WELCOME

To Our Website

Lorem ipsum dolor sit amet, consectetur adipiscing elit. Sed non metus

  گزیده های مقالات  انجنیرعبدالقادرمسعود

 

  د یوه پیاوړی او نامتو اکاډمیک افغانی ځوان                                     انجنیرعبدالقادرمسعود

  

د  (۲۰۱۰)میلادي کال د دسمبر په (۲۲) نیټه له غرمې وروسته په یوه نیمه بجو د هالینډ د خروننګین د ولایت په پوهنتون کې د خارق العاده او لوړ استعداد لرونکي علمي شخصیت ښاغلی بختور محمودي د علمي او لوړو تخصصي لاسته راوړنو په اړوند  پرتمینه غونډه جوړه شوی وه . نوموړي غونډه د ټاکلې سناریو او پروګرام سره سم پیل شوه .              د غونډې لومړی برخه دخروننګین د پوهنتون د (۱۱) تنو پروفیسرانو او (۲) تنو علمي شخصیتونو په ګډون جوړه شوی وه .

د غونډې دویمه برخه د ماښامنۍ ډوډې او په زړه پورې هنري کنسرت ته ځانګړي شوی وه .

د غونډې په لومړی پړاو کې د پوهنتون ریس د (۱۳)تنو علمي او تخصصي شخصیتونو سره یو ځای د غونډې تالار ته راننوتل او ورپسی ښاغلی داکتر بختور محمودي چی د دووتنو هالینډی استاذانو له خو یې ملتیا کیده دغونډې تالار ته راغلل .

غونډه دیوه هالینډي پروفیسر په مشری پیل شوه او د ښاغلی  داکتر بختور محمودي دخارق العاده کارونو او نویو کشفیاتو په اړوند چې د طبي علومو په تخصصي او علمي مجلو کې خپاره شوی دي دغونډې برخه والو ته په زړه پورې معلومات ورکړل او له ښاغلی داکتر بختور محمودي څخه یې مننه وکړه او هغه ته یې د دغو سترو بریوو له کبله مبارکي وویله .

ورپسی بیلابیلو پروفیسرانو په خپل وار سره له ښاغلی  داکتر بختور څخه د طبي نویو کشفیاتو او دهغه علمي کتاب په هکله چې د ده له خوا لیکل شوی پوښتنې وکړی چی ښاغلی داکتر بختور په سړه سینه او پوره اکادمیک حاکمیت ټولو پوښتنو ته قانع کوونکي علمي ځوابونه وړاندی کړل چې دغونډې د برخه والو له خوا د پرله پسی چکچکو او خوښی په څرګندولو سره یې هرکلۍ وشو.

په غونډه کې د لسو دقیقو په ځنډ سره مشخص علمي کمیسون د ښاغلی داکتر بختور نویو طبي کشفیاتو او دهغه په اړوند ځوابونه وارزول او د کمیسون ریس په علمي او مسلکي کلماتو سره د ښاغلی داکتر بختور علمي بریاوی وستایلې او د دکتورا ویاړلی دپلوم یی هغه ته د غونډې د برخه والو د تودو ولولو په څپوکې وسپاره .

دمحترم بختور نوي کشفیات دامریکایي اوانګلیسي پهCirculation j Thromb  Haemost JAMA معتبرواو علمي مجلو کې پور شوي دي.

د غونډې لومړی برخه د کمیسون د ریس د وینا په اورولو سره پای ته ورسیده .

ورپسی دغونډې برخه وال د پوهنتون موظفو کارمندانو استاذانو له خوا دویم تالار ته د مازدیګرنۍ لپاره وبلل شول چی دهغه په ترڅ کې د غونډې برخه والواو د داکتر بختور مینه والو د ګلانو د ګیډیو او سوغاتونو په ډالی کولو سره هغه ته د مبارکې مراتب وړاندی کړل له هغه وروسته د غوڼدې زیاتره برخه وال د ترس لینګ هاوز په هوټل کې د ماښامنی ډوډی دخوړلو او په زره پورې کنسرت ته وبلل شول .

د کنسرت په پیل کې دښاغلی بختور محمودي پلار ښاغلی ظفر محمودي د غونډې برخه والو ته ښه راغلاست او کور ودانی وویله او دخپل زوی د لوړ استعداد په هکله یې په زړه پوري معلومات وړاندی کړل له هغه وروسته دپیاوړي او نوښتګر شاعر ښاغلی الهام الدین قیام هغه شعر چې د ښاغلی بختور محمودي د علمي بریاوو د ستاینی په هکله یې رالیږلی و د تکړه او پیاوړي ژورنالیست ښاغلی بسم الله اکبري له خوا دکلمه او واورول شو چې د غونډې د برخه والو د تودو چکچکو  او شاندارو ولولو په څرګندولو سره بدرګه شو.

همدغه شعر خوږ اوازه او پیاوړي هنرمند ښاغلی یارمحمد په ښکلي هنري کمپوز سره د موسیقې په څپوکې واوروه .

همدا راز په غونډه کې په هالینډ کې د افغانستان اسلامي جمهوریت لوی سفیر او فوق العاده استازي ښاغلی عنایت الله نبیل پیغام د نوموړی سفارت د سیاسی دفتر د آمر ښاغلی شفیع الله خاوري له خوا واورول شو..

په پیغام کې دښاغلی بختور محمودي سترو بریو له امله د مبارکې او خوښی مراتب وړاندی شول او خپل ګران هیواد افغانستان ته یې د هغه د لازیاتو خدمتونو د ترسره کولو هیله څرګنده کړه ورپسی ښاغلی یعقوب بهروز د هیواد د یوه تکړه او غښتلي ژورنالیست په توګه خپل د مبارکې  او خوښی مراتب څرګند کړل او د افغانانو د ذاتي او فوق ا لعاده استعدادونو په اړوند یې لنډې خبرې وکړی .

زموږ د هیواد پیژندل شوی هنرمند ښاغلی یارمحمد د خوښی مراتب وړاندی کړل او په خپلو خوږو سندرو او مستو اتڼیزو نغمویی د غونډې خوښی او پرتم لا زیات کړ.

همدا راز پدغه غونډه کې یو شمیر هالینډیانو د په زړه پورې کورس او خوږې ترانې په وړاندې کولو سره د ښاغلی بختور محمودي د علمي او تخصصي کارونو څخه ستاینه او خوښی څرګنده کړه  چې د غونډې له خوا یې تود هرکلۍ وشو همدا راز یو تن هالینډي استاذ د ښاغلی بختور د ځانګړې استعداد او غوره اخلاقو په هکله ډیرې په زړه پورې او خوږې خبرې وکړی چې دهغه په وړاندې ښاغلی بسم الله اکبري د هالینډي استاذانو دخواخوږې او مینې څخه مننه وکړه او د افغانستان د لرغوني تاریخ د ځینو سترو فرهنګي،  فلسفي او نابغه شخصیتونو په یادونې سره یې په ګران هیواد افغانستان کې د بشپړ سولی د تامین او د نورو ځوانو استعدادونو د لا غوړیدو هیله وکړه .

د دغوغونډو لړی د هیواد پیاوړي عکاس او کمره مین ښاغلی انجنیر سید محمدبشیر حسیني له خوا عکاسي شوي او دهغه په زړه پورې فلم به په ډیر نیږدې وخت کې ټولو پوهنتونونو او نورو اکادمیکو موسساتو ته وړاندې شي .

ښاغلی بختور محمودي په(۱۹۸۳ ) کال د اپریل په (۱۴) نیټه د خوست ولایت د اسمعیل خیلو په ولسوالی کې زیږیدلې دی هغه (۱۸) کلن و چې د خپلې کورنۍ سره یوځای راکډوال شو او په خپل ځواکمن او خارق العاده لوړ استعداد سره یې وکولای شول چې په لنډه موده کې هالینډي او انګلیسي ژبې په علمي سطحه زده کړې او په (۲۷) کلنې کې یې پخپلو کارنده او رغنده هڅو سره د طب په ډګر کی ماسټری او دوکتورا په فوق العاده شکل ترلاسه کړه . 

چی موږ ټولو افغانان پرې ویاړو او هغه ته د لازیاتو بریو او همیشنې روغتیا هیله کوو. 

په درنښت او ادب : انجنر عبدالقادر مسعود

ګذارش دفاعیه دوکتورای فوق العاده یکی از نخبه ګان شایسته عرصه علوم طبی در کشورهالند  

 

بتاریخ (۲۲) دسمبر سال (۲۰۱۰) میلادی ساعت (۱،۳۰) بعد از ظهر محفلی به خاطر ګرامیداشت شخصیت خارق العاده علمی و تخصصی محترم( بختورمحمودی) در پوهنتون ولایت (خرونینګین) کشور هالند برپا ګردیده بود. این محفل مطابق با برنامه و سناریوی تهیه شده به کار خود آغاز نمود. محفل به دو بخش تقسیم شده بود. بخش اول دفاعیه دوکتورا محترم (بختور محمودی) با حضور داشت (۱۱ نفر) پروفیسوران و (۲ نفر) شخصیت های علمی پوهنتون (خرونینګین) تنظیم ګردیده بود. بخش دوم مراسم صرف طعام وکنسرت افعانی به خاطر استقبال ازین رویداد خجسته و پرافتخارترتیب یافته بود.

در قسمت اول محفل  ریس پوهنتون با (13 نفر) چهره های علمی وتخصصی وارد تالار ګردیدند، متعاقبا محترم (بختور محمودی) که با دو نفر همکاران هالندی خود بدرقه میګردید به تالار داخل شد. محفل تحت سرپرستی ریس مجلس به کار خود آغاز نمود. درین محفل ریس مجلس از کشفیات جدید و از کار های خارق العاده محترم بختور که در مجلات فوق العاده علمی وتخصصی عرصه طبی نشر ګردیده است به محفل ګذارش اراهه نمود و از محترم بختور ابراز سپاسګزاری کرده و برایشان این موفقیت بزرګ را تبریک ګفتند.

بعدا پروفیسورانی که در مجلس حضور داشتند هریک به نوبه خود درارتباط کشفیات جدیدی محترم بختوروکتابی که در عرصه طبی تحریر نموده اند پرسش های ګوناګون مطرح کردند.

محترم بختوربا بسیار خونسردی وحاکمیت تمام به پرسش ها پاسخ های قانع کننده علمی وتخصصی اراهه نمودند که مورد استقبال و کف زدنهای پیهم اشتراک کننده ګان محفل قرار ګرفتند. درین محل چهره های علمی، ادبی وفرهنګی هالندی و افغانی حضور داشتند. متعاقبا برای (ده) دقیقه یک وقفه اعلان ګردید.کمسیون مربوط کشفیات جدید و پاسخ های محترم بختور را درین زمینه تحت غوروبرسی قرار دادند، بعد از ارزیابی همه جانبه، ریس محفل به کار خود دوباره آغاز نمود. درین قسمت ریس کمسیون با الفاظ دقیق علمی و مسلکی از کشفیات جدید و کارکردهای محترم بختورکه در مجلات علمی معتبرامریکایی وانګلیسی به نامهای Circulation j Thromb  Haemost JAMA نشرګردیده است.تقدیربعمل آورده ودیپلوم دوکتورا او را برایش تقدیم نمود، که با شوروهیجان همه جانبه حضار استقبال ګردید، وقسمت اول محفل با صحبت ریس کمسیون  تمام شد.

در قسمت دوم محفل از طرف کارمندان موظف پوهنتون دعوت بعمل آمدتا اشتراک کننده ګان محفل به خاطری صرف عصریه کوچکی به تالار دوم تشریف ببرند، تمام دوستان وهمکاران محترم بختوربا ګل های زیبا وتحایفی که با خود آورده بودند با عرض تبریکات صمیمانه هر یک به نوبه خودنزد بختور رفته ګل ها و تحایف خود را با او تقدیم نمودند.  قابل یادآوری است که از جریان محفل و کنسرت فلمی توسط انجنیرسید محمد بشیر حسینی که یکی از کمره مین های پروفیشنل و با استعداد رادیوتلویزون کشور ما است تهیه ګردیده که انقریب به دسترس پوهنتون ها و موسسات علمی، تخصصی واکادمیک داخل و خارج کشور ما قرار خواهد ګرفت. بعدا همه اشتراک کننده ګان محفل به هوتل (ترس لینګ حوض) در (خرونینګین) رفته و در آنجا به خاطر صرف طعام و کنسرت جالب و دیدنی که با هنرنمایی هنرمند محبوب وخوش آواز (استاد یارمحمد) اجرا ګردید اشتراک نمودند.

درابتدا کنسرت پدر بختورمحترم ظفرمحمودی با سپاسګزاری وتشکرات از حضور اشتراک کننده ګان درین محفل خیرمقدم ګفته و در مورد پسر خود چند کلمه به عرض رسانید.متعاقبا قطعه شعری شاعری توانا کشور مامحترم الهام الدین قیام که در وصف استعدادخارق العاده محترم بختورمحمودی سروده شده بود توسط بسم الله اکبری که یکی ار ژورنالیست های با استعداد و مجرب کشورما است با شوروهیجان دکلمه ګردید.درین محفل پیام عنایت الله نبیل سفیرکبیرونماینده فوق العاده جمهوری اسلامی افغانستان در هالند توسط شفیع الله خاوری آمر دفترسیاسی سفارت قراعت ګردید. در پیام مراتب تبریکات و موفقت ها و خدمات بعدی محترم بختوربه وطن اصلی شان افغانستان ګنجانیده شده بود.متعاقبا محترم یعقوب بهروز باشنده ولایت (خرونینګین) که یکی از ژورنالیسان ورزیده  ومحترم استادیارمحمدکه از جمله هنرمندان محبوب کشور ما است مراتب تبریکات خود را به حضوربختور و والدین محترم بختور تقدیم نمودند.کنسرت آغاز ګردید واشتراک کننده ګان از کنسرت لذت بردند، بعدا ګروپی از هالندی ها که هر یک ورقی در دست داشتندبالای ستیژ حضور یافتند وبا اجرای یک (کورس وترانه)از کار کرد ها علمی وتخصصی محترم بختوراستقبال نمودند ودر رنکین ساختن محفل افزودند.

آقای بختور محمودی در(۱۴)اپریل سال(۱۹۸۳)درولایت خوست درولسوالی اسماعیل خیل چشم به دنیا ګشوده و در سن (۱۸) سالګی با فامیل خوددر کشور هالند پناهنده ګردیده است. بنابر استعداد خارق العاده وسرشارخود او توانست که زبان هالندی و انګلیسی را بیاموزد ودر سن(۲۷) سالګی دیپلوم ماستری و دوکتورای خود را به طوری فوق العاده اخذ نماید، که مایه افتخارهمه هموطنان وکشوری باستانی ما افغانستان میباشد.

با عرض ادب و حرمت:انجنیرعبدالقادرمسعود

رفقا، دوستان عزیزتارنمای وطندار !  لطفاً نظرات، پیشنهادات، انتقادات، مقاله ها، نوشته ها، مضامین و مطالب علمی و تحلیلی خود را جهتِ نشر به ادرس پوست الکترونیکی سایت بفرستید