WELCOME

To Our Website

Lorem ipsum dolor sit amet, consectetur adipiscing elit. Sed non metus

  گزیده های مقالات  انجنیرعبدالقادرمسعود

 

    تاریخي سوبې او ستر ویاړونه  -  ستا د مینې زولنی    ترتیب کوونکی  :  انجنیر عبدالقادر

  

پـرښــه به شــي مــاته، خــو زه کلــه مـاتیږم

تورزن زوی د دې هیواد یم، د افغان په نوم یادیږم

پښــت په پښــت مــې وپـوښته، چې څوک یمه

څوک مې بولي روهیله، هم د پټان  په نـوم یادیږم

ارین یــم اریانا مــې خپـــل ټاټـــوبـــــی دی

عقاب د هندوکش یم، خراسان  په نوم یــادیــږم

ډغرې مې وهلي، سنـګـــــرونه مې ګټلــي دي

رستـــم د زمـــانې ، زابلستان  په نــــوم یادیږم

سکنــــدر مـې ټپي کړی، داریوش می دی وژلی

خپلـــه خـاوره مې ساتلي، قهرمان  په نوم یادیږم

قیـــس نیکه مې، لا عرب مسلمان کـــــړی دي

د تازیانو په تاریخ کـې، سلیمــــان  په نوم یادیږم

په لوړو غرو کـې اوســـم، لـــــوړ همت لــــرم

دښمن ته یمه، تنـدرد اســمـان  په نوم یادیــږم

په اصفـــهان مــــې، د بـــري تــوغ رپولی دی

 د هــوتکــو ســر لښـکر یم، امیر خان  په نوم یادیږم

دا ټــوټــې ټــوټــې وطـــن مــې دی جـوړ کـړی

د افغـــان ملــت بانـي یم، احمد خان  په نوم یادیږم

تـــوره مـــې ښـــکاره او په میـــړانه چــلــولــي

د میکناټن سر مې مات کړی، اکبر خان  په نوم یادیږم

عـــزیـــزولـــي او ورورولــــی کـې یـم بی ساری

له تشد ده لرم کـــرکـه، پاچا خـــان  په نوم یادیږم

انګــــریـــزان مـــې لــــه وطنـــه دي شــړلي

خپلواکي مې ده ګټلي، غــازی امــان  په نوم یادیږم

مــــلــي بیــرغ مې پـــورته تــر اسمـــان کـــړ

احـــد یـم ستـــور مــزلی، د کیهان  په نـوم یادیږم

د وطـــــن پــه ننګ پــه دار یــــم ځـــړیدلـــی

نجیـب یـــم، زنـــده یـاد جـــاویدان  په نوم یادیږم

اکبـــري پـه ډاګـــه وایــه، څـــو بې نـنـګـــو ته

دی ورستو خس او خاشاک ته، د توپان  په نوم یادیږم

 

لامې دزړه غوښتنی واړه پښتنی پاتی دي

لاسپکی ندي،ارزوګانی مې درنی پاتی دي

په ډیر اخلاص یې نازومه، چې خواشینی نشي

ستا خاطری مې لا په زړه کې میلمنی پاتی دي

لا دې د مینې قافله ، زما په زړه دیره  ده

لامې په زړه کې ستا د مینې کاشانی پاتی دي

نورمې له زړه نه، د ھر چا مینې هجرت کړیدی

پکې یوازی هیلې ، ستا د یارانی پاتی دي

د مُعتکف په څیر په کونج کې ناست یم، تا یادوم

نور رانه ښه او بد،د ټولی زمانی پاتی دي

ستا د روغتیا دعایه  ولیکم، تعویذ  تری جوړ کړم

د هر تعویذ مې په تابیلی شکرانی پاتی  دي

زه  قیام  لا هم ستا د مینې په  زندان کی اوسم

لا مې په پښو کې ستا د مینې زولنی  پاتی  دي

 

رفقا، دوستان عزیزتارنمای وطندار !  لطفاً نظرات، پیشنهادات، انتقادات، مقاله ها، نوشته ها، مضامین و مطالب علمی و تحلیلی خود را جهتِ نشر به ادرس پوست الکترونیکی سایت بفرستید