2011/02/21

 

ما نه مه مرورېږه / استاد سعدالدین شپون

تاند کې کله نا کله په خپل لارښود او د خپلې ژبې په سرلاري، ډاکټر مجاوراحمد زیار کله نا کله لګېږم. په دې باندې له استاد نه بښنه غواړم. ټول پوهېږي چې زما مطلب دا وي چې د ژبپوهنې جدي موضوع لږه غوندې را نرمه کړم چې خلک ترې ټپرا نشي. د هغې سرلارې زما د لسیزو، د هغو کالونو یار پاتې شوی چې دواړو د افغانستان په لېرو کلو کېږدیو کې ریسرچ کاوه، ما د خپل ډنمارکي یار کلاوس فردیناند سره په کوچیانو کې د انترو پولوجي او زیار صیب د ناروېژي او نورو اروپايي استادانو سره د ژبپوهنې څېړنې کولې. د زیار صیب بول په موږ(امین، شجاعي، تڼیوال) په دې لوړ و چې اکثر سفرونه یې په موټر سایکل کول. زب زب، ستړي ستومانه به له خپلو سفرونو کابل ته راستانه شوو، یو بل ته مو د خپلو سفرونو ترخې او خوږې خاطرې تېرولې، قسم قسم روا او ناروا ټوکې مو کولې. زموږ ترمینځ په دې

حرفوي تړاو سر بېره د پوهنځي د بلا پسې وختونو ټوکې ټکالې هم ډېرې وې.

 خو بیا ورکې دا ناولی شی راغی، دا مترقي غوایمنډ، زیار صیب ورکې جېل ته لاړ او شجاعي سر وخوړ. زموږ د نیاګۍ یې را له نچوړ کړه.

 اوس زموږ د کول څوک پاتې نه دي، یو مجروح و، بل امین، بل تڼیوال، هغه هم ولاړل. هلته د پوهنتون په ګوټ کې یو حمیدالله امین  لا لر بر کېږي، د ما شومانو خبره، میني میني خلاص. زه د هماغه پخوا وخت په یاد ځای بېځایه د زیار پورې لګېږم. هغه د سلېمانخېل کیسه ده چې د غزني په بازار کې په خټو ککړو څپلیو سره د اندړ په لیمڅې تېرېده راتېرېده. اندړ ورته ویل چې اې بسلمانه، لاره خو هولته ده، ولې زما لیمڅی په خټو لړې؟ سلېمانخېل ورته ویلي وو چې زه پوهېږم چې لاره هورې ده خو  زه هسې ځان در پورې سولوم. نو ما هم ځای بېځایه ځان زیارصیب پورې سولاوه. اوس پوه شوم چې د وزیر صیب خرم  په وینا چې ما پورې یې کړې وه، سړی نور ښه دیه خو  ډېر بوډا دیه! نو نور به دا نازونه نه پرې کوم. د تڼیوال خبره، زیار په ژبپوهنه کې ستره بلو ده!

پوهاند دوکتور م.ا. زيا ر

اکسفورډ،۸-۲-۰۱۲                                                                                           

بې رمې ((شپون))  ته

نه چې موږ دوه پکه، هم سره ورک شو!

دا درته په زغرده ويلای شم چې  زما- ستا نيمپېړييزه يارانه هېڅکله  له بنگړی ماته ترهډماته نه ده رسېدلې، د شهيد سېلاب خبره هم څه کاڼي کرښه نه ده چې هرو مرو له گيلو سره جنگونه  ملگری کېږي: ((په عاشقۍ کې هم گېلې وي هم جنگونه) !

زه او ته له آره په هماغه ړومبني نومهالي ((اکادېميک)) پښت اړه لرو. دا بېله خبره ده چې تا تر ما څو پتلنونه زيات زاړه کړي ، خو په ((زاړه- نوي)) مورچل کې مله پاتې شوي يو. تا له هغوڅو نورو پکو ورکو سره د ادبپوهنځي د لومړنيو لېسانسه په توگه پر پښتو ټولنه يرغل وروړ او او ما څه مهال پس له څو نورو سره  خپله سپېڅلې جگړه له پوهنځي راپيل کړه.

په زړه پورې لا داوه چې دواړه څېړنيز- ښوونيز مرکزونه د هماغه دوديزو گرگو په ولکه کې ول.  که څه هم، تاسې موږته له سياسي- فرهنگي دواړه پلوه مخبېلگه واست، خو ستاسې له خرپ- ترپ او ماتې پايلې څخه مو هم ډېر څه زده کړل.

تاسې ډېره توده خوړله او تش په همدې مو د هغوی په تشپاڼي (خلع) کولو پسې راخېستې وه چې اکادېميک ياست  او سم له سمونې يې بايد ځايناستي شئ. که تاسې هغوی ((جوماتيان)) بلل،  هغوی هم تاسې لېټانټه(لېسانسه). کله مو چې له امريکايي پوهنتونونو ماسټرۍ او ډاکټرۍ هم راوړې او په سترگو کې مو ور ننه اېستې، بيايې  هم له((ټر!)) غبرگون سره مخ شوئ.

بورسونه خو مو هم د سياسي پروپاگند يېبره وه، لکه څنگه چې پوهاند الهام کيسه  کوله: داودخان له تږي سره د کورني وزارت خواته پر مازيگري چکر ليدلی او  بله ورځ  يې پرې د ټولنې مشر زيری کړی وو.

هغوی پرسرکاري او ټولنيز زور و اغېز سربېره، له پښتني- اخلاقي پلوه هم د درناوي جوگه ول او بيا لاداچې د دواړو پښتو منځيو(مرکزو) بنسټوال او بياتر هرڅه له مخه يې پر موږ لومړي پښت د استازۍ پاس و رښته هم درلودل. يو مهالپېر ته مو بايد غاړه اېښې وای او تر تاوتريخوالي مو نه رسولای.  په تېره بيا د علامه حبيبي، استاد الفت او استاد بېنوا په  څېر  درنو سټو گرگو سره چې له  نوي اکادېميک پښتني پښت سره يې دومره گوتې نه ماتولې.

په پای کې مو هم  ځنې راوترپلل..حسن ساپي، حسن کاکړ او تږي بياهم پوهنتون ته پنا راوړه او تر پوهاندۍ يې ورسوله،  خو تا، نه هلته تر څېړندويۍ پورې ځان ټينگ کړ او نه دغلته تر پوهاندۍ ، بلکې د هغه مهال  په يوازېنۍ کابل مېشتې(( انجو))، په بله وينا، ((م م م)) کې دې سر پر سيوري کړ. په دې توگه دې تر ښايسته ډېر وخته د(کيسو) پرځای د پيسو لاره واره يي وگڼله. مټې هغه مهال بيرته کيسوته راستون شوې چې نور په ټاټوبي کې د دواړو مزه باران وړې وه.  تېښته دې تر مېشتې سودمنه وانگېرله. اجل نيولی شجاعي دې يوه((امين)) ته پرېښووه او ته په بل.((امين))  پسې پېښور ته ورشېوه شوې. هلته دې هم داستاد مجروح ورته برخليک په خوب کې وليد او د اروپا اوامريکا پر لورې دې  پښې سپکې کړې.

په ډنمارک کې  دې له فرديناندکلاوس سره هماغه د ځوانۍ د مهال ډگرڅېړنې پر درد ولگېدې اود پناغوښتنې لاره يې درهواره کړه. هرگوره، ((امريکا غږ)) دې په ژوند کې يوازېنی کارځای وو چې ښايسته غوټ مهال پکې ټينگ پاتې شوې او جېب خرڅ يې هم له کورناستي راهيسې جنگ و جهل ځپلي هېواد ته د اوږدو اوږدو چکرونو لاره درهواره کړې ده.

زه د دې منښته کوم چې په ټوله کې تا بياهم کيسې له پيسو نه دومره نه دي  ځارکړې او د پښتو ابۍ په سرڅڼه کې ترچا وروسته شوی نه يې او داهغه څه دي چې زما او ستا زمان زموللې يارانه يې له سره راتانده کړې ده. له دې هم درتېر يم چې تر نورو همپېرو دې، هم د((نوي- زاړه)) مورچل وارله مخه پرېښود او هم((پرمختللی)) سياسي هغه، لا د هغه پرځای دې د داسې ښيلاسو لار پسې واخېسته چې تراوسه دې سيوری په توره وهي، تردې چې د ليکوالو ټولنې نوماندي يې هم درډپ کړه او تر تايې يو افغان دښمنی ستمی غوره وگاڼه، ارسلايي اوښيو دې د شمالي ټلوالې په انډيوالۍ کې هم مرسته و نه کړه چې دومره سياسي- قلمي ملاتړی يې پاتې شوی وې!

داچې زه ولې په غبرگو مورچلو کې تر پايه ټينگ و ترينگ پاتې شوی يم، پاړکيز او څانگيز دک و دليل لري. ته په يوه شتمنه يا لږ تر لږه له درو پښتو نه ځانبسيااو ملايې- ادبي کورنۍ کې زېږېدلی او روزل شوی يې او زه په يوه بېکوره- بې ځمکې او نالوستې کورنۍ کې  پيداشوی او په خوارۍ مزدورۍ تر شپېني ښوونځي رسېدلی يم. همداسې مو سره پوهنڅانگې هم توپير لرلی. ادبپوهنه او ژبپوهنه سره نن سبادومره  واټن موندلی، لکه کېميا او بيالوجي. په تېره بيا چې  تا ترڅېړندويۍ زيات زور پر زېږندويۍ اچولی دی. که کله ناکله به دې پوهنځي ته يوه منډه راوکړه، گړۍ نيمه به دې يوڅه شاگردانو ته نوې ادبپوهنه واوروله او بيرته به پرهماغه راغلې لاره بيرته غلی ولاړې. نه دې له استاد رښتين سره ټکر راته او نه له استاد رشاد،  او نه بيا د دواړو پليونو او پلويانو سره.

خو ما پر سپينه رڼا ورځ هم شنې چيچلای نه شوې، له هماغې لومړۍ ورځې ورسره په شخړه کې کښېوتم. مهالوېش په سل کې اتيا د دوديزې ادبپوهنې((ادب فنونو)) بېلابېلو څانگو خرانگو نيولی وو او پاتې شل يې زړې ژبپوهنې او څېرمه ببو لالو. استاد تږي تر((نوې ژبپوهنه او ژبني مسايل)) رساله گۍ راوروسته ټولنه استاد رښتين ته پرېښې وه او پوهنځي ته له راتگ وروسته يې ستاغوندې ادبپوهنه  بې ازاره گڼلې وه. د اوونۍ په دوه ساعته ژبپوهنه يې استاد شاکر بسيا کړی وو چې له((فونيم وڅه ته وايي او مورفيم وڅه ته وايي؟)) پرته يې، له امريکايي دوه کلن بورسه، نه څه زيات زده کړي ول او نه يې شاگردانو ته نورڅه وړاندې کولای شول. دواړو ، هرگوره دومره توره وکړه چې په مهال وېش کې يې د ژبپوهنې انډول يوڅه را غوښن کړ. نور  هغوی پر خپله مخه ولاړل او زه يې شخړوته يوازې پرېښووم.

ترڅو چې تږی د ژبپوهنې له دوکتورا سره له امريکا راستنېده، زاړه استادان کورناستي شوي ول او د نوې ادبپوهنې  په پرتله، ژبپوهنې له بېلابېلو څانگو خرانگو سره پوره پښې ټينگې کړې وې. هغه کال نيم نوې پښويه(گرامر) پرمخ يووړاو بيايې، لکه ځان دې چې واخلې، خپل دويم هېواد ته بيرته والوت او ((امريکاغږ)) يې غنيمت وگاڼه.

اوس به راشم دې دک و دليل ته چې  زما او ستا په يارانه کې ټوکې ټکالې کله ناکله  ټوکو ټکرو ته ورغځېدلي ؟

۱) تا په خپلوادبي پنځونو دومره مينه وال پيداکړي چې بې له سرکاري  چوکاټه يې د استادۍ وياړ دربښلی او ما هم درباندې لورولی. په دې ډول دې، نه يوازې کيسې او ناولونه چې لا هسې گپې شپې دې هم په مينه مينه لولي او په دې لړ کې دې له ماسره ټوکې ټکالې هم د کاڼي کرښه انگېري. هغه هم، هماغه چې د(زاړه- نوي) جنگ جگړې  په لړ کې دې د پښتو ټولنې د چارواکو په نامه کولې، لکه واخلې: شرنگ سوټی(رباب)، ږغ ډبلی(راديو)، سړی(ادم) عليه السلام، کږې وږې خوږې (ځلوبۍ)... او پسې  نورې نوې نوې زياتونې!

زه وايم نه چې: ...ته به د ناز ښېراکوې رښتيا به شينه

۲)  دا وراشې وجيزې دې تر هغو هم زياتې لمسوونکې او بېلارې کوونکې وې چې زما او ستا د پوهنځي پخواني يار ډاکتر بسم اله ځيرمن ــ چې په تهران پوهنتون کې((امير)) شوی او اوس په وياناکې د مړې گېډې پارسي وايي، د خپلې مهالنۍ تاويز کړې وه: ((ژبه د ولس مال دی او څوک پکې د لاسوهنې حق نه لري)). ترڅويې زما له سخت  څانگپوهيز غبرگون سره لرې کړه او  نچوړ يې ورځايناستی کړ.

هغه مهال درنه، خدای شته،  رښتياگيله من او مرور شوی وم. نه يوازې د پخواني يار، بلکې تر هرڅه له مخه د يوه اکادېميک فرهنگيال پښتانه په توگه درنه دا تمه کېده چې دخپلې څانگې په څېر دبل چا د هغې هم خيال وساتي. د تېرمهالې او وسمهالې  پوهې او فرهنگ له داوه گيرو  څه گيله په کار نه ده او نيوکې يې هډو پر غبرگون نه ارزي. د يوه ((پښتو خو يوازې د زيار ژبه نه ده چې ځانته يې ټيکه کړې ده)) دوپاړه مې داسې لنډ گنډه ورغبرگه کړې وه: هماغسې دې چې يو طبي درملگر په ځان ځاندره کې د لاسوهنې حق لري، د غسې دې زه هم د يوه ژبپوه او گرامر پوه په توگه په ژبه کې د گوتوهنې او څېړنې رښته لرم. خو ستا په غبرگون کې مې ستا له شان سره سم دا کښلي ول: ژبپوهنه او په نومېرلې توگه پښويه(گرامر)  د يو اساسي قانون غوندې د ولس له بېلابېلو گړنيو ډولونو يا گړدودونو(لهجو) څخه له اړوندو زېرمو سره را غوره کېږي او بيرته ورباندې پر کاراچول کېږي، په همدومره توپير چې د اجرائيه او قضائيه ځواکونو استازي  د قانونساز پرخپله غاړه ده.

۳)  په نومېرلي(مشخص) ډول زما او ستا ترمنځ يو نيم ټکر له دې هم راولاړېږي چې له دومره  بډايې او زړه راکښونې ليکنۍ پښتو سره سره يو څو ډېر کارېدونکې  پښوييز توکي(ادات)  د گړنۍ پښتو تر اغېز لاندې  کاږې او توپير يې دومره په پام کې  نه نيسې ، لکه: (د- له)، (په- پر) او بيا نيمکله کارونگ، لکه په(( مانه مه مرورېږه)) کې دې چې (له-) گړسره خوړلی دی. زه باور لرم چې په انگرېزۍ کې دې هرو مرو ورته ادات د (pre-positions)  او(post-positions)

په هماغه لومړي کورس کې زده کړې او هېڅکله دې نه غورځولي او نه يو د بل پرځای کارولي دي. که څه هم هلته په څرگند ډول يوازې لومړي دا يووستوي کارول کېږي، خو په پښتو کې دواړه غبرگ غبرگ کارول کېږي او له دې کبله په انگرېزۍ يې(ambi-positions) بولي او موږ يې لومړيوته سربلونه وايو، دويمې ډلې ته وستربلونه. او درېيمې ته غبرگبلونه. مانا داچې جوړه جوړه  لکه اردليان يو تر نوم يا ضمير مخکې  راځي او بل ورپسې ، لکه: له- وېشه پر تالا خوښ يم، له کوره( نه يا  څخه) پر سارا، له ورور سره، په کور کې  کارکوم، تر  کور پورې ځم، په تا پسې ځم ، پر مېز باندې، تر زنې لاندې... دغلته ځينې وستربلونه لکه(نه، څخه، پورې، باندې) غورځېدای شي، خو ځينې نه، لکه(سره، کې، لاندې) او داسې نور. نو که وخت و زغم دې درلود، غونډ کتاب (انگرېزي- پښتو سربلونه&وستربلونه) به يې در پيداکړم. په دې توگه به دې نور پليوني هم پرپله پل کښېږدي!

۴ــ  په پای کې به داهم در ډاگيزه کړم چې  ستا څانگه هر اماتور د ليک و لوست راخپلولای شي، يوه غوره بېلگه يې زما او ستا گډ دوست((اسد غضنفر)) دی چې بې له کومې لوړې څانگيزې زده کړې او رسمي لاسونده يې پکې ستا غوندې د استادۍ پوړۍ ترلاسه کړې، دوديزه ادبپوهنه يې خو لا وار له مخه راخپله کړې او د نوې  په راخپلونه کې يې شپه او ورځ پرځان يوه کړې ده. له دې لامله يې زه په رښتينه ((غبرگ زمری)) بولم.

له کړنيز پلوه خو درسره نوي نوي راټوکېدونکي پنځگر( شاعران، کيسه ، ناول ، طنز، تکل، نندارمه... ليکونکي) په څانگه کې درگډېږي. مگر ژبپوهنه له بده مرغه ، له پرلغښتې څانگپوهيزې(مسلکي) زده کړې پرته  راخپلېدای نه شي او له کړنيز پلوه يوڅو څېرمه  څيزونه، لکه ژبنۍ جغرافيا، تاريخچه، احصايه ، سيند(قاموس) ليکنه، د کورسونو او لومړنيو ښوونځيو لوست کتابونه... ، هغه هم بايد د څانگپوه تر لارښوونې او څارنې لا ندې کښل کېدای شي.

 په دې توگه که ته نورې پېيلې ناپېيلې هم و نه پنځوې، هسې گپې شپې دې هم د ايمان په تله کې اچول کېږي، خو زما  په څانگه کې د خدای بښلو تږي او الهام راوروسته  نورداسې څوک نشته  چې پاتې کارونه راسره سپک کړای شي. ما له دې ډاره  شپه او ورځ پر ځان يوه کړې چې د پښتو ابۍ اوسني نه، بلکې راتلونکي بچيان  به مې ارواد تاريخ نياوتون(دادگاه) ته ودروي!

نوې ژبپوهنه د شلمې پېړۍ له پيله تر اوسه ډېره پېچلې شوې، فلسفه، منطق او اروا پوهنه يې خو له همغو لومړيو  راهيسې را خپل کړي ول، خو له نيمې پېړۍ راهيسې د رياضي او فېز يک د فارمولونو او مېتودونو په پرله پسې راخپلولو سره  نژدې ده، له نورو ټولنيزو پوهنو گړسره را جلا شي. له دې کبله ماهم دا هوډ نيولی چې تر وسې وسې ورسره پښتو ژبپوهنه په کنډه کې واچوم  او په دې لړکې يې لږ تر لږه بنسټيز نښيرونه (پښويه، وييپوهنه، آرپوهنه، ليکلار، پښتو او پښتانه د ژبپوهنې په رڼاکې...) پرلپسې له نويو سمونو اوکرونو سره بيا بيا چاپ ته  وسپارم. مانا داچې زه لا هغسې ځان زده کړيال او ورسره ورسره راتلونکو پښتونو ته پازوال(مسؤول) نگېرم.

خو، اماتورانو ته هک پک پاتې يم  چې د تېرو نابغه گانو پر  پليونۍ او پاتشونو شخوندونه وهي او د راننگولو باټې. هماغه  ستاد ټولنې مولانا سيفي خبره را پر زړه کوي: نالوستی تحويلدار را ته هره ورځ  په مخ کې نېغ نېغ کېږي چې ((فاضل)) شوم، او موږ په ډېرو ليکنو څېړنو او ژباړنو کې  ږيرې سپينې کړې او فاضلان نه شو !

راته گران او ټولمنلی شپون صاحب،

  مابه هرو مرو وبښې چې غبرگون  رانه دومره وځنډېد او اوږد شو.  تېره اوونۍ له گډو يارانو څخه يوه ستا له لورېينو خبرکړی وم. خو ما مټې پرون ماښام د نويزونو (نيولوجېزمونو) له سيند گي سر راجگ کړ او  دغه  گپ شپ ته دروزگار شوم. 

                     په ټوله مينه او مننه، ستا او گردو پښتو مينو زيار

 

زيگموند فروايد(۱۹۳۹-۱۸۵۶) په ارواپوهنه کې هماغسې يو اوړونټکی(نقطۀ عطف (turning point

رامنځته کړ، لکه هغه بل تربور((مارکس)) يې نيمه پېړۍ له مخه په فلسفه، تاريخ، ټولنپوهنه او... کې رامنځته کړی وو. ده په ارواپوهنه کې د ارواشننې يا سايکو انالايزز  (psychoanalyses)

بنسټ کېښووه او د شعور او تحت الشعور تر منځ يې د ((نصف الشعور)) او بيا د دولتي اډانې په څېر د درېگونو ځواکونو(آيډۍ، ايگو او سوپر ايگو) شتون هم پر زباد ورساوه.

 په دې توگه مارکس او فروايد له دروگونو جبرونو څخه چې انسان ورسره له زرگونو کلونو راهيسې لا س او گرېوان دی، دوې  ژغور لارې پرگوته کړې دي: هغه له ټولنيز جبر او ده له خپلځاني (نفسي) جبر ځنې، ټولنيز جبر له سرباري ارزښت (ارزش اضافی) او دابل له سرباري ځواک(نيروی اضافي) زېږنده بلل کېږي.

 هرگوره، له درېيم((طبيعي)) جبره د ژغور لاره چې انسان ورسره له زېږېدنې تر مړينې پورې په اخ وډب کې دی، په ټوله کې پوهې، فرهنگ او تخنيک پر گوته کړې او کوي يې. مارکس د ټولنيز جبر پر وړاندې پاړکيزه ژوند جگړه او فروايد د خپل ځاني جبر پر وړاندې ارواشننه يوه غورترينه او بنيادي ترينه وسيله بللې. دا بېله خبره ده  چې دغو ماتريالېستي پوهانو له اندپوهيز پلوه سره توپير لاره، خو گډ ټکی يې ورسره دا وو چې تر ړومبي وروسته دغه بل هم پر خپل وار د  بشر خوبولې- خيالولې نړۍ، يا د اپلاتون په نومونه((مدينۀ فاضله)) سخته و جړکوله.

دگران حبيبزي څېړنه په ټوله مانا پر فروايدېستي او بيا نيو فروايدېستي شننو ټيکاو لري او زه يې په ټوله کې پخلی کوم.  خو په غبرگون کې يې بايد ووايم  چې انسان ((مينه)) له آره  د يوې پنځيزې او نوږيزې(طبيعي اوجنسي) غريزې غوښتنې او اړتيا له مخې راخپلوي. خو څنگه چې له نورو همځېلو(همنوعو) سره يوځای ژوند کوي او وغواړي که ونه غواړي، دېته اړوځي، چې يو لړ ټولنوټيږ او بيا دودونه جالونه، ارزښتونه، گروهې او ان کږنې انگېرنې هم پرځان ومني. نو کله چې  له دغه پلوه  له خنډونو سره مخېږي او په اسانه خپله مينه خړوبولای نه شي، د بې برخۍ(محروميت)، ناکامۍ او نهيلۍ  اړوندې ولولې، په بله وينا، نارژېدلي ارمانونه يې ناځانخبرې نړۍ(تحت الشعور) ته ورتمبول کېږي او پرگرومونو(عقدو) بدلېږي.

په دې کې هم څه اړنگ بړنگ نشته چې دغه زېرمه گرومونه سل په سل کې نږه نوږيز(جنسي) نه دي، بلکې زياتره له ټولنوټيزو هغوسره غاړه غړۍ کېږي، ځکه د ژوند بېخبنا جوړوي. که داسې نه وای، نو ولې به ورته ډېری نروښځې له ننگ و ناموس او ان ايمان او گروهې تېرېدل؛ د چا خبره، ((...)) به يې له ((خېټې))، نه بلهاروله!

 لکه څنگه چې ښاغلی حبيبزی د ژيژاک له خولې وايي: ((د شتمن خوند اخېستل، د بېوزلي لپاره پر ارمان بدلېږي.))، زموږ مينې زياتره له بېوزلۍ آره اخلي. په هماغه بېلگه پرمختللي کابل کې د نجلۍ پلار و مور کم عايدي هلک ته لومړی د کورلرنې شرط وړاندې کوي، له کوژدې تر واده نور لگښتونه يې خو لا څه کوې چې له کليوالي ولوره ورته هم ډېر ملاماتي  پرېوځي.

 فروايد ښايي، له ښندې کار اخېستی وي او ان له تيخورۍ منگه چې هلک ته مور او نجلۍ ته پلار زيات گران وي، پر نوږيزو گرومونو ډېر زور اچولی دی، خو شاگردانو او پليونو يې، په نورو ټکو، نويو فروايدېستانو دغه گرد زېرمه گرومونه  انسانان يوازې مينې ته نه، بلکې نورو  ډېرو ښو او بدو کړو وړو او اندتوگو ته  هم ورڅکوي. دا يې په ارثي او روزنيز او بيا د  ټولنيز چاپېريال په ټولنوټيز، سياسي، گروهيز او فرهنگي څرنگوالي او اکربکر اړه لري.

د گرومونودغه ناځانخبری زېرمتون يو اېشنده دېگ ته ورته دی چې کېدای شي، راوتونکي بړاس يې د هر ځاني (فرد) او بيا ټولنې په گټه او تاوان دواړو پرېوځي. خو که له پرتلې کار واخلو، د بشر په ټول او په پوره ډاگيز ډول يې وروستي لس زرکلن مدني تاريخ  د بېسارې گټې لووی(گواه) بللای شو. همدا بړاس وو چې  صنعتي انقلاب ته يې رښتياينه وبښله، دومره علمي، تخنيکي او فرهنگي برياوې يې د انساني ټولنې په برخه کړلې. ادبي او هنري پنځونې خو ورسره په هره توگه سيده پر سيده اړاو تړاو لري.

 پر وړاندې يې د ناوړو ځاني بېلاريو او ټولنيزو بدمرغيو، لکه شخړې او جنگ جگړې، فاشېزم او نورو بېلابېلو پاړکيزو، گروهيزو، هڅوبيزو... بخولو او ناخوالو کچه ترې ښايي، لږه وارزول شي.

د فروايد له دغو ارواپوهيزو  برسېرونو څخه هم تر هرڅه له مخه يې بې له درملو د زرگونو زرگونو عصبي او عقلي ناروغانو درملنه شوني او اسانه کړه. د ښوونې روزنې په ډگر کې يې بې کچه بدلنونه او پرمختگونه راوستل. په ادبپوهنه او بيا په ځانگې توگه په ادبي تيورۍ او کره کتنه کې ډېرې تړلې کړکۍ د ادبپوهانو پرمخ پرانېستلې. د وگړپوهنې او توکمپوهنې په تړاو يې د دودونو، جالونو او بيا (و)گړني(فولکلوري) ادب د څېړنو او شننو په مرسته د ډېرو وروسته پاتې ټولنو د اند و ژوند څرک اېستنې ته لاره هواره کړه.  ورزش او سپورت چې د هنر يو ساده بڼه بلل کېږي او پر سمه لار د يادشوو گرومونو او ارمانونو د خړوبونې، په بله وينا، د سرباري ځواک يا انرژۍ د لگونې(مصرف) يوه بله مثبته او په زړه پورې وسيله ارزول کېږي،  هم بېساری پرمختگ وکړ.

که خبره پر ناوړه گټه شي، هسې خو له هرې پوهې، تخنيک، فرهنگ، خبرتيايي(انفار ماتيکي)  ښکارندې او برياوو ځنې هم اخېستل شوې او کېږي. لکه څنگه چې زموږ هڅاند ليکوال حبيبزي يې په نورو ورته ليکنو کې ورته گوته نيولې ده. د ساري په ډول يې د امريکايي ادوارد برنايز ((د رضايت انجنيري)) کتاب يادونه کړې چې څنگه يې د لومړي نړيوال جنگ په درشل کې د وخت زورواکو او چارواکو ته د وگړو ناځانخبرې نړۍ(تحت الشعور)  همداسې کارنده وساتي او ترې ناوړه گټه واخلي ، يا دچا خبره پراحساساتو يې لوبې وکړي او د هماغه زبېښاکگر لږه کي پوړ و پاړکې لپاره يې هرې بلهارۍ ته چمتو کاندې.

د داسې چمونو يوه ژوندۍ بېلگه موږ نن سبا په  خپلو گناهگارو غوږونو اورو او په کړن کې يې په غړولو سترگو گورو چې څنگه يې له سم سهي مسلمانانو بنسټپال جوړکړي او بيا يې ورسره د پوځي سلاکارانو ترڅنگ داسې ارواشنونکي گومارلي  چې په اسانه د مدرسو خامه خوله ماشومان او نور غريب غوربه د ځانوژنې او بلوژنې لپاره وروزي او تلقين کاندې. د چادونکو توکو درانه واسکټونه وراغوندي اود ډېورنډ دواړو خواوو ته يې د پښتون وژنې او پښتني ملي تاريخي او فرهنگي اکر وکر د يومخيزې نشتونې په موخه و استوي!

په هره توگه د  منلي ليکوال او رسنوال حبيبزي دې خبرې ته راځم چې ((مينه)) په  رښتياسره زموږ د ناځانخبري(لاشعور) يو منفي بړاس دی، په بله وينا، له غچ او کينې يا تاوتريخوالي سره په يوه تله کې تلل  کېږي؟

زه وايم چې دا اندتوگه د ښندې(افراط)  او په نومېرلي ډول له بشپړوالې يا مطلقيت (ابسولوتېزم) څخه اوبه څښي چې د شلمې پېړۍ په لومړيو کې د آينشتاين له برسېرونې راهيسې ان  په جوتپوهنو(مثبته علومو) کې له دود و موده وتلی او خپل ځای يې پرتليزوالې يا نسبتيت(رېلتيوېزم) ته پرېښی، پاتې لا په ټولنپوهنو اوبشرپوهنو او بيا په خورا پېچلې شننيزه ارواپوهنه کې. دا به ومنو چې مينه د نورو ډېرو ښو او بدو کړو وړو له هماغه ناځا نخبري زېرمتون يا بړاس دېگه رابهرېږي، خو پر درېگونو ((آيډي، ايگو او سوپرايگو)) پاټکونو سربېره د ځانخبرې نړۍ (خپلځاني او ټولنيز) سانسورونه ترې  يوه ټولمنلې ښکارنده رغوي. بيا نو، لکه پاس چې ورته نغوته وشوه، همدا مينه، او هغه هم ځورېدلې او سانسور شوې او يا گړسره ناکامه مينه ده چې دادبي- هنري پنځونو سرچينه گرځي، ځکه لومړۍ سرچينه يې زياتره هماغه ناځانخبری زېرمتون دی،. هن، که له بريالي کېدو او خړوبېدو سره بياهم الهام بښونکې وي، هغه يې د هماغو تېرو هېرو غوټو او گرومونو بابېړی بلل کېدای شي. داهم د هېرولو نه ده چې  ډېری  علمي- تخنيکي پنځونې او نوښتونه  له ورته ناخبرې سرچينې خړوب شوي اولا خړوبېږي، که نه، نن سبا به د ساينس فېکشن ټولۍ(مقولې) ته دومره ارزښت نه ورکول کېده او ډېر پوهان ددې منښته کوي چې ((تخيل)) يې ((تفکر))ته لاره هواره کړې ده. ان تردې چې  يوازې په هنري-ادبي او علمي- تخنيکي  شاهکارونو کې له يوراز((لېونتوب)) خبرې کېږي. زموږ په دوديزه-گروهيزه ټولنه کې ډېر ساډوبي لېونيان او ملنگان د برخې خاوندان انگېرل کېږي او تر مړينې وروسته پرې زيارتونه جوړېږي.

د هېتلر ملي او دخميني مذهبي فاشېزم هډو مينه ، نه بلکې هغه بېلاري يا کرکه ده چې د نورو بې شمېره بېلاريو يا منفي ښکارندو په ډله کې يې له ورته دېگه را بړاس شوې ده، او هر جنايت يا بېلاري ((افراطي مينه)) نه، بلکې((افراطي کرکه)) بللای شو!

داچې زموږ  ډېرکاري رسنوال او څېړنوال  په خپلو فروايدېستي شننو کې تر نورو ادبي ځېلونو پر شعر ډېر زور اچوي، لاسوند يې داچې د ازادو، سپينو... په گډون، په رښتيني يا ورهڼيز (پروفېشنال) شعرکې، د انځورگر او پژساز غوندې د اړوند پنځگر هماغه رښتينې ناځانخبرې ولولې راځلېږي او په نورو ناپېيلو ځېلونو(داستان، طنز، نندارمه، فېلمنامه...) کې زياتره اگاهانه اند و واند گډون لري. لرې به نه ځو د حبيبزي له بېلگوځنې به کار واخلو: شپون په کيسو، ناولونو، تکلونو او گپ و شپ کې له پېنځه وخته نمونځونو يو هم نه قضا کوي، حال داچې په شعر کې په څلور مذهبه کافر کافر بللای شو. نذيراحمد نذيربياپه خپل زړه پورې څلوريزوال تمثيلي شعر کې خپلې بنسټپال وزمې يا طالب پلوې ولولې انځورلې، خو گومان نه کېږي، د يوه زده کړه وال او دوديال(متمدن) پښتانه په توگه په  ناپېيلو ويناوو، په تېره ادبي بنډارونو کې دومره يواړخيز راڅرگند شي!

داهم نټه نه منونکې زباده شوې چې د شعر د الهام  آره سرچينه د شاعر خپله ناځانخبري(تحت الشعور) دی  او هره پنځونه يې د((مينې)) په نامه د هماغه نا رژېدلي نوږيز (جنسي) ارمان زېږنده او ځلندويه ده. په دې  ډول پکې تر انده د واند(خيال)  ونډه زياته او ټاکنده ده. هسې خو موږ ډېری انسانان  لا تراوسه په وهم و خيال کې ژوند کوو. د گاليله او کوپرنيک له زبادونونو سره سره بياهم ((ځمکه)) او ((لمر))  سره بدلوو را بدلوو(لمر راوخوت، لمر پرېوت) وايو او بيا ورسره(ختيځ- لويديځ) او داسې نور. شاعران لا پر ځای پرېږده.

د عربي، پارسي او نورو په څېر پښتنو شاعرانو، په تېره تصوفي  ويناوالوله ارزاني او انصاري رانيولې تر حمزه پورې سول ياعقل له گروهې او هنر سره نه پوخلاکېدونکي بللی دی.حميد وايي:

که مې نه وای لېونتوب رهبري کړی

  افلاطون غوندې به مړ ومه گمراه

او حمزه وايي: ... ماحمزه چې کړ هنر ورسره گډ.

او بيا داچې  مينه د هرڅه سرچينه بولي:

دا جهان دی خدای له عشقه پيداکړی

د جمله وو مخلوقاتو پلار دی ()

                                               دا(رحمان)

واړه عشق دی چې يې سر راته گياه کړ

  گڼه زه پرځان مين د سرښندل څوک

بدرگه که محبت راسره نه وای

 يک تنها به پر خونخوارو لارو تلل

څوک(خوشال)

او بيا د تلپاتې ژوند پايلامه:

هرگز نميرد هرکه زنده گشت ز عشق

ثبت است بر جريدۀ عالم دوام ما!

 

 

 

 

 

 
 

admin@vatandar.at

 
 مدیر مسوول : انجنیر هما یوسفی
صاحب امتیاز : انجنیرنجیب یوسفی
کليه ی حقوق بر اساس قوانين کپی رايت  محفوظ و متعلق به وطندار می باشد