې ماتې کړې؟

چا کړلې غلام او د عربو باجګذار چا کړې؟

چا دې د« آمان»(۴) زړه د تکفیر په غشو نخښه کړ؟

چا اسیر د یو غله(۵)،او محکوم د بل غدار(۶) چا کړې؟

چا دې اسمایي نه ارغوان له بیخه ووایستل ؟

چادې هریو بوټی وسو ،ټول انګار ،انګار چا کړې؟

ته چې ددنیا د ښکلا دنګه نمونه وې تل

اوس د خرابیو او غمونو لوی سردار چا کړې؟

ای د زمرو ځالې ستا قلا او دروازه څه شوه؟(۷)

داسې دلیوانو او ګیدړود خولې ښکار چا کړې؟

 

ته چې هر غلیم او یرغلګر ته د مرګ کنده وې؟

اوس دې پردی پالو او پردیو ته ګلزار چا کړې؟

***

هغو چې په تا کې زیږیدلي او لوی شوي و

هغو چې بې ننګه وو او تا ځان نه شړلي وو

هغو چې دتا د اولاد نوم پرې ورنښتی وو

هغو چې تالۍ یې د پردیو تل څټلي وو

هغو چې يې ستا پۍ په پیتیو باندې ورکړلې

هغو چې غیرت،همت او ننګ نه تښتیدلي وو

هغو چې یې مور خپله کړه خرڅه په ریال- کلدار

هغو چې ډالریی په سینو پورې نیولي وو

هغو چې و و ننګ د انسانیت او کلتور هر چیرته

هغو چې د جهل ځنځیرونو کې تړلي وو

هغوی چې دتا د سوکالۍ خوني دښمن وو تل

هغو چې تاریخ هم شرمولي او رټلي وو

هغو چې د سرسړي یې سر باندې  میخکوبه کړل

هغو چې تیونه یې له میندو نه پرې کړي وو

 

هغو چې یې ایښي دي نومونه رنګ په رنګ په ځان

هغو چې ځانونه یې په څو ځایه خرڅ کړي وو

هغو چې اشرار وو خویې ځان ته مجاهد ویلې

هغو چې يې ستا زامن د سپو په شان داړلي وو

هغو چې يې ځان باندې نن ایښی د طالب نوم دی

هغو چې داعش او القاعدې پورې تړلي وو

***

 هغو چې پرون یې د پردیو غلامي وکړه

هغو چې یې نن په غلامۍ کې هم سیالي وکړه

هغو چې نوکر شول د ایران او پاکستان وره کې

هغو چې په هر ځای کې وحشت او خرابي وکړه

هغو چې انسان یې له صورت او شکله شرم کړي

هغو هم وطن کې زمونږ څوکاله شاهي وکړه

هغو چې خوني داړې يې لا پسې تیری کړلې

هغو چې په خپلو کې یې هم څه سګ جنګي وکړه

هغو چې باران د راکتونو  يې په لاس شوی

هغو چې په وینو د ولس کې یې مستي وکړه

 

هغه چې واکدار او س د وطن ،خاوری او خلکو دي

هغو چې په دوی يې هر غلیم ته دلالي وکړه

هغه چې له غله د کاروانه سره یې تار درلود

هغو چې یې هر چا سره هر وخت ناځواني وکړه

هغه دمیرې کربوړۍ ،هغه د لستوڼي مار

هغو چې یې هر قدم کې يې زر رنګه پسټي وکړه

ورک دي وی ، تباه دی وی ،برباد دې وي

هغو چې زمونږه په  کاله  کې تباهي وکړه

 

کله به له دغو شرمښانو څخه خلاص شو مونږ

نوره مو په خپل صبر او زغم پښیماني وکړه

 ۱۲/۹/۲۰۱۶

ویسبادن

۱-له «خوشا عشرتسرای کابل و دامان کهسارش» نه

۲- د اقبال له شعر« ملت افغان دران بیکر دل است» نه

۳-د عربو د تجاوز په وخت کې دکابل پاچا ؛

۴-امیر امان الله خان ،

۵- حبیب الله کلکاني

۶- نادر شاه

۷- شیر دروازه

  

رفقا، دوستان عزیزتارنمای وطندار !  لطفاً نظرات، پیشنهادات، انتقادات، مقاله ها، نوشته ها، مضامین و مطالب علمی و تحلیلی خود را جهتِ نشر به ادرس پوست الکترونیکی سایت بفرستید