WELCOME

To Our Website

Lorem ipsum dolor sit amet, consectetur adipiscing elit. Sed non metus

  گزیده های مقالات  انجنیرعبدالقادرمسعود

 

  دمخکښ شاعر اونومیالي لیکوال او داستان لیکونکي                          انجنیرعبدالقادرمسعود

  

څرنګه چې ما په خپله وروستې لیکنه کې د ښاغلي عنایت الله پویان د کیسو او داستانونولیکنو په هکله  ستاسوهیوادوالواو ادب دوستانوسره ژمنه کړې وه، چې د نوموړي دکیسواو داستانونولړۍ دوام لري دا دی د ده بله ښکلې او په زړه پورې کیسه چې دخپل مسافرت په هکله یې لیکلې ده تاسو ته وړاندې کوم.       په ډیردرنښت : انجنیرعبدالقادرمسعود

تیښته

  سریزه

د امثال او ټولنې تر سرخط لاندې لیکنې چې په اغلب ګومان د سلیمان او یا د داود پیغامبر لیکنې به وي لولو:لیونتوب دی،ژوند سرترپایه پورې د لیونتوب عبثې منډې را منډي دي- بنیادمان له دغو واړو منډو، ترړو چې د شینکي اسمان دچترلاندې یې تر سره کوي څه ګټه لاس ته را وړلای شي؟ـ نسلونه یو د بل پسې را ټوکیږي او بیا محوه کیږي خو دنیا همداسې ځای پرځای روغه رمټه ولاړه ده او د زوال او امحا څرک یې نه لګیږي- لمر له ناغې پرته هره ورځ د ختیز له لوري ځان  ښکاره کوي او بیا د لویدیز په تیارو کې له سترګو پنا کیږي او د ستړیا احساس یې نه کیږي- دچینو اوبه په  خوړونو کې او خوړونه په سیندونوکې اوسیندونه په  لویو دریابونو کې تویږي، خو ددریابونو د ډکیدوڅرک نه لګیږي- د دنیا واړه پیښې تکرارې او زړه ځورونکې پیښې دي- نه سترګې له لیدو مړیږي او نه غوږونه له اوریدو- څه چې پرون ؤ نن هم شته څه چې نن شته سبابه هم وي،آسمان هماغه دملیونوملیونوکلونوپخوانی آسمان دی اوځمکه هم هماغه پخوانۍ زړه ځمکه ده- د دنیا ټول شیان پخواني او زاړه دي- آیا په دنیا کې کوم داسې شی شته چې موږ پرې د نوي نوم کیږدو او دنوښت تصدیق ې ؤکړو؟-ددغې خاورینې زړې ځمکې دپاسه پخوانیوخلکو به خپل له کړاو ډک پیټي چلول او نني خلک هم لاس تر زنې لاندې ناست نه دي خپل له کړاو ډک بارونه چلوي او له نن څخه وروسته پّه مستقبل کې به هم راتلونکي نسلونه د ژوندانه له کړاونو او ستونزو سره لاس او ګریوان وي- پروني خلک له مونږ هیر دي او مونږ له پامه غورځولي دي، را تلونکي نسلونه به هم موږ هیر کړي او له پامه به مو ؤ غورځوي.

د کتاب لیکونکی وایي:زه چې حکیم یم او په اورشلیم کې په اسراييلو باندې حکومت کوم، د خپل حکمت په رڼا کې مې د دنیا واړه کارونه او پیښې ترغوراوڅیړنې لاندې ؤنیولې- دا څومره له ستونزو او کړاونو ډک کاردی چې د سرته رسولوچارې یې پاک خدای(ج) انسان ته سپارلې دي- د جهان واړه پیښې مې په رڼو سترګو ؤ لیدې  او د هرڅه په هکله مې د فکر او سوچ مزي او تناونه ؤغځول اوپه پای کې دهستي په نامه واړه شیان راته خوشې عبٍث شیان او ژوند راته بې خونده او د باد پسې ستړې، ستومانې د لیونتوب عبثې منډې ښکاره شوې. د امثال او جامعې تر سرخط لاندې د کتاب پاڼې مې واړولې، را واړولې او د عمر خیام د فارسي څلوریزه را په یاده شوه چې ویل یې:

آورد به اضطرابم اول به ؤجود *   جز حیرتم زحیات چیزې نفزود

رفتم به اکراه ، ندانستم چه بود * زین آمدن و رفتن و بودن مقصود

د عمر خیام شعرونو زه د ژوندانه په پوچوالي او بیهوده ګیو لا پسې شکمن کړم، له ځان سره مې ؤ ویل:که د ژوند کارونه لکه شعراو رومان لیکل، سفرنامې ښکل او داسې نور ثقافتي کارونه سر ته رسول په ریښتیا د باد پسې 

د لیونتوب عبثې منډې وي نو بیا ولې د قلم خاوندانو دغه د لیونتوب عبث کارونه سرته رسولې دي او ولې (ناصرخسرو قبادیاني) کله چې د حج په لور روان ؤ خپله سفر نامه ؤلیکله. د دغه ستر کتاب لیکل د خدای بښلي خسرو لپاره چې دا مهال له دغې کرغیړنې دنیا ګۍ څخه یې سترګې پټې کړې دي څه ګټه رسولای شي او هغه پښتو او فارسي کتابونه چې ما د خپل ستړي او ستومان ژوند په بهیر کې تالیف کړي دي، زما لپاره به څه ګټه له ځان سره ؤ لری؟ ـ د دغو پوښتنو او سوالونو لپاره قانع کونکی ځواب په ذهن کې نه لرم       

او پرته له دې چې ؤ وایم:زه معتاد او روږدی یم او قلم او کاغذ او موشواڼۍ راته دچرسو او تریاکواو کوکایینو او مورفینوبڼه او ماهیت لري- زه نشم کولای حتی یوه شیبه له خپلو لیکنو او کتابونو لرې ژوند ؤ کړم او دا دی سره له دې چې د شکرې په ناروغتیا اخته یم او عمر مې هم له اویاوو کلونو اوښتی دی او معالجو طبیبانو د دماغي او فکري کارونو له سرته رسولو څخه منع کړی یم خو بیا هم لګیا یم او د (ټیښتې) تر سرخط او عنوان لاندې دخپلو مسافرتونوپه هکله څرګندونې اولیکنې کوم او دخپلو لیکنو په سر ټکو کې له هر څه نه د مخه له ځان څخه پوښتنه کوم: مسافرت یعنې څه؟دڅه لپاره هجرت،اودڅه لپاره مسافرت؟ خپلو پوښتنو اوسوالونو ته پخپله ځواب ور کوم او وایم:مسافرت یعنې خپل قام اوخپل دوستان او خپل د کلي خلک او خپل وطن له یاده ویستل او په پردیو ملکونو کې د سرګردانۍ او حقارت شپې او ورخې تیرول-هجرت اوغربت یعنې خپله مورنۍ ژبه هیرول او په پردۍ ژبه خبرې کول اوله خپلو خپلوانو لرې کیدل او په روحي او فکري ناروغتیاوو اخته کیدل- آه خدایه! د وطن د بیلتانه دردونه څومره زورور او له عذاب ډک دردونه دي او دغربت او مسافرت اوهجرت کلیمې څومره غمناکې او ترخې کلیمې دي- د دغو کلیمو د لیکلو په شیبوکې د ایوب پیغمبر خبرې مې زړه ته را لویږي چې ویل یې:اې پاکه ربه!کاشکې له مورڅخه پیدا  نه وآی، کاشکې مې د مور شیدې رودلې نه وای، کاشکې مې سترګې غړولې نه وای،کاشکې په سترګومې د لمر شغلې لګیدلې نه وای،کاشکې مړوای،ځکه د مرګ په حالت کې بدکاران او شروران څوک ځورولای نشي او غلام د بادار له قید اوبند  څخه خلاص او آزاد وي- د ایوب علیه السلام د مظلومتیا او خواریو او بې وزلیو کیسې چې د قران شریف په مبارکو آیاتونو کې ذکر شوې دي بیا بیا لولم او دهغو نومیالیو شاه زلمو پاک روح ته چې د وطن د آزادۍ او پښتونوالي او ترقي او میړانې په لار کې يې ځانونه قربان او صدقه کړي دی او دا مهال له موږ سره ناسته ولاړه نه لري، له اندازې زیات دعاګانې او درودونه لیږدوم او د خپلې کوټې کوچنوټې کړکۍ پرانیزم او د آسمان اولایتناهی فضا په لورسترګې غړوم،اسمان راته خپه اوغمجن او په وینوککړښکاري اوسپوږمۍ راته د یوې بدلمنې او فریبکارې او دوه مخې لولۍ او فاحشې په څیرخپل ځان ښکاره کوي او ستوري راته د وژل شوو مړو ډیوو په څیر له رڼا ګانو تش اوبې خونده ایسې او د دغه ښار فضا چې زه په کې د مجبوریت ورځې او شپې تیروم راته  د انسان وژونکې هیولا او زړه ځورونکې بلا په څیر ځان ښکاره کوي- د هغه کوچني میزشاه ته چې زما د خوب له بستر څخه څو ګامه لرې پروت دی کښینم او وایم: اې پاکه ربه! ته مې چیغې واورې او د خپل منل شوی نازولي بنده ایوب صابر د استقامت او زغم او د زړه قوت را په برخه کړې او د جلا وطنۍ له درد او عذاب څخه مې وژغورې او له دعا او ثنا څخه وروسته وایم: ولي مې په لوي لاس خپل ګلالي خلک او خپل ګلالی وطن پریښود؟  د څه لپاره دغه پردي وطن ته چې نه یې د خلکو له دود او دستور سره آشنایم اونه په ژبه ورسره پوهیږم او نه له هغوي سره ګډ روحي پیوندونه او روحي تمایلات او ګډې هیلې او ګډ ارمانونه لرم او نه د هغوی خوښیږم او نه مې هغوی خوښیږي راغلم- دڅه لپاره مې په هغو جګړو کې چې د ترږمو او رڼا ګانو، تر منځه روانې وې د رڼا ګانو پلوي او ننګه ؤنکړه.او بیا ولې پخوا له دې چې د جهالت او ترږمو دیو زما د وطن ملي اوافغاني حاکمیت ته تاوان ورسوي او د ګران وطن له غیږې څخه مې تیښتې ته اړباسي، لاس تر زنې لاندې ناست وم او د بریالې او سالمې مبارزې لاره مې غوره نکړه او د حق او باطل په جګړو کې له ماتې سره مخامخ شوم، د څه لپاره مې د وطن نومیالی ملي شخصیت ډاکتر صاحب نجیب یوازې پریښود چې روسي او پآکستاني استعمار چیان یې د سیمې د رجعت پسندو وحشي ملایانو او پاټک سالارانو په خوښه په شهادت ورسوي.د دغو پوښتنوپه ځواب کې باید ؤ وایم: هغه مهال کله چې د جهالت د دیو جګړو ته ورتلم او د ترږمو پرضد مې جګړه کوله د کم عمر بې تجربه هلک وم او د ژوندانه ستړې او ستومانې سړې او تاودې مې لیدلې نه وې او دسالمې او بریالې مبارزې په خصوصیاتو نه پوهیدم او شایي زما د سنګر ملګري هم زما په څیر د کمو عمرونو بې تجربه احساساتي هلکان وو. کله به یې زما پلوي کوله او کله به یې د پردیو په لمسون زما په خوارو هډوکو د کوتکو ګذارونه کول او کله به را سره پخلا او کله به را څخه مرور وو او کله به د ډیران د چرګانو په څیر پخپلو کې سره نښتي وو او جګړې به یې کولې.شایي ملامتي ټوله په ما کې وه او ما ؤنشو کولاي د خپل سنګر او مبارزې ملګري سره یو موټي او یو لاسي کړم او یا شایي د ژبني او منطقوي او قومی تبعیض (پښتونیزم او تاجکیزم) د شونیزم په مرض اخته وم او د فارسي اوپښتو د ژبو د بې ځایو اختلافونو غړکې مې شاربلې او د بریالې او سالمې مبارزې لپاره وزګار نه وم. شایی د زرکو او سیسیو د ښکار لپاره مې سپین وزری باز هیر کړی ؤ او په کارغانو او ټپوسانو مي زرکې او سیسۍ نیولي- شایي غوږونه مې کاڼه وو او کڼو غوږونو مې ؤ نشو کولای د دښمنانو او دوستانو د آوازونو تر منځ توپیر ؤکړي او د خپل او پردي آواز ؤ پیژني اویا شایي نا پیژاندل شوو آوازونو زه د ژورو څاه ګانو او وحشتناکو کندو په لور را بللم، په څاه ګانو کې ولویدم او بیا را پورته نه شوم. شایي د تاریخ په اوږدو کې د سلطې او قدرت خاوندانو له ما څخه محاربوي ماشین جوړ کړی ؤ او د خپل سلطنت د بقا او پایښت لپاره يې د ورور وژنې سمتي او قبیلوي جګړو ته هڅولم اود قلم او کاغذ او سواد او تعلیم له نعمتونو یې بې برخې او محروم ساتلي وم. زړه مې راته وایي فریاد اوچت کړه او ګریوان څیرې کړه او ؤ وایه:چا زما د وطن د کم عمر زلمی هلک چې یې لا ږیره او بریت را شنه شوي نه وو د خپل کلي اوخپل قام اوخپلې قبیلې پر ضد په وسلو سمبال او د ورور وژنې جګړو ته یې ؤ هڅاوه،د کوم استعماري هیواد په مالي مرستو يې، په کوم لعنتي کمپ کې د کوم نامسلمان عربي معلم تر نظر لاندې د ترور او انسان وژلو نظامي تعلیمات  تر سره کړل؟- د دغو سوالونو د مطرح کیدو سره جوخت د خیال او فکر له ژورو څخه مې د  بغاوت اوعصیان چیغې را پورته کیږي-دغه چیغې زما د ژوبل احساس د ټپي زړه چیغې او نارې او سورې دي او راته وایي:اې په غبرګو سترګو ړوند او په غوږو کوڼ نا پوه لیکواله!د څه لپاره دې د ځان لپاره د شکاڼّه ژوند غوره کړی دی؟ چا د ناهیلیو او نا امیدونو او ناکامیو او مړینې او ډار په کوهي کې غورځولای یې- د څه لپاره لکه د سوی په څیر په رڼو سترګو ویده یې ـ ولې د هغې ماشومې جلکۍ چې لا یې له خولې څخه د مور د تیو د شیدو بوی پورته کیږي او وسلوالو پرې ډلیز جنسی تیری کړی چیغې ناورې، ولې د هغې سپین سرې زړې مور اوښکوته پام نه کوې، هغه چې د کلونو کلونو له تییریدو سره سره د خپل شهید زوی د راتګ په هیله ناسته ده او د لارو څار کوي، ولې د هغې مظلومې خورکۍ چیغې ناورې، هغه چې ټوپک والو او جنګ سالارانو په نامسلمانو عربو سوداګرو خرڅه کړه او پته یې نه لګیږي او د مړي او ژوند له حال یې څوک خبر نه دي - ولې د هغو ناخوالو او تاړاکونو په هکله چې په تا او ستا په ولس تیر شوي دي  او لا تیریږي خبرې نه کوې او چوپه خوله ناست یې- ژوند د بادونو پسې عبثې منډې نه دي –ژوند  خوځا ده، ژوند حرکت دی- ژوند دظالمانو له منګولوڅخه د مظلومانو د ګریوانونو د خلاصولو په مانا ده- ژوند د لمرونو او رڼا ګانو په لورځغاسته او منډه ده- ژوند ښایست او ښکلا ده، ژوند مینه او محبت دی- د یوه هوډمن بریال لیکوال په څیر را پورته شه او هر څه ؤ لیکه او له هرڅه دمخه د خپلې تیښتې او مهاجرتونو په هکله خبرې ؤکړه او کیسې ؤ لیکه                    

هوکې!ښه مې په یاد دي ، داسې مې په یاد دي چې ته به وایې دا خبرې د نن خبرې دي- کله چې ډاکټرصیب په شهادت ورسید او د نامیدي څپیړه مې په مخ ولګیده له ځان سره مې ؤ ویل( د زندان کړاونو راڅخه ناتوان اوګوشه ګیر بنیادم جوړکړی دی، له سیاسي خبرو سره مې اړیکې غوڅې دي او سیاسي خبرې مې نه خوښیږي، د کومې سیاسي ډلې او ټپلې سره ناستې ولاړې نه لرم، د چا ناموس ته مې په سپک نظر کتلي نه دي، د چا په مال او شتو مې خیټه اچولې نه ده،څوک مې کړولې او ځورولي نه دي،لاسونه مې د چا په وینو ککړ او سره نه دي- که شاعري کوم او یا داستانونه لیکم شعرونه او داستانونه مې له ځان سره پټ ساتلي دي او چاته یې نه لولم، ږیره مې هم په پوره اندازه له خیرو او سپګو ډکه او اوږده ده ،په جامو مې د خیرو وار نه کيږي، په خلا او تشناب کې د کاغذ پرځای د شڼیدلو وراستو دیوالونو له مردارو لوټو کار آخلم او د شلیدلي واسکټه جیبونه مې د اودس ماتي له سپیرو مردارو لوټو ډک دي،که کله د نس ناستې او اسهال په مرض اخته کیږم او یا مې د ژیړې تبې ناروغتیا ؤ نیسي د معالجې لپاره تاویز لیکونکي کوډ ګر ملا صیب ته ورځم او له ډاګټر څخه کرکه او له عصري داروګانو څخه تیښته کوم او که مې ماشومه لورکۍ او یا خدای يې مکړه د ماشومې لورکۍ مور اویا مشره خور ناروغه شي د ملا صیب خبر منم او هغوی روغتون او ډاکتر ته نه ور ولم او د کلي د جومات له چړي څخه هغوی ته تاویزونه را وړم او خپلو زامنو ته اجازت نه ورکوم چې لوڅ سرونه دې ؤګرځي او د سرکاري مکتبونو ناولې کتابونه لکه انګلش، سوسیالوجي، کیمیا،الجبر،ریاضي، هندسه، بیالوژی،جغرافیه،تاریخ او داسې نور کتابونه دې ولولې  نو بیا ولې به ډاریږم او ولې به خپل ګلالی وطن پریږدم او د څه لپاره به د ځان او خپلې کورنۍ د غړو د خوندي ساتلو لپاره تشویش اوغم او فکر کوم؟ هوکې! خدای مې دې غاړې نه بندوي  د یوولسو او یا دولسوکلونو تنکی هلک وم، خدای بښلي پلار مې د کلیله او دمنه تر سرخط لاندي کتاب چې د پارسۍ د ادبیات په ژبه لیکل شوي ؤ او د وحشي ژوو او ځناورانو حکایتونه او کیسې  په کې پرتې وې راکړی ؤ- د کتاب په ورستیو صحیفو کې مې لوستي ؤ(محمود غزنوی عادت به خوردن ګوشت شکار آهوان داشت و پیوسته به شکار آهوان می پرداخت چون در جمعیت آهوان کاهش رونما ګردید و بیم آن میرفت تا نسل آهوان منقرض و نابود ګردد بنا بران فرمان شاه مبنی به منع شکار آهوان از جنس ماده صادر ګردید و بجای شکارآهوان چوچه زای ماده شکار آهوان از جنس  نر معمول ګردید از قضای روزګار در یکی از روزهای ګرم تابستانی محمود قصد شکار کرد و با جمیعت از تیر زنان و شکارچیان به صحرا رفت و در حین مراجعت از صحرا شامګاهان به آهوګک ماده فراری که سخت می دوید رو برو ګردید – یاران و همرکابان محمود اسپها بتاختند واهوګک فراری را نزد سلطان در اوردند سلطان به اهوګک شفقت روا داشت و ګفت(مګرنمی دانی من محمود سلطان غزنه استم وفرمان داده ام: هرګاه کسی به شکار اهوان از جنس ماده مبادرت ورزد به جزای سنګین روبرو ګردد پس چرا می ګریزی- اهوګک سر تعظیم فرود آورد وګفت:عمر سلطان دراز باد مرا اعتراض بدان نیست که ګویا فرمان سلطان مبنی به منع آهوان ازجنس ماده جاری نیست ولی آنچه مسلم است باید عرض کرد-سلطان ګفت میتوانی همه چیز را بی پرده بګویی و آهوګک بار دیګر سر تعظیم فرود آورد وګفت:از نظر سلطان حقیقت بین دور نخواهد بود که شکارچیان نمی توانند از فاصله های دور آهوان ماده را از آهوان نر تفریق کنند این دغلبازان فریب کار در مجموع همه آهوان را مورد هدفهای تیر های خود قرار میدهند آهوان نر را بحضور سلطان و آهوان ماده را به زیرخاک دفن می کنند) نو کله چې دغه کیسې را یادې شوې هډونه مې زیږه شول او د سر ویښتان مې لکه د درګو په څیر نیغ نیغ ودریدل او ویرې او ډار په سر واخیستم او له ځان سره مې ؤ ویل(له امکان څخه لرې او ناشونې خبر به نه وی چې د بنیادمانو ښکار چيان هغه چې خلک يې اشرار او هغوی ځانونه د اسلام د مقدس دین ساتونکي د دینی مدرسو طالبان او مجاهدین بولي په ما چې یوه بې ازاره او مظلومه ښځینه په پښو ګوډه غرڅنۍ یم او د زورواکو د بې عدالتیو زندانونه او کړاونه مې  تیر کړي دي،په غلطه توګه شکمن  شي او را باندې د خپلو ټوپکو او ماشیندارو سرې ګولۍ را ؤ ؤروي نو ځکه تیښته را ته له ناستې ښه ښکاره شوه او د ژمې په یوې ستوغې سړې هوا کې ژړاندې سترګي له کاله را وتم او د سفر لاره مې غوره کړه چې دا دی د (تیښتې) ترعنوان لاندې د هغو واړو پيښو په هکله چې د اوږدو لارو په بهیر کې زه ورسره مخامخ شوی یم لیکنې کوم اود دغه سخت کار د سرته رسیدو لپاره د پاک الله له دربار څخه د ځان لپاره بریاوې او د دغو کرښو د لوستونکو لپاره د پراخې حوصلي هیله کوم- د خدای ښه دې وي-

د جنوري لمړۍ ورځ د۲۰۱۰کال  

  امستردام ښار- عنایت الله پویان

تیښته

  لمرخپلې کمزورې تتې شغلې دسورکي آسمان له سرکو څنډو څخه ورو، ورو را ټولولې او د ماښام خړچکه تیاره د ښار په ګردجنو تاو را تاو کوڅوکې د خوریدو په حال کې وه. د سهل له لوري ساړه  بادونه را لګیدل اوسړو او بویناکو بادونو دخوارو بې وزلو ښاریانو ژوند له ستونزو او کړاونوسره مخا مخ کړی ؤ. کرۍ ورځ مې په وږي نس په ښارکې د هغو کسانو پسې ستړې او ستومانه تیره کړې وه کوم چې زما د اوږدو سفرونو د خرڅي لپاره یې پیسې راکولې.دستړیا او ستومانۍ له لاسه د خوځیدو توان راکې پاته نه ؤ.غوښتل مې پخوا له دې چې شپه را ورسیږي او د وسلوالو ډلو ټپلو له خوا د خلکو په تګ را تګ بندیز ولګیږي ژر تر ژره ځان د دوستانو کورونو ته چې راته سترګې په لار ناست وو ورسوم اود هغوی په کور کې شپه تیره کړم- د شهرنو زاړه مکروریان،تیمني دکوڅو کږئ وږې لارې مې په اوږدو اوتیزو ګامونو لنډې کړلې او د خیرخانې سهیل لورته د سیدال ناصري د ښونځي په څیرمه د خپل پخواني دوست د افغانستان د رادیو تلویزون کار کونکي انجنیر محمد شریف دهاتي کور ته ورغلم او د هغه د خټین کوچنوټي کور په کوچنوټې دروازګۍ ورننوتم.له نیکه مرغه دروازه خلاصه وه.شایي هغوی زما د ورتګ لپاره دروازه خلاصه پریښې وه. په کورکې دیننه دچا غږ نه لګیده. تا به ویل چې ګنې خدایې مکړه د کور خلک ټول په حق رسیدلي وي او یا یې کډه باره کړې وي. د حویلۍ له دروازګۍ څخه څو ګامونه وړاندې د سوند د لرګیو دپاسه د کوچنۍ برنډې لاندې څو چرګې او چورګوړي چي شمیر يې راڅخه هیر دی ناستې وې او زما د ور تګ سره جوخت چورګوړو او چرګانود قغ او پغ او د کوټکوټاس غږونه اوچت کړل. دهغې سورورې ارتې کوټې څخه چې کړکۍ ګانې یې د حویلۍ په لور را خلاصیدې او د پلاستیکو زاړه څادرونه پرې ټک وهل شوي وو او کوچنۍ تیلي ډیوه په کې بلیده او د کور خاوندانو هغه کوټه د سالون د کوټې په نامه یادوله د دهاتی صیب دسپینږیري بوډا پلارحاجی محمد کبیرخان بایاني د شورماشور غږونه اوچت ؤو چې په چیغوچیغو کې یې خپلو لمسیانو او د خپلې کورنۍ غړو ته ویل(دا خاوند مړې رادیو ولې نه غلې کوئ،طالبان به مو مور او خور په خرو لنګه کړي) دسورورې ارتې کوټې دروازه مې خلاصه کړه اوپه کوټې ورننوتم، ګڼ شمیرماشومان او د کورنۍ نورغړي د کوچنۍ ډیوې څخه را چاپیر ناست وو، له ټولو څخه د مخه دهاتي صیب پورته شو او د رادیوغږ یې غلي کړ او زه یې دخپل بوډا پلار ترڅنګه د پستې توشکې د پاسه کښینولم او د سور بخمل له ټکر جوړ بالښت یې زما شاه ته کیښود او را ته یې ؤ ویل(دحویلۍ دروازه خلاصه وه،هغه دې کلکه کړه) هغه ته مې ؤ ويل(هو، څوغټې ډبرې مې هم ورته اړم کړې) بیا   مې حاجي صاحب ته مخ ور واړاوه او هغه ته مې ؤ ویل(حاجی بابا!خیریت خو به وي،څه پیښ شوي دي،د څه لپاره دې شورماشور جوړ کړی ؤ، په چا باندې په قار یې؟) او حاجی صیب د شین چای ډکه پیاله او د چرګو ایشول شوې هګۍ او د ګوړې چکۍ زما مخې ته نږدې کښیښوده او راته یې ؤویل(له خیریت څخه خبر اوښتې ده، جومات ته طالبان راغلي وو او ویل یې: د رادیو او تلویزون غږونه د شیطان اوخردجال غږونه دي او د خردجال اوشیاطینو دغږونو اوریدل داسلام او شرعې له نظره ناروا او حرام کاردی، که څوک تیلویزیون او یا رادیو ؤ غږوي د طالبانو د تحریک له کلک غبرګون سره به مخ شي)هغوی ته مې ؤویل(چې داسې خبر ده او که مو ژوند له خطرو سره ملګری وي  نوبیا ولې خپل کلي بایانو ته نه ورځئ) د دهاتی صیب زړه مور چې د چاي ګرمه پیاله یې په لاس کې لړزیده زموږ په خبرو کې را ولویده او په لړزیدلي غږ کې یې راته ؤ ویل(زوی جانه! زوی مړومجاهدینوحتی دخلکو دکورونو د کوټو کړکۍ ګانې او دروازې ا ود کوټو لرګي ولجه کړل او له ځان سره یې ویوړل، په کلي کې څه پاته نه دي چې ژوند پرې ؤشي)لا زما او د زړې نیا خبرې خلاصې نه وې له حویلۍ څخه بهر، په کوڅې کې د (ګړز) اواز اوچت شو او ورسره جوخت پرله پسې دتوغندیو ګولۍ دخلکو په کورونو را پريوتې او حاجي صیب چې د خپلو لمسیانو د سلامتیا او روغ صورت لپاره په فکر او تشویش کې ؤ یو زلي بیا چیغې پیل کړې او په چیغو، چیغو کې یې خپلو لمسیانو او د کورنۍ غړو ته یې ویل(د څه لپاره د کوټې دروازو او پنجرو ته مخامخ ناست یاست ، د خدای نا ترسو ظالمو اورپکو د توغندیوچرې د وړیو او پختې غونډاري نه دي چې په چا دې ولګیږي اوڅوک دې ترې روغ رمټ او ژوندي پاته شي) او انجنیر شریف دهاتي د خپل سپین ږیري قهرجن پلارته مخ ور واړاوه او هغه ته یې ؤ ویل(پلارجانه!چیغې مه وهه، که خدای يې مکړه توغندي را پریوزي له پاخه سمټي دیواله څخه هم  تیریدای شي،په خدای تعالی ځان وسپاره اوځان مه ځوروه) د دې لپاره چې د وضیعت جاج واخلم او په خبرو پوه شم نو منډه مې واخیسته او له کوټې را ؤ وتم اود چرګانو د برنډې لاندې ودریدم- له کوټې څخه بهر د آسمان مخ  د تورو لوخړو او تورو لوګیو په ګردونوکې پټ ؤ او د خوارو او بې وزلو مظلومو وږو تږو ښاریانو له ویجاړو خټینو کورونو څخه د اورونو سرې لمبې اوتور لوګي او د چیغو او ژړا ګانو غږونه پورته وو- یوه شیبه به د توغندیو هیبتناک غږونه غلي شول او بیا به آوازونو زور واخیست او ډزې به پیل شوې- د ګاونډي له کاله څخه د چا غږ پورته کیده چې ویل يې(اې پاکه ربه! ولې له خپل ارت آسمان څخه نه را کوزیږې او د دغو خوارو بې وزلو وږو تږو مجبورو او مظلومو بندګانو مرستو ته چې جګړه مارو وحشیانو یرغمل او برمته نیولي دي نه ور دانګې او چیغې او ژړاګانې یې ناورې).یوه شیبه هلته ولاړ وم او بیا مې هغه ځای پریښود او کوټې ته را ستون شوم. په کوټې کې حاجي بابا موسله غوړولې وه،  قبلې ته مخامخ ناست ؤ او لاسونه یې د قبلې په لور اوچت کړي وو او دعا یې کوله او د هغه د کمو عمرونو لمسیانو ځانونه د زړو بالښتونو او زړو تلتکو او زړو خیرنو بړستنولاندې پټ کړي ؤ.دانجنیرشریف خان دوه کلن تی روی ماشوم چې دا مهال زلمی هلک دی د خپلې بوډۍ نیا د ارتې لمنې لاندې ننوتي ؤ، د تورو مریو په څیر کوچنوټې تورې ځلاندې سترګې يې د تیلي ډیوې په تتې رڼا کې تکې تورې ځلیدې، ډار شوی ؤ او ساه یې نه کاږله او چوپه خوله غلي پروت ؤ او ماته یې ځیرځیر کتل. د پاخه عمر میرمن، د ماشومانو مور (بی بی صالحې) قران شریف په غیږکې ټینګ نیولي ؤدعا یې کوله(پاکه ربه!دسپیڅلي قران په برکت اود خپلې پاکې خدایي بخاطر دغه معصوم بیګناه ماشومان د اورپکو له تاړاکونو په امن کې ؤ ساتې)د حاجي بابا ترڅنګه پلتۍ مې ؤ وهله او کښیناستم،د ډیرو چرتونو او فکرونو او پریشانیو له لاسه په کلمو مې نری درد را لګیدلای ؤ، دخولې مزه مې ترخه او بې خونده وه او د پرله پسې بې خوبیو له لاسه سترګې مې نه خلاصیدې اوفکر او چرت مې وران ؤ- مخ مې د انجنیر صیب په لور واړاوه او هغه ته مې ؤ ویل(شریف جانه! که د شعرونو ټولګې او لیکل شوي آٍثار مې د جوماتونو دحرمونو لاسته چې خلک یې طالبان بولي ور ولویږې دغه کار به نه یوازې زما لپاره بلکه ستاسو لپاره به هم چې ماته مو پنا را کړې ده د سرخوږي او جنجال لامل شي او ستونزې به را برسیره کړي) او محمد شریف په چرت او فکر کې کښیوت او بیا یې له ساړه اسویلي سره راته ؤ ویل(نو څه به کوو، را پیښه ده او د حل لاره اوچاره یې نشته)هغه ته مې ؤ ویل(د حل لاره او چاره یې شته،ځمه او ځان پنا کوم) هغه راته ؤ ویل ( په کومه اوچیرې به لاړ شې) هغه ته مې ؤ ویل (په فارسۍ کې خلک متل کوي اووایي ،ملک خدا تنګ نیست، پایې فقیر لنګ نیست-هر چیرې چې د خدای تعالی (ج) رضا اوخوښه وه اوهرچیرې چې دالهي د مقدراتو حکم ؤ) هغه راته ؤ ویل(د شکر درې،ګلدرې،کودامان او قره باغ او استالف خلک له بنیاد ګروطالبانواوعربانو او پنجابیانو او چیچنیانو سره په جګړو اخته دي. د شمالي لاره بنده ده، له کومې لارې به ځان ؤباسې) هغه ته مې ؤ ویل(د سروبي او د تګاو او نجراو د لارو حال او احوال به څرنګه وي) محمد شریف راته ؤ ویل(د تګاو او نجراو لاره خلاصه ده خو هلته د طالبانو پوستې پرتې دي او د طالبانو تلاشي ګانې روانې دي) محمد شریف ته مې ؤ ویل(څه چې خدای کوي بله نه کیږي. په همدغې لارې ځم او شیرخان بندر ته ځان رسوم او بیا د آمو له سین څخه پورې غاړه د تاجکستان جمهوریت ته اوړم او که دغه لار بنده شي د غرونو د څوکو له لارو تیریږم) محمد شریف راته ؤويل(ږمي دي، غرونه له واورو او خطرو ډک دي،د ځوانۍ موسم دې ختم دی- هسې نه چې خدای یې مکړه په واورو کې را ایسار پاته شې او یا له کومې بلې ستونزې سره مخ شې- مه ځه) هغه ته مې ؤ ویل(هرڅه چې په ازل کې راته مقرره وي هغه به کیږې،بله لار راته پاته نه ده- ځمه)  محمد شریف راته ؤ ویل( د پاسپوټ خبرې به دې څرنګه حل شي) هغه ته مې ؤ ويل( د پاسپوټ په هکله ستونزې نه لرم- د تاجکستان نقلي ویزه او جعلي پاسپوټ را سره شته) او محمد شریف راته ؤ ویل(نوموږستا لپاره څه خدمت ؤکړو) هغه ته مې ؤ ویل(دعا راته کوئ) کرۍ شپه مې په چرت او سودا کې له دوستانو سره په ډآر او وحشت کې په رڼو سترګو ویښه او ژوندۍ تیره کړه،دسهار وختي د خړچکې او تتې رڼا د خوریدو سره جوخت پیسې او ټنګې مې د خپل زاړه له خیرو ډک لیلامي کوټ په استرکې خوندي کړلې او د سبا ناري له خوړلو څخه وروسته د حاجی بابا او زړې نیا لاسونه مې چې دا مهال دواړه په حق رسیدلي دي ښکل کړل او د سباوون په تتې او خړچکې رڼا کې غمجن زړه او ژړاندې سترګې د هغوی له کور څخه را ؤ وتم ـ هوا بیخي ستوغه او سړه وه او په کوڅو کې د خلکو تګ او را تګ لا پیل شوی نه ؤـ ساړه بادونه لګیدل او سرګردانو بادونو د بویناکو کوڅو او بویناکو سړکونو خاورې او خاشې او باطله کاغذونه او د مردارو پلاستیکو بیکاره ټوټې له ځان سره کله دا خوا او کله آ خوا را کاږلې.له ځان سره مې ؤ ویل(زما ژوند دسړکونو په مخ  دغو پرتو باطله کاغذونو ته ورته ژوند دی، په هر لوري چې بادونه ځغلي د مردارو کوڅو او ویجاړو کندو کپرو سړکونو مردارې خاورې اوخځلې او دپلاستیکو اوباطله کاغذونو ټوټې له ځان سره را کاږي اوپه هر لوري چې د خدایتعالی اراده ؤ شي د الهي د مقدراتو بادونه مې هغو خواوو ته را کاږی.شایي د خپل سفر په بهیر کې هغو لرېو سیمو ته  ورسیږم هغه چې خلک یې د جوج او ماجوج د سیمو په نامه بولي او شایې د زمانې د حادثو د بادونو څپې مې دومره لرې سیمو ته ورسوي چې بیا مې څوک د پښو د پلونو نښې او نښانې او د پلونو خاورې هم پيدا نه کړی او یا شایي د لارو په اوږدو کې د وحشتناکو سندونو او وحشتناکو دریابونو د څپو ښکار شم او د بدن خوارغړي اوخوار هډوکي مي د وږو تمساګانو او وږو ماهیانو خوراک شي او نوم او پته مې د تل لپاره د ژوندانه له دفتر څخه ؤ مینځله شي او د خلکو اوخپلو خپلوانو له زړونو څخه هیر شم او څوک مې د نوم پوښتنه ؤ نکړي- لا د خاورینې سپیرې ځمکې مخ د لمر په طلایي زرینو وړانګو روشانه شوی نه ؤ د زرنګار د پارک په څیرمه  د ډمبر شوي سړکه د پاسه هلته چې مسافر وړونکي زاړه بسونه یو د بل شاته قطار ولاړ ؤو او دښار جنګ ځبلي خلک يې د سروبي او تګاو او نجراو له لارې د شمال ولایتونو ته لیږدول ورسیدم او د یوه کړپن زاړه بس مخې ته نږدې چې د خلکو بیړ پرې جوړ وو ودریدم او د بس موتر وان ته مې په پارسي کې ؤ ویل(خلیفه جان! به پلخمری و قندوز میروم) موتر وان چې د پاخه عمرغوښن پنډ سړی ؤ او د ګیدړې د پوټکي خیرنه تلپکه یې په سر ایښې وه او کنډاسه خوله یې له نصوارو ډکه وه را ته ؤ ويل(ده بام موترجای داریم) هغه ته مې ؤویل(خلیفه جان!موی سپید هستم، طاقت سردی هوا و خونکه نه دارم) موټر وان څه ؤ نه ويل او د موټر کلینر چې د خلکو بارونه یې بس ته خیژول او زما او د موټروان خبرې يې اوریدې غږ اوچت کړ او موټروان ته یې ؤ ويل(خلیفه جان!درپهلوي قفسهای خالی مرغها به یک نفرجای است،بابي موی سفیده ده داخل موتر جای میتیم، بیچاره موی سفیداست) موټروان څه ؤ نه ویل او کلینر راته په  زغرده توګه په لوړ آواز او غصې کې ؤویل (ماما جان!چراچرت میزني، موترچالان است حرکت میکنه،چرت نه زن، بالا شو) د بوسو د کهۍ او جوال په څیر ځان مې د بس د وروستیو دروازو له لارې د بس د وروستیو څوکۍ ګانوپه منځ کې ؤ غورځاوه او له خلکو څخه لرې هلته چې هګۍ خرڅونکو د چرګانو تش قفسونه ایښي وو او له قفسونو څخه د چرګانو د پیخالو او مرداریو خوسا بویونه پورته کیدل کښیناستم او د کلینر د(یک دعای خیر) دغږله پورته کیدو سره جوخت واړو سفر کونکو لاسونه اوچت کړل او د خیر دعایې ؤکړه او بس د ویجاړسړکه په ګردونو کې د بتخاک او سروبي په لور ؤخوځیدـ د بس د کړکۍ ګانو شیشې ماتې وې او د باد په څپو کې دویجاړو سړکونوخاورې او خاشې بس ته دیننه را ننوتې او سفر کونکی یې له کړاو سره مخامخ کړي وو. کابو واړو مسافرانو د سړو له لاسه ځانونه په زړو جنډو خیرنو کمپلو او خیرنو شړۍ ګانو او خیرنو بړستنو کې تاو کړي وو او د خوړونو د ډبرو په څیربوڅ، بوڅ چوپه خوله ناست وو او خبرې یې نه کولې- تا به ویل هغوی له ډبرو څخه جوړ د بتانو مړې څیرې دي او دخبرو مجال او توان نه لري- لا زمونږ د سورلي بوس ‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍د هوتخیلوله سیمې څخه اوښتی نه ؤ د پاخه عمرمیرمن چې په اغلب ګومان د کابل د ښار د جټانواو بنګړيوالانو له طوایفو څخه وه او دطالبانو د ډارله لاسه یې خپله دبنګړو د خرڅولو توبره غورځولې وه اوخپل غوښن چاغ  بدن  او د تک تور مخ چاغه غوړه بشره یې په خیرنې شلیدلې چادرۍ کې پټه کړې وه راته نږدې کښیناسته اوبویناکه خوله یې زما غوږونو ته را تژدې کړه او په زاریو او ننواتو کې یې راته په فارسۍ کې ؤ ويل(کاکاجان قند!اګریک ګپ بزنم قار نه ميشی؟) هغې ته مې ؤویل(چرا قارشوم، ګپ بزن)هغې راته ؤویل(ازخیرسرچوچ و پوچ و اولاد ها ونواسه هایت، اګر دربین راه طالبها پرسان کنه سیاسرعیالداری کیست،بګومادر اولاد های مه است)هغې ته مې ؤ ویل(چرا بخاطرچی؟) اوهغې راته ؤ ویل(بخاطریکه ازطرف مقام طالبها امر شده که سیاسرازخانه نه برایه و بدون محرم شرعی سفر نه کنه) هغې ته مې ؤ ویل (آیا دروغ بګویم؟) بنګړیوالې توړۍ خپل مخ پت کړ او د شونډو لاندې ؤ غوریده او له ځان سره یې ؤ ویل(رام دل از دلها کوچ کده ومسلمانی نه مانده) اوپخپل سیټ کې چوپه خوله خپه او نامیده کښیناسته- د چرګانود پنجرو څخه لږ وړاندې د کوچنۍ جوسې وچ سری ډنګر سړی چې په دوامداره توګه يې د نصوارو کپه خولې ته اچوله او بیا یې د چرګانو په تشو پنجرو کې تو کوله ناست ؤ- هغه د نصوارو کپه خولې ته واچوله او بیا یې په ډکه خوله بنګړیوالې توړۍ ته ؤ ویل(خاله جان!پریشان نه باش و جګرخونی وغم وغصه نه کو،خدا مهربان است،کاکا آدم بدنیست،کومکت مې کنه)او ما له خپل ځان سره په زړه کې ؤ ویل(ږیره زما او واک یې د ملا، دغه وچ سري سړي ته چا اجازه ورکړې چې زما لپاره دې ویان او سخنګوی شي اوزما له اجازې پرته دې له خلکو سره فیصلې ؤکړي،که دغه وچ کونی له فتنو ډک مکار اومحیل سړی په ریښتیا دمظلومې سیاسرې لپاره زړه سواندي لري نو بیا ولې د سیاسري لپاره پخپله شرعي محرم نه کیږي او له ماڅخه د هغې لپاره مرسته او کومک غواړي) نوهغه ته مې ؤویل(برادرجان!چرا شما به طالبها نمیګويید مه محرم شرعی سیاسرهستم) د وچ سري محیل سړي د بد رنګو شونډو د پاسه ترخه موسکا پریوته او په موسکا کې یې را ته ؤ ویل(کاکا جان!سن و سال مه به سن سال خالې چوری فروش نمیخانه ولی سن سال تو به سن وسال خالی چوری فروش میخانه و شکل و قواریت هم به چوری فروشها و جتها میمانه) لا زما او د وچ کوني مکار سړي دعوې او مرکې خلاصې نه وي د نغلو د بریښنا له فابریکې څخه لږ وړاندې ګڼ شمیر ببر ږیري لوغړن وسلوال کسان چې خیرنې او لوغړنې بړستنې یې له ځان را تاوې کړې وې او د هلمند او کندهار د خلکو جامې یې آغوستې وې لکه د غوجلو د خوشایو د مچانو  او غوباړو په څیر د غرونو له سمڅو څخه را ؤ وتل اوزمونږ دسورلۍ موټرته یې د دریدو اشاره ورکړه اوموټروان دهغوي دغوښتنې سره سم خپل موټر هغوې ته نږدې هلته چې د طالبانو د تحریک کوچنوټی بیرغ سمڅو ته په څیرمه رپیده ودراوه او د هغوی د ډلو ټپلو له قطار څخه د کم عمر سپین پوستی طالب چې لا یې ږیره او بریت را شنه شوي نه وو او د کندهار د خلکو له شنو او سرو مریو ډکه چاکداره خولي یې په سر ایښې وه بس ته را ؤ خوت او له سلام او احترام وروسته سترګې یې په بنګړیوالې توړۍ ولګیدې او له مسافرانوسره یې ګډه وډه پارسي او پښتو خبرې پیل کړې(دسیاسرې شرعي محرم څوک است)چا ورسره خبرې ؤنکړې او دکم عمرځوان طالب یوزلي بیا د خلکو غوږونه ؤ تخنول اوخلکو ته یې ويل(چراګف نمې کنې،تاسوته وایم،د سیاسرې شرعي محرم څوک است) بیا یې هم له چا څخه ځواب ترغوږو نه شوـ په پای کې وچ کوني محیل سړۍ راته ځیر،ځیر ؤ کتل او بیا یې په زغرده توګه په لوړ آواز کې راته ؤویل(کاکاجان!چراخوده خپ و چوپ کرفتي، چرابه جناب ملا صایب نه میګویي مه محرم شرعی و پدر اولاد های سیا سرهستم) ما څه ؤ نه ویل او وچ کوني ډنګر مکارسړي له ځوان طالب سره مخا مخ نیغ په نیغه کنډي باغي پښتو پیل کړه (ملاصاحب جان! کاکا پختو/پښتو/ نه پوهیږی، کاکا موی سفید او زړه شوی ده ، سیاسر د کاکا مادر اولاد ها ده) د کم عمر طالب د وچ سري چالاک سړۍ په دروغو خبرو ؤ غولید اوپرته له دې چې نور اضافي تحقیقات ؤکړي زمونږ د سورلي بس ته یې د تللو اجازه ؤ کړه او له موټر څخه کوز شو او موټر یوزل بیا د تګاو او نجراو په لور ؤخوځید اوما وچ سري دروغجن سړي ته په پستې نرمې ژبې دګیلې په توګه ؤويل(ببین کارخوب نکردې،اګرطالب تحقیقات اضافه میکرد ونام سیاسر را از مه می پرسید و یا برعکس نام مره از سیاسر می پرسید و هردوی ما لا جواب وچوپ می ماندیم درا نصورت می داني طالبها با من و با تو چه ګونه معا مله میکردند) دوچ سري محیل سړي په مردارو شونډو له مانا ډکه موسکا پریوته او په موسکا کې يې را ؤ ويل(عجیب آدمې بې عقل و نادان و کودن که تره دیدم،نام خوکم نیست،خوارګل،ریزه ګل،قمرګل صنم ګل وهزارها ګل وسنبل دیګه) اوما څه ؤ نه ویل لا د تګاو د ولسوالي سیمې ته نږدې شوي نه وو دریور خپل بس د سړکه په منځ کې ودرا وه او بیا یې مخ د مسافرانو خواته را واړاوه او په قار او غضب کې يې بنګړیوالې توړۍ ته ؤ ویل(همشیره!وختیکه محرم شرعي نداری و محرم شرعی نه داشتي چرا ده موتر مردم بالا شدی)بنګړیوالې ټوړۍ چادري له سر لرې کړه او د موتر وان د خبرو په ځواب کې یې په قار اوغضب کې ؤ ویل(مفت و رایګان خو ده موترغرازی و بویناک تو بالا نه شدیم، پیسه دادیم) موټروان خپله د ګیدړې د پوټکي تلپکه خولۍ له سر لرې کړه او بیا يې هغې ته ؤ ویل(همشیره!لچری فایده نه داره،ازپیسیت تیرهستم،په لحاظ خدا و به لحاظ سرلوچیم،طاقت لت و کوب و کیبل کاري طالبهای وحشي ره نه دارم، محرم شرعی نه داري، تا شو) بنګړیوالې توړۍ په جیغو چیغو او قار او غضب کي دریور ته ویل(موتروان!ميفامی یا نی،مره خاله کشورجت،مادرشارونک،دخترپاینده ګل چغلباف میګه، پدر کس مره از بس تا کده نمیتانه) په بس کې ناست کسان د ډریور پر ضد را ؤ پاریدل اوپه یوه اواز دریور ته یې ویل(خلیفې موتروان،چرا از اول بالا یش کردی،چرا از اول فکر نه کردی اګرسیاسرشکسته پای بیچاره تا شوه،خوراک ګرګهای وحشی میشه و کاربې نا موسی و بی شرمی/تجاوزجنسی/ده حقیش میشه) لا د بنګړیوالې په پلوي د خلکو د اعتراض غږونه او چیغې چوپې شوې نه وې وچ سري محیل سړي غږ اوچت کړ او ماته یې ګوته ؤ نیوله او خلکو ته یې و ويل(چرا ګپه غلمغتول می کنې،کاکایکه بالا پوش پالان مانندش نیم موتره پر کده و خوده  بی غرض ګرفته و رنګ و رخش به طالب میمانه باید به طالبها بګویه سیاسرمادراولاد هایش است) د وچ کوني مزاحم سړي پوچو خبرو بیخي لیوني کړی وم، غوښتل مې له هغه څخه لرې کښینم او د هغه آتې باتې او پوچې خبرې وانه ورم، لاسونه مې د چرګانو دپنجرو د پاسه ولګول او نیغ ودریدم او د موټر د ډریور په ما پام شو اوراته یې ؤ ویل( کاکا جان! نارام به نظرمیرسی،خیریت خو است، چرا استاد شدی)هغه ته می ؤ ویل(ضرورت نه دارم که جنجاله به ګردن بګیرم و زن مردمه بنام زن خود معرفی کنم و دروغ بګویم و ده جنجال طالبها بمانم و ګپ هردله وهر دوسه بشنوم) له هرې خوا څخه زما په پلوي د خلکو آوازونه او غږونه اوچت شول چې ویل یې(کاکای موی سفید! از جایې خود شور نه خو، موتروان باید مشکل خوده خودش حل کنه) پخپل سیټ کې چوپه خوله کښیناستم او وچ سرې  مکارسړی راته بد بد ؤ ګتل او راته یې ؤ ویل(بهتر بود بجای تو که آدم بزدل استی مادرت سنګ میزایید،چرا مردمه بنام دله و دووس یاد می کني،آدم که موی سفید شوه عقل خوده از دست میته) ما څه ؤ نه ویل او وچ سري سړي دریور ته ؤ ویل(خلیفی موتروان!ګپه کم کو و سنګه ده دبه نه انداز وافسانی سر منګسکه بسکلان،حرکت کو، اګر د بین راه کسې پرسان میکنه سیاسر محرم شرعی داره یا نه داره  مه جواب میتم  ومه پیش ملا صایب ها به شد و مد اقرار مي کنم و میګویم که خاله کشور چوري فروش بنت پاینده ګل چغلباف مادر شارونک که زن عاقله و بالغه، حره و دارنده تمام تصرفات شرعی میباشد زن منکوحه وحلاله وطیبیه اینجانب قلم الدین ولد ګلب الدین قوم ګیلم باف بوده و می باشه و در اقرار خود صادق میباشم با احترام محل نشان شصت خاک قلم الدین) په موټر کې واړو ناستو کسانو کټ کټ ؤخندل او موتر یو زل بیا د تګاو او نجراو په لور ؤ خوځید- کله چې د طالبانو د واکمنۍ له سیمو څخه تیر شو او د حزب اسلامي او جمعیت اسلامي سیمې ته ورسیدو ګڼ شمیرنا پیژاندل شوي وسلوال کسان چې د رباني د شړل شوي حکومت برګې نظامي جامې يې په تن کې وې او خړ خړ پکولونه یې په سر ایښې ؤو  زموږ د بس مخې ته ودریدل او د هغوی سر ګروپ چې د فلسطین د مشر(ریاس العرفات) په څیرسپین او تور برګ رومال يې له سرتاو کړی ؤ بس ته را ؤخوت او په بس کې ټول ناست کسان یې له نظر تیر کړل او بیا یې سترګې د پیازو اوپټاټو په تشوبوجۍ ګانو ولګیدې- مخ یې د موټروان په لور واړاوه اوپوښتنه یې ؤکړه(خلیفه!بوجیهای خالی ازکیست؟) موتروان څه ؤ نه ویل په موټرکې د ناستو کسان له جمیعت څخه د پاخه عمر غوښن چاق سړي بیړه ؤکړه او نیغ ودرید او بیا يې سر ګروپ ته ؤ ویل(قوماندانصاحب !بوجیها از نوکرت است)سرګروپ د جوالونو او بوجۍ ګانو خاوند ته ؤ ویل(حاجی صاحب! ده بارجامه ها چه برده بودي؟) د جوالونو او بوجی ګانو خاوند بې له ځنډه ؤ ویل(کمې بیاز و کمې کچالو،دیګه هچ چیزې نې) سر ګروپ د نصوارو کپه د پیازو اوپټاټو د تشو بوجۍ ګانو او جوالونو د پاسه تو کړه اوڅو ګامه وړاندې لاړاو لاس يې د جوالونو د خاوند په اوږو ولګاوه، د قار او غضب له لاسه د مخ پوتکی یې تک سور واوښت- ترخه موسکا یې د بد رنګو شونډو د پاسه خوره شوه او په موسکا کې يې د بارجامو خاوند ته ؤ ويل(حاجی صایب! چرا مردانه وار نمی ګويي نفرخاص طالب هستم و در بارجامه های پیاز وکچالو به طالبها مهمات جنګی میرسانم و حاجی صمد نام دارم و مردم مره بنام  حاجی صمد بی ګرده و بز دل یاد میکنه) د جوالونو د خاوند څیره د ژیړ کورکمن او ژیړو زعفرانو په څیر تکه ژیړه واوښته، د لاسونو او پښو غړي يې په لړزیدو شول، د خولې لاړې يې وچې شولې او په زاریو کې يې د وسلوالو ډلو ټپلو مشر ته ؤ ویل(قوماندان صاحب جان!مه حج نه کدیم، مه حاجی نیستم، مه به نام حاجی صمد بی ګرده و بزدل کسی ره نمی شناشم، مه قلندر شاه پياز فروش و کچالو فروش بازار سبزی فروشی شارسخي جان هستم، اګر به ګپهای مه باورنه داری، تذګره وترخیص مه ببین) سرګروپ چې د سواد خاوند نه ؤ د پیازخرڅونکي ماما تذکره یې پخپلو لاسونوکې ښکته پورته واړوله را واړوله او پرته له دې چې د تذکیرې محتویات ولولي او په خبرو ځان پوه کړي د سګرټو د لګولو لایټریې دخپل پتلانه له کڅوړو را برسیره کړ او د تذکیرې پاڼې يې ؤ سیځلې او په قاراوغضب کې یې د تذکیري خاوند ته ؤ ويل(تذکره و ترخیص جناب شما هردو نقلی و ساخته ګي است) پیاز خرڅونکي غوښتل د ځان د سپیناوي لپاره له سر ګروپ سره نورې خبرې ؤکړي خو دا چې د ښاغلي  سرګروپ ماغزه د چرسو لوګي وران کړي وو او د نورو خبرو د آوریدو لپاره يې حوصله نه درلوده  د پیاز خرڅونکي ماما په مخ یې کلکه څپیړه ور حواله کړه او ور سره جوخت د هغه ببر سري وحشی وسلوال کسان بس ته را ننوتل او ماما یې په منډو منډو د ریګي غونډۍ د څوکو په لورهلته چې د ملا رباني د شړل شوي حاکمیت بیرغ د رپیدو په حال کې ؤ ورساوه او د هغوي د ډلو ټپلو مشر(قوماندان) د چرسو سګرټی ولګاوه او د خپلو ملګرو پسې ورو، ورو ؤ خوځید او له غونډۍ واوښت او له سترګو پنا شو او موټروان خپل موټر د ویجاړ سړک څخه لږ لرې په ژورې ځمکې کې ودراوه او دپیاز خرڅونکي ماما د را ستنیدو لپاره سترګې په لار کښیناست- شیبې په ګړیو واوښتې، دلمر سترګه د کاپیسا د غرونو له څوکو والوته خو دپیاز خرڅونکي ماما پته ؤ نه لګیده ـ په بس کې ځنې ناست کسان چې د خپلو کورنۍ له غړو او ماشومانو سره مسافرت ته وتلې وو بې حوصله ښکاره کیدل او ويل يې( ګپ کاکای پیاز فروش از ګپ ګذشته، و آمدن و نامدن کاکا به خدا مالوم است،ماطلی ما فایده نه داره،باید حرکت کنیم)اوځینو ویل(ماما به کارخطرناک سیاسی قاچاق سلاح دست زده،شایداعدام شوه) او ځینو ویل(بی همراهی و بد رفیقی کار نامردها است، باید منتظر بمانیم، اګراعدام شده باشه کم از کم باید به فامیلش خبر داده شوه) لا د خلکوکیسې اوخبرې خلاصی نه وې په لرې واټن کي د غونډۍ له څوکو څخه را په دې خوا دپیازپلورونکي ماماغونډه منډه ټیټه ونه  را ښکاره شوه، د لګیدلې او ټپي شوې کبلۍ په څیر یې لوڅ سر او لوڅې پښې د موټر په لور منډې را وهلې - هغه په منډو، منډو ځان هوارې سیمې ته را ورساوه او له نورو مسافرینو سره د لارې ملګری شو او بس یو زلي بیا د کاپیسا او محمودعراقي په لور لاره خپله کړه. پیاز خرڅونکی ماما په بد حالت کې ؤ،له خولي او سپومو یې ویني بهیدلې،جامې یې شلیدلې وې او د پښو کلوشې او د سر لونګۍ يې وسلوالو کسانوترې ولجه کړې وه- د لارو په اوږدو کې ماما دخلکود پوښتنوسره مخا مخ ؤ او دخلکو د پوښتنو په ځواب کې یې ويل(پروای لت و کوب و پاره شدن کالا ومالای خوده ندارم، جنرال پلاستیکی که نه مکتب خانده و نه قلم و کاغذه مي شناسه و نه با تعلیمات نظامی آشنا یی داره ولې به قول خودش جنرال است تمام هست و بود و سرمایې کار پیاز فروشی مره ازمه ګرفت، ازبرای خدا چی خاکه به سر کنم و پیش کی ګریبان پاره کنم)په بس کې ناست سپین ږیري بابا چې شلیدلې زړه قره قلی خولۍ یې په سر وه او خوارې جامې یې په تن کې وې ؤ ویل( برادرجان! پشت ګپ چه میګردي، هر سنګ و هر کولخه که بالا کنې به زیر هر سنګ و هر کولخ یک جنرال پلاستیکي کودن بی سواد کله می جنبانه، قاچاق برمواد مخدر هم جان فشانی وتپ وتلاش داره که پاچا شوه ، پنچر مین و ګریس مین موتر ها هم مي دوه که پاچا شوه، نداف هم می دوه که پاچا شوه جولا هم می دوه که پاچا شوه ملای تاویز نویس وفال بین سر سرک هم در فکر به دست آوردن تاج و تخت پاچاهی است، نه طالب در راه خدا سم است نه مجاهد،هیچ کس به حق خودقانع نیست،حیف حیف اې وطن که خراب شد، و حیف حیف سردار داود خان که از دست ما رفت، نه بار دیګر سردار داود زنده میشه که ای وطنه جور کنه ونه ډاکتر نجیب الله شهید از ګور میخیزه که ګپ ازآشتی ملي واتفاق و اتحاد و وطن پرستی بزنه)لا د ماښام تیاره خوره شوې نه وه د کاپیسا او محمود عراقی اوګلبهار له سیمو څخه تیرشو او د ما ښام په خړو تیارو کې د جبل السراج د امن ښارګوټی ته ورسیدو. د جبل السراج په ښار ګوټي کې د جمیعیت اسلامي او شورای نظار وسلوالو کسانو پیرې او ګزمې کولې د ښار امنیتي حالت ښه ؤ،له لرې واټننو څخه خال خال د درندو وسلو غږونه را رسیدل،هټۍ والو خپلې هټۍ ګانې پرانیستې وې اود ګازي څراغونو په رڼا کې یې وچې میوې ميیز،توت،غوذان او داسې نور خوراکي شیان خرڅول.موټروانانو خپل موټران د جبل السراج او پلخمري د لوي لارې په دواوو خوا وو کې درولي ؤو او د تونل د لارې د خلاصیدو لپاره یې د اتتظار شیبې شمیرلې ،  هرهرځای، د هر دوکان او هر رستورانت او هرې چای خانې مخې ته  د جمیعت اسلامی او شورای نظار د سپاهیانو بنډارونه جوړ ؤ او د طالبانو د ځواکونو د ماهیت او خصوصیت  په هکله خبرې او تبصرې کیدې ځینو ويل(طالبان دپاکستان د جاسوسی شبکو(اي، اس، آی) خلک دي او ځینو د طالبانو واکمني او سوق او اداره دافغانسنان د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه پورې اړینه او تړلې  بلله او ځینو خلکو دطالبانوپه ځواکونوکې د عربی ملکونو د نظامی ځواکونو د شتون خبرې کولې او ځینو طالبان دامریکې د جاسوسی شبکو( سی،آی،اې) دځواکونو دګوډاګیانو په نامه پیژاندل. دا چې د طالبان څوک وو او د هغوي سوق او اداره دچا په لاس کې وه نا مالومه او ګنګه خبر وه- د یوه کوچنوټي دوکان ګي څخه مې لږه وچه میوه واخیستله او د یوې ارتې چای خانې په دروازې چې کوچنۍ ډیوه په کې بلیده او د اور تور لوګي ترې پورته کیدل ورننوتم. د چاي خانې خاوند چې د پاخه عمر خیټور سړی ؤ او خیرنه او زړه کوچنۍ پکوله یې په غټ سر ایښې وه او د  غبرګوسماواتونو شاه ته ناست ؤ او څنګ ته یې  چینایي کلنشینکوف وسله پرته وه او د سماواتونو په تاودو اوبو کې یې د پخلنځي غوړ لوښي مینځل سترګې په ما ولګیدې او راته یې ؤ ويل(عمکی! اګر در راه خنک خورده باشی، پیش برو و نزدیک بخاری بشی و خوده ګرم کو)د هغه د غوښتنې سره سم وړاندې لاړم او بخارۍ ته نږدې چې د سوند بوټي یې په خلاصیدو ؤ د خیرن او لوغړن تخت د پاسه چې خیرنې تلتکې پرې پرتې وې کښیناستم، لا مې دمه جوړه شوې نه وه د سماواچي شاګرد چې د نهو اویا د لسو کلونوتنکی ماشوم ؤ اودخپل پلار او یا د کوم بل چا شلیدلې شواړې موزې یې په پښو کړې وې او خیرنې پښې يې ورته شلیدلو موزو ژوبلې کړې وې او شواړه لیلامي خیرنه کرتۍ یې په تن کې وه او د سړو له لاسه لړزیده اوپوزه یې بهیده او له ککړې پوزې څخه یې د سوغ سوغ غږونه پورته کیدل راته نږدې ودرید او خپله پوزه یې دخپلې ارتې کرتۍ په نستوړو پاکه کړه او بیا یې راته ؤ ویل(بابی کابلي! چه اشتها داري) د ډیرې ستړلیا له لاسه د خوراک لپاره مې اشتیا نه وه. هغه ته مې ؤ ویل(چای سبز) هغه راته ؤ ویل(برعلاوه چای سبز چه اشتیا داري؟) هغه ته مې ؤ ويل(دیګه هیچ چیزې نې) هغه غوښتل چې راته څه ؤ وایي خو څه یې و نه ویل او له ما څخه څو ګامه لرې لاړ او د یوې ماتې څوکۍ د پاسه ؤ خوت او په لوړ آوازکې یې د چایخانې خاوند ته ویل(خلیفه!بابی کابلي میګو چاي خالي میخورم) د غبرګو سماواتونو له شاه څخه د چایخانې د مالک غضبناک غږ پورته کیده، په قاراو غضب کې یې ویل(بوغمې بیسر بکشې مومې المستی ته ګور کنی چرا به بابی بی عقل و نادان کابلی نمیګویی چای خالی فروخته نمیشه، چایی خالی ره پیش مومیت بخو پیش ما که آمدی قابلی اوزبکي بزن که ګردن پرتي) د دې لپاره چې له هغه سره په جنجال کې پاته نه شم نو هغه ته مې ؤ ویل(قابلی میخورم) ماشوم هلکي یوزلي بیا په لوړ آواز غږ اوچت کړ( به زیرعکس امر صایب پنجشیر، ده پالویی بخاری به بابی کابلي یک خوراک قابلی روغندار)د هلکي د نارو سره جوخت په یوې سترګې ړوند بوډا چې د عمر د زیاتوالي له کبله یې د لاسونواو پښوغړی لړزیدل له لوغړن پخلنځي څخه را ؤ وت او د تیروڅو ورځو پاتشونکي خواړه یې زما مخې ته نږدې کښیښودل او خپلې چړخنې سترګې یې د خپل زاړه کمیسه په لمنې پاکې کړې او بیا يې راته ؤ ویل(بابه جان!آګناه خودت است،ناوخت آمدي،برنج کمی سرد شده، ولی به پیچی مومی/مادر/سرسفیدم قسم میخورم که شومانده و باسی نیست،بې تشویش نوش جان کو)ما څه ؤ نه ویل او د خلکو دغابونو پاته شونکی خواړه مې د بخارۍ د پاسه چې لوګي ترې پورته کیدل او د اور لمبې یې غلې شوې وي کښیښودل او شاه مې د چایخانې په لوغړن دیواله ولګوله پښې مې ؤ غځولې د خوب په څیر د کنګستیا لیوني څپه را باندې پریوته، نیم ویښ او نیم ویده په چرت او فکر کې کښیناستم.لا مې سترګې خوږې شوې نه وي د کم عمر ماشوم د چایخانې شاګرد زما سرته نږدې ودرید او زه یې له خوب څخه را کښینولم او راته یې ؤ ويل(بابی کابلي! پیسې نان و چای وتا جایی هوتله می تی) هغه ته مې ؤ ویل(چند میشه) هغه راته ؤ ویل(پنجا هزار) د ربانی د حکومت د کمزورو پیسو پنځوس زره  کاغذي پیسې مې وهغه ته ورکړې او  یوزل بیا  شاه مې د لوغړن غوړ دیواله په غوړو خاورو ولګوله او ویده غوندې شوم. لا د پیشلمي خړچکه رڼا خوره شوې نه وه دچایخانې مالک زما سرته نږدې ودرید او راته یې ؤ ويل(بابه جان! اګر به پلخمری یا قندوز رفتني هستي،راه تونل واز شده وموترها غور و پور داره و حرکت می کنه) د هغه د غږ د پورته کیدو سره جوخت را پاڅیدلم  جرابې او کلوشې مي چې د میز لاندې پرتې وې په پښو کړې او د سباوون په خړچکې سړې هوا کې له چایخانې را ؤ وتم- ډلې،ډلې سفر کونکي له خپلو پنډکیو او بکسونو سره له چایخانو څخه د را وتو په حال کې ووـ هرچا هڅه کوله ځان هغو بسونو ته ورسوي کوم چې مسافران یې له جبل السراج څخه شمالي ولایتونو ته لیږدول- د ځینو کورونیو میرمنې له ډمبر شوي سړکه څخه د لاندي د سین د سپینو ډبرو او سپینو شګو د پاسه بوڅې بوڅې ناستې وې او د سین په سړو اوبو کې یې دخپلوماشومانو مخونه مینځل او ځینو نارینه وو اودسونه اوځینو لمونځونه کول لا د چایخانې دروازګۍڅخه لرې شوی نه ؤم دیوه مهضب اومحترم سړی سترګې چې له څو تنو پیغلو انجونو سره دلارې ملګری ؤ او ښکلې دریشي يې اغوستې وه  او داسې شک او ګومان پرې کیده چې ګنې د کوم  پوهنځي اویا تعلمي موسسې استاد به ؤ پر ما ولګیدې او په ډیر احترام  يې راته  ؤ ویل( برادر! ببخشید مزاحم شما شدم،موترهای کندز و پلخمري از کجا حرکت میکند) هغه ته مې ؤ ویل(مه هم مانند شما نا بلد و از فراریهای کابل هستم و مالومات نه دارم،شاید ازمحل زنجیر تلاشی حرکت کند)لازما او د هغه خبرې خلاصې نه وې د لسو یا یوولسو کلونو سپین پوستي هلک چې ښکلې وړینې جامې يې په تن او ښکلې موزې یې په پښو کې وې زموږ مخې ته نږدې ودرید او بیا یې مهضب سړي ته ؤ ويل(پدرجان! کاکا ګلیم موتر پلنګ کوچ در بست به کرایه ګرفته ومیګه زود بیایید که بخیر حرکت کنیم) ماشوم هلک منډه واخیستله او د موټرانو او خلکو په کڼه ګوڼو کې ننوت او له سترګو پنا شو او ما  د پاخه عمرخاوند مهضب سړي ته ؤ ويل( مه هم رونده شیرخان بندر هستم، اګرامکان موجود باشد و مرا رفیق راه خود بسازید نهایت لطف شما خواهد بود) هغه زما خیرنې جامې له نظر تیرې کړې او بیا یې راته ؤ ویل(دنبال مه بیا، ببینیم موتر ګنجایش نفر اضافي را دارد یا خیر)د لنډو شیبو له تیریدو څخه وروسته کله چې د شورای نظار د تلاشۍ سیمې ته نږدې ورسیدو سترګې مې په هغه چا ولګیدې کوم چې د کورنۍ ځوانو انجونو هغه د کاکا ګل په نامه یاداوه او مني بوس ته یې بارونه پورته کول- کاکا ګل نومي سړي یو زلې ماته او بیا یې زما ملګري مهضب سړي ته ؤ ګتل او په موسکا کې یې وهغه ته ؤ ویل (لالاآغا! دیر کردی، مه مجبورشدم بدون مشورې شما موتر پلنګ کوچ در بست به کرایه بګیریم)مهضب سړي دهغه د خبرو په ځواب کې ؤویل ( کارخوب انجام ګرفته، مه هم در فکر موتر در بست بودم اګر موتر ګنجایش نفر اضا فی را داشته باشد، و موافقه شما باشه کاکا ره هم با خود همراه ميسازیم) جنکو یو بل ته ؤ ګتل او بیا يې د پاخه عمر سړي ته ؤ ویل(پدرجان! دل که تنګ نباشه جای تنګ نیست، بیچاره موی سپیداست،ازچنګ آدمکشهاګریخته،باید کومکیش کنیم) کاکاګل نومي سړي چې برګه دریشي يې اغوستې وه او د ښکلې ځوانۍ خاوند ؤ او  د غاړې خړ رنګی دستمال یې په سر تاو کړی ؤ ځیر،ځیر راته ؤ کتل او بیا یې راته ؤ ويل(حیا ت الله پویان نیستي) هغه ته مي ؤویل(حیات الله برادر خورد مه بود اکنون عمر خوده به شما بخشیده عنایت الله پویان هستم) هغه راته ؤ ویل(نام شما فراموشم شده بود ولې تخلص شعری شما رفیق پویان یا ملګري پویان یا آقای پویان به یادم بود) هغه ته مې ؤ ویل(ببخشید شما را نشناختم) هغه راته ؤ ویل ( داکتر زبیر هستم) هغه ته مې ؤ ویل(کدام داکترزبیر)هغه کټ کټ په خندا شو او په خندا کې یې راته ؤ ویل(پویان کاکا! به خدا قسم که پیر شدی و دوستهای دور جواني خوده فراموش می کنی) د هغه سترګو ته ځیر شوم،هغه مې ؤ پیژانده  او را په یاد شو، کله چې  د روسانو د دسیسو ښکارشو ی ؤم او د زندان د تورو تنبو شاه ته مې د کړاو سختې ورځې او شپې تیرولې او ناروغ شوی وم، ملګرو مې همدغه ډاکټر زما د معالجې لپاره زندان ته را استولی ؤ او ما خپله د پښتو د شعرونو مجموعه  وهغه ته د سوغات په توګه  سپارلې وه او هغه زما د شعرونو اوپښتو داستانونو او غزلو کلک لیوال لوستونکی ؤ. هغه ته مې ؤ ویل(داکترجان! شما کجا و اینجا کجا،ازکجا آمدی و به کجا میروی) هغه له ساړه اسویلې سره را ته ؤ ویل(لالا آغا برادر بزرګ مه است، و به مه حیثیت پدر را دارد، با فامیل لالا آغا و فامیل خودم از کابل آمدیم- چه کنیم به قول معروف سیاسردارهستیم، برای حفظ شرف وناموس خود آدم مجبور میشوه ترک خاک و وطن کند) هغه ته مې ؤویل(برای من هم در وطن شرایط زندګی محدود ګردید،مه هم قصد برامدن از وطن را دارم) هغه راته ؤ ویل(کجا میروی) هغه ته مې ؤ ویل(کشورې را که باید دران پناهنده شوم تعین نکرده ام) ډاکټر زبیر زه خپل مشر ورور ته ورؤپیژاندم اوهغه ته یې ؤ ویل(پویان شاعردرد،شاعر ناله و فریاد شاعرمهر ومحبت وطن ماست،اشعار پښتوی او را میتوان اعجاز خداوند ګفت)لالا آغا ځیر، ځیر راته ؤ کتل او بیا یې  راته په پښتو کې ؤ ویل(پویانه وروره! کله به زموږ د سربدالیو او کړاونو په هکله شعر ؤ لیکې)هغه ته مې ؤ ویل(په تکو تورو سترګو، ولې به يې نه لیکم،خو ددغه سپیڅلي کار دعملي کیدو لپاره باید وخت ولرم)لالا آغا نورې خبرې ؤنکړې او د بس دریور خپل بس ته نوي ټیرونه ور ولګول او د نصوارو کپه یې خولې ته واچوله او بیا یې ډاکټر ته ؤ ویل(درسیت اول پهلوي موتر وان کی باید بشینه) ډاکتر زبیر ؤ ويل(مادرجان ولالا آغایم)لالا آغا د خپلې بوډۍ مور لاسونه ؤ نیول او هغه يې دموټر په لمړي سیټ کې خپل څنګ ته نږدې کښینوله او زه له ډاګټر سره د منی بوس په آخرنیو سیټونو کې هلته چې د لالا آغا پیغلو لورانو خپل دپوهنځي اوښونځي درسي کتابونو او بکسونه ایښي وو کښیناستم او د دریور د دعای خیر د غږ له پورته کیدو سره جوخت منی بوس د سالنګونو په لور ؤ خوځید.د لارو په بهیر کې ډاکټر زبیر د خپلې کورنۍ له غړو سره مشغول ؤ او خپلو وریرو (ځوانو انجونو) ته یې زما د ځوانۍ د وختونو دپښتو شعرونه او داستانونه لوستل او زه له خپل ځان سره دخپل خواږه ژوند د هیرو شوو زمانو په تصوراو تصویرونوکې ډوب وم- د هغو کلونو په خیال کې کیوتی وم هغه چې هره ورځ او هره شیبه يې زما لپاره خوږه خاطره وه اوخوږې کیسې اوخوږې افسانې یې له ځان سره ساتلې وې- دهغو کلونو په فکرکې لویدلای وم چې زه يې د ولسواکۍ د کلونو په نامه یادوم او وطن د جوړیدو په حال کې ؤ او په ښونځيو او پوهنځيو کې د جنکو لپاره دتحصیل او تعلیم اسانتیایې برابرې شوې وې او ځوانو جونو ته اجازه وه چې له هلکانو سره ګډ له بندیز پرته په ادبي ټولنو او محفلونو کې خپل شعرونه دکلیمه کړي- د هغو کلونو په سودا کې ډوب وم چې نوی د ځوانۍ او شباب موسم ته رسیدلای وم او زما لپاره اجازه وه چې خپل شعرونه او خپلې لیکنې او خپل داستانونه خپلو همځولو ټولګیوالوځوانوانجونو په حضورکې ولولم او له ځوانو انجونو څخه  له مینې ډک جذباتي شعرونه واورم او ترې خوند واخلم او هغوي ته خپل له مینې ډک لیکونه واستوم او له هغوي څخه له مینې ډک لیکونه تر لاسه کړم.خو افسوس د ناوختو انقلابونو چې زه یې انفلاقونه بولم د را برسیره کیدو له کبله او په سیاسی او دولتي چارو کې د نا پوهو بې تجربه احساساتی ځوانانو د را برسیره کیدو له امله د وطن ټولې ښې ګڼې،معنوي او مادي شتمنۍ ګانې او ملي اواخلاقی ارزښتونه او اقنصادي او ټولنیز معیارونه او بڼسټونه ټول پو پنا شو- خورد ظابط د جنرال خولۍ په سر کړه اود جومات نا پوه ملا د دین او مذهب د ساتنې په پلمو د جمهوري ریاست مقام ته ورسید او د وطن منل شوي په خبرو پوه سیاستوال ډاکتر نجیب الله د وروسته پاتې ټولنې د ناخوالو او نا دودو اونا پوهیو درواري او قرباني شو- دا چې بیخي ستومان او ستړی وم نو وچویلی مې د مینی بوس د څوکۍ ګانو په څرمنو او سفنجونو ولګاوه او د استراحت لپاره پړمخې کښیوتم او ډاکټر زبیر راته ؤويل(ملګری پویان!اګر احساس درد و خسته ګی میکنې، تابلیتهای ضد درد وضد خسته ګی نزد خانم برادرم بی بی حاجی موجوداست)هغه ته مې ؤويل(ډاکترجان!ممکن این تابلیتها سبب تسکین دردهای جسمی من ګردد ولی این تابلیتها هرګز نمیتواند درد دل مجروح و خون چکان مرا که بنا بر علت ویرانی وطن شیرین وآواره شدن قشر منور جامعه و شهادت هزاران برادر و خواهر هموطنم عاید حالم ګردیده معالجه و تداوی کند) د ډاکټر زبیر له خولې څخه سوړ اسویلی را ؤ وت او راته یې ؤ ويل(راست میګویی ولې چاره چیست؟) هغه ته مې ؤ ويل(چاره موجود است وآن بیداری ملت فرو رفته در خواب غفلت است- ملتې را باید بیدار کرد که در طول ادوار تاریخ بجای قانون اسلحه بالای انها حاکم بوده است و در قید اسارت اسلحه زنده ګی میکردند و به جنګهای قبیلوی کشانده شده اند و بجزآدمکشی و جنګ و مطرح کردن ګپهای بیهوده تاجکیزم وپشتونیزم وشعله ورکردن آتش نفاق هیچ کارې ازآنها ساخته نیست و از ګذشته های تاریخ سرزمین خود هیچ نمیدانند) د ډاکترڅنګ ته نږدې شین سترګې جلکۍ چې په اغلب ګومان د ډاکتر کشرۍ خور یا وریره به وه او مطالعه یې کوله زما او د ډاکتر په خبرو کې را ولویده او راته یې ؤ ويل(کاکا جان!چه وقت وچه زمانی حاکمیتهای فاسد متکی به زور اسلحه جای خوده برای حاکمیتهای متکی به اراده مردم و قانون و عقل و خرد و دانش خالی خواهد کرد) هغې ته مې ؤ ویل(دخترجان!این آرزوهای مقدس شما  نسل جوان و پیشتاز وقتی بر اورده میشود که ما سالمندان تاریک بین و کور مغز اعتراف به نادرست بودن طرز تفکرقرون وسطایی خود نماییم و به شما نسل جوان پیش آهنګ و چیز فهم حق ګپ زدن و مشارکت در کارها را بدهیم) لا زما او دجلکۍ خبرې خلاصې نه وې زموږ د سورلۍ بوس یوې چوپې امنې سیمې ته چې د اولنګ د پوستې د سیمې په نامه یادیده ورسید او د بوس ډریور خپل بوس د پوستې مخې ته نږدې ودراوه او بیا یې ؤویل(اګر سیاسرها به تشناب رفتن ضرورت داشته باشه، درینجا جای مناسب وامن برای سیاسرها موجود است)ځوانې جلکیانې چې ډاریدلې وې او لاسونه یې یوبل ته سره ورکړي وو په ډلیزه ټوګه د هغو  ویجاړو کڼوالو په لورلاړې هغه چې مسافرانو ترې د اودس ماتی د ځای په توګه استفاده کوله،لا د پیغلو انجونو ډلې ټپلې له کڼوالو څخه را ستنې شوې نه وې د پوستې ډنکرکی سپاهي چې برګه دریشي یې آغوستې وه او خړه پکوله یې په سر ایښې وه له پوستې را ؤوت خوله یې له خندا ډکه وه او په خندا کې يې زموږ د بس موتروان ته  ؤویل(خلیفه غلام شاه! قاریت نه بیایه،براستی پیروي بچې ادی استي، مردم ازجنګ میګریزه و تو از جان خود سیر آمدي، بطرف جنګ ده حال حرکت هستی) او د بوس ډریور و هغه ته ؤ ویل(باز چه ګپ شده- بازکدام شغال  راه مردم بیچاره ره که از جنګهای کابل ګریخته اند بسته کده) او د بس دریور هغه ته ؤ ویل(فکر میکنم صوفی پاینده،مشهور به پاینده پچول بالای شیر بچه های جمیعیت حمله کرده- صبربکو که شیر بچه های جمیعیت اسلامی پوزهای شغالهای حزب اسلامی ره ده خاک بماله باز دل جمع حرکت کو)او د بوس ډریور هغه ته ؤ ويل(بچې خاله !از روزیکه خدا مره است کده و دست چپ و راست خوده شناختیم ده ای وطن بی صایب که نه پاچایش مالوم است و نه رعیتیش مالوم است به غیراز سګ ګری وجنګ چیزی دیګه نه دیدیم، جنګها خلاصی نه داره، هرچه که قسمت بود آدم میبینه- میروم – دریور څو زړې او شلیدلې کاغذي پیسې چې د نصوارو د پوړۍ په کاغذونو کې خوندي شوې وې د خپل پتلانه له کڅوړو را برسیره کړلې او هغه يې د پوستې د سپاهي دپتلانه په جیبونوکې ؤ منډلې او هغه ته یې ؤ ويل(قوماندان جان! کمی ما و کرم شما، کاغذکها ره همراه رفیق های خود نقل وچای نوش جان کو)د پوستې سپاهی پیسې وا پس د دریور په جب کې کیښودې او هغه ته يې ؤ ويل(خلیفه غلام شاه! میفامي یا نی،جهاد مه بخاطر چرک دنیا نیست،جهاد مه محض بخاطر رضای خدا و آرامی مردم بیچاره اوغانسان است و بس)او موتروان نور څه ؤ نه ویل او زموږ د سورلۍ بوس بیا هم د تګ اجازه پیدا کړه او د تونل د ګالریو په لور ؤ خوځید او ډاکتر راته ؤ ویل(فکرمیکنم دریور از جمله خیشاوندان نفر موظف پوسته بوده در غیر آن هیچګاه ګرګ بزرګ نه شده،اګراین سوسمارهای جنایت کار راه خدا ومردم دوستی را پیش میګرفتند ما مجبور به فرار ازخانه های خود نمی شدیم) ما څه ؤ نه ويل او چوپه خوله کښیناستم لا د ماسپښین د لمانځه د ادا کولو لپاره وخت پاته ؤ زموږ د سورلۍ بوس د سالنګ د ګالریو له سیمو څخه تیر شو او د تونل په سوري ورننوت. په تونل کې دیننه د بار وړونکو موټرانو بیړ جوړ ؤ او د تونل ککړې او لوغړنې هوا د هر ژوندي سا کښ په تیره بیا د بنیادم لپاره ساه ډوبۍ(نفس تنکی) پیدا کوله او موټر چلونکو په سختي سره د تونل په ترږمو کې خپله د تګ لار پیدا کوله. کله چې له تونل څخه راؤوتلو د شمالي تونل مخې ته نږدې کڼ شمیر ټرکونه او لارۍ ګانې او مسافر وړونکي بسونه درول شوي وو او د موټرو خاوندانو او مسافرانو د لارې د خلاصیدو لپاره د سالنګونو د هسکو غرونو په لړمۍ او سړې هوا کې د انتظار کړۍ او شیبې شمیرلې- د اوږد انتظار څخه وروسته د لارې بندیز ختم شو او د دوشاخ او خنجان د نا امنې سیمې په لور د موټرانو د لیکو بهیر پیل شو- لا د لمر سترګه د خنجان د غرونو د څوکو د پاسه هسکه ولاړه وه د دوشاخ سیمې ته را ورسیدو او د لږو شیبو له تیریدو وروسته کله چې د خنجان سیمې ته نږدې شوي وو په نا څاپه توګه داسې زورورې جګړې ونښتې چې یې ما ساری کله لیدلای نه ؤ او زمونږ موټر چلونکی خلیفه غلام ډریور هڅه کوله په ډیر سرعت خپل میني بوس د جګړو له سیمو څخه امنو سیمو ته ورسوي او هره شیبه د موټر د چپه کیدو او اوښتون امکان ؤـ د بوس د لمړي سیټ له لوري څخه د زړې نیا چیغې پورته وې چې ویل یې(زرغونه، زرغونه، ده ګوشهایم صدای ګرم وګروم میرسه،صدا صدای چیست) چایې په پوښتنو سر نه ګرځاوه- د پاخه عمر میرمن،د جنکو مور، بي بي حاجي د خدای د نازولو او پیغامبرانو نومونه یادول او د خیر دعایې کوله او د وحشت او ډیرې ویرې او ډار له امله د ځوانو جنکود مخ رنګونه د زعفرانو د رنګ په څیر تک ژیړ اوښتي وو او کله چې زموږ د سورلۍ موټر د خنجانو له پله څخه را تیر شو او امنې او چوپې سیمې ته ورسید  په جنکوکې سر دوباري  د ژوند ساه ؤ چلیده- تا به ویل هغوي په حق رسیدلې وې او مړې وې او سردوباري را ژوندۍ شوې وې- د هغوی په ډلې کې سپین پوستې جلکۍ چې د نورو جنکو په پرتله ډیره ډاره شوې وه مخ را واړاوه او راته یې ؤ ویل(کاکا جان!آیا جنګهای را که دو ګروه افراتی به راه انداخته اند ودر نتیجه آن مردم بیطرف تلف میشوند اګر جهاد نامید شود ګناه بزرګ نخواهد بود آیا کشتن مسلمان توسط مسلمان دیګر جهاد است)هغې ته مې ؤ ویل(دخترجان!نبایدجانبازیها و فداکاریهای آن عده برادران مجاهد خود را که در مقابل قشون سرخ روس جنګیده اند و جانهای  شیرین شان را در راه آزادی وطن نٍثار کرده اند با شروران و قطاع الطریقان وآدم کشان حرفوی و قاچاقبران مواد مخدر و مافیای زمین که در پوستهای بلند دولتی قرار کرفته اند وخودها را مجاهدین وا نمود می کنند یکسان دانست،و نباید در مسایل سیاسی نګرش سطحی داشت- بجای انتقاد کور کورانه چرا به عمق مسایل فکرنه کنیم،چرا مداخله های غرض آلود آشکار و پنهان کشورهای همسایه ایران و پاکستان را و همچنان بی سواد بودن هشتاد فیصد جامعه را در امرعلت وقوع این جنګها دخیل نه دانیم، چرا نه ګوییم:ما ملت بیچاره به ګوسپندانی شباهت داریم که چوپانهای خود را کشته اند و بدون موجودیت چوپانها به هر طرف که میل کنند به راه می افتند و سر انجام خوراک ګرګهای وطنی و حیوانات درنده خارجی میشوند، چرا نه ګوییم:بخاطر اعمال نا درستیکه انجام داده ایم خداوند(ج) ازما روی ګردان است و جامعه بین المللی ما را فرا موش کرده و کسی در بین ما موجود نیست که فریاد ما را به ګوشهای جهانیان برساند،چرا نه ګوییم:ما اصلا عالم دینی و مذهبی وارد در مسایل سیاسی نه داریم و علمای مذهبی ما بجای اینکه ما رامطابق به حکم قران بطرف صلح و برادری بکشاند بر عکس تاکید علمای دینی ما به جنګ برادر کشی بوده و ګاهی خود وارد میدان جنګ میشوند، چرا نه ګوییم ما مسلمانها صرف بنام مسلمان هستیم و از خط امام بزرګ خود یعنی از خط امام اعظم رحمت الله علیه دور مانده اییم وهمان وسعت نظریکه حضرت امام  داشتنند  و می ګفتند(و من قاله لا اله الا اله دخله الجنته) ما نه داریم و بدون احساس مسؤلیت و سنجش و فکربه پیشانی هر کسیکه خواسته باشیم تاپه الحاد و کفر میزنییم و از دین مقدس اسلام هیولای آدمخوار میسازیم)لا زما او د هغې خبرې خلاصې نه وې یوې بلې جلکۍ چې په اغلب ګومان د شرعیاتو د پوهنځي شاګرده به وه او زما خبرو ته یې غوږ ایښی ؤ او ساده جامې یې په تن کې وې او د حجاب تور پوړنی يې په نیمایی مخ  پروت ؤ او چوپه او حیاناکه پیغله وه زما په خبرو کې راننوته او راته يې ؤ ويل(کاکا جان!در زمان حیات پیغمبر علیه السلام عبداله بن عباس و برخې دیګری از صحابه کرام معتقد بودند ګه ګویا رسول اکرم(ص) در شب معراج په چشمهای مبارک خود به دیدار خدا وند تبارک و تعالی نایل آمده است ولې بی بی عایشه(رْض) مخالف این نظر بود و به سماع موتی هم عقیده نه داشتند و حضرت معاویه منکر معراج جسمانی و فزیکی بود- در زمان حیات پیغمبر(ع)بی بی عایشه(رض)و معاویه به ارتباط نظر های مستقل شان که در مورد معراج داشتند مورد استجواب و محاکمه قرار نګرفته اند ولی در شرایط کنونی هرګاه کسی در موقف بی بی عایشه ومعاویه قراربګیرد وهمان ګپهای را که بی بی عایشه ومعاویه درزمان پیغمبر(ع) به زبان می آوردند در محضریکی از رهبران طالبها ومجاهدین به زبان بیاورند نفر مذکور به چه سر نوشت شوم رو برو خواهد شدـ جایی بسی افسوس است که بعد از حیات پیغمبر(ع) ازدین اسلام بازیچه اطفال ساخته شدـ و درمسایل شرعی و حدیث نبوی تغیرات جدی به میان آمد، هرطایفه و هر قبیله به نفع طایفه و قبیله خود به نحوی از انحا سخنهای پیغمبر را تحریف کردند و هزاران حدیث دروغین خود ساخته و خود بافته به  پیغمبر اسلام نسبت داده شد و خود سری و مطلق العنانی و بی بندو باری برخې از فقه ها و قضات تاریک بین به حدی رسید که حتی بزرګترین و روشنترین  شخصیتهای مذهبی و دینی چون(امام غزالی، محی الدین چشتی،ابن عربی،ابو طالب مکی، ابن تیمیمیه) ودها شخصیت دیګراز شر فقه های تاریک و متعصب به امان نه ماندند و بالای همه این بزرګ مردان  ارجمند که می توان انها را چراغهای علم و معرفت نامید اتهام کفر وارد آمد وبد بختانه این رواج شوم در اکثر کشور های اسلامی به خصوص در کشور اسلامی ما تا هنوز ادامه دارد- اګر علمای دینی ما  درایت فکری میداشتنند و بخاطر پوشیدن ګلاه شپوه و کشودن مکاتب دخترانه شاه امان الله را بنام ملحد و کافر خطاب نمیکردند و صد راه برنامه های مترقي شاه امان اله نه می شدند وسردار داود خان و ډاکتر نجیب را به شهادت نمی رساندند اکنون ما جامعه پیشرفته و مترقي میداشتیم و مجبور به فرار از وطن نمی شدیم)د جلکۍ ارزښتناکو خبرو زما لپاره د ایرانی لیکوال(شریعتی) هغه خبرې را یادې کړلې چي ویل یې(خدایه کاشکې دغه ښی ګڼې دغو کسانو ته چې یې په واک کې نشته ور په برخه کړی:علم د عوامو لپاره- پوهه دتعصب  دخاوندانو لپاره- ریښتیا  او حقیقت د وینا والو لپاره- دین د دیندارانو لپاره- لا زما اود جلکۍ مرکې خلاصې نه وې زمونږ د سورلۍ منی بوس د پلخمری په شورماشور ښار کې ور ننوت او د لنډو شیبو څخه وروسته د چهاریکاریانو د رستورانت مخې ته نږدې ودرید او خلیفه غلام شاه په لوړ آواز په موسکا کې ؤ ویل(همه ګي تان مانده نباشی، کالا مالای تان نمانه) او ډاکټر زبیر راته ؤ ویل(کاکا جان!اګر ده شار پلخمری جای شو باش نداشته باشي،خانی دوست های قدیمی لالاآغا در اختیار ما است،ما مهمان هستیم و شما مهمان مهمان شوید) هغه ته مې ؤ ویل(اګراجازی شما باشه، بهتر خواهد بود بخانه دوستان بروم و با ایشان خدا حافظی کنم)داکټر زبیر راته ؤ ویل(راه سپید و سفر خوش برای تان آرزو میکنم) له هر چا دمخه زه له مینی بوس څخه را کوز شوم او د بوس ډریور ته ورغلم چې خپل د موټر دکرایې سهمیه اوپورادا کړم دلالاآغا سترګې پرما ولګیدې او راته یې ؤ ویل(آقای شاعر!مسالی کرایه قبلا حل شده، برای شما راه سپید و مسافرت بی خطر آرزو میکنم) د  لالا آغا د زړې مور لاسونه مې ښکل کړل او د ډاکټر زبیر او جنکو په لور چې خپلې محمولې يې ښکته کولې را تاو شوم، ډاکټر زبیر خپلي مټې زما له ملا را تاوې کړې اوزه يې په غیږ کې ؤ نیولم او د ستر مولانا جلالالدین شعر یې زما په غوږ کې زمزمه کړ او راته یې ؤ ويل(میروې و ګریه می آید مرا* ساعتې بنشین که باران بګذرد) او ما هغه ته ویل( زبیر جان!بګذار باران ببارد و زمینهای احساس ما آبستن از ګلهای محبت و بشر دوستی ګردد و ریشه های خارهای جنګ و خشونت و بد بینی خشک و نابود ګردد) کله چې له هغوی څخه بیلیدم کابو واړو جنکو را ته ؤ ژړل او د(پدر جان،پدرجان)نارې یې را پسې وهلې، هغوی د آسمان د پرشتو په څیر پاک لمنې او مهربانې او ښکلې او سپیڅلې وې- د ډاکټر زبیر اولالاآغا درنه کورنۍ مې هلته د چهاریکاریانو رستورانت مخې ته نږدې پریښوده او د خپلو دوستانو دموندلو لپاره مې هڅې پیل کړې او د پلخمري ښار په کوڅوکې ښکته پورته ؤ ګرځیدم - دغه ښارګوټی پخوا کله چې زه د پوهنځي محصل وم ما لیدلای ؤ خو دا مهال د جګړو طاعون هرڅه بدل کړي ؤ او پخوانۍ ښکلا یې پاته نه وه- په خیرنو او جڼډو جامو کې خلک غمجن او پریشان ښکاره کیدل او د چا په شونډو کې د خوشحالۍ موسکا نه ځلیده- دعصری قهوه خانې په لور مې ګامونه اوچت کړل- عصری قهوه خانه د سپیرو خاورو په ګردونوکې ویجاړه پرته وه او د پخوا په څیرد ګل رنګو انجونو او تنکو ځوانانو له کڼه ګوڼې او بیړ څخه ډکه نه وه- د کندز د بندر په لور مې موخه شوه او ځان مې د موټرو د هډې تم ځای ته ورساوه- د حاجی غفار بای رستورانت مخې ته نږدې د موټرو په هډې کې ګڼ شمیر ترکونه او لارۍ ګانې او بسونه ولاړ وو او د بسونو خاوندانو نارې وهلې(بالا دوری، فابریکی قند، شهر جدید، جر خشک)شپه د را تګ په حال کې وه او د امنیتي ستونزو له امله هر چا هڅه کوله پخوا له دې چي د ماښام تیاره خوره شي ځان خپل کلي او کور ته ورسوي- د خلکو او وسله والو ګروپونو په ټیل ما ټیل کې ځان مې د یوه زاړه او کړپن بوس شاه ته ؤنښلاوه او د کلینر د یک دعای خیر د غږ د پورته کیدو سره جوخت بوس د بالا دوري او حسین خیلانو او د شکرې د فابریکې په لور ؤ خوڅید- د لارې په اوږدو کې کلینرچي زما ترڅنګه د بوس شاه ته نښتي ؤ راته ؤ ویل(بابي موی سفید، فکر ته ده سریت بګیرکه شمالک کلایته نه پرانه و نه افتی) او یو بل سړي چې زما په دا بل څنګ کې د موټر شاه ته نښتی ؤ او خوله یې له نصوارو ډکه وه کلینر ته ؤ ویل(کاکا آدم روغن زرد است،مثل جوانهای ای زمانه خو برده و سست و پوست نیست، امشا لا هیچ ګپ نمیشه)ما څه و نه ویل او هغه د نصوارو کپه تو کړه او بیا یې راته ؤ ویل(کاکاجان! کجا میری؟) هغه ته مې ؤ ويل( به بالا دوری، به قشلاق حسین خیلها) هغه خړ خړ راته ؤ کتل او بیا یې راته ؤ ویل(به فاتحه میری ویا کار دیګه داری؟) هغه ته مې ؤ ویل(فاتحه کی) هغه راته ؤ ویل(چرا خبر نه داری، فاتحه ارباب نواب) هغه ته مې ؤ ویل(بچه جان! واضیح ګپ بزن،و بګو سر ارباب چه واقعه آمده) په داسې حال کې چې د هغه سړي په څیرې کې د خپګان اوغم علامې څرګندې کیدې راته یې ؤ ويل(ارباب کلان قوم ما بود، ترجمان زبان روسی بود،حاجي بود قوماتدان غند قومی بود، خیریش به همه میرسید ولې افسوس هزاره های سید کیان اربابه شهید ساختند و قریه حسین خیلها بی سر پرست ماند)د لنډو شیبو له تیریدو وروسته مني بوس د یوه ښکلي ښونځې مخې ته نژدې ودرید او کلینر راته ؤ ویل(ای قریه قریه ارباب مرحوم است و ای مکتبه ارباب از پیسې شخصی خود ساخته) له موټر څخه راښکته شوم او سلګون لوټ مې چې د خپل بالا پوش په پاسني جیب کې د موټر د کرایې لپاره بیل ساتلای ؤ کلینر ته ورکړ او موټر د شکرې د فابریکې په لور والوت او له سترګو پنا شو او زه د حسین خیلانو په کلي کې د ارباب نواب د کور د مندلو لپاره پلی شوم او په دغه کلي کې ښکته پورته ؤ ګرځیدم- په کلي کې د چا غږ نه لګیده،او د خلکو کورونه د جګړو له لاسه ویجاړ پراته وو او د کلي په ویجاړو کڼوالو کې صحرایي سپو او پیښوګانو بچي ګړي وو او له ویجاړو کڼوالو څخه د وږو او ناروغو سپو د کوکریو  وغ، وغ غږونه پورته کیدل- د ویجاړو کڼوالو څخه تیر شوم سترګې مې د یوه زاړه قدیمي کورپه سوروري دروازې ولګیدې- د کور مخې ته نږدې څو تنه د خوارو شلیدلو جامو ماشومان چې پوزې یې بهیدلې او سړو لړزول او په لوبو بخت وو- هغوی ته مې ؤ ویل(خانی ارباب نواب کدام است) هغوی یو بل ته ؤ کتل او کټ،کټ په خندا شو او منډه یې واخیستله او د یوه کوچني کور په دروازې ننوتل او ما د زاړه قدیمي کور دروازه ؤ ټکوله اوله کور څخه یو سپین ږیري بابا چې لکړه یې لګوله سر را ښکاره کړ او په پارسۍ کې یې راته ؤ ويل(برادر جان! با کي کار داری)هغه ته مې ؤ ویل( خانې ارباب نوابه می پالم)هغه زما خبره تکراره کړه او راته یې ؤ ویل(خانی قوماندان نوابه) هغه ته مې ؤ ویل(بلې خانی حاجی نوابه) هغه خپل وچ ډنګر لاسونه را ؤ غځول او لاس په لاس يې را سره جوړ تازه او ستړي مشي ؤکړه او بیا یې راته ؤ ویل(بیا ده قوشخانه بشی بچه های مرحومی هر کجا که باشه پیدا میشوه) له هغه سره ګډ د میلمنو په کوټې ننوتم په کوټې کې د چا غږ نه لګیده او د کوټې د غولي د پاسه زړې خیرنې سترنجي ګانې پرتې وې او د دیوالونو تر څنګ له غالیو څخه جوړ زاړه بالښتونه ایښودل شوي وو- سپین ږیري ماما مخ را واړاوه او راته یې ؤ ویل(ازکابل هستي، از جنګ طالبها کریختي،حاجي رحمتی ره میشناختی)هغه ته مې ؤ ویل(بلې،ازجنګ طالبها ګریختیم و به رحمتی پیوند قبیلوی و قومی داریم)لا زما او د سپین ږیري ماما مرکې خلاصې نه وې د خدای بخښلي حاجی نواب زامن یو د بل پسې را پیدا شول- د عمر د توپیر له امله ما هغوی نه پیژاندل خو هغوی چې نوي را زلمیان شوي وو زه پیژاندلم- د حاجي نواب مشر زوی چې نوم یې را څخه هیر دی راته ؤ ویل( په موسهی لوګر کې د علم خان بابا د کلا د ډګرمن عبدالرازق خان حسین خیل وراره عنایت خان نه یې) هغه ته مې ؤ ویل(یم) هغوی سر دوباري را سره ستړي مشي ؤکړه او بیا يې راته ؤ ویل(د ډګرمن صاحب عبد الرازق خان له خدای بخښلي نیکه سره مې بیخي جوړه وه کله چې عبدالرازق خان په سالنګونوکې د قوای کار قوماندان ؤ د هغه په مرسته دادا مي روسی ژبه په سالنګونو کې له روسی انجنیرانو څخه یاده کړه او بیا د دغې ژبې ترجمان شو) له هغوی سره مې ډیرې پخوانۍ خاطرې را یادې کړې او په پای ګې د کم عمر زلمکی هلک پورته شو، کوچنۍ ډیوه یې چې د کوټې د تاخچې د خاورو په ګردونو کې پرته وه را واخسته او هغه يې ولګوله او ورسره جوخت ډوډۍ راغله ګڼ شمیر هلکان د ډوډۍ په یوې کاسې کې را سره کښیناستل، ډوډۍ مو ؤ خوړه او بیا د حاجي نواب د شهادت خبرې را برسیره شوې او د حاجي نواب مشر زوی راته ؤ ویل(د کیان د درې هزارګانو زمونږ په کلي بی شمیره توغندي را ؤ توغول او دادا مې په دغه اخ او ډب کې په شهادت ورسید- له هغوی سره مې ډیرې خبرې را یادې کړلې او په پای کې هلکانو راته ؤ ویل(د تونل او سالنګونو له هسکو ګړنګونو را اوښتی یې، ستومانه يې، ډډه ولګوه او ویده شه، سبا که خیر وي د کلي هدیرې ته به لاړ شو او د دادا او نورو شهیدانو د مړو لپاره به دعا او ثنا ؤکړو، شپه مې د حسین خیلانو په کلي کې د حاجي نواب په کور کې تیره کړه لا د سپیدو رڼا خوره شوې نه وه د حاجي مشر زوی په داسې حال کې چې د تاودو اوبو کوزه یې په لاس کې وه راغی او راته یې ؤویل(د اکازویه! پاڅیږه، د خدای فرضونه ادا کړه چې په مخه دې رڼا شي) د هغه د غږ سره جوخت خوب مې پریښود، اودس مې تازه کړ او دخدای فرایض مې سرته ورسول او دسبا ناري له کولو وروسته د کلي هدیرې ته لاړم او د شهیدانو مړو لپاره مې دعا ؤکړه او له هغوی څخه مې د تګ اجازه ؤ غوښته، دخدای بخښلي حاجی نواب مشر زوی راته ؤ ویل(کاکا جانه!مه ځه،پاتې شه،دکلي له نورو دوستانو سره به دې لیده او کاته ؤشي،بیا چې یوبل وینو څوک به مړه او څوک به ژوندي وي)هغه ته مې ؤویل( د اروپا اوږده مسافری مې مخې ته پرته ده،ښه به دا وي چې د تګ دعا راکړئ)له هغوی څخه مې د تګ دعا واخیستله او هغوی په نظامی جیب کې  د پلخمري ښارګوټي ته ورسولم- د تیرو ورځو په پرتله دغه ورځ هوا بیخي توده وه، بادونه نه لګیدل او د لمر د سرو زروپه څیر طلایي پلوشې د پلخمري د ښار د هټۍ ګانو په نمجنو لمدو دیوالونو را لګیدې او له لمدو دیوالو څخه شنه بخارونه او تپتونه پورته کیدل- له یوه ږیرور سپاهي څخه مې چې د موټرو د تګ او راتګ او د ترافیکی د تنظیم چارې یې ترسره کولې پوښتنه ؤکړه(برادرجان!موترهای کندوز و بندر شیر خان از کجا و کدام سرای حرکت می کنه)هغه د یوه شڼیدلي ویجاړسرای په لور ګوته ؤ نیوله او راته یې ؤ ویل(در سابق ازهمی سرای تجار ها مالهای تجارتی خوده  به شیرخان بندر میرساندند و اکنون مالومات ندارم) په منډو، منډو مې ځان  سرای ته ورساوه او د شڼیدلي ویجاړ سرای په دروازې ور ننوتم، په سرای کې ګڼ شمیر ټرکونه او لاري ګانې ولاړې وې، د یوې کړپنې لارۍ مخې ته نږدی چې  کوچیانو په کې کډې بارې کړې وې ودریدم او د لارۍ چلونکي ته مې ؤ ویل(برادر! به شیرخان بندر میروم) هغه راته ؤ ويل(کاکاجان! می بینی که کوچی ها لاری ها ره در بست به کرایه ګرفته اګرکوچیها کهمکتان می کنه مه ګپ و سخن نه دارم،بالا شو که حرکت می کنیم)لا زما او د لارۍ دچلونکي خبرې خلاصې نه وې د لارۍ د شاه له لوري، دهسکې ونې خاوند،چې شک شک بریت یې له غوږو تاو کړي وو او له خیرو ډکې کوچانۍ جامې یې په تن کې وې راته نږدې ودرید او په کوچانۍ لهجه کې یې راته ؤویل(څه پيښّه ده؟) هغه ته مې ؤ ویل(خیر اوخیریت دی، شیرخان بندرته ځم،که مې د لارې ملګری کړې، اوشیرخان بندر ته مې ورسوې دعا به درته ؤکړم او خدای به دې بال او بچ په امن کې ؤساتي) هغه راته ؤ ویل(په خټه او کام څوک یې او شجره او پښت دې د کوم نیکه پورې رسیږي) ماچې هغه ته د حسین بابا او د موسهی د سیمې د حاجی خیلو د کلی دکاکا صیب او بابا صیب د زیارتونو نومونه واخیستل هغه منډه را واخیسته او زما لاسونه يې چړپ،چړپ مچ کړل او بیا یې را ته ؤ ویل( ته خو د یوه داسې زورور نیکه لمسی يې چې میرحسین مغربی نومیده،او ستا نیکه کله چې به په دیواله سور شو نو د خدای په حکم به دیوال د هغه مبارک تر پښو لاندې منډې وهلې،مونږ خو د حسین بابا د لمسیانو مریدان او کلندیان یو،که څوک دې په ګاډي کې وړي،زه دي پخپلو اوږو او پخپل سر کینوم او وړم دې) او بیا یې یوه شین سترګي ځوان هلک ته چې يې لارۍ ته کیږدۍ ګانې پورته کولې ؤ ویل(ببرک جانه! حسین خیل ماما د هغې تورې کیږدۍ د پاسه په هغه لوړ ځای کې کینوه او پام کوه در څخه خوا بدی او خپه نشی)شین سترګي هلک چې د لارۍ په منځ کې ولاړ ؤ لاس را ؤ غځاوه او زه یې له لاسه ؤ نیولم او لارۍ ته يې ؤ خیژولم او د یوې تورې لوغړنې کیږدۍ د پاسه یې په هسک ځای کې کښینولم او د هسکې ونې خاوند بریتور کوچی ماما هم را پسې لارۍ ته را ؤخوت او د تورې لوغړنې کیږدۍ د پاسه را ته مخامخ نږدې کښیناست او راته يې ؤ ويل(حسین خیل ماما! د ناستې ځای به دې خو وران نه وي) هغه ته مې ؤ ویل(د ایمان خاوند شې، بیخي سم ناست یم)په لارۍ کې ناستو کسانو لاسونه ؤچت کړل او د خیر دعای ؤکړه او لارۍ د کندز او شیرخان بندر په لور ؤخوځیده که څه هم د ژمي شپې او ورځې وې خوهوا د پسرلي هواته ورته خوندوره هواوه، بادونه نه لږیدل او د لمر شغلې مې په خوارو ژوبلوهډوکو تودې،تودې را لګیدې او خوند یې راکاوه- بریتور کوچي د خپل وران قسمت او بد شامیت په هکله راته کیسې کولې او راته یې ویل(کور والا مې مړه ده،ماشومان مې د پیښور او پنجاب په ګرمیو کې په حق ورسیدل،اوښان مې د کاپرو په مینونو کې والوتل، ګلې او رمې مې را څخه اورپکو پارسی ژبو مجاهدینو را څخه ولجه کړې او بوتلې، خلک د ژوندي په سترګو راته ګوري خو زه ژوندی نه یم، هسې خوشې د ژوندیو روزي خورمه، بې کوره او بې اوره یم)له هغه څخه مې ؤ پوښتل(څه نومیږې او په لارۍ کې ناست خلک څوک دي)هغه راته ؤ ویل(نوم مې تورګل دي خو د قبیلې خټک مې د تورخان کوچي په نامه پیژني،او هاغه سپین ږیری بوډا چې د زړې بړستنې لاندې ناروغ پروت دی او لکړې يې ترسر لاندې بالښت کړې دي زما اکا دي، اوښان يې پول، د اوښاتو پسې روان ؤ په مین ؤخوت او يوه پښه یې ورته مین والوزوله، بال او بچ يې نشته، خدای تعالی یې ساتنه کوي، زه یې ساتم،او دغه په ملا کړوپه سپین سرې انۍ مې مور ده، له اتیا وکلونو اوښتې ده، سترګې يې ورته د پنجاب ګرمیو ژوبلې کړې دي خو په غوږو بیداره ده او خبرئ اوري،او د ادې تر څنګه د کم عمر هغه ناوکۍ چې د سپینو زرو پرې، پرې غټ چارګل یې په پوزې سرییښ کړی دي زما د کشري ورور د ببرک ګل جان کور والا ده،الواد/اولاد/ یې نه کیږي، تاویزونه به ورته ؤلیکې، ګوندې خداي پري ؤرحمیږي او د الواد مور شي او دغه په دو پښو ګوډ او شل ماشوم مې زوی دی، مور يې مړه ده، په پښو دریدلای نشي،پیریان پرې ناست دي، په ډیرو ملایانو او آخوند زادګانو مې ؤګرځاوه او د ډیرو زیارتونو خوردې او خاورې مې پرې ؤ خوړلې او دپاکو نفسونو ډیرو د خدای دوستانو ملایانو د هغه په خولې کې د خپلو خولو مبارکې لاړې تو کړې خو د مور مړی ماشوم په روغتیا یي حال کې بدلون را برسیره نشو،د زیارتونو ځنې منجاوران را وايي(په بچي دې د یوه داسې نا بسلمان دیو سیوری پروت دي چې  پښې یې پر ځمکې او سر یې په آسمان لګیږي که تاویز ورته ؤ لیکې او د دغه ړانده  کاپر دیو سیوری د ماشوم له هډوکو لرې کړې زه به دې د عمرونو نوکر او غلام شم) د بریتور کوچي ماما خبرې مې واوریدې او هغه ته مې ؤ ویل(تاسو کوچیان د خدای عجیب بنده ګان یاست، هره ناشونې خبر منئ، د هغه ړانده دیو ړنده سترګه چا لیدلې ده چې تاسو د هغه په هکله له خپلې ګیډې خبرې کوئ، ولې دغه مظلوم ماشوم په زیارتونو ګرځوئ اوبیا ولې د زیارتونو د قبرونو خاورې پرې خورئ، ولې دغه ماشوم د معالجې لپاره ډاکتر ته نه ور ولئ، او ولې د جوماتونو ملایان ستاسو د رنځورو پچیانو په خولو کې د خپلو مردارو خولو لاړې تو کوې) نو کله چې ما تورخان کوچي ته د ډاکتر خبري ور یادې کړې دهغه مجاز واوښت او خپه غوندې شو او ما هغه ته ؤ ویل(ورورجانه! ته مه خپه کیږه، که د قران په ایاتو کې داسې راغلي وي چې ملایان دې د رنځورو ماشومانو په خولو کې لاړې تو کړي، او په رنځورو ماشومانو دې د قبرونو او زیارتونو خاورې ؤ خوړلې شي تاسو هم دغه چارې سرته ورسوئ او که داسې نه وي نو دغه رنځور ماشوم او د ببرک کوروالا ډاکتر ته ور ولئ که خدای کول ببرک جان به د ګلالي زوی پلار اوناروغ ماشوم به په پښو ودریږي)لا زما او تورخان کوچي خبرې خلاصې نه وې د لارۍ له یوه ګوټ څخه سپین ږیري  بابا له خپلو لکړو سره له بړستنې څخه سر را اوچت کړ او پخپل ځای کې نیغ کښیناست او په بدو او ردو ویلو یې لاس پورې کړ او په چیغو، چیغو کې یې ویل) دا بې غیرته کنومیست /کمونیست/ څوک دی چې ځان پښتون او حسین خیل بولي او بیا وایې چې ګنې د پښتانه خور او لور دې نا محرمو ډانکټرانو ته ور شې، زه به د هغه کنومیست ډانګټر په خولې کې دغه خپلې سپیرې خوټې ؤ منډم که د ببوګلۍ په ټټر او یا په شاه خپل د ډانګترۍ مردار دوربین ولګوي،ببو ګلۍ ته دې خدای له سره هیڅ اولاد نه ورکوي، ببرک ګل به یوه بله ببو ګله را واده کړي)سپین ږیري کوچي ډیرې سپکې او سپورې ؤ ویلې او په پای کې ستړی شو او د خپلې خیرنې بړستنې لاندې ننوت او غلی او چوپه خوله بریوت او ما هم له هغوی سره خبرې بس کړې،د ډیرو شیبو له چوپتیا وروسته بریتور کوچي مخ را واړاوه او راته يې ؤ ویل(ماماجانه! پلار مې د پاخه منګ سړی دي، د هغه ماغزه خراب شوي دي، پام کوه راته ښیرا او آزار ؤ نکړې،که ستا مبارک آزار او ښیرا را پسې شي مونږ تور مخي په ګناه ککړ کوچیان به لکه د جوارو د پولیو او د غنمو د نینو په څیر د/ دوغس/ د اور په لمبو کې ؤ ترکیږو) اوما څّه ؤ نه ویل او هغه خبرې اوږدې کړلې او راته یې ؤ ويل(ستاسو مړي زورور دي او ستا تاویزونه او دعا ګانې او چف او کف د خوارو بې وزلو کوچیانو لپاره کاپي او شاپي دي، مونږ کوچیان کنومیستو، شراب خورو، بې دینو، ډانګټرانو ته مه ورحواله کوه،مونږ د حسین بابا لمنه نیولې ده او بلې خواته نه ځو،د کوچیانو د خیر دعا واخله، خدای به يې زر چنده په قیامت کې اجر درکړي)زه نه پوهیدم هغوی ته څه ؤ وایم، د ځان د خلاصون لپاره مې چرتونه وهل،په ناڅاپي توګه له بل لوري مې د تورخان کوچي د سپین سرې مورغږ تر غوږو شو، کوچنوټې غوټه یې په لاس کې وه او خپل کشري زوی ببرک ته یې ویل(ببرک جانه!دغه څو پاکستا نۍ کالدارې درواخله او د تاویز د شکرانې په توګه يې حسین خیل ماما ته ورکړه او ورته ؤ وایه،د ببوګلۍ پینځه کاله له واده تیریږي خو پیریان پرې ناست دي او اولاد يې نه کیږي)د سپین سرې انۍ زوی ببرک د شونډو لاندې ؤ غورید او بیا یې خپلې مور ته ؤ ویل(مه لیونۍ کیږه،ماما تاویزونه نه لیکي، ماما وایي ببوګله او سودرخان/صفدرخان/ ماشوم دې ډانګترته ورشي)د سپین سرې انۍ مجاز واوښت، خپه غوندې شوه، د کالدارو غوټه يې د خپل پوړني په پیسکې کې غوټه کړله او د شونډو لاندې ؤ غوریده او بیا يې له ځان سره ؤ ویل(که د بورجان کوچي شنډه لورببوګلۍ په هسپټالونو او بازارونو ؤګرځوو د کاکړو د غیرتي بهادر قام  شملې به په غولو ککړې شي او تربرونو ته به په شرمو ؤشرمیږو او کوچیان به راته پیغور را کوي) زما لپاره بله لار پاته نه وه، پرته له دې چې دهغوی غوښتنو ته د (هو) ځواب ؤ وایم او د تاویز په نامه هغوی ته څه ؤلیکم نو هغوی ته مې ؤ ويل(چې دشملوخبرده زه به ببوګلۍ او سودرخان ماشوم لپاره پاخه تاویزونه ؤ لیکم خو لږ وار ؤ کړئ چې موتر ودریږي او بندر ته ورسیږو،خدای به ټول کارونه آسان کړي)بریتور کوچي زما لاسونه ؤ نیول او په سترګو يې ؤ موږل او په ژړا شو او په ژړا کي یې راته ؤ ویل(زه په تا پوهیدم چې ګنې له ما سره ټوکې کوې او لازمه نه ګڼې چې د کاکړو خور او مور دې د بازاریانو د جنکو په څیر په هسپتالونوکې ؤ ګرځي او د قام نوم دې سپک کړي) او ما څه ؤ نه ویل او چوپه خوله کښیناستم،د ډیرو شیبو له تیریدو څخه وروسته  تورخان کوچي را باندې غږ ؤکړ(حسین خیل ماما! ولې چوپ ناست یې او خبرې نه کوې)هغه ته مې ؤ ویل(څه ؤ وایم) هغه راته ؤ ویل(چې ته خبرې نه کوې، زه به دخان قره باغي کسټه درته ؤ غږوم)او ما هغه ته ؤ ویل(کومه ده، ټیپ او کسټه خو در سره نشته نوڅرنګه به د خان قره باغي سندرې واورو)هغه را ته ؤ ویل(زه پخپله هم ټیپ او هم رادیو او هم خان قره باغی یم)ما څه ؤ نه ویل او هغه خپلو غوږونو ته ګوتې وروړې او په سندرو ویلو يې شروع ؤکړه(شاهې اودرامانه زوروره*د شاه غاسي قلا دې ولې ورانوله*شاه اودرامانه- خدای شته د تورګل کوچي بې خوندو سندرو دومره ؤ خندولم چې آن په پښتورکو مې زور راغی او له سترګو مې اوښکې ؤ بهیدلې- تورګل کوچي راته د کاکړو سندرې ویلې اوزما د سترګو په باڼو د خوب دروند بار پریوت او ویده شوم، د ډیرو ساتونو او ګړیو له تیریدو څخه وروسته کله چې مې سترګې ؤ غوړولې نولارۍ د شیرخان بندر په څیرمه د کوچیانو د کیږدیو سیمو ته رسیدلې وه او کڼ شمیر د کوچیانو ماشومان چې پوزې یې بهیدلې او پرتګونه يې نه ؤو او سړو لړزول د لارۍ د تماشې لپاره له لارۍ چاپیر ولاړ وو او تورګل کوچي راته ؤ ویل(حسین خیل ماما! ځمکې له مینو ډکې دي، وار ؤکړه چې بارونه ښکته شي هلکان په دې په سمې لارې د بندر دوکانونو ته ورسوي)ما څه ؤ نه ویل او له لارۍ څخه را کوز شوم او د مازدیګري ژېړ لمر په پیتاوي کې د کوچیانو د اوښانو د پچو د جوالونو د پاسه کښیناستم او تور ګل کوچی هم راته نږدې کښیناست او راته یې ؤ ویل( په پخوا زمانو کې به مونږ کوچیانو ستاسود قامی طاوس جان ملنګي څخه د ناروغانو لپاره دعا ګانې او شویستونه آخیستل خو له بده مرغه د کنومیستانو جګړې ؤنښتې اوله طاوس ملنګي سره مو اړیکې ؤشلیدلې د خدای احسان ته مې د لارې ملګری شوې او تاویزونه به راته ؤ لیکې) ما د خپل ژوندانه په بهیر کې کله تاویزونه لیکلي نه ؤ او نه پوهیدم کوډې څه ته وایی او تاویز څرنګه لیکل کیږي خو د تورګل کوچي وچ زور دي ته اړ کړی وم چې د تاویز په نامه هغوی ته له خپلې ګیډې څه ؤ لیکم- د زاړه شلیدلې کوټ له جیبونو څخه مې د یاداشتونو کتابچه را بر سیره کړله او د کوچنوټي کاغذه په وچویلي مې د یا هو یامنهو بند بلابند،جنترمنتر)کلیمې ؤ لیکلې او تور ګل کوچي راته ؤ ویل(حسین خیل ماما! وار ؤکړه چې لاړ شم او د ببرک له کور والا څخه د هغې د مور د نوم پوښتنه ؤکړم) او ما هغه ته ؤ ویل(بی بی هوا خو د ټولو بنیادمانومور ده، د ببو ګلي د مور د نوم پرځای به بی بی هوا ؤ لیکم او د سودر خان/صفدرخان/ د مور نوم به ته را ته ؤ وایې) د تورګل کوچي په چړخنو سترګو کې د اوښکو څاڅکي ډنډ ودریدل، په ژړا شو او په ژړا کې یې را ته ؤ ویل(د سودرخان مور دې خدای ؤ بخښي، هغه یوه بې خولې او بې ژبې او بې آزاره میرمن وه، په اصل کې کوتر بی بی نومیده خو د قبیلې نا پوهو خلکو هغه د کوترو په نامه یادوله) د سودر خان نوم مي د کوتر بی بی د نامه اود ببو ګلۍ نوم مې دبی بی هوا د نامه تر څنکه ؤلیکه او بیا مې د کاغذونو د پاسه دورې هورې کرښې را کاږلې او هغه ته مې ؤ ویل(دا کوچنوټی تاویز د سودر خان او دا بل د ببوګلۍ د اولاد تاویز دي، پام کوه در څخه غلط نه شي) لا زما او د تورګل کوچي خبرې خلاصې نه وې،  شاه  ته مې ؤګتل په لرې واټن کې سترګې مې په ببرک ګل ولګیدې، کوچنوټه سرلکه یې په اوږو را اړولې وه او د سپیره ډاګ له لوري زما په لور را روان ؤ، هغه په منډو منډو ځان را ورساوه، په داسې حال کې چې ساه يې سوې وه راته يې ؤ ویل(ماما جانه!د دغې سیرلکې مور په مین کې آلوتې وه او ادې مې دغه سیرلکه د کوچو په غوړو لویه کړه او بیا يې د تاویزونو د شکرانې په بدل کې تاته در ؤ بخښله)هغه ته مې ؤ ویل(خدای دې ادې ژوندۍ لري، هغه د ځان مني او د بل چا نه مني، زه مساپر یم او سیرلکۍ ساتلای نشم)ببرک جب ته لاس کړ او یو تیره چاقو یې را بر سیره کړ او راته یې ؤ ویل(چې بولی یې نشې نوچاکودرواخله او دروږ پرې ولګوه،مونږ به یې درته ؤ ساتو او بل کالته به را شې او له بچې سره به یې بوزې)ما کله د دروږ کلیمه آوریدلې نه وه او نه پوهیدم دروږ څه ته وايي نو هغوی ته مې ؤ ویل(تاسو خپله زما په وکالت دغه کارسرته ورسوئ)اوتورخان کوچي د سیرلکۍ دغوږونو څوکې غوڅې کړلې او نښه یې پرې ولګوله او بیا يې راته ؤ ویل(سیرلکۍ ستا او ساتنه يې په مونږ شوه) او زه ایله د (دروږ) په مانا پوه شوم او له ځان سره مې په زړه کې ؤ ويل(پاکه ربه!تر څو به د دین تجاران د عوامو خلکو له ساده ګیو ګټه پورته کوي او تر څو به د دروږ او شکرانو په نومونو خلک غولوي) قلم او کتابچه مې په جب کې کښیښودله او د بندر په لور ؤ خوځیدم او تورګل او ببرک ګل دواړه ورونه په دي امید چې په راتلونکي کال کې به زما د تاویزونو په برکت سودرخان ماشوم په پښو ودریږي او ببو ګله به د ماشوم مورشي او زما لپاره به هم سیرلکه بچي ؤزیږوي خوشحاله زړونه دخپلو کيږدیو په لور لاړل او زما د سفرنامې لمړۍ برخه هم همدلته پای ته ورسیده- دا چې له شیرخان بندر څخه را نیولې تر هالند او اروپا پورې په ما څه تیر شوي دي که ژوند باقي ؤ زه به يې د ادبي سوغات په توګه د هیواد ځوان نسل ته ور ډالۍ کړمه د اوس لپاره همدومره- د خدای ښه دې وې-

عنایت الله پویان

 

رفقا، دوستان عزیزتارنمای وطندار !  لطفاً نظرات، پیشنهادات، انتقادات، مقاله ها، نوشته ها، مضامین و مطالب علمی و تحلیلی خود را جهتِ نشر به ادرس پوست الکترونیکی سایت بفرستید