گزیده های مقالات انجنیرعبدالقادرمسعود
متلونه زموږ د ولسونو ارزښتناک،ویاړلې ادبي او فرهنګي میراث انجنیر عبدالقادر مسعود
![]()

![]()
متلونه او نقلونه د پښتو ژبې په شفاهي ولسي ادب یا فولکلور کې یوه غوره او په زړه پورې برخه ده، چې په لنډو خوندوروجملو، پاکو اوسپیڅلو ویناوو، افکارو او خوږوالفاظواو حکمتونو کې د پښتني او انساني ژوند مختلفو اړخونو ته په ډیر عالي او جامعی ډول دعوامو خلکو په ژبه یومطلب او موضوع په ډیر بلاغت اوفصاحت تشریح او توضیح شوی دی ، تر څو اوریدونکي اولوستونکي وکولای شي ترینه پوهه او خپل هدف او مقصدتر لاسه کړي .
متلونه دهرې ژبې یوه لویه او خوندوره ادبي برخه ده، او د پښتو د ژبې یوه بډایه زیرمه او شتمنې ده . متلونه د ولسي ادب په بڼ کې د عوامو وګړو ږغ دی ، چې په ولسي خبرواترو کې د پاخه او قوي استدلال، منطق او کلام ښکلا په کې نغښتې ده ، او هر متل ځانته یو ټاکلې پیغام لري، او ستونزمنواو کړکیچنوحالاتو ته داسی لاره غوره کوي، چې د خلکو لپاره د قناعت او منلو وړ وي او څوک د شک او تردیدپه ګمان ورته و نه ګوري .همدا وجه ده چې متلونه د ولسي او ټولنیزو د تجربو له عمله جوړ شوې دي او په عمل کې تطبیق شوې دي چې شمیر یې خورا زیات دي .
ارواښاد عبدالروف بینوا چې زموږ په ټولنه کې یو نامتولیکوال ، وتلې شاعر او پیژندل شوې ادبي او فرهنګي شخصیت دی، د پښتو متلونو په هکله په خپله یوه لیکنه کې داسی وایي :
(متلونه د ولسي ادب په بڼ کې یوه په زړه پورې برخه تشکیلوي چې د یوه نسل نه بل نسل ته، دیوه ولس نه بل ولس ته ور باندې افکار ، کلتوراو دودونه د هماغه ولس د عامه ذهنیت په منلي شوي چوکاټ کې لیږدول کیږي.)
په رښتیا سره متلونه زموږ د ټولنې او ولسونو هغه ارزښتناکې با مفهومه ساده ویناوې دي چې دلنډیو په شان د مضمون ، شکل او موضوع له پلوه ډیر غني او ځانګړې پیغام ، مقصد او مطلب لري او د خلکو په منځ کې په خپل وخت او زمان کې د یوې خولې نه بلې خولې ته د ادبیاتو د تاریخ په پاڼو کې تر ننه پورې رسیدلې دي، تاریخ او ویونکي یې معلوم نه دي .په متلونو کې د یو قوم او ولس فرهنګ او کلتور، دودونه، علم او پوهه، تجربه او د لوړوفکري اړتیاوو اندازه معلومیږي، همدا وجه ده چې متلونه هغه په زړه پورې او پخې ویناوې دي، چې ولسونو له ډیرو اوږدو تجربو وروسته تر لاسه کړې دي .
ارواښاد دوست شینواری چې یو نامتواو پیاوړی لیکوال دی د پښتو متل د مفهوم او شکل په برخه کې داسی وایي :
( دمتل بلاغت او فصاحت پدې کې دی چې د فورم له مخې ساده او عام فهمه او د افادې له پلوه په هدف رسا او سم لګیږي .)
دبیلګې په تو ګه دا متل ګورو:
(که غر جګ دی په سر یې لاره ده .)
دا متل خلکو ته لار ښوونه کوي چې ای انسانه د کبر او بی ځایه غرور او ځان غوښتنې نه ځان وژغوره. دانسان لپاره تواضع، فروتني، زغم اوبرده باري لوی صفت دی.زما په آندهر څوک په دی خبرو باندې قناعت کوي اوخپلونیمګړتیاووته پاملرنه کوي .د متلونو ویونکي په ټولنه کې داجتماعي او انساني عملي ژوند اوتفکرهر اړخیز تصویرونه دخپلې پوهې او حکمت په وسیله په لنډو ګټورو او خوندوروجملو او الفاظو کې د خپلو تیروتجربو اوازمیښتونودلاسته راوړنوپه نتیجه کې زموږ او نورو خلکو مخکې ایښې دي . دبیلګې په توګه دا متل ګورو چې په ژوند کې عملي بڼه لري.
( پردې کټ تر نیمو شپو وي .)
که چیرې دغی متل ته وګورو دا نتیجه تر لاسه کوو چې د خلکو مال خپل مه ګڼۍ، او په پردو باندې اتکا کول او خپل لوړ ارزښتونه او دودونه له پامه غورځول دلته تحلیلوي .
متلونه په یوه ټولنه کې د رواني، ذهني او معنوي ښیګڼې او روزنې په لحاظ د خلکو او ولسونو د ټولنیز ژوندپه بیلا بیلوبرخو کې د پنداو انتباه، نصیحت اوعبرت په توګه یوه ستره تربیتي او توضیحي وسیله ده ، چې د یو ملت او قوم رواني او روحي وضعیت او حالات تسکینوي اوپياوړې کوي .دبیلګې په تو ګه دا متلونه ګورو:
( بلا وه برکت یې نه وه .)
دا متل د خلکو په منځ کې هغه وخت استعمالیږي، چې زموږ ولس د مختلفوغمجنواوتباه کوونکو حوادثواومصیبتونو سره مخامخ شي، مګر د دغو حوادثو نه ځان وژغوري . په دی حالاتو کې د خلکو په منځ کې دا متل خوله په خوله ګرځي .یا دا متل ګورو:
( بی عقل دومره په بل نه کوي، لکه په ځان .)
په دی متل کې اصلاحي او انتقادي روحیه پرته ده.خلکو ته لارښوونه کوي چې د علم، عقل ، سوچ او منطق نه کار واخلي او خپلې ستونزې او ناخوالې په ژوره او دقیقه توګه وڅیړي او د تعقل، علم او پوهې او استدلال په وسیله د حل لاره او پریکړه ورته سمبال کړي .یا د ا متل ګورو:
( اول سلام پسې کلام .)
دا متل د اجتماعي او انساني ارزښتونوله پلوه د خلکو په منځ کې ډیر اهمیت او ارزښت لري او په عنعنوي ډول، اوعقیدوي او انساني توګه انسان ته احترام او دانساني ژونداساس او پایښت فضیلت، ادب او حرمت ګڼي ،انسان او انسانیت ته په درنه سترګه ګوري .په رښتیا سره چې زموږ په ټولنه کې متلونه په عملي بڼه د خلکو په منځ کې ځای پیدا کوي او په حقیقت کې په هر متل کې د ژوند د بیلا بیلو اړخونوپه هکله یوه ستره، لویه اوپراخه لارښوونه پرته ده . دبیلګې په توګه دا متل ګورو:
( اوسپنه چې څومره ټکیږي، هغومره پخیږي .)
د دی متل نه مالومیږي هر څومره چې خلک د مختلفو ستونزو، سختې او ناوړو حوادثو او پیښو سره مخامخ کیږي هغومره تجربه اخلي او په راتلونکي ژوند کې ځان هرومرو له دا شان ستونزو څخه ژغوري .په دی آخرو کلونو کې هغه ستونزې او ناخوالې چې زموږ په خلکو باندې تحمیل شوې دي او زموږ ولس ورسره مبارزه کوي د دی متل عملي بڼه زموږ په ټولنه کې تطبیق کیږي .لنډه دا چې هر متل ځانته خوند، ښکلا او ژورې ماناګانې لري او د پښتنو د ولس هغه بډایه پانګه ده، چې د ټولنې د انساني ژوند په بیلابیل اړخونو یې هر اړخیزې څرګندونې کړې دي. په متلونو کې دولس خوښي اوخپګان، غمونه او دردونه، ستونزې اوناخوالې، لوړ اوژور انساني ارزښتونه، اجتماعي او انساني عدالت او انصاف، ټولنیزه توصیه، دفضیلت اواخلاقي درسونو لارښوونې، تاریخي، سیاسي او اجتماعي مسایلو ته په انتقادي ډول پاملرنه، د وطن جغرافیوي حالاتو ته کتنه، مذهبي او روحاني لارښوونې ،اقتصادي ستونزې ته پاملرنه، مینه ، محبت او ښکلا، پت او میړانه، وطنپالنه، اتحاد اواتفاق، د ولس سره ژوره مینه او داسی دنورولوړو او عالي ټولنیزومسایلواو پیښو مفاهیم اومقصدونه توضیح او تحلیل شوی دي .
ښاغلي سر محقق زلمی هیواد مل چې زموږ دهیواد یو تکړه او مخکښ لیکوال ،نامتو څیړونکې او فو لکلور پوه دی په خپله یوه لیکنه کې داسی وایي :
( کوم شهکاري حکمت او فلسفه چې په فولکلورکې ځان ښکاره کوي د هغو ټولو نسبت ولس ته کیږي . او ولس په اجمالي او مجموعي ډول سره عالم ، حکیم، مبتکر او فیلسوف دي .)دبیلګې په تو ګه دا متل ګورو:
( دخلکو زور د خدای زور دی .)
له دی متل نه داسې مالومیږي که زموږ خلک متحد شي او د اتحاد او اتفاق لاره ونیسي بیا نو دغه قوت او زور هیڅوک نشي ماتولی، لکه دخدای(ج) زور چې هیڅوک یې نشي ماتولی.په رښتیا سره په دی متل کې لوی مفهوم ،مقصد اوحکمت نغښتې دی چې هر انسان ته دمنلو وړ دی، شک او تردید په کې ځای نلري .دا جوته ده چې پښتو متلونه یو ملي امانت دی او په متلونو کې لوی حکمت او ژوره پوهه پرته ده . زما په نظر د هر پښتون او ادب پوه ، ملي، ادبي او فرهنګي شخصیتونودنده ده چې خپلو وګړواو راتلونکو نسلونو ته په دې هکله هر اړ خیز مالومات ورکړي، تر څو راتلونکي نسلونه دخپلې پوهې، تربیت او تعلیم د ودې او پرمختګ لپاره د دغو لوړو ارزښتونونه ګټه پورته کړي .په پای کې غواړم ووایم چې متلونه او فولکلور زموږ د ولس بډای تفکر او لوړ حکمت او میراث دی چې د تاریخ په اوږدو کې وتلو، نامتو اومخکښو لیکوالانو په دی هکله خپلې لیکنې او څیړنې کړې دي چې د هر لیکوال څیړنې او لیکنې د ستاینې او قدر وړ دي .ماهم دمختلفو منابعوو، کتابونو اوانترنیتي سایتونونه استفاده کړې ده او یو شمیر متلونه مې راټول اوغوره کړې دي چې د تاسو ادب دوستانو پام ورته راګرځوم .هیله مندیم چې د دغو متلونو په لوستلو خپله هنري ، ادبي او فرهنګي تنده ماته کړې .
په ډیر درنښت : انجنیر عبدالقادر مسعود


![]()
رفقا، دوستان عزیزتارنمای وطندار ! لطفاً نظرات، پیشنهادات، انتقادات، مقاله ها، نوشته ها، مضامین و مطالب علمی و تحلیلی خود را جهتِ نشر به ادرس پوست الکترونیکی سایت بفرستید



“
“این دژ یا حصار در حدود سه قرن (از قرن دوم تا پنجم مسیحی) آبادی روی
پشته بالاحصار به شکل اثر مذهبی ساخته شده که نظر به شواهد نقاط مجاور
میتوان آن را نیایشگاه بودائی خواند که احتمالاً بعید نیست که شالوده
اولین قلعه جنگی در همین زمان بدست یکی از شاهان هپتالی (هون) بوده
باشد. تیمورشاه که پایتخت افغانستان را از قندهار به کابل انتقال داد و
در بالاحصار کابل جاگزین شدند. تا عصر سلطنت امیر عبدالرحمن خان پایتخت
در همانجا بود”













