WELCOME

To Our Website

Lorem ipsum dolor sit amet, consectetur adipiscing elit. Sed non metus

  گزیده های مقالات  انجنیرعبدالقادرمسعود

 

  دستراونومیالي رحمان بابا د روحاني، تصوفي،عرفاني، ادبي او فرهنګي شخصیت په هکله یو څوخبری  

  

زموږ په تاریخي، لرغوني او ادب پاله هیواد افغانستان کې د پښتو ادب په تاریخ کې پوهان، لیکوالان او شاعران هغه درنې څیرې او روښانه مشالونه دي،چې زموږ دپښتو ادب یې دخپلو لیکنو او آثارو په وسیله خیرازه او ژوندی ساتلې دی. دپښتو ادب په ډګر کې د دغو علمي، ادبي اوفرهنګي شخصیتونوآثار به تل ژوندي وي. زموږ پوهانو لیکوالانو، ادیبانو،  فرهنکیانو او شاعرانو په خپلو آثارو کې دانساني او ټولنیز ژوند مختلف حالات او اړخونو په ډیر عالمانه او علمي څیړنیزو، تحلیلونو، تصویرونو او فکرونوکې دقلم په ژبه لیکلي او بیان کړي دي، چې د دوی دا لوړ علمي، څیړنیز، ادبي اوفرهنګي مقام اومنزلت زموږ دخلکو په زړونو کې دتل لپاره ژوندی او ددوی کارنامې دقدر او ستاینې وړ دي . دا دعلم، ادب او فرهنګ دوستانو او د ټولو هغو خلکو، چې دعلم، پوهی، ادب او فرهنګ سره ځانګړې مینه لري  انساني دنده ده، چې د خپلو علمي، تاریخي، سیاسي، ادبي، فرهنګي او ملي شخصیتونو ویاړنې او کارنامې د دوی د آثارو په رڼا کې  دراتلونکو نسلونو دروزنې او پالنې او لارښوونې لپاره ژوندي وساتي . دا جوته ده، چې د دغو شخصیتونویادول او د دوی پرآثارو علمي او څیړنیزې کره کتنې او د غونډو،  سمینارونواو کنفرانسونو جوړول داوسنیو او راتلونکوځوانونسلونو د ودې اوپرمختګ لپاره کارنده او ژور اغیز لري .

یو له دغو روښانه او ځلانده ستوروڅخه،چې  دشعراوشاعرې پوسیله یې زموږ دپښتوادب ډیوې بلې ساتلې دي دپښتو ژبې نامتو،عالم اومتفکر شاعرعبدالرحمان بابادی . زه باور لرم، چې زموږ  درنو لیکوالانو د رحمان بابا د هر اړخیز شخصیت په هکله ډیرې زیاتې لیکنې کړې دي، خو زه هم دې  ته وهڅیدم او ځان ته مې دا حق ورکړ، چې دده د علمي، روحاني او ادبي شخصیت په هکله یو څو کرښې ولیکم .

خدای بخښلې عبدالرحمان بابا د ارواښادعبدالستارخان مومند زوی دی، چې په یوه علم پروره او غریبه کورنۍ کې په (۱۰۴۲) هجري قمري کال کې په(بهادر کلي)کې ، چې د پیښور ښار په جنوبي اړخ کې پروت دی نړۍ ته سترګې غړولې دي . د عبدالرحمان بابا د دیوان  په یوه سریزه کې لیکل شوي دي، چې عبدالرحمان بابا د پښتو د سجره نسبت له مخې (سړبن) په سړبن کې (غوریاخیل) او په غوریاخیلو کې (مومند)په مومندو کې (دویزی)او په دویزو کې (ابراهیم خیل) دی .

که څه هم رحمان بابا په قوم مومند دی خو دی ځان کومې قبیلې ته نه منسوبوي او ځان د خدای(ج)دپاکې مینې ریښتینې عاشق بولي او د خدای په مینه  کې ډوب دی . اود تعصب او ځان ستاینې څخه کرکه لري او د ورورولې،  انساني مناسباتو او دنیوي اوآخروي نیکمرغیو لارې چارې خلکو ته ور په ګوته کوي .  لکه چې وایي :

 زه عاشق یم سرو کار مې دی له عشقه         نه خلیل نه  داودزې  یم  نه  مومند

دا دنیا خدای له عشقه پیدا کړې                    دجمله وو مخلوقاتوپلار دی دا

په هر دم  کې نوې نوې تماشې کړم        زه رحمان د خدای وکړه  وته حیران یم

هیڅ تغیر او تبدیل نه لري رحمانه                 تل تر تله بر قرار دی رب زما

که محنت که مشقت دی خو د دین دی             په کار نه دی بل محنت په دا دنیا

بې له خدایه هر چي دي همه فاني دی               که لذت دی که زینت په دا دنیا

چې په ورځ د شیخۍ لافې کړې رحمانه!                    په شپه می له میفروشه غواړې ولې؟

بد په بدو پښیماني کاندي رحمانه!                            ته په خپلو بدو نه شوې پښیمان ولې؟ 

دوست دشمن د سړي واړه خپل عمل دی        هم په دا مقدار یې اجر موی په موی شي   

 

د اوبو اصل له خاورو پیدا کیږي                                 خاکساران دخاکسارانوآبروی شي

دوباره دې راتله نشته په دنیا                          نن دې وخت دی که دروغ کړې که رښتیا

دا دنیا ده بې وفا                                                            بې وفا ده بې بقا

نور عالم که د دنیا غمونه کاندي                        درحمان سره دې غم دآخرت وي

عبدالرحمان بابا یو تکړه ادیب،  دیني عالم او د روحاني دنیا مشر و. د رحمان بابا له نوم او روحاني شخصیت سره زموږ خلک او په تیره بیا ټول پښتانه آشنا دي .

محمد هوټک په خپل یو مشهور اثر کې، چې پټه خزانه نومیږي د رحمان بابا د پیژندګلوی په هکله داسې لیکي :

(رحمان بابا د فقهي اوتصوف کتابونه پخپله سیمه پیښور کې له محمدیوسفزي څخه لوستي او بیا دلوړې زده کړې لپاره کوهاټ ته تللی دی، ډیر علوم او مروجه کتابونه یې هلته ولوستل پس له لوستلو څخه یو لوی عالم شو.)

وایي چې : رحمان بابا په کوهاټ کې د اسلامي او دیني تعلیماتوتر څنګ دارواښاد حاجي بهادر کوهاټي (رح) چې یو روحاني شخصیت و، طریقه او لاس نیوی کړې دی،

رحمان بابا وروسته له زده کړې څخه بیرته خپلې سیمې پیښور ته راغی او په (هزار خانۍ) کې میشت شو او د ژوند تر پایه هلته اوسیدو.

هغه دکوچینوالي څخه لوړ ادبي استعداد درلود، او په څورلس کلنۍ کې یې په شعر ویلو پیل کړې دی. ویل کیږي : هغه وخت چې رحمان بابا ته د شعر الهام وشواودی په حقیقي عشق پوه شو، ده دنیا پریښوده او دنیایي کارونو ته یې شا کړه، د خلکو او ټولنې څخه لرې ګرځیدو. وايي چې : ده به تل ژړل او د ده ژړا د حقیقي عشق دسوز له عمله وه اوپه تل پاته توګه یې پر مخ د اوښکو ویالې روانې وې ، ملګرو او دوستانو به یې همیشه اوښکې تر سترګو جاري لیدلې.خوڅو موده وروسته یوشمیر عالمان،روحاني واعظان او د دین مرشدان ده ته ورغلل او د ده نه یې غوښتنه وکړه چې د خلوت څخه راووځي اودخلکواوټولنیزوخدمتونو لپاره  ځان تیار کړي .

 د ده دا بیتونه ګورو چې  وایي :

زه رحمان دیار په غم کې هسې ډوب یم                  چې هیڅ نه وینم په سترګو مګر دی

زه یې وینم درست جهان په تا مین دی                   که بادشاه دی د دې دور که ګدا

اې رحمانه لکه ته چې په خدای ګرم یې                بل به نه وي په جهان کې هسې ګرم

زه رحمان دخپل صاحب په رضا زیست کړم         څه پکار دی بنده بې خپله صاحبه

رحمان هسې ګوښه خوند له خلقه بیا موند         چې هرګز نه دی دا خوند موندلی خلق

زه رحمان  کناره خوښ وم له عالمه                           بارې ستا سترګو رسوا کړم په عالم کې

اوښکې نه لري حساب زما د سترګو                      بې حسابه شو سیلاب زما دسترکو

د رحمان اوښکې به څرنګ په قرار وي                 چا لیدلی دی دریاب په قرارۍ کې

هومره اوښکې مې بهیږي په رخسار                       چې غرقاب مې هم ګریوان دی هم رخسار

یو عاشق دې څوک راوښیي په عشق کې                چې یې رود په مخ د اوښکو روان نه دی

هومره اوښکې د عاشق په ګریوان ووري             ته به وایې چې یو سیند دی ګریوان نه دی

ستا له غمه مې په مخ باندې  ولې دي                   لږ مې  وپوښته له حاله چې ولې دي

یار د یار له سترګو اوښکې پاکیزه کا                   تا دریاب کړې زما اوښکې په یارۍ کې

چې په وصال کې یې اوښکې نه وچیږي                ترو به حال  درحمان څه وي په هجران کې 

یاره ستا په جدایۍ او په ډیر غم کې                       سیند داوښکو درومي په رخسار زما

ترخې اوښکې دعاشق آب ونمک دي                    خدای دې نه کاڅوک بې آبه بې نمکه

دا څه اوښکې نه دي چې بهیږي له چشمانو                وینې دي بهیږي د زړګوټي له پرهاره

ای رحمانه اوښکې هم له تخمه دباران دي

کښت د هغه شین شوچې ګریانې لري سترګې

هیڅ اثر د رحمان اوښکې په یار نه کا                     خدای دې اوښکې دچا نه کا بې اثره

ستا د مینې ګوهر نشته په هر آب کې                     مګر بیا موندشي د اوښکو په دریاب کې

له دغو بیتوڅخه داسې جوتیږي چې دی یو دیني او روحاني عالم و، او دخدای(ج) په عبادت او ریاضت بوخت و.ده داسلامي تعلیماتو اونظریاتو څراغ تل بل ساتلې و.دی د تقوا اوپرهیزګارې روښانه سمبول وه . ده د خدای(ج) په مینه اومحبت کې ډیر خوندور شعرونه ویلي دي، همدا وجه ده چې ټولو خلکو په تیره بیا  پښتنو دهغه په درویشي اوفقیري اوروانې طبع هوکړې ده، او دده په هرنصیحت، پند، قول اوقرار اعتقادلري .    دی دپښتنو په منځ کې د عزت، درناوې اود قدراوستاینې وړ شخصیت په توګه پیژندل شوی دی، اود(بابا) په درانه لقب منلې شوې دی .

دی په خپلو شعرونو کې دالله (ج) سره خپله مینه داسې بیانوي :

   ګوره هسې کردګار دی رب زما                          چې صاحب دکل اختیار دی رب زما

 همګي بزرګواران چې څوک یې وایي                            تر همه و بزرګوار دی رب زما

نه یې هیڅ حاجت په چا باندې موقوف دی                   نه د هیچا منت بار دی رب زما

له نیستېۍ یې دهستۍ صورت پیدا کا                       هسې رنګ پروردیګار دی رب زما

په نامه دهغه خدای مې دا بیان دی                            چې یو نوم یې په نومونو کې سبحان دی

هم بادشاه دی دجمله ؤ بادشاهانو                              هم د هر یوه سلطان په سر سلطان دی

هغه کار چې و هر چا وته مشکل وي                         هغه کار واړه و ده  و ته آسان وي

څوک آفتاب شي په آسمان راخیږولی                       ده آفتاب راخیږولی په آسمان دی

څوک دنمر په مخ حجاب شي غوړولی                      ده پټ کړی نمر په ابر کې پنهان دی

څوک په شپه کې شي مهتاب پیدا کولی                ده په شپه کې پیدا کړی ماه تابان دی

څوک یو څاڅکی پریستی شي له آسمانه                نزول کړی ده په مونږ باندې باران دی

څوک شي روح ننویستی په یوه ماشي                 ژوندی کړی ده په روح تمام جهان دی

رحمان بابا یو لوی زاهد، عابد، عالم اود دین مرشد و.دی یوپاک اوسپیڅلې مسلمان و، اود خپل روحاني ژوند سره بوخت و. ارواښاد ګل پاچا الفت، چې زموږ دهیوادیو وتلې، تکړه دروند اوپیاوړې شاعر اولیکوال دی د رحمان بابا د شاعرې اوشخصیت په هکله داسې وایي :

(دخیبر او تیرا له غرونوهغه خوا دپیښور په بهادر کلي کې یو پښتون فقیر اوسیده چې خبرې یې شعر او شعر یې حکمت و. رحمان بابا هغه څوک و چې دغفلت له خوبه د بلبلو په آواز راویښ شو او د زړه مراقبه یې د ګلو له غونچو او غوټیو زده کړه. په زړه کې یې دپاک خدای دمقدس عشق لمبې بلې دي او له ژبې یې سوزان شعرونه را وتل .)

رحمان بابا یو روحاني، ادبي اوټولنیز شهرت لري او دی دیو صوفي مشر  په توګه دخلکوپه ذهن او روان کې خپل ځای او مقام تر لاسه کړې دی . د ده زیاتره شعرونه  د خدای(ج)  په ستاینه کې او دحقیقي عشق په هکله ویل شوي دي .

ښاغلي محمداکبر کرګر زموږ دهیواد،پیاوړې او وتلی لیکوال اوڅیړنیزپوه شخصیت دی په خپله یوه لیکنه کې(درحمان بابا عشق یعنی څه ؟) ترسر لیک لاندی داسې وایي:

(درحمان بابا په انګلیسي ژباړل شوي دیوان کې سریزه لیکونکې داسې  باور لري، چې هغه څه چې د رحمان بابا په دیوان کې ډیر برجسته او څرګند دي هغه عشق دی . موږ درحمان بابا په دیوان کې په دې خبره غور وکړ ، د رحمان بابا په دیوان کې په کراتو ځله دعشق کلیمه تکرار شویده؟ خو دا عشق یوازې تصوفي او عرفاني عشق نه دی . دا یوه  اوږده قصیده ډوله غزل دی، چې مطلع یې ده : په نامه دهغه خدای مې دا بیان دی -  چې یو نوم یې په نومونو کې سبحان دی . په دې شعر کې رحمان بابا دخدای توصیف کوي،

دخدای صفات بیانوي چې له یوې خوا شریعت ته نږدې اوله بلې خوا دخالص تصوف او عرفان څخه واټن نیسي . په دې مانا چې په وحدت الوجود کې په عالي او ترانسیندینتال حالت کې صوفي له ځانه بهر کیږي او ځان یا مادی وجود نفي بولي .) 

که چیرې د رحمان بابا شعري دیوان ته مراجعه وشي د ده په شعرونو کې  دنورو شاعرانو په پرتله زیاتره مذهبي او اخلاقي رنګونه، تصویرونه، خیالونه اوژور فکرونه چې د ټولنې له روان سره برابر دي لیدل کیږي . د ده مینه دپاک الله (ج) او دانسان لوړ مقام ته او دانساني ظرافتونواو اخلاقو سره په ډیر عالي شکل کې څرګنده شوې ده .دی دنصیحت، پند او عبرت په توګه خلکو ته دښو او بدې لارې لارښوونه کوي .خپل پیغام،هدف او مقصد دانسانانوپه راویښولو کې دشعر په ژبه بیانوي .همدا وجه ده چې د دخلکو په منځ کې  ستر شهرت پیدا کړې دی . دبیلګې په توګه  د ده دا بیتونه ګورو:

دنیا کښت دآخرت دی                                                     دا خبره ده رښتیا

ولې مرد پکې هغه وي                                                    چې سخي وي هم پارسا

په دنیا کې بدي نشته                                                     که بدي نه وي له تا

په دنیا کې خطا نشته                                                     که له تا نه وي خطا

دنیا بحر دی بهیږي                                                          آینې غوندې صفا

دنیا بده دهغو ده                                                            چې یې کسب وي ریا

یا یې کسب دریا وي                                                     یا یې وګټي په غلا

یا یې ټوله کا په ظلم                                                      یا دخمر په سودا

حق باطل کا، باطل حق کا                                         په سبب دروې ریا

ګوش او هوش یې هرګز نه وي                                دمظلومو په ژړا

بتخانې و ته یې مخ وي                                              و مسجد وته یې شا

اختلاط کا له بدانو                                                      له نیکانو وي جدا

و رحمان ته پېښه مه کړه                                           خدایه هسې رنګ بلا

د ځوانۍ عمر دې تیر کړ په غفلت کې                په پیرۍ کې به څه زیرمه دمحشر کړې

راشه مه کوه له چاسره جفا                                         لږ ژوندون دی ضایع کیږي بیوفا

په دنیا کې هیڅوک نه دي پاتې شوني              واړه تلوني دي که نن دي که سبا

که یو ځله سر د خدای لپاره ټیټ کړې                     په قیامت به سر بلند شې تر هر چا

بازار دادی که څوک سود او سودا کاندي            په هغه جهان نه سود شته نه سودا

آشنایان که څوک پوهیږي نن یې وخت دی           چې ځاریږي یو آشنا تر بل آشنا

که ژوندون دی خو همدا دی په جهان کې               چې له چا سره تیریږي په خندا

                  

که مقصود لرې تلوار کړه وخت کوتاه دی           غره مه شه د دې عمر په بقا

سر دننه په ګریوان کړه سترګې روڼې                     ډیر په پورته پورته مه ځه سرهوا

سر هوا سرهوا مه ځه و آسمان ته                              ته په اصل کې له ځمکې یې پیدا

انسانیت په ډیردولت نه دی رحمانه                   بت که جوړ شي دسرو زروانسان نه دی

عالمان دي روښنایي د دې دنیا                            عالمان دي د تمام جهان پیشوا

که څوک لار غواړي خدای هم ورسول ته          عالمان دي د دې لارې رهنما

ریاضت په  قیامت نه شي مرد هغه دی               چې یې وکړ ریاضت په دا دنیا

زه رحمان له هغه علمه پناه غواړم                       چې له دینه له مذهبه وي سیوا

که نظر کا څوک په کار د درویشانو                   خود به ویني وقار د درویشانو

چې مدام د بل وعیبو ته نظر کړې                        خدای د خپله عیبه ولې بې خبر کړې

ضدیت د سړي عمر په عذاب کا                          په کار نه دی ضدیت په دا دنیا

که بلنده مرتبه دچا په کار وي                                  لوی مقام دی عدالت په دا دنیا

چې تقوا دیانت نه لري رحمانه                                د دې هسې همنیشین مه شه

په هر غم کې خاموش اوسه او که نه وي               د بد خواه خاطر به ښاد دوست به آزارکړې

صبر ونیسه په مخ کې مراد غواړه                           په تلوار به هیڅ ونه کړې که تلوار کړې

د بې دردو همدمي به دې بې درد کا                       د نامردو همدمي به دې نامرد کا

چې دشمن یې وي له دوسته اړولی                         د هغو احتیاط بویه له کومکه

چې یکسان ګوري هم شاه وهم ګداته                    هسې یار دی د رحمان غریب نواز

بل ارمان به له جهانه یوړ نه شي                                مګر مهر محبت په دا دنیا

نیک کردار هم نیک عمل خویونه                          هم جنت دی، هم راحت دی په دا دنیا

آدم زار په معني واړه یو صورت دي                       څوک چې بل آزاروي هغه آزار شي

که ته نکړې په بل چا باندې غرض                           بل به هم نه کا په تا باندې غرض

او داسې نور نصیحتونه،عبرتونه او پندونه

ارواښاد پوهاندصدیق الله رشتین چې یو نومیالې، دروند، او مخکښ لیکوال دی، په خپله یوه لیکنه کې د رحمان بابا د شاعرې په هکله داسې وایي :

(رحمان بابا د پښتو شعر او ادب هغه ځلانده ستوری دی چې د لرې او برې پښتونخوا

په آسمان کې یو شان ځلیږي . د ده خوږ نوم یا دده دلوړې شاعرې احترام دده روحاني او ملکوتي غږد ټولوپښتنوپه زړونوکې یو رنګ موجود دی .)

د رحمان بابا کلام رنګین، عام فهمه، سلیس، روان اونازک خیاله دی . د ده په کلام او شاعرې کې هر ډول شعرونه موجود دي اود هر چا په ذوق برابر مطالب لري . دده په شعرونو کې دیني، علمي ، ادبي ، اخلاقي او ټولنیز مسایل، بشري مناسبات ، انساني  صفتونه لکه : لوړ اخلاص، رښتیا اوصداقت،عدالت،  علم اوپوهه ، تقوا اوعبادت، صبر او زغم، قناعت، نیکې ښیګڼې، متانت،سخاوت، زحمت اوریاضت، عزت،  میړانه  او لوړ همت،ننګ اوغیرت،  ځان غوښتنه اوتنګ نظري،کبر اوغرور،  کینه، غیبت ، حسادت اوکرکه ،اتحاداو اتفاق، ورورولي، آزادي اوخپلواکي، ظلم اوستم  او داسې  نور خصایل، په ډیر انساني اواسلامي فکرونو،  تصورانو اوخیالونو کې په ډیره خوندوره او ساده ژبه او په ډیر عالي مفاهیمو اومعناګانو کې بیان شوي دي .

 دبیلګې په توګه د ده دا بیتونه ګورو:

ګوره څه بلند مقام دی داخلاص                                     چې جهان واړه غلام دی داخلاص

پس له مرګه به دا مهرواخلاص نه وي                 که اخلاص کړې نن هنګام دی داخلاص

څه عجب دی که مستان ترې چاپیر ناست وي          هر ساقي څخه چې جام دی داخلاص

د رحمان کلام په دا سبب شیرین دی                            چې یې هر کلام، کلام دی داخلاص

 

که څوک فخر کا په ننګ او په ناموس                        دا په عشق کې نه ارزیږي یو فلوس

معنوي صورت پیدا کړه که میړه یې                            فایده څه ده د بتانو له اشخاص

که د ونې په څیر ګل او میوه غواړې                    ځان په نمر کړه سایه بان د هر خاکسار شه

که هوا دې د جنت په خاطر ګرځي                            خاک نشین په آستانه د هغه یار شه  

هغه زړه چې عرش الله دی ګوره کوم دی                څو دې توان شي د جمله زړونوخدمت کړه

که دلمر په څیر څرګند شې په جهان کې                   څو په زړونوپسندیده نه شې لا ورک یې

بزرګي په دلجویۍ کې ده دخلکو                                 ته چې خلک ډوبوې څرنګ بزرګ یې

په لویي کې لویي چیرې ده لایقه                                    کمینۍ وته مټ کړه که سالک یې  

په ساحل کشتۍ د هیچا نه ډوبیږي                            که څوک نه کا په دریا باندې غرض

خلوتیان په خپل خلوت کې فراغت دي                     درسوا دی په رسوا باندې غرض

که له خپله عیبه ځان ژغورې رحمانه                          دهیچا له عیبه مه کوه پوښتنه

که یوه جودانه عیب وینې په بل کښې                      هغه یو جودانه عیب یې لوی غر کړې

کوهی مه کنه دبل سړي په لار کښې                           چیرې ستا به دکوهی په غاړه لار شي

ته نا حق په ما کینه کړې کینه ناکه                               په کینه به آیینه نه کړې ته پاکه

که نعمت دی خو طاعت او عبادت دی                      ګڼه نشته بل نعمت په دا دنیا

بل ارمان به له جهانه یووړ نه شي                                   مګر مهر ومحبت په دا دنیا

په آزار دچا راضي مه شه رحمان!                     که خلاصی په قیامت غواړې له عذابه      

چې نیکي بدي په تله کې تلل شي                             خود پخپله تله واخله عدالت کړه

دظالم د آشنایي  توبه توبه                                                د خود بین له بینایي توبه توبه

که دې ویره شي له ظلم له ستمه                                     ته هم مکړه په هیچا باندې ستم

له اغیار سره خندا څه په کار نه ده                               له اغیار سره سودا څه پکار نه ده

سل یارۍ دیوه یار دپاره کړی شي                              آشنایی د هرآشنا څه پکار نه ده

بد له بدو سره بویه نیک له نیکو                                 دجفا په ځای وفا څه پکار نه ده

هر بلبل به دې ثنا کړي که ته ګل شی                           په خپل ځان خپله ثنا څه پکار نه ده

آشنایان که څوک پوهیږي نن یې وخت دی             چې ځاریږي یوآشنا تر بل آشنا

زهر ښه دي که په صلح اوصلاح وي                            نه شکرې په فتنه او غوغا

چې د ورور اوعزیز زړه پرې آزار شي                         حاصل مه شه هغه خپله مدعا

 

لکه ځان هسې وبل وته نظر کړه                                    لکه ستا دی هسې ځان دی دهر چا

د ډیر ناز او د ډیر کبر له سببه                                        عمل نه کا په ګفتار داولیا

چې عزت حرمت یې نه وي په جهان کې                   هغه هسې ژوندون وسوزه په اور

بی عزت سړی به خوښ دهیچا نه وي                       مګر هسې بې عزت وي ځینې نور

دراز عمر مې حاصل شو له راستۍ                         لکه سرو مدام سبزه تازه یم

و هر چاته په خپل شکل څرګندیږم                           آینه غوندې بی رویه بی ریا یم

که دډیر عمر پکار دی غفلت مه کړه                       په اوده باندې سل کال یوزمان شي

په ښه خوی له بدخواهانوبې پروا یم                      په نرمې لکه اوبه د اور سزا یم

نیک له نیکو سره بویه بد له بدو                            که څوک غواړي ولایت په دا دنیا

روښنایي په هغو زړونوده حرامه                            چې پرې کیني ګرد غبار د دې دنیا

په یوه ګړۍ بهار وي بیا خزان شي                           بقا نه لري بهار د دې دنیا

د قانع  تر قناعته صدقه شه                                         هم دنیا او هم دینار د دې دنیا

مګر خود په خپله خدای دچا طبیب شي              ګڼه نشته په جهان کې بل طبیب

دشمن هم د سړي کله کله دوست شي                     دوستی نه کا له رحمان سره حبیب

د ریا له زاهدۍ زما توبه                                        چې یې کاندي څوک په رسم وپه عادت

په ورځ پنداو نصیحت وایي و بل ته                    په شپه ناست وي د مغان پر خرابات

دین یي دام دی ددنیاپه لارکې ایښی                  پرې را اړوي وحشیان د مخلوقات

دهغو په لور یې سترګې وي ختلې                         چه په لاس یې سرسایه وي یا زکات

دعوی مه کړه په نا حق به یې خپل نه کړې            پردی شهر، پردی ملک، پردی دیار

چې استوګنه په پردي وطن کې کاندي                هغه نه لري د هیڅ واک واختیار

که هزار قسمه  وخوري  په یو کار کې                    نه کا څوک په مسافرو اعتبار

چې په زور  ورسره نه یې برابر                                   د هغو تر څنګه مه کښینه زړور

زورور  اور او  اوبه دي فهم وکره                            چې ډوب نه شې یا ونه سیزی بشر

په یاری د زورور غلط مه شه                                     مګر دا چې ترده نه یې زورور

دا خو ته یې زما نفسه                                                     چې دې زه کړم کور وکر

په شپه وینې د مظلوم خوري                                      سبا کیني په منبر

په زړه تور لکه تبۍ وي                                                  په مخ سپین لکه قمر

رحمان هسې بې وقوف سوداګر نه دی                  چې د دین متاع بدله په دنیا کا

راشه مکوه له چا سره جفا                                      لږ ژوندون دی ضایع کیږی  بې وفا

خدای طاعت، عبادت څه کوي رحمانه                خو یې مینه د سړي ده ازمیل یې

د خلیل تر کعبې دا کعبه ده لویه                                که آباد کا څوک ویران حرم د زړهء

ګونګي ښه دي چې بی کام و بی زبان وي             نه چې ژبه شي په بد ویل ګویا

سر د ننه په ګریوان کړه سترګې روڼې                    ډیر په پورته پورته مه ځه سر هوا

سر هوا سرهوا مه ځه و آسمان ته                              ته په اصل کې له ځمکې یې پیدا

د دنیا کارونه واړه غولول دي                            دا ګومان په هیچا مه کړه چې مې خپل دي

له سړیه غرض واړه سړیتوب دی                            نه چې پټ وي د سرو زرو په لباس

په آدم کې د حیوان خویونه هم شته                        بیا هاله یې آدم بوله چې آدم شي

احتیاج هسې بلا دی په جهان کې                         چې پلار زوی کاندی د زوی او زوی د پلار

ما دیار په بېلتانه کې دي لیدلي                              که دانا د زمانې وي مبدل شي

هر وګړی چې منصور غوندې په دار شي             دار یې پس له مرګه نخل میوه دار شي

دنیا دار که مستغني په سیم و زر دی                   هنرمند و څخه ګنج دخپل هنر دی

بیهوده به زورور  وځانته وایي                                د دنیا سړی که هر څو زورور دی

هسې مه وایه چې زه یم په جهان کې                     پیدا کړی خدای د سر دپاسه سر دی

 

هر علم چې بیعمله وي تش بوس دی                    د جاهل د پارسایي توبه توبه

علمیت د بی عمله عالمانو                                       لکه ګنج د کتابونوپه خر بار شه

او داسې نور بیتونه

په رښتیا سره د رحمان بابا  دشعرونواو ویناګانو ارزښت، خوږوالی، دروندوالی، ریښتینوالی، علمیت،تجربه او روحانیت دومره شهرت تر لاسه کړې دی، چې په لره او بره پښتونخوا او افعاني سیمو کې د ده روحاني، علمي، تصوفي ،عرفاني اومذهبي شخصیت ته د عزت، عقیدت او درناوي په توګه خلک ګوري، او د ده شعري دیوان د خلکو په منځ کې دفال نیولې شهرت تر لاسه کړې دی ، او دهغه په ویناګانو، نصیحتونو اوپندونواکثریت خلک عملي ګامونه پورته کوي، او په ورځنیو خبرواترو کې  دده دشعرونواو کلام نه د متلونو په بڼه ګټه پورته کوي . ارواښاد عبدالروف بینوا چې زموږ دهیواد تکړه، نامتو،نوښتګر، ادبي اوفرهنګي شخصیت دی، په خپله یوه لیکنه کې د رحمان بابا دشاعرې په هکله داسې وایي :

(د رحمان بابا د اشعارو یو لوی صفت دادی چې د هرچا په ذوق سره سم مطالب لري  او دهر چا د تنهایي ملګری وي . په پښتنو کې به ډیر داسې کم کور وي، چې د رحمان بابا دیوان هلته نه وي .)

رښتیا داده چې د رحمان باباعالي او لوړ فکرد ده په  شعر او کلام کې دومره خوږ او اغیزناک دی،چې هر څوک ځانته په کې خپل هدف، مقصد، درد، تصویر، خیال او انځورپه ډیر ښکلي اوظریفانه شکل پیدا کوي .

-  صوفي او عارف دواړه  په کې د تصوف او عرفان د اسرارو او رمزونو مرغلرې او دمعرفت او د معنوي دنیا وړانګې ویني اوپرې خپلو روحاني حالاتوته وده ورکوي  . دبیلګې په توګه د ده دا بیتونه ګورو:

که څوک وایي هنر کوم دی؟ وایه دادی                      چې بې خدایه نوره مینه په چا نه کا

هیڅ تغیر او تبدیل نه لري رحمان                                   تل تر تله بر قرار دی رب زما

دا پنځه ورځې ژوندون چې غنیمت دی                      شکرانه په دا نعمت دکردګار کړه

دا همه واړه حجاب دي چې لیده شي                            نور دحسن بالاتر دي له ادراکه

په هر دم کې نوې نوې تماشی کړم                          زه رحمان د خدای وکړه  وته حیران یم

چې مې ستا د جمال عکس دی لیدلې پخپل ځان کښې

هم په دا دآیینې په څیر حیران دی زما روح

په رحمان باندې نظر د کرم وکړې                        اې چې یې د پاک الله په دربار خاص

چې وصال دخپل جانان مې دی موندلای                    ګنج د درو د مرجان مې دی موندلای

څه عجب دی که تمام جهان زما شي                    چې بادشاه د درست جهان مې دی موندلای

درست جهان که واړه ما رحمان لره دلبر شي               چیرې دی دلبره بې له تا بل دلبر زما

که دا نور ښایسته ستوري ویل کېږي                     ته خورشید غوندې صورت لری عیان

د آفتاب په مخ کې هره ورځ زوال وي                              ستا دحسن په آفتاب کې زوال نشته

څو دې دوه سترګې غړیږي په جهان کې                        ننداره په هر ساعت د خپل نګار کړه

زه یې وینم درست جهان په تا مین دی                           که بادشاه دی د دې دور که ګدا

وهر چا وته چې ستا قوت رسېږي                                   هلته نه رسي قوت د درست جهان

زه رحمان چې ستا د حسن ثنا خوان یم                     ستا له رویه درست جهان زما ثنا کړه

که له دره یې شړې که یې پریږدې ته                        ډیر مین دی ستا پرمخ عبدالرحمان

عشق څه هسې علم نه دی                                                     چې حاصل شي له مکتبه

مکتب حال د مذهب وایي                                                    عشق سیوا دی له مذهبه

می خواران که یې خبر شي له مستۍ نه                       د رحمان د میخانې شراب دڅښو دي

هسې بې شرابو مست یم ستا په مینه                           چې خبر نه یم په ځمکه په آسمان

د رحمان په عاشقۍ به آفرین کړې                                  که لږ مخ په آینه کړې ځان وګورې

زه رحمان دعشق په درد کې هسې خوښ یم              چې مې نشته په دوا باندې غرض

سپینې اوښکې زیړ رخسار دمینې له دولته             ای رحمانه دا دعاشقانو سیم و زر دي

که چا لار  دعاشقۍ وي ورکه کړې                                 زه رحمان دګمراهانو رهنمایم

خپل جانان مې هسې نقش دی په زړه کې                  نه پوهیږم چې رحمان یم که جانان یم

زه رحمان دهغه حسن دعا ګوی یم                                چې جرګه دعاشقانو وي پرې پنډه

 - که عاشق دی په کې دپاکې اوسپیڅلې مینې ناز، راز اونیاز، حسن اوجمال، دطبیعت دمناظروهنري ښکلا، خلوص، محبت اودخپلوریښتینواحساساتو اوعواطفو تصویرونه او خیالونه ګوري .دبیلګې په توګه  د ده دا بیتونه ګورو:

مخ دیار شمس وقمر درې واړه یو دي                   قددسرو صنوبر درې واړه یو دي

حاجت نلرم په شهدو په شکرو                                  لب دیار شهدوشکر درې واړه یو دي

په شرابو کې خوند نشته د شکرو                          دیار شونډې هم شراب دي هم شکر

که سل ځله پټ تر شونډو لاندې خاندي                    نه پټیږي آب دلعل ودګوهر

هغه شونډې چې خوږې دي تر شکرو                         له کنځلو یې عار نه کا عاشقان

چې څوک نوم دا ستا دشونډو په خولهء واخلي

که یې زهر وي په خوله کې عسل شي

هغه شونډې چې شیرینې وي تر قندو                        ما هیڅ فیض ترې بیا نه موندبې کنځلو

چې لذت یې د سرو شونډو وي موندلی                   نوره مینه د شرابو په جام نه کا

که پکار دې دسرو شونډو شیریني وي                      د خپل ځان په وینوسور لکه انارشه

چې مې نقش په زړه سرې شونډې دیار شوې               کان دلعلو شو ګرداب زما دسترګو

تا چې رنګ دمیو ورکړو ولبانو                                اور یې پورې کړ په کور د میخورانو

په هر ځای چې ستا دلبو نام آغاز شي                              د لاله ؤ باران  اوري په حباب کې

د پیزوان غمی دې زیب کا پر لبانو                                   دواړه زلفې دې چورۍ د ملنګانو

تور اوربل دې لکه مارپه جبین پروت دی                    شینکی خال دې مواصل د رنځورانو

چې دې جوړه کړه لینده دکږو وروځو                        څو به ښکار کړې په حرم د غزالانو

د سروټیک دې شهزاده په جبین پروت دی                 شینکی خال دی محصل په بندیوانو

مشکین خال دی په سرو لبو هسی زیب کا                   لکه مهر په محزن د درمرجانو

ما دعشق په درس کې نور څه لوستي نه دي                 بې دزلفو، بې له خطه بې له خاله

که دې زلفې په مخ پیچوتاب شوي ښایي                ویښته څه طاقت لري داور له تابه

که په توره تاریکۍ کې رڼا غواړې                             نندارچي د یار د زلفو د رخسار شه

لاس مې وتړیء د زلفو په طناب                            بیا مې وپلوریء د سترګو په قصاب

هسې آب یې دی د دوو سترګو په تیغ کې               چې بې سره په سر نه لري حباب

چې رایاد یې سرې شونډې سور پیزوان کړم          تر چشمانو مې بهیږي سرهء شهاب

چې دمخ و آب وتاب ته یې نظر کړم                              راته هیڅ شي دګلونوآب وتاب

دا کاږه کاږه باڼه او کږې وروځې                                    نور څه نه کا بې کږو کږو وهلو

په شپه نوکي دعاشق په وینو سرې کا                   سبا پورې کا نکریزې په منګلو           

مستوري راڅخه یوړه مستو سترګو                            رحمان ځکه په وګړیو کې رسوا شوم

یا دا ستا چشم ابرو وینم په خواب کې                       یا مستان دي ویده شوي په محراب کې

هغه سترګې چې نرګس وي هم بادام وي                     تېرې تورې شوې زما په قتلولو

ستا دی خواب آلودو سترګو خواب راڅخه یووړ       لبو دی لذت د میوناب راڅخه یووړ

نه مې اوښکې پاتې شوې نه صبرپه صورت کې       ډیرې بې صبرۍ دمخ آب راڅخه یووړ

-  عالم  په کې دعلم او پوهې مالومات لټوي ، اوخپل علمي تصورات اوتفکرات

غني کوي . دبیلګې په توګه د ده  دا بیتونه ګورو:

مه درومه رحمانه په خلاف د دانایانو                        مینه د دنیا پسندلې نه ده هیڅ دانا

د دانا و دنادان تر میان یو حد دی                                  هوښیاري تر حد پورته حماقت وي

تر هغه به نادان بل په جهان نه وي                         چې څوک مهر وفا غواړي په نادان کې

عاقلان په وړاندې ځي په ورستوګوري                     په دنیا کې سر انجام د آخرت کړه

پوه خلک هغه دي چې اقرار په ناپوهی کا

هر چې ځان هوښیار ګڼي هوښیار یې مه ګڼه

زه رحمان حلقه بګوش د هر عالم یم                              که اعلی دی که اوسط دی که ادنا

عالمان دي روښنایي د دې دنیا                                      عالمان دي د تمام جهان پیشوا

- که  دمینې  د دردرنځور او دردمن او ناقراره دی په کې د خپل زړه ټکور او قراري پیدا کوي .

دبیلګې په توګه د ده دا بیتونه ګورو:

د رحمان وزیړي رنګ وته نظر کړه                 چې مدام په تا پسې کاندي ژړا

عاشقانوپه شکست کې بری بیا مونو          دلته توان دهغه رسي چې ناتوان شي

زیړی رنګ دعاشق هسې مرتبه ده         چې آفتاب غوندې څرګند په درست جهان شي

له چشمانو یې باران درحمت ووري                          زرغونه یې په څهره باندې زعفران شي

له رخساره حال د زړونومعلومیږي                            له بهاره نیک وبد دکال عیان شي

زه رحمان دزمانې له جوره درومم                                خپل صاحب لره په داد او په فریاد

-  مطربان  او که مستان دي په کې دسوز او ګداز ډکې سندریزې نغمې دموسیقې په پردو کې غږوي، او مستان خپل آواز ورسره داسې جګوي . دبیلګې په توګه د ده دا بیتونه ګورو:

دساقي په لاس کې جام دمیو ناب دی                     مطرب ایښی په زنګون دغم رباب دی

محتسب په رقص ګډ شوباک یې نشته         صوفي پروت په میخانه کې مست خراب دی

په تلخۍ دمیو مست خلق مې خوښ دي                 هغه خار چې بوی دګل لري خار نه دی

هرساقي چې جام دعشق لري په لاس کې                دا پیاله یې په مستانو ده مباحه

هر مطرب چې غوږۍ تاو کا درباب                         په دا تاوکې زما زړه کاندي خراب

چې سامعی یې په نغمه په ترانه شم                         دیوانه شم ګریوان څیرې مست خراب

هم یې تار، هم یې ګفتار هسي اثر کا                      چې هیڅوک یې نه طاقت لري نه تاب

زړهء مې په نغمو نغمو سوری کړ مطربانو                    عقل ساقیانوپه شراب راڅخه یووړ

یو ساقي بل یار دریم مطرب سره یو ځای شول

زړه یې له ګوګله په شتاب راڅخه یووړ

- ملي شخصیتونه، مشران اوسیاستوال په کې د خپلو ملي پاڅونونو او غورځنګونو اتحاد اواتفاق، او دخلکوغیرت ، همت او شهامت راپاروي .

دبیلګې په توګه د ده دا بیتونه ګورو:

بیخ بنیاد به دهغوی وي په یارۍ کې                      چې د تن په نابودۍ یې اعتقاد وي

ښایسته یاران ګلونه دي رحمانه                                 بېلتانه کړه اکثرمړاوی کم تازه

که پر غره پر سمه ګرځم باک مې نشته                     زمری تل ګرځي په لوړه په ژوره

وړاندیني هم واړه ستاپه څیر سړي وو                    ته هم پاڅه د هغو په څېر همت کړه

چې په ننګ وپه ناموس تر لوره کم وي                    صدقه شه نا قابله زوی له لوره

ننګیالي تربرونه  ښه دي او که نه وي                         ننګیالۍ ترله هم ښه ده له تربوره

هغه زړه به له طوفانه په امان وي                         چې کشتۍ غوندې دخلقو بار بردارشي

کر د ګلو کړه چې سیمه دې ګلزار شي               اغزي مه کره په خپو کې به دې خار شي

- هغوخلکوچې  دنیا یې پریښې ده او له دنیا څخه لاس په سر شوي دي په کې دځان لپاره خوشحالي پیدا کوي .

 دبیلګې په توګه د ده دا بیتونه ګورو:

دا دنیا په احمقانو ده ودانه                                           دانا څه کا په دنیا باندې غرض

دنیا کل په احمقانو ده ودانه                                         دانا ځکه وابستګی د دنیا نه کا-

- مبلغین،  واعظان او خطیبان په مدرسو اوجماتونو کې په خپلوویناګانوکې د ده  دشعرونو نه د یومنل شوي اصل په توګه ګټه پورته کوي .

دبیلګې په توګه  د ده دا بیتونه ګورو:

رحمان هسې بی وقوف سوداګر نه دی                  چې د دین متاع بدله په دنیا کا

زه رحمان له هغه علمه پناه غواړم                             چې له دینه له مذهبه وي سیوا

ای رحمانه که څه کار دی خو د دین دی                  نور کارونه بی وفا دي بی اساس

واړه بې وقوف دي که څوک دین په دنیا پلوري       چېرته پنځه ورځې چېرته عمر جاودان

نور عالم که د دنیا غمونه کاندي                              له رحمان سره دې غم د آخرت وي

درحمان بابا شعر اوکلام ډیر ساده او آسان معلومیږي، خو دلوړومفاهیمواوژورو

معناګانونه ډک دی، اوملي، روحاني اوټولنیزه بڼه لري، او هره حجره، هر مجلس اوهرکور د ده په شعر او کلام روښانه، ځلانده اورنګین دی . دده په شعرونوکې دلوړو اخلاقو،عبرتونواوعالي صفتونودرسونه شتون لري . همدا سبب دی چې ده ځانته دا حق ورکړې دی چې خپل شعر داسې ستایي :

چې دا نور شاعران کاندي هغه نه کا                     رحمان کړی نوی نوی اجتهاد دی

دا څه شعر درحمان دی                                                   چې هم ګنج دی هم هنر

هسې زیب کا په بیاض د رحمان شعر                    لکه زلفې دخوبانو په رخسار

یا به شهد یا به قند یا به نبات وي                           هر کلام چې له رحمانه شنیده شي

ستا د حسن د تعریف له برکته                                   د رحمان دشعر کوکي پر عالم دي

په اشعارو کښې قوتناک لکه زمری یم                ولې نه یم د زمري په څیر ګزند

در ګوهر په تله نه دي چا تللي                                   د رحمان شعر ګوهر دی څه یې تلې

هم نغمې کاندي هم رقص کاهم خاندي               د رحمان په شعر ترکې د باګرام

د رحمان وسوزان شعر ته حیران یم                        چې یې اور بل شوی نه دی په دیوان

درحمان بابا شعرونه له مینې، ورورولۍ او انساني غوښتنو، پندونواوعبرتونونه ډک دی . ده  له خوارانو، غریبانو،  فقیرانواو درویشانو نه ځان بیل کړې نه دی، اوتل یې دا هڅه کوله چې خپله درویشي او فقیري په امیري بدله نه کړي .دده خوږ کلام ددرویشانو اوقلندرانود زړونوغږ دی . د ده کلام د پاکی، سپیڅلتیا،حقیقت، رښتیا او صداقت   آواز دی او دخلکو په زړونو کې ځانګړې ځای لري .

دبیلګې په توګه د ده دا بیتونه ګورو:

چې یکسان ګوري هم شاه وهم ګدا ته                     هسې یار دی رحمان غریب نواز

بادشاهي د ګدایانو په دعا شي                                زه رحمان ځکه بادشاه شوم چې ګدا شوم

 د خلیل تر کعبې دا کعبه ده لویه                              که آباد کا څوک ویران حرم د زړهء

زه ملهم د زړهء له چا غواړم بې خدایه                     چې کړی نه شي طبیبان ملهم د زړهء

قاعده د دردمندۍهسې نه ده                                    چې په درد کې یو دردمن له بله کم وي

چې د اور لمبو وهلی وي بیا روغ شي                    نه رغېږي دآزار لمبو وهلی

که نظر کا څوک په کار ددرویشانو                         خود به وویني وقار د درویشانو

په دغه لاره به ورشي خدای رسول ته                 که څوک یون کاندي په لار  د درویشانو

هر ګفتار به یې د خدای په در قبول وي                    چې قبول یې وي ګفتار د درویشانو 

بادشاهان ددنیا واړه پرې پراته دي                            لکه خاورې په دربار د درویشانو

هر بهار لره خزان په جهان شته دی                               خزان نه لري بهار د درویشانو

د جنت د باغ ګلونه به یې هیر شي                                 که څوک وویني ګلزار د درویشانو

درست دیوان درحمان جار تر داغزل شه                  چې بیان یې کړو کردار د درویشانو

که مې څوک په امیري شمیري امیر یم                     که مې څوک په فقیري شمیري فقیریم

رحمان بابا خپل خیالونه، تصویرونه اوانځورونه ، تشبیهات، کنایات، پاک اوسپیڅلي احساسات، جذبات او عواطف په خپلو شعرونو کې د یو رومانتیک اومینه ناک شاعر په توګه دمجازي عشق، د طبیعت دمناظروهنري ښکلا،حسن اوجمال په ډیر هنري شکل بیان کړي دي .دبیلګې په توګه د ده دا بیتونه ګورو:

دا دمیو څه مستي او سرخي نه ده                            تیغ د سترګو دې په وینو کې غرقاب دی

که دې مخ په زلفو پټ دی باک یې نشته               د حیات اوبه هم پټې په تورتم دي

ستا د زلفو له رخساره له سرو شونډو                   پیدا شوي شام شفق د صبحدم دي

چې شهید دتورو سترګو په خنجر شي                 خوشنودي یې دسرو شونډو په کوثرشي

چې رایاد یې سپین رخسار دراز مژګان کړم           هغه دم مې زړه سپند سینه مجمرشي

هغه زړه چې ستا دعشق په اور کباب دی             که مرهم ورباندې کیږدې ډیر ثواب دی

تش به نشي هغه خم دعشق له میو                          چې یې خاورې د فرهاد او د مجنون دي

دبلبل له حاله زده کړه په خزان کې                          بیا د ګلو تماشا کړه په بوستان کې

عاشقي آسان مه ګڼه خبر شه                                      سر بازی ده هر نفس په دا میدان کې

عشق وعقل دواړه سره ضد دي که پوهیږې      کله کړي آرام د اور بڅري په لمبو کې

که ګریوان مې دسپوږمۍ دنمر مشرق شي         زه چې یار په سترګونه وینم تورتم وي

تا چې په دا تورو سترګو وکاته و ماته                  زړه دې زما تور کړ له دې نوره مخلوقاته

ماخو چې ته ولیدې هغه ساعت مې ووې            نوره به مینه د زړه نه شي له تا ماته

شیخان او زاهدان چې نصیحت وماته وایي       نه دي خبر شوي ستا د محسناته

زه رحمان چې دې وینم یاره وایم خدایه خیر کړې      ګډه شاپیرۍ ده دبني آدم له زاته

بې د ستا له مخه ورځ راباندې شپه ده                      روښنایي دورځې چیرې وي بې نمره

ایښی مې په سر دی ستا دمخ دمینې ګل              بیا مې تور لیمه دي ستا دزلفو تور سنبل

د پیزوان غمی دې زیب کاپر لبانو                              تورې زلفې دې زنځیر دعاشقانو

دا سور ټیک دی شهزاده په اوربل پروت دی          شینکی خال دې معاني د بندیوانو

دواړه لب دې ښایسته تر سرو یاقوتو                       شرمولې ده  ږلۍ ستا دندانو 

دواړه لیچې دې کړې کښلې مصرۍ تورې             در پوهیږم سر به غوڅ کړې د خوارانو

تورې وروځې دې کږې پر جبین زیب کا                   لکه جیم پر کاغذ کښلی کاتبانو    

ګرځي په چمن کې منګل ډکه په ګلونو             خدای زده چې ګلونه وړي یا زړونه په منګل

نه به ستا د مخ په څیر ګلشن وي چا لیدلی           نه به وي زما په څیر آهونه د بلبل

مست د هغه مخ یم چې مستانې لري سترګې

بې تورې بې تیغه قاتلانې لري سترګې     

بې لیدو کتو غایبان زړونه وړي له خلکو    

هسې چشمان بندې ساحرانې لري سترګې    

هر څوک چې یې ویني تورې سترګې کتی نه شي 

ښکلې پریوارغوندې حیرانې لري سترګې   

سور پیزوان دې په سرو شونډو هسې زیب کا           لکه جیم په قلم کښلی کاتبانو

اور اوبه سره چا ګډ لیدلي نه دي                             دا قدرت  دی ستا په لبوکې ښکاریږي

که ډوبیږم په اوبه یا په اور سوځم                           د سرو شونډوپه آتش او په آب خوښ یم

هسې مست یم ستا د شونډو په شراب                       چې به نه وي بل داهسې مستخراب

ما چې خال دستا د ورځو تر میان ولید                       نه بل هسې رنګ امام شته نه محراب

زه نورچا وته خبری نه کړم                                     بی هغوچې مویې مژګان لري دراز

شام سحر مې دغه ستا زلفې رخسار دي                    نور مې مه پوښته له شامه له سحره

خیال د زلفو یې زما تر زړه چاپیره شو                         یا تر ګنجه چاپیر شوی مار دی دا

درحمان تر قلم مښک وعنبر ووري                              چې آغاز یې کړ اشعار د تورو زلفو

هسې بند شو په کمند دتورو زلفو                                 چې حیران یم د رحمان په خلاصولو

ځکه ژاړم له دو سترګو اوښکې وینې                          چې رحمان وینې دیار خندانې زلفې

ځان په مستو سترګو باندې مه غولوه رحمانه

دا مستان هوښیاري له حکمته سره ښوري 

په رحمان د ستا د لبو می حرام دی                             څو د خپلو وینو جام تاوان ور نه کړم

او یا وايي :

در و لعل شو ویل د رحمان                                                چې دی ستا د لعلو و شونډو شو ګویان

که مجنون غوندې په عشق کې څوک صادق شي             دلیلی په دروازه کې دربان نشته

دا څه مخ دی منور                                            چې هم شمس دی هم قمر

دا څه زلفې دي مشکینې                             چې هم مښک دي هم عنبر

دا څه پیوسته ابرو دي                                  چې هم نیش دی هم نشتر

داڅه سترګې دي قاتلې                                چې هم سیف دی هم خنجر

دا شونډې دې میء ګونې                           چې هم میء دي هم شکر

دا څه سپین سپیڅلي غاښ دي                                چې هم در دي هم ګوهر

داڅه سیب زنخدان دی                                 چې هم سیم دی هم ثمر

دا څه قد او څه قامت دی                             چې هم ګل دی هم عرعر

دا څه ملا ده باریک وضع                            چې هم موی دی هم کمر

داڅه زړه دی دخوبانو                                      چې هم موم دی هم حجر

دا څه یار دی نه پوهیږم                                   چې هم دل دی هم دلبر

دا څه بت دی زما ربه                                          چې هم بت دی هم بشر

دا څه شعر درحمان دی                             چې هم ګنج دی هم هنر    

رحمان بابا یودرویش صفته انسان، صوفي مشربه شاعر او په مذهبي تفکراتو کې ډوب شخصیت و، چې د یو ځانګړي ادبي مکتب اوسبک خاوند دی .

ارواښادپوهاندعبدالحی حبیبي چې زموږ دهیواد یو نوښتګر، مفکر، نامتولیکوال او څیړنیزپوه، تکړه ژورنالیست اوپیاوړی شاعر دی ، په خپله یوه لیکنه کې درحمان بابا د ادبي سبک او شخصیت په هکله داسې وایي :

(رحمان بابا دشاعرۍ په فن کې دمستقل مکتب خاوند دی . په خپل شعر کې یې دپښتنو دفطري جذباتواو ملي احساساتوپه ساده او روانوخوږو الفاظوداسې ښه ترجماني کړې ده چې هر څوک د خپل ذوق مطابق په هر ځای او موقع کې استفاده ځنې اخستی شي .)

په رښتیا سره چې رحمان بابا دخپل په زړه پوري ادبي سبک په وسیله خپل روان او سلیس او د هرچا په ذوق برابرشعرونه خپل ادب دوستانو ته وړاندې کړي دي .ده خپله شاعري او خپل شعر هغه مقام ته ورساوه، چې زموږ زیاتره شاعرانوپه ډیره مینه او اخلاص د ده دادبي مکتب لارویان شول او د ده په لاره  یې پیاوړي ګامونه اوچت کړي دي .

سره له دې چې رحمان بابا یو درویش صفته او مسکین شخصیت و، خو هغه لوړ مقام چې ده درلوداو دپراخې حوصلی او دلوی همت اوغیرت خاوند و، ده هیڅکله د خپل غریبې لاس چا ته ټیټ کړې نه دی اوپه خپله غریبي یې قناعت او صبر کړې دی او دخپل لوی خدای(ج) نه شکر ګذار و. دبیلګې په توګه د ده دا بیتونه ګورو:

څوک دې راکاندي قسم په کردګار                                 که درم لرم په کور کښې یا دینار

زه درم او دینار نه لرم په کور کښې                                   ولې نور عالم مې بولي دنیا دار

هم په دا چه نه له ځایه چیرته خوځم                                 نه د هیڅ یوه مخلوق یم منت بار

آب و خور لکه آسیا په ځای را رسي                         پخپل کور کښې مې سکون دی هم رفتار

لکه ونه مستقیم په خپل مکان یم                                 که خزان را باندې راشي که بهار

  په هر کور کې  رنځوران راته زګیروی کا                      لاس مې نه رسي دهیچا په دوا

د دنیا خبرې واړه په دنیا شي                                          ما به څه کا څوک چې نه لرم دنیا

که په هر کلي کې مې کور دی زه ګومان کړم           چې کور نه دی دا مې ګور دی په صحرا

قناعت مې د خرقې لاندې اطلس دی                          پټ د درست جهان پادشاه ظاهرګدایم

   

خدایه ګنج دقناعت و رحمان ورکړې                        چې بی ملکه بی حشمته دولتمند وي

هغو بیا موند سعادت په دا دنیا                                  چې یې وکړ قناعت په دا دنیا

موړ به نه شي هیڅ سړی بې قناعته                             که یې خونه وي په سیم وپه زر ډکه

د قانع تر قناعته صدقه شه                                              هم دنیا او هم دینار د دې دنیا

د رحمان بابا د آثارو څیړنه او دده ادبي شخصیت، مقام او شهرت دلرې اوبرې پښتونخوا په محدوده کې محدود نه دی پاتې شوی .په نړۍ کې د یو شمیر لویو پوهانواوڅیړنیزو مرکزونوله خواه د ده شخصیت د یو لوی مشر په توګه منلې شوې دی، او ده  دیوعالم، فاضل او ستر شاعر په توګه پوره شهرت ګټلې دی . د ده دعلمي ، روحاني، ادبي او فرهنګي شخصیت په هکله نه یوازې په لره او بره پښتونخوا کې بلکې دباندنیو لیکوالانو له خواه هم څیړل شوې دی .دنړۍ ډیرو پوهانو او څیړونکو دده آثار لوستي او د ده په هکله یې خپلې څیړنې کړې دي . درحمان بابابشپړ کلیات په مختلفو ژبو لکه : انګلیسي، روسي، اردواو داسې نورو ژبوژباړل شوی دی .

درحمان بابا د شخصیت په هکله یو شمیر مستشرقینو لکه :راورټي او پادري هیوز انګریزي او اډورن روسي چې دپښتوادب پیژندونکي دي، خپلې څیړنې اوقضاوتونه کړې دي . دوی رحمان بابا د پښتو ادب ( پیښوا) یاده وي .

میجر راورټي  دپښتو ژبې او دپښتو ادب په هکله زیات تحقیقات او څیړنې کړې دي .دی درحمان بابا په هکله خپل نظر داسې بیانوي :

( که څه هم خوشحال خان خټک په پښتو شاعرانو کې لوړ مقام لري ، خو رحمان بابا وټولوپښتنو ته ډیر زیات مقبول شاعر دی .)

پادري هیوز هم چې یو نامتو محقق او څیړونکې دی، ده هم د پښتو ادب په هکله ډیر تحقیقات اوپلټنې کړې دي ، او درحمان بابا په هکله داسې وایي :

(په کوم ځای کې چې پښتو ژبه ده هلته درحمان بابااشعار ویل کیږي .)

لنډه دا چې د پوهانو او څیړونکو له تحقیقاتو نه مالومیږي چې رحمان بابا یو لوی عالم،مفکر او ادبي شخصیت اونامتو شاعر دی، د ده علمیت ، روحانیت او پرهیزګاري اوصداقت د ده په کلام او شاعري کې او د ده په اعمالو کې خورا ارزښتمندمقام لري . همدا سبب دی هر چا چې دده شعرونه لوستي او اوریدلي دي ، د دوی په زړونو کې یې ځای نیولې دی او د دوی په اعمالو او کردارویې ژور اغیزکړې دی .

دزیاترو ادبي تحقیقاتواو څیړونکوله پلوه د رحمان بابا د مړینې نیټه (۱۱۲۸)هجري قمري کال منل شوې دی .دی دپیښور ښار د(هزارخانې) په لویه هدیره کې شخ دی . د ده  زیارت ته ډیر خلک ور ځي او هر کال د پسرلي په شپواو ورځو کې د ده پر مزار باندې دمشاعرې غونډه جوړیږي . د ده قبر او ډبر لیک د افغانستان دپښتو ټولنې له خوا په (۱۳۳۶)هجري شمسي یا (۱۹۵۸)میلادي کال کې جوړ شوې دی .په پای کې غواړم ووایم د دغې مقالې په لیکنه کې د بیلابیلو انترنیټي منابعوو او درحمان بابا په دیوان استنادشوې دی . ښایي زما لیکنه ځنې نیمګړتیاوې ولري د ټولو ادب دوستانواورحمان دوستانو څخه مخکې له مخکې بښنه غواړم، داجوته ده چې د رحمان باباهر اړخیز شخصیت په څو مقالو او رسالو نشي څرګندیدای، دا کار هر اړخیزه څیړنه غواړي ، خو ما په خپل توان سره کوشش کړې دی چې د ده روحاني ، ادبي اوفرهنګي شخصیت چې د یو سمندر حیثیت لري، یو څاڅکې راپورته کړم اود ادب دوستانو تنده پرې ماته کړم .

اروا دې یې ښاده وي اودده روحاني او ادبي ډیوې دې تل روښانه وي

په ډیردرنښت او ادبي مینه : انجنیرعبدالقادر مسعود

رفقا، دوستان عزیزتارنمای وطندار !  لطفاً نظرات، پیشنهادات، انتقادات، مقاله ها، نوشته ها، مضامین و مطالب علمی و تحلیلی خود را جهتِ نشر به ادرس پوست الکترونیکی سایت بفرستید