WELCOME

To Our Website

Lorem ipsum dolor sit amet, consectetur adipiscing elit. Sed non metus

  گزیده های مقالات  انجنیرعبدالقادرمسعود

 

    زما ګرانه وطنه -  بهــــیر                   ترتیب کوونکی  :  انجنیر عبدالقادرمسعود

زمــــا ګــــرانه وطنـــه، په څه تــــوره بـــلا پریوتې

د غـــلو شـــوکمـــارو په لاس، تالا والا پـریــــــوتې

له پامیره تر سپین غــــــره، لــــه خیبره تر بــــولانه

د جګړی اور کې سوځیږی، په ستره  واویلا پریوتې

ټول  ټپي  ټپي یې، پرګنې دې خــــوارو زاری  شـــوی

لور په  لور ماتم  دی، د هـــر چــا له تســـلا پــریـوتې

د چم ګاونډ له لاسه، تورتمــونو کـې راګیر  شوی ته

لرو بر تیاره  ده، د پـــوهنـــې له  ځـــلا پـــریـــوتــې

ځوانی ککرۍ  دې، هـــره ورځ  ګــــور ته روانی دي

د استکبار ظالم  له  لاسه، په  دویمـــه کـــربـلا پریوتې

ځار  دې  شــــــــم  وطنــه، قـــــربان  دې  شــــم  وطنــه

د استعمار په  تـــور زندان کــې، لکــه  مندیلا  پریوتې

ټپوس خړوس سرونه، د  ډالرو  غـــــلامــان  دې  ټــول

ته شوی خوارو زار، په  دردونو  مبتـــلا پــریـــوتــې

سره  یو شـــــئ  افـــغــانانــــو، ګـــني  ورک به  شـــئ

د ملی  نفاق  له  لاســــه، پرګنـــي بیلـــی جــلا  پریوتې

زما  ګرانه وطنه، په  څه  تــــوره  بــــلا  پــــریــوتــــې

چی دې  وګورمه سترګو ته  په  ځیر

لیـــونی شوم  رانه  پاتې  شي  تدبیر

مینه څه  ده؟  لیونتوب  د ژوند هسته  ده

لګـــــــوي سرکشو  غاړوتـــه  زنځیر

که  ښکلا  او سپیڅلتوب  غاړه  غړۍ   شي

نو، هنر  او ادب  ومـــومـــــي  مســــیر

که انسان، انساني  مینې ته  ځان  سپاري

ژوند  به   وي  د پسرلیو  یو  بهیـــــــیر

که  د پوهې  مقتدا  پسې  ودریـــــږو

پړ بــه  نه  یو قضاوت  ته  د  ضمـــیر

که  پر سمه  لار  کاروان  پسې  تکل  وي

طـــریقې  ته  به  اړ  نه  شو د کــوم  پیر

د مـــواج  د ارمانــــونو  ګل  غوړیـــږي

هره  خوا  شـــــیندي  وږمی  به  یې  تا ثیر

شاعر : نجم الرحمن مواج

ترتیب کوونکی  :  انجنیر عبدالقادرمسعود

 

رفقا، دوستان عزیزتارنمای وطندار !  لطفاً نظرات، پیشنهادات، انتقادات، مقاله ها، نوشته ها، مضامین و مطالب علمی و تحلیلی خود را جهتِ نشر به ادرس پوست الکترونیکی سایت بفرستید