WELCOME

To Our Website

Lorem ipsum dolor sit amet, consectetur adipiscing elit. Sed non metus

  گزیده های مقالات  انجنیرعبدالقادرمسعود

 

   دمينى په نامه -دمینې شرط                                             شاعر: صدیق کاوون توفاني

  

 

دزړه په شاړه كرونده كې مې دهيلو سپرغۍ وكرلې ،

   اودآرمان دښاپيرۍ په څڼو وځنګيدم .

بيامې دتيږو په ساړه ذهن كې،

دتودې مينې په نوم،

 دزړه په وينو ډيوې بلې كړلې .

 دشپې په دښته كې مې،

په سپيروشګو، دګلونو دپښوخاپونه ولټول .

اودبادونو په شګلن بهيركې ،

دسرو غوټيو دمزار څلي ته ودريدم

اودخداى ټول كلى مې ،

چې شپه او ورځ پكې داوښكو بارانونه كيدل

په يوې اوښكې ،

په يوې وروستنۍ اوشكې ،

پسې ولټاوه .

چې دغمونو دڅپركي وروستۍ پاڼې ته وروستى ټكى شي

خوته به وايې چې وروستۍ اوښكه ،

مرغۍشوه ،

اوهوا ته،

لاړه .

 

كله چې باغ كې تبر شين شو دنارنجو په خاى

ماته دشنو ونو دمړينې افسانه ياده شوه،

او زړه مې، وټوكيده ،

لوى شو ،

بيرته ورژيده .

 ټوټې ،ټوټې شو

پاڼې پاڼې شو ،

دباغ په ونو وغوړيده .

دكوم بې نومه، نا څرګنده چاخبرومې په غوږ كې انګازې كولې

 كله چې ونې مري شمال لګيږي

 كله چې ونې مري نرى نرى باران وريږي

كله چې ونې مري آسمان په چيغوچيغو ژاړى

سيندونه ساه وركوى،

او چپه كېږي غرونه،

او بيا له كومه نا څرګنده ځايه،

يو لاس راوزي، چي رڼا خپرروي،

يو لاس راوزي، چى بادونه تړي،

" يو لاس راوزي، چي له ډاره یی، د تبر خوله كي ژبه سوزي

خو ما كتل چې ونې مړې شوې،

ګلان ورژېدل

په شنو باغونو كې د تبر ترانه جاري شوه،

په وچوڅانګو د مرغيو ځالې ونړيدې،

اوخونړۍ سيلۍ په ټول كلى كې وچلېده

شمال ونه لګېده،

نرى نرى باران ونه وريده

غرونه ونه نړېدل،

سيندونو ساه ورنه كړه،

او د اسمان له تكو شنو سترګو نه، يو څاڅكى ونه څڅېده .

له ناڅرګنده ځايه،

د باغ په لوري لاس ونه غزيده،

د خداى په ټول كلي كې،

چا د زخمي نښترو سوې ساندې وانه وريدې،

چا د سېليو وزر ونه تاړه،

اوچا د تبر ژبه غوڅه نه كړه .

خو د بې نومه ناڅرګنده چا خبرې مې تر اوسه لا  په ذهن كې دي

 

اوس لكه سټړي سرګردانه مرغه،

د باد په ورانو كنډوالو الوزم،

د باد په ورانو كنډوالو كې، مې د هيلو،

سره ګلان،

لټوم .

  

ماته يادشي چې ته پيغله، زه زلمى وم

په رګوكې مو سكروټې ګرځيدلې

ټول وجود مو اور دمينې و،نيولى

له ليمو نه مو سپرغۍ پورته كيدلې

پسرلى و،

دنياټوله ښايسته وه،

دوږمې كاروان ،

شيندلي وو،

عطرونه

دځوانۍ په ميو مست وو موږه دواړه

له غمونو موخالي وو، زلمي زړونه .

زه په مينه درنژدې شوم چې دې ښكل كړم،

دهوس په دنيا سم كړم قيامتونه

تا مې لاس په شونډو كيښود ،

بيادې وويل :

چې اول مې تور پيكي ته

سورګل ،

راوړه،

بيامې ښكل كړه دسوركو شونډو سرونه

اوسورګل،

زموږ دځوانې مينې، شرط شو.

زه له هغې ورځې وروسته بيا تر اوسه ،

. سرګردانه په سروګلو پسې ګرځم

 كله سمې لټومه،

كله،

غرونه،

كله دښتې اوميرې،

كله،

باغونه .

له هر چانه دسروګلوپته غواړم ،

په سروګلوپسې لويې لارې نغاړم .

نه مې ستا دپيكي ګل ،

چيرې،

پيداكه،

نه پوره مو دنيمګړې مينې ،

شرط،

شو

نه مې ښكل كړل ،

ستادسرو شونډو،

سرونه

نه سمسور شول

نښتيځلي،

ارمانونه .

  

رفقا، دوستان عزیزتارنمای وطندار !  لطفاً نظرات، پیشنهادات، انتقادات، مقاله ها، نوشته ها، مضامین و مطالب علمی و تحلیلی خود را جهتِ نشر به ادرس پوست الکترونیکی سایت بفرستید