WELCOME

To Our Website

Lorem ipsum dolor sit amet, consectetur adipiscing elit. Sed non metus

  گزیده های مقالات  انجنیرعبدالقادرمسعود

 

  د پوهاند دوکتورمجاوراحمد زيار۷۵ کلن اندوژوند     زيار، زغم او بری                    پوهندوي آصف بهاند    

  

 

دادی، د سږکال په رابرېدو سره يې د ژوندپېنځه   اويايم او د اند و واند شپېتم پسرلي ته هرکلی وايو او له کورمېشتو او بهر مېشتوفرهنگيالانو سره يې يوځای نمانځو. زه ددې کلک پلوي يم چې دهرچا ښېگڼې او بدگڼې مخامخ په ژوندونې ور ډاگيزې شي. هرگوره، دا ددې مانا نه لري چې موږبه خپل تېر فرهنگيان هېروو، خوټول ژوند هم له باباگانواودهغوله کلياتوسره تېرول، هم دومره خوندور نه اېسي.

دنوروفرهنګيانوخوزما نه يادېږي،استاد اولميريادوم،هغه هم نه په ژوندونې، بلکې په مړينې. پر ړومبي کال يې ديوه شاگرد په کورکې سره راټول شو (نصرالله حافظ، زرين انځور، لطيف بهاند،آصف بهاند، نوردې دمرگي هېرشي) اوپه سازو سندرومو داستاد تلين ونمانځه.په دويم کې واکمن ګوند حيدرمسعود نومی جگپوړی رالېږلی وو چې هملته يې داستاد د شاگرد په انگړکې راسره په سپېره خاورين انگړکې گونډې وهلې وې. داستاد درېيم تلين له دېرې مجلسه بې غمه کړو او په رسمي ډول يې دحضوري چمن د سيمې دځوانانوپه کلوب کې داسې ونمانځه چې درادېو تلويزيون گڼ شمېرسندرغاړي يې راغوښتي ول،اوهر سندرغاړي به خپله نه،بلکې داستاد يوه سندره راغبرگوله، په رښتيا سره چې داستاد له شان سره برابر بنډاروو، داستاد اروا به ښاده شوې وې،خوموږ« سترگې،سترگې له ډېرڅاره ...» له رادېوتلويزيون څخه بيا هغه سندرې هېڅکله وانه ورېدې. ښايي واکمنو يي خپراوی وړ ونه گاڼه او يابه هم د اړوند پازوال پر خورمنځ (طبعه، مزاج) برابرې نه وې.

بيا يوه نادولتي،نيمه پټه فرهنگي کړۍ وه چې استاد زيار بې له هغې په برلين پوهنتون کې خپله استادي کوله. هغوبه فرهنگي غونډې جوړولې ،دليکوالواوشاعرانوبه خپل کتابونه له چاپ سره سم په خپلوکورونوکې مخکتنې او ارزونې ته وړاندې کول. دغه فرهنگي غونډې به کله په «دهمرادخان»،کله په «خيرخانه» اوکله هم په نورو ځايونو کې جوړېدلې اوپه دې ډول به مود فرهنګيانويادغونډې مخامخ پر ژوندونې ور جوړولې.

په پای پای کې مو وکړای شول، په کابل پوهنتون کې د استاد رشاد د اويايمې کاليزې په پلمه  يوه نمانځغونډه راوبلو او بس. بيا نو تر سره باد وروسته پرلپسې تور بادونه راوالوتل او ورسره ورسره سپين هم د سمندرونو له هغې غاړې رامات شو. دفرهنگ بڼ نورهم پسې زېړشو، وچ شو، پاڼې يې ورژېدې، بادونوپسې واخېستې،ښې يې پر هواجګې کړې اولکه مات وزري مرغان يې په ورانوکنډوالوکې سره وغورځولې.څوک په خاوروکې خاورې شوې او په چا کې لا دلږ تاند والي سېک پاتې وو، په دې هڅه کې شو چې پر پښو ودرېږی اوبيا يې ديوه فرهنګي بڼ دغوړېدااوتاندتياهڅه وکړه.په دغو هاندوهڅوکې يوهم زياردی. دلته به دده دکاليزې په پلمه يوڅو گډ يادونه راتاندکړم،ګوندې دتاريخ دپاڼوپه کومه څنډه کې خوندي پاتې شي.

ما دلومړي ځل لپاره زيار، قلم پر لاس په کاغذونوکې ډوب وليد. دا د۱۳۵۴کال د کب مياشتې وروستۍ ورځې وې. ما کابل پوهنتون ته دخپل برياليتوب زېری اورېدلی وو، له لطيف لالا(ډاکتر لطيف بهاند) سره دلومړي ځل لپاره دکابل پوهنتون دادبياتوپوهنځي ته ولاړم، مخامخ يې د پښتو خپرونو اووږمې مهالنۍ دفترته وروستم اوله زيارسره يې زما پېژانده وکړه.

هغه مهال يې هم ژوند اوژواک له زيار سره تړلی وواواوس هم هماغسې په کار وزيار کې ډوب دی.

زيارڅواړخيزشخصيت لري،چې هراړخ يې دجلا ليکنې اوڅېړنې وړدی. زياردزړو او نويو آريايي او په تېره آرياني ژبو او په همدغه چوکاټ کې  د هر اړخيزې پښتو ژبپوهنې يوازېنی څانگپوه دی ، اوپه دې لارکې يې چې هرګام اېښی ، سم اوپوخ يې اېښی دی.. زيار که شعر هم ليکي، پرهغو آرونو(اصولو) يې برابر ليکي چې په خپل بدلمېچ(پښتوشعر څنگه جوړېږي؟) کې  يې وړاندې کړي دي.

 پرخپلوژبپوهنيزو آرونو داسې ټينګ و ترينگ ولاړ دی چې يوګام هم نه راپر شا کېږي. ده شعرلومړی دقافيې له زنځيرونوآزاد کړ او بيا يې د وزن له اتکړيو هم.

دژبپونې په ډګرکې چې زيار کومه منډه ترنډه اخېستې، پرځای يې اخېستې. که څه هم پوهاند الهام داخبره يووارنه، بلکې څوځلې کړې وه چې داوس لپاره دې داسې توند نه غورځي:

کله چې ټولنه له سياسي،ټولنيزاواقتصادي پلوه يوه وړاندې پړاو ته پل پورته کړ،اودخلکوذهنونه داسې بدلونونوته چمتوشول، نو هله به د يوپښتون او يوې پښتو ربړه هم هواره شي.

او د زيار غبرگون هم ورته همداوو:

که داسې وای، نو لويديځوالو او بيا زموږ ډېرو ختيځوالو، ان تر عربو او نژدې تربورانو پارسيوانو به ولې پېړۍ پېړۍ له مخه چې لا په مخځمکواکي او ځمکواکي (قبل فيوډالي اوفيوډالي) پېر و پړاو کې ول، کره ليکنۍ ژبې رادودولې،  که ته او کوم بل تږی وږی پر ټولنوټيزه(اجتماعي- اقتصادي) بېخبنا يواړخيز ټينگارکوئ او د فرهنگي مخبنا اغېز کورټ له ياده باسئ، نو دوې پوښتنې رامخته کېږي: يا به دا موږ څو پک ورک ليکوال او پوهان نور له ليکنې څېړنې، ښوونې روزنې او هر فرهنگي کاره تر هغې لاس پر سر کېږو چې پاتې ۹۸ سلنه پښتانه هم راسره ليکوال اوپوهان شي او يا به ، په بېلابېلو گړدودو او ليکدودو  ليکنې څېړنې کوو، له ښوونځي تر پوهنځي به لوست کتابونه کاږو او همداسې به رسنيز(ژورنالېستي) چارې به پر مخ بيايو؟

الهام او تږي که څه هم د زيار د استادانو پر ځای ول، خو له گردې استادي مخينې سره لا د ادبپوهنې او ژبپوهنې ماستران پاتې ول، خو زيار خپل لوړترين تحصيلي لاسوند (ديفل دوکتورا) له سوېسه راوړې وه. تږي ترې څو کاله وروسته له امريکانه دوکتورا راوړه، هغه هم يوازې په ځانگړې څانگه، سپړنيزه(تشريحي) ژبپوهنه کې، او الهام په تاجيکستان کې د پارسي ادب په تړاو مټې هغه مهال خپله ډاکتري دفاع کړه چې  دواړو خواووته ((انقلابي واکمنۍ)) وروستۍ سلگۍ وهلې او رسمي ((دوکتور نووک)) لاسوند يې ترگوتو نه شو کړای.

په کابل پوهنتون کې (د زده کړې او ښوونې پرمهال) ما له ډېرواستادانوسره دپېژندگلوۍ وياړ درلود. د هغو له ډلې څخه چې د ښوونې روزنې او ليکوالۍ څېړنوالۍ ترڅنگه په سياست کې هم راښکېل ول يو استاد رحيم الهام او بل دکتورزيار وو، خو دوی دواړه د دې پرځای چې. سياسي بوختياوې يې پر علمي کارونو سيوری وغورځوي، په سرچپه توگه يې هغه د پوهنيزو او څېړنيزو بوختياوو لپاره پر کاراچاوه.  تر انقلاب راوروسته خو الهام په هره توگه د نوې رامنځته شوې ((د افغانستان د پوهنو اکادېمۍ)) په چو کاټ کې يوازې ليکنو څېړنوته اوږه ورکړې وه او زيار له پوهنتوني استادۍ او يوې لنډ مهالې اداري دندې سره سره يوه شېبه له ليکنې څېړنې وزگار نه وو. د انقلاب په لومړيو څومياشتو کې هماغه لوست کتابونه (گرامر، وييپوهنه، ليکلار...) چاپ ته چمتو کړل چې په ظاهرخاني او داود خاني پېر کې ورته له ټايپ او گستتنره پرته د پاخه چاپ کابو نه ورکول کېده.

سياست، په بله وينا، گونديتوب هغه مهال د زيار د علمي او فرهنگي هلوځلو مخه يومخيزه ورډپ کړه چې زندان  ته واستول شو. تر څو يې چې هغه يو کال سکينده کاوه (جبراناوه)، پوره دوه نيم کاله د برلين پوهنتون د مېلمه استاد په پلمه  دېموکراتيک المان ته شړونی(تبعيد) شو او ده يې هم په غبرگون کې گوندي استعفأ له هغه ځايه راواستوله. له زندان سره يې توپير داوو چې هغلته يې د استادۍ ترڅنگ نيم درجن څېړنيز او  ادبي اثار وکښل او وژباړل.

زيارپخپله بيا بيا دا منښته کړې او په پوره وياړ يې کړې چې دی له آره يو چپی مترقي انسان وو او لاد تراوسه همداسې هوډيالی پاتې.

د پانگواکي نړۍ په بېلگه ((سوېسي ټولنه)) کې يې شپږکلن زده کړيز اندو ژوند دا هوډو گروهه نور هم پسې توند و تېز کړل چې د  پېړيو پېړيو له درانه خوبه د خپل وروسته پاتې پښتني- افغاني ټولنې د راويښونې لپاره له پاړکيزې ژوند جگړې(طبقاتي مبارزې) پرته بله لار نشته. دی که څه هم(دا.خ.د.گ) لس کلن (۱۳۵۲-۱۳۶۲ل) غړيتوب ته مهال و چاپېريال اړېستی وو، خو بيا يېا يې هم له ټولو ناخوالو اوپه ځانگړې توگه، له زندان او تبعيد سره سره ځانته يوه  داسې ((ازمون بټۍ)) گڼلې چې که پکې وسوځېد هم، خو د پولادو په څېر ترې مخسوری راووت، لکه په دې شعر کې:

   پرې! ازمون بټۍ نه د زمان مخسور راووځي
   رامه شه ها ورځ د مرجانونو څانگې ماتې شي
   يا: د زمان ازمون بټۍ کې، که تر اوسه پولاد نه شوم
   خو مې ځلي سرې سپرغۍ لا د خوگلن په مړو ايرو کې

زيار د يوه ((يورو سوسيالېست)) په توگه د گوند دننه دننه پر خپل انتقادي دريځ  د بلهارۍ تر بريده ټينگ پاتې شوی دی.  هغه مهال چې د ژبو اوادبياتوپوهنځي مشري ورترغاړې وه،ما دپښتوڅانگې دڅلورم ټولگي لپاره يودرسي کتاب (دپښتوادبياتود وسمها پېر پېيلي متون)برابرکړی ول. په هغه کې مې دنورو وسمهالوشاعرانو دشعرو ترڅنگه دوخت ديوه  وتلي شاعرعلي گل پيوند دشعرونو څو بېلگې هم راوړې وې،خو څنگه يې چې هغه مهال د سياسي بندي په توگه شعر،نوم او ور پورې اړوند هرڅه دسانسور تر تېغ لاندې ول؛زيار دومره مېړانه وکړه چې زه يې وروغوښتم اوراته يې و ويل:

« آصف جانه ! دددې لپاره چې دا کتاب له چاپه پاتې نه شي،دعلي ګل پيوند شعرونه مه لرې کوه،نوم يې ور لنډ کړه اوپرځای يې « ع ـ پ » وليکه،دچا نه ورته پام کېږي!» دا کار ما وکړاوکتاب هماغسې له چاپه راووت.

.له بده مرغه که څوک له علمي او ژبپوهنيزپلوه دزيارپرلارې پل کښېږدي، داسې انگېرل کېږي چې په سياسي دريځ کې هم دزيار پليونی دی؛په کار خو دا ده چې سياسي اوعلمي کارونه يې سره کورټ جلا وارزول شي.   بس دی چې پښتو او پښتون نن سباپر هېوادني، سيمه ييز او نړيوال کچ له ټولنوټيز او سياسي- فرهنگي پلوه له سختو ننگونو سره لاس و گرېوان دی او لا گړ سره يې د نړۍ له نقشې د نشتونې  پرلپورې اوپرلغښتې هاندوهڅې روانې دي.

لږه کيان څه دننه او څه دباندې زده کړې پرمخ وړي او دډېري پښتون ولس بچيان د ښوونځي پرځای د ترهگرۍ چمونه يادوي او د پوهنتون پرځای په دوبی کې مزدوري کوي چې ولور وګټي.

زيار چې کوم کارونه د يوې- کره ليکنۍ پښتو او نورو ژبپوهنيزو اثارو(پښويه، وييپوهنه، ليکلار، بدلمېچ، پښتو او پښتانه د ژبپوهنې په رڼا کې) له زرگونو ترمونو او نيولوجيزمونو  سره کړي دي،له دغوکارونوسره  جوړجاړی او نه جوړجاړی يوه طبيعي خبره ده، خوکله کله دامخالفتونه دومره چټک، توند اوتېزشوي دي چې زيارته يې دسر په کاسه کې اوبه ورکړي دي. په اروپايي ژبوکې معياريتوب او ورسره تړلی نيولوجېزم درې سوه کاله مخکې پيل شوی دی، نوده هم دا خپل څانگپوهيز(مسلک) مسووليت درلودلی چې په شلمه پېړۍ کې ورته مټې راونغاړي.

لرې به نه ځم،دننه په پښتوڅانگه کې نورخوپرېږده،دژبپوهنې او ادبپوهنې مشر استاد تږي ورسره هم کله کله مخالفت کاوه. پر۱۳۵۶ کال زياردعلمي ترفيع لپاره خپل ليکلي اثر دفاع ته وړاندې کړی وو،استادان اوزده کوونکي سره راغونډ شوي ول،  موږ ټول شاگردان غلي ناست اوغوږ غوږ ووچې دا دفاع څه ډول کېږي. دی. له تورې دړې سره ولاړ وو، تږی دپښتو څانګې د مشر په توگه تر ټولو وروسته راغی اوپر زيار يې غږ کړ:

« هلکه زياره پيل يې کړه،چټيات ونه وايې!»

په دې مانا چې هغه لکه استاد رشاد د نيولوجېزم پرځای  ټول زور پرعربېزم اچاوه اونويو رغاونې يې چټيات بلل..خوله دې ټولومخالفتونوسره سره ده خپله لاره پرې نه ښووه،په زغرده يې هغه لاره پسې واخېسته او تر ننه ورباندې په پوره زيار و زغم له پرلپسې بريو او برياووسره پر مخ درومي.

څلوېښت کاله کېږي چې زيار ديوې کره ليکنۍ پښتولپاره مټې رانغښنې دي،زيارونه کاږي اوستونزې ګالي..زما دسترګوليدليو له مخې يې دغه کره ليکنۍ پښتوله موږنه پېنځه شپږ دورې مخکې  پر زده کړيالوباندې راپیل کړې وه،اوپلې کړې وه او پرموږاونورو دوره زده کوونکواودهمدې دورې هغوقلموالو يې هم عملي کوله چې دده خبره يې منله.

زياريوډېرکاری، نوښتگر«پوهيال، فرهنگيال،انديال،ليکوال،رسنوال،ادبي او  ــ ټولنيزنقاد، ،ژبپوه،ادبپوه،توکمپوه،تاريخپوه، ژباړونکی،اديب، داستان ليکونکی، شاعر او شعر پوه دی چې په دغه لړکې دستړيا په نامه څه نه پېژني اوپه شخصي ــ رسمي ژوند، په ليکنو،هستونو، ويناوو اولکچرونوکې ديوه رښتني ښوونکي په توگه  لکه د سبا سترگه ځلېدلی دی.

دامې هم  هېر نه دي چې کله ده دپوهاندۍ درجې ته ترفيع وکړه،دی دعمر له پلوه دکابل پوهنتون په کچه ترټولو ځوان پوهاند وو.زه دوه دورې (لېسانس،ماستري) دزيارشاگرد وم، څوسمستره ټولګي ته داسيستانت په ډول ورسره هم تللی يم.زما شعرونه اصلاح کړي دي،دمقالوپه ليکلوکې يې ماته لارښوونه کړې ده،دعلمي ترفيعاتولپاره مې دعلمي آثاروپه ليکلوکې لارښود استاد پاتې شوی دی..وروستی علمي اثرچې ما د ده ترلارښوونې لاندې وليکه،له پوهنملۍ نه،پوهندويۍ ته دلوړېدولپاره اثروو،چې « په پښتوشعرکې دانځوراوتخييل مسأله » نومېده.

او تر ټولو وروسته نه هېرېدونکې خاطره  ځنې داده چې زما دواده پر ورځ يې راته دخپل يو نوې چاپ شوې جيبي شعري ټولگه(وينه اومينه) دخدای په امانۍ پر مهال را ډالۍ کړه او دغه لنډ،خوتلپاتې توري يې راته پکې ليکلي ول:

« آصف جانه تردې وينې اومينې نور څه نه لرم چې ستا دواده دډالۍ لپاره يې وړاندې کړم،دغه ګډ ژوند دې مبارک شه اوټول ژوند دې سره ګلونه » جيبي ټولگه تراوسه ما له دومره کډواليو، کړاوونو، مرگاني پېښو، جنگونو جنايتونو، منډو ترنډواواړودوړ سره سره، لکه سوی لاس ساتلې او بيا تر ډېرو اوږدولارو او مزلونو وروسته مې تراروپا رارسولی ده.

زيارشکردی، اوس ژوندی دی اودا دی موږيې پېنځه اويايمه زېږکاليزه نمانځو،کولای شوډېرڅه ورنه وپوښتو، که خدای مه کړه سبا دی نه وي، بيا به دده ژوند،آثارو،افکارو په تړاو زموږ اونوروخبرې پر اټکلونو ، سمواوناسمو ماويلو تا ويلو ولاړې وي.

د زيارعلمي اوژبپوهنزه لاره لېله نوره د لومړيو دوه لسيزو په څېر په ډلبنديو کې  راښکېل نه ده او ورځ پر ورځ يې د پلويانو او پليونو پله مخ پر درنېدو ده.. ډېر ځله ليدل شوي ، هغه پروني ناباندې(مخالفين) يې هم چې کله له يوې ستونزې سره مخ شي، نونا څاپه يې له خولې ووځي:

((زياربه دې ته څه شی وايي، دې ته به زيار څه شی جوړ کړی وي؟))

د ده له نومونې سره سم ((نوي کمپيوټري پښت)) دومره زغم او زړه غټاوی وربښلی چې د څلوېښت کلن غورځنگ ټولې ستونزې او ستومانۍ يې ځنې هېرې کړې دي. کمپيوټري نومونې، لکه:  برېښنا ليک ( د زيار په سمون(برېښليک)، (اېمېل)، وېبپاڼه(د زيار په سمون ووبپاڼه)،(وېبسايت)،گورتپاڼه (وېبلاگ)، نړيجال(انټرنېټ)، راکښته کول(ډاونلوډ)... لاڅه چې زرکلن پارسي- عبري اوونۍ نومونه(شنبه، يکشنبه...) يې هم پر(پيلنۍ، يونۍ، دونۍ، منځنۍ، پېنځنۍ، شپږنۍ) راواړول او رادود يې کړل.

د علمي- تخنيکي ترمينالوجيو او نيولوجېزمونو په تړاو استاد زيار د خپلو بريو او برياوو تر ټولو سترې خاطرې چې په ليکنو او مرکو کې يې تل يادوي، دا دوي دي: (۱) د کابل پوهنتون د گردو اجتماعي او ساينسي څانگو خرانگو له پښتنو استادانو سره يې د کلونو کلونو مرسته دې پايلې ته ورسېده چې د انقلاب په وروستيو کې پارسي ژبي استادان هم له ځان سره ملگري کړي او پراړوندو اداري چارواکو د دواړو ژبو ترمينالوجيو ته د يوې ارتې بيرتې رسمي پروژې بڼه ورکاندې او (۲) پر۲۰۰۵ کال چې کله مايکروسافټ نړيوالې انټرنېټي کمپنۍ  د مخابراتو د ((کمپيوټر ساينس)) پر څانگه  د پېنځه دېرشمې ژبې په توگه پر پښتو د څو لکه نومونو(ترمونو) د راړولو سپارښت وکړ، بياهم  د زيارمرستې ته اړوتل.

هسې خويې« بي بي سي دژورنالېزم پوهنځی » هم په خپل درسي نصاب کې د« يوکره ـ ګرامري پښتولارښود » يوه دريڅه پرانېستې او چغې وهي چې:

دخدای پاردی، يوه پښتو اوکره پښتو وليکئ !!!

نوم مور پلار پر ماشوم ږدي،خو لنډنوم(تخلص) هرڅوک ځانته پخپله غوره کوي . که هرڅوک دخپل اېښي لنډ نوم پېنځوس سلنه پر ځان تطبيق کړي، نړۍ به « گل و گلزار» وي، نوزه زيارته مخامخ وايم:تا د خپل اېښي نوم درسته سلنه پرځای کړې ده!

دا  نوم اوله زيارونو ډک وياړمن ژوند اوپېنځه اويايم زېږپسرلی او د خپلې مورنۍ پښتو د سرڅڼې او نړيوالې سيالۍ لپاره دې شپېته کلنه فرهنگي مخينه بختوره شه!

پاتې عمردې هم له غمونو لرې، له زيارونو او برياوو ډک اووياړمن اوسه!

گېډۍ،گېډۍ گلونه دې مخې ته ږدم!

                                          ستاسې  پاسللی پوهندوی آصف بهاند

  

رفقا، دوستان عزیزتارنمای وطندار !  لطفاً نظرات، پیشنهادات، انتقادات، مقاله ها، نوشته ها، مضامین و مطالب علمی و تحلیلی خود را جهتِ نشر به ادرس پوست الکترونیکی سایت بفرستید