WELCOME

To Our Website

Lorem ipsum dolor sit amet, consectetur adipiscing elit. Sed non metus

  گزیده های مقالات  انجنیرعبدالقادرمسعود

 

      غزل  -شاعر : افضل ټکور                     ترتیب کوونکی : انجنیرعبدالقادرمسعود

  

ارمانونه ارمانونه، زما ټوله شاعري ده

ستا  نادودې  ستا نازونه، زما ټوله شاعري ده

زه چې وینې وینې وینم  غریو نیولی په  سلګو شم

له جګړې نه  نفرتونه، زما ټوله شاعري ده

ته به څه  په  کې  پیدا کړې بې  له  وینو  بې  له اوښکو

څیرې  څیرې  ګریوانونه،  زما ټوله شاعري ده

زه همداسې په  ژړه یم  ته  همداسې  په  خندا  یې

د ژړا  خندا  لفظونه، زما ټوله شاعري ده

ته  چې  شړک  زلفو له  ورکړې  زلزلې  شي  زلزلې  شي

تا  وژلي  فریادونه، زما ټوله شاعري ده

چې  دې  خپل  زړګي  ته ګورم  د  داغونو  ځای  پرې  نه شته

خلک  وایي  ټکورونه ، زما ټوله شاعري ده

 

 کورونه  که  مو بیل  دي  خو وطن  مو  سره  یو دی

غمونه  مو شریک  دي  او  مدفن  مو سره یو دی

که  ژبې  مو دي  بېلې  خو خبره  مو یوه ده

دردونه  زموږ  یو دي  او دردمن  مو سره  یو دی

پردو  که  په خېلونو او قومونو یو  ویشلي

خو وینه مو یوه  ده  او بدن  مو  سره یو دی

خندا  زموږ  شریکه  او  ژړا  زموږ  شریکه

دوستان  مو  سره یو دي  او  دښمن  مو  سره یو دی

پردي پردي پردي دي  ما  او تا بیلوی  نه شي

بیلتون  مو سره یو دی  او دیدن  مو سره  یو دی

که  زړونه  مو  د نورو  پرهرونو  دي  داغلي

خو غم  مو سره  یو دی  او غمجن  مو سره یو دی

ټکور  نه  وایي دی چې  یو  خپل  زخم  ټکور کړي

زخمونه  زموږ  ګډ دي او سخن  مو سره یو دی

 

زما شعرونه یتیمان دي مور او پلار نه لري

له ښکلا ډک له مینې ډک دي په چا کار نه لري

حیران هغه ته یم چې زړه کې نفرتونه لري

دوه  ورځې  ژوند دی  بې  له مینې اعتبار نه لري

هغې  نه  مرګ  خداېږو  چې سل  ځله  بهتره به  وي

څوک چې په خپل وطن کې اوسي او اختیار نه لري

نیکبختي  زه خو یې منم خو زړه مې کله مني

چې پښتنې پیغلې له مینې نه انکار نه لري

ما  اوریدلي دي څو ځله  د  دې ښار په هکله

چې محتسب  او قاضي دواړه دغه ښار نه لري

غوټۍ به څنګه شونډې  پرانیزي  په داسې وخت کې

چمن په وینو خړوب شوی او مالیار نه لري

ټکور به چا  چاته په زړه باندې پټۍ  لګوي

داسې څوک نه شته چې په زړه باندې پرهار نه لري

 

 

لوږه ، بیلتون او ستا غم  دریواړه

رامې شي کاله ته  یو  دم   دریواړه

شپه ، د جانان زلفې  او سپېره رقیب

یو وخت  کې  راورسي   سم  دریواړه

ښه  به وي چې اور  باندې  یې  وسېزم

توره  او غیرت  او قلم  دریواړه

خدایه  که  مې  زور  ورباندې   ورسید

وژ نمه  جګړه، توپ  او بم  دریواړه

شیخ.  ذاهد، ملا   چې  ریاکاره   وي

مړه  دې  وي  یو  ځای  په حرم   دریواړه

وصل  د یار،  شونډې  د یار خوله  دیار

غواړمه  همدا   له  صنم  دریواړه

اوښکې او سلګۍ  او بې  وسي خدایه

کړې  مې  له وطن  ترې  تم  دریواړه

زړه  ټکور، غزل ټکور او شعر ټکور

اوسي  په یو  کور  کې  همدم  دریواړه

 

رفقا، دوستان عزیزتارنمای وطندار !  لطفاً نظرات، پیشنهادات، انتقادات، مقاله ها، نوشته ها، مضامین و مطالب علمی و تحلیلی خود را جهتِ نشر به ادرس پوست الکترونیکی سایت بفرستید