2011/03/25

په برتانياکې موږ افغان فرهنگيان  د پوهې او فرهنگ مخکښانو او استادانو  د نمانځنې او درناوي په لړ کې غواړو، د هېواد د نوميالي ژبپوهاند، ادبپوهاند، آريانپوهاند، توکمپوهاند، وتلي څېړنوال او څو ژبيز ژباړن، پياوړي شاعر او کيسه ليکونکی، تاريخ ليکونکی، رسنوال، د پښتو، پارسي، دردي، نورستاني او پاميري ژبو په گډون دهېواد د دولس ژبو څه له پاسه سلو گړدودو څېړونکی  او د گڼ شمېر پوهنيزو- څېړنيزو اثارو ليکوال  پوهاند دوکتور مجاوراحمد زيار د(۷۵) يم زېږپسرلي سره په گډه  ونمانځو.

د استاد پوهاند زيار د اندوژوند لېوال او مينه وال کولای شي، د لا زياتې خبرتيا په موخه له دې لاندې  تېلېفونشمېرو کارواخلي:

07988626463 (ټکور), 078 5293 6090کامه وال))
  078 6165 8515 (شيرين)079 5057 8065, (ميوند)
01865 308 977 (زيار) دانگلستان کوډ(0044

در آستانۀ تجليل ازهفتاد و پنجمين بهار زنده گی شخصيت والای      گسترۀ علم و فرهنگ پوهاند دکتور مجاور احمد زياراستاد پيشين پوهنتون كابل، پشاور و برلين، و همکار شعبات خاورشناسی پوهنتون های اکسفورد، کمبريج و لندن

مافرهنگيان افغان در بريتانيا به ادامۀ گراميداشت و قدردانی از استادان و پيشقدمان علم و فرهنگ، مراسم بزرگداشت را به بهانۀ هفتادو پنج ساله گی  از مقام علمی استاد  مجاور احمد زيار  زبانشناس، آريانشناس، ادبيا تشناس، شاعر، داستاننويس، مترجم توانا  و پژوهشگر برازندۀ ميهن باستانی ماومولف اثار متعدد و مغتنمی در زمينه های زبان شناسي، ادبيات شناسی، نژاد شناسی، تاريخ... بويژه گويش شناسی  در ارتباط زبانهای زندۀ کشور(پشتو، پارسی، بلوچی، براهوي، نورستانی، پشه يي، پاميری، وزبيکی، ترکمنی...) که تا حال از جمله همه ی آنهابه تعداد پنجاه اثر شان اقبال چاپ يافته و  مورد بهره برداری همگان قرار گرفته اند، اختصاص داده ايم.

علاقه مندان و دوستداران انديشه و زنده گی استاد زيار براي کسب اطلاعات بيشتر مي‌توانند، به اين شماره هاي تلفون در تماس شوند

(کامه وال07852936090, (ټکور) 07988626463,  07877638208,   (زيار)01865308977, (ميوند)07950578065, (شيرين)07861658515

اكسفورډ،نوېمبر ۲۰۱۲

 

د پوهاند دوکتور م.ا. زيار اندوژوند

 

پوهاند دوكتور مجاور احمد زيار ۷۵ كاله وړاندې د ننگرهار د مزينې رود په حصارك كې د ژوند پرمخ سترگې پرانېستې . لومړنى ښوونځی يې په خپل كلي او كامه كې په خوارۍ او مزدورۍ سرته رسولى . تر څلور كلنو ديني او ادبي زده كړو وروسته يې د كابل په شپېنيو منځنيو او دويمنيو ښوونځيو " ابن سينا او دارالمعلمين " كې د زده كړو چانس لاسته راوړى دى .

 پر ۱۹۶۲زيږدي كال يې د كابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو له پوهنځي څخه بريليك ترلاسه كړى دى . د دغه پوهنڅي د پښتو او ژبپوهنې د څانگو د پوهنيز - څېړنيز غړي په توگه يې څلور كاله د افغانستان د ژبپوهنې د اتلس رغاونې د پروژې له مخې  د پښتو او يوشمېر نورو لږه كيو ژبو څه له پاسه سل گړدوده (لهجې) د هېواد له گوټ گوټه راټولې كړې او څېړلې دي .

 له ۱۹۶۶ تر ۱۹۷۲ ز. يې د هغه بورس له مخې چې د نوموړې پروژې د يوه ډېر كاري برخوال په توگه ورته په برخه شوى وو، د سويس له برن پوهنتون څخه په ټوليزه او آرياني ژبپوهنه ، ادبپوهنه او توكمپوهنه ( اتنولوجۍ ) كې د ماسترۍ او ډاكترۍ لوړترين بريليكونه ترلاسه كړي دي . له هغه راهيسې يې د كابل پوهنتون د اړوند پوهنځي د پښتو ژبې او ادب ښوونه پرمخ وړې ده .

له ۱۹۸۴-۱۹۸۶ز. يې د برلين د هومبولت پوهنتون د ختيځپوهنې په څانګه كې د مېلمه استاد په توگه د افغانستانپوهنې د ښوونې چارې سرته رسولې او دوه كاله (۱۹۹۴-۱۹۹۶ز. ) يې د پېښور پوهنتون د پښتو ماستري او ډاكتري څانگې د Visiting Professor په توگه دنده پرځاى كړې او راوروسته يې د كورني پيوستون Family Reunion پر بنسټ د انگليستان په پوهنتوني ښار "اكسفورډ" كې د مېشتيا رښته په برخه شوې ده .

 څېرمه چارې او دندې

۱۹۷۲-۱۹۷۵ز. د ژبو او ادبياتو پوهنځي د وږمې مهالنۍ او نورو پښتو خپرونو چلونه .
۱۹۷۸- ۱۹۷۹: د افغانستان د علومو اكادېمۍ د پښتو څېړنو د نړيوال مركز مشري .
۱۹۸۰: د ملي موزيم او ملي ارشيف د بيا رغاونې د كمېسيون غړيتوب .
۱۹۸۰: د افغانستان د سولې ، پيوستون او دوستۍ د سازمان مشري .
۱۹۸۰۱۹۸۴ : د كابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو د پوهنځي مشري .
له ۱۹۹۱ راهيسې علامه سيد جمال الدين افغان د فرهنگي ټولنې مشري چې همده يې بنسټ اېښی دی.

 علمي او ادبي هستونې

۱- علمي - څېړنې :  پښتو نومتړنگونه يا اسمي تركيبات ( الماني ) ، پښتو پښويه ، پښتو ويي پوهنه ، پښتو ليكلار ، پښتو بدلمېچ (پښتو شعر څنگه جوړېږي ؟ پښتو او پښتانه د ژبپوهنې په رڼا كې ، پټه خزانه يوه لغوي خزانه ، پښتو سيندګى(هممانيزونه)، پښتوسيندگى(نويزونه) ، انگرېزي - پښتو سيندگى ( سربلونه + اوستربلونه ) ، دآرپوهيز (اېتېمو لوجيک) سيندگي ړومبی ټوک(ا-ټ)، د خوشال ادبي پښتو، پښتو  ليکلارښود، د ژبپوهنې بنسټونه ، غږپوهه او د پښتو پښويي (گرامر) ، درېيمه بشپړه او کره پوهنتوني (اکادميکه)  خپرونه .

 ۲- ژباړې : پښتانه او ورونه مليتونه ، د كنېشكا د سره كوتل ډبرليك ( له الماني ) ، پټه خزانه (پرالماني)  او پردې سربېره يې د ښوونځي له مهالپېره تر اوسه  (له پارسي رانيولې تر الماني او انگرېزي) بېشمېر دوه اړخيزې لنډې او اوږدې ژباړې د کورنيو او بهرنيو رسنيو له لارې خپرې کړې او يايې په څېړنغونډوکې اورولې دي.

 ۳ ادبي ( پېيلې او ناپېيلې ) ټولگې : زنداني نغمې، سوزونه او سازونه ، وينه او مينه، گلكڅونه، گلولې ، اندوژوند ، اندو واند ، رزم وبزم ، پوهه او گروهه ، د سبرونو نڅا ، گلوييونه ، څڅواكي ، زما نړۍ ، د مرجانونو څانگې ، نوې پېړۍ او نوې زرۍ ، اور و وينې ، ساندې او سندرې ، د يوولسم پوړ کړکۍ يا مينه د زړه په وينه ( ناول ) او ناپېيلې ( نثري ټولگه ) .۳-۴ ناچاپې پېيلې شعري ټولگې او څو ټوکه ادبي او څانگپوهيز ليکونه.

د دغو چاپي اثارو ترڅنګه د پښتو او نورو افغاني ژبو څه له پاسه سل ټوكه ګړدودي څېړنو او نورو ګڼو ناچاپه ليكنو څېړنو او بيا تر هېواد دننه او د باندې په پښتو، پارسۍ، المانۍ او انگرېزۍ  شاوخوا درو زرو علمي، ادبي او ژورنالېستيكي خپرو شوو ليكنو، ژباړنو او ويناوو ، پوهاند زيار د هېواد او سيمې په كچه تر علامه حبيبي راوروسته د لوړترين ليكوالي او څېړنوالي ريكارډ جوگه كړى دى .

 پر دغو ټولو علمي - فرهنگي هلو ځلو سربېره د افغان - پښتني ټولنې دغه هڅاند او  نوښتگر پوهاند او ليكوال نژدې څلوېښت كاله د " يوې - كره ليكنۍ پښتو " او " نوي - ازاد پښتو شعر " غبرگ غورځنگونه هم له سترو بريو او برياوو سره پرمخ وړي او له دغه پلوه يې هم د خپلې ژبې او ادب د نړيوالې سيالۍ د جوگه كېدو لپاره يوه بېسارې اغېزمنه تاريخي ونډه پرځاى كړې  ده .

 

 

 

 

 

 

 
 

admin@vatandar.at

 
 مدیر مسوول : انجنیر هما یوسفی
صاحب امتیاز : انجنیرنجیب یوسفی
کليه ی حقوق بر اساس قوانين کپی رايت  محفوظ و متعلق به وطندار می باشد