2011/07/02

علامه محمود طرزي وایي:(یواولس په ژبه او ژبه په ادبیاتو ژوندۍ پاتې کیږي).د پښتو ادب او فرهنګ په ځلانده او ویاړلي ډګر کې پښتو ژبه له هغې وخت نه، چې د خپرونو او کتابونو ژبه شوه، دادب په تاریخ کې یې د یو نوي ادبي او عملي ژوند بنسټ کیښود. زموږ ادیبانو، شاعرانو او لیکوالو دخپلوادبي هڅو، فعالیتونو،  هلوځلواو دبې سارې شاعرانه نوښتونو، ترکیبونواو تصویرونو په نتیجه کې نن ورځ د پښتو ژبه او ادب یې په یوې نوې او ځواکمنې لارې د ادبي او ملي ګټو په ګاڼه سمبال کړې دی. دوی دخپلې ملي ژبې د پرمختیا، پراختیا او دودتیا لپاره له هیڅ ډول هاندو هڅې څخه ځانونه نه دي سپمولې، او هر چا د خپل توان سره سم په دې لاره کې د مننې او قدر وړ خدمتونه تر سره کړي دي.

یو له دغو پیاوړو او تکړه لیکوالواوشاعرانو له ډلې  څخه ښاغلی زیب منتظر مسیددی، چې د خپلو ارزښتناکو

آثارو په وسیله یې د پښتو ادب بڼ همیشه تازه، ښیرازه او غوړیدلې ساتلې دی.

ښاغلی زیب منتظر مسید د جهانزیب شمنخیل مسید زوی او د فرقه مشر محمد رمضان خان شمنخیل لمسی دی.دی پر (۱۹۶۳) زیږدیزکال داکتوبردمیاشتی پر لسمه نیټه په وزیرستان کې زیږیدلی دی.نوموړې په قوم لمرګل خیل مسیددی.لومړنۍ زده کړې یې په خوشال خان لیسه کې تر سره کړې دي، بیا د لوړو زده کړو لپاره د پخواني شوروي اتحاد دازبکستان سوسیالیستي جمهوریت تاشکند ښار ته ولاړو،او پر (۱۹۸۹) زیږدیز کال یې د تاشکند د البیروني په نوم د پوليتخنیک  د انستیتوت نه د مهندسي په څانګه کې د ماسترۍ دیپلوم تر لاسه کړ.

د یادونې وړ ده چې منتظرمسید صاحب د زده کړو پر وخت له روسي ژبې نه دوه کتابونه چې یو یې (جګړه) او بل یې (غښتلي وګړي) نومیده هم پښتو ته ژباړلي دي. بیا یې له (۱۹۹۰ز) تر (۱۹۹۲ز) کال پورې د افغانستان لپاره له تاشکند راډیو له پښتو خپرونې سره د ژباړونکي او ویاند په توګه مرسته کوله. پر (۱۹۹۳ز) کال اوکراین ته او له هغه ځایه بیا پر (۱۹۹۸ز) کال پاکستان ته ولاړو. پر (۲۰۰۳ز) کال بیرته افغانستان ته راستون شو نن سبا هلته اوسیږي او په خپل کار او دنده بوخت دی. ده د ښونځي له وخته په شعر ویلو پیل کړیدی او پر (۲۰۰۵ز) کال یې د خپلو شعرونو لومړۍ ټولګه د (اوکا) په نوم چاپ کړه. د منتظر مسید صاحب ډیر زیات شعرونه او بیلابیل مضامین پربیلابیلو موضوعګانود هیواد په ځینو ورځپاڼو، اونیزو او الکترونیکي رسنیو کې خپاره شوې دي. ده خپله دویمه شعري ټولګه چې د (ویښې شپې) په نوم یادیږي د چاپ لپاره تیاره کړې ده ډیر ژر به چاپ شي. منتظرمسید صاحب د خپلو شعرونو تر څنګ د جنوبي وزیرستان د مسیدو قوم د تاریخي مبارزو او هڅو په باب هم ځینې څیړنې او یو شمیر معلومات راغونډ کړیدي چې غواړي دا څیړنې او معلومات د یو کتاب په توګه هم چاپ کړي. دی د خپلو ټولو فعالیتونو تر څنګ د شوق او ذوق له مخې انځورګري هم کوي او همداراز په مجسمه جوړولو کې هم ښه استعداد لري. لنډه دا چې ښاغلی منتظر مسید زموږ د هیواد څو اړخیزه شخصیت دی، له تاریخ، سیاست او ادبیاتو سره ځانګړې مینه لري.

 - ښاغلی زیب منتظر مسید زموږ د هیواد هغه مخکښ او تکړه شاعر او لیکوال دی، چې د ده په لیکنو او شعرونو کې د پښتو ژبې او پښتونولي سره سوچه، پاکه اوسپیڅلې مینه، د هیواد او هیوادوالو او ټولنیزو هیلو او دردونو ملي احساسات او جذبات له ورایه څرګندیږي. دبیلګې په توګه دده دا بیتونه لولو:

 جهان رانه ورک شوی دی ،خپل ځان رانه ورک شوی

امید،هیله مومړه دي،هم ارمان رانه ورک شوی

څه لړې،څه توپان ګرم،څه هم موږ په سمه نه یو

منزل چې غلط کړی مو،کاروان رانه ورک شوی

چې خړمنځ دسیالانوکې،لږ بل خوډیرخپل ګرم یو

احساس مودی مړشوی هم وجدان رانه ورک شوی

دبل په تمه ناست یو،چې ړنګ کوربه راله جوړکړي

غیرت اوننګ مو څه شو ،هوډ ، ایمان رانه ورک شوی

***

او یا وایي :

لاړم پردلدل(بوخته)دړوندغیرت ډوب ترزنګون شومه

ورک مې خپل  پیژندکړ،لوی افغان وم تش پښتون شومه

ماویل ککرۍ به شي ماته،ښکته نه به شي

ماته نشوه، ښکته هم شوه ،پاتې له پاڅون شومه

لوبې دپیشو راباندې خپلوهم پردو وکړې

سپک شومه،بې پته شوم،هم ګرم دهرقانون شومه

سپي دلیوني په شان نښتی مې لکۍ پورې

جوړه تماشه مې ددښمن دنندارتون شومه

ښکته ترهرچاخو راته ځان ترهر چالوړښکاري

ځکه شاته پاتې له هرنوي اوښتون شومه

چیرته چې جګړه وي مامې بډې ورته نغښتې دي

ځکه جګړه مارو دنړۍ ته جوړمضمون شومه

ماوییل چې تل به (منتظر) نه یم ،نیکمرغ به شم

اوږد مې انتظارشو،نورنوستړی له ژوندون شومه

 

او یا وایي :

 

دنیکمرغۍ په لټه وتی ، سمه، غرلټوم

دتوروشپونه ستړی شوی  یمه لمرلټوم

شیرخان،میرویس،احمد،غفار نه مومم

ناهیلی ګرځم،خپل ټاټوبی لراوبرلټوم

لکه دډال چې ددښمن ګوزار ته ودریږي

داسې پولاد په شانې کلک پښتون ټټرلټوم

نه خومورچل له لاسه ورکړي،نه دښمن پرې برشي

پاتې ژوندو سرو کې داسې یو نر سرلټوم

***

پوهاند ډاکتر صاحب مجاوراحمدزیار، چې زموږ دهیواد نومیالی فرهنگيال څواړخيز منلی شخصیت ژبپوهاند او ادبپوهاند، ليکوال، رسنوال او تکړه وينا وال دی په خپله یوه لیکنه کې دښاغلي زیب منتظر مسید د ادبي شخصیت په اړه داسې وایي:

(گران او منلی انجنير صاحب،

ډېر ه مننه چې دمنتظر مسيد غوندې د يوه بل فرهنگيال مسيد له اند و ژونده دې خبر کړم.له داسې يوه انسانه چې په ټوله  رښتينولۍ او روغنيتۍ يې د خپلې مورنۍ ژبې دسرڅڼې لپاره منډې ترنډې وهلې. هم يې د ليکوالۍ، ژباړې او رسنوالۍ او هم د شعر و شاعرۍ او وياندۍ له لارې له غبرگو تربرو (پارسي او اردو).ژبو سره د سيالۍ  او خپلو وروسته پاتې پرگنو د راويښونې لپاره ښايسته ډېر څه کړي دي.

د شعر ژبه يې له روانۍ او ساده گۍ سره سره د پښتني ولولو ښه ترااستازي او انځورگري کوي او يو ښکلی پيغام پکې رانغاړي.خو زه يې بيا په ځانگړې توگه د ټولنيز ارمان يوه رڼه هینداره بولم او له همدې پلوه ورته د لا زياتو بريواو برياووغوښتونکی يم.

په ټوله پښتني- فرهنگي مينه!

پوهاندمجاوراحمد زيار)

ـ د ښاغلي منتظر مسید په شعرونو کې دپاکې او سپیڅلې مینې او محبت خبرې او د کلام سپیڅلتیا د ده دزړه د درد او احساس ژبه ده، چې هر لوستونکې او اوریدونکې  په لوستلو او اوریدلو پکې د خپل زړه دردونه، هیلې او آرمانونه موندلې شي.دی په خپلو شعرونو کې دخپلو خلکو دردونه او د پیښو، حوادثو عیني او ریښتیني تصویرونه اودټولنیزژوند بیلابیل اړخونه او نیمګړتیاوې په ډیره میړانه او زړورتیا د خپلو هیوادوالو سره شریکوي او ترینه پرده لیرې کوي.د بیلګې په توګه د ده دا بیتونه ګورو:

ورځې مو تیرې کړې په خوب، ویښې موشپې پاتې شوې

ځکه اغیارلاړ تر منزل، زموږ قافلې پاتې شوې

تندې اخیستي ور روان یودسراب په لوري

څیرمه ترڅنګ مودچینې اوبه رڼې پاتې شوې 

دبل پرسرباندې ږدو پښه، خوځانته لاره باسو

غم دعقبا دی رانه هیر،رانه سجدې پاتې شوې

زاهدپه یوه پیاله تسل نه کاویالې یې غواړي

هسې په حرص کې دساقي ترې پیمانې  پاتې شوې

ورنه لټون کې دجنت دغونډومنډوحورو

ددې دنیادا ښکلې پیغلې سپينې سرې پاتې شوې

هغه چې تلي، ښه یابد وو بیرته نه راګرځي

دچانه بدې خاطرې، دچانه  ښې  پاتې شوې

بس (منتظره) دجنت غم خوره جومات ته مخ کړه

لاړه ځواني نورې دعشق مینې کیسې پاتې شوې

***

او یا وایي :

څوک په اوبوکې پل د ورک جنان دپښې لټوي

څوک په نیستۍ کې دهستۍ دخوند وږمې لټوي

چا ده ځولۍ کلکه نیولې د نفرت اوکرکې

پکې دمینې،محبت شیبې خوږې لټوي

څوک جل وهلی،دسراب لورته په ځغاسته روان

غواړي پرې ماته خپله تنده کړي،ویالې لټوي

بلبل دګل ښايست دځان لپاره غم جوړکړی

ناست تمام عمريې صفت لره نغمې لټوي

پتنګ دشعمې درڼواوښکوطواف لره ځي

خپلووزرو ته داور بلې لمبې لټوي

***

 او یا وایي :

زه خو تاته درنژدې شوم،ليرې،ګوښی له دونياشوم

دريغه  تاهم درخپل نکړم،پاتې ځانته تک تنهاشوم

یوڅپانده ،خوځندموج وم،ډک له مينې اواحساسه

په ساحل دبې حسۍ مې ټکر وخوړ ورک ، پنا شوم

ته نغمه شولې بې سره دمطرب ګوتو کې ښکيله

زه غزل شوم ډک له غمه،اه ،پریادشومه،نوا شوم

تاښادي خپله جامه کړه،دحسرت لمن ورټوله

زه دغم سره ملګری،میشت په کلي د ژړا شوم

تا دګل طراوت خپل کړ،دبلبل دزړه صیاد شوې

مااغزو له غاړه ورکړه،ټپ،پرهارشومه ،غوغاشوم

څوشیبې،څوګړۍ ژوند دی،ستاله سر ځینې دې ځاروي

(منتظر) پرې پښیمان نه یم، خیرکه لاړمه،خطاشوم

***

ښاغلی عبدالهادي هادي صاحب چې زموږ دپښوادب په ډګر کې یو تکړه او نامتو لیکوال اوشاعر دی په خپله یوه لیکنه کې د ښاغلي زیب منتظر مسید صاحب دشعر او شاعرۍ په اړه داسې کښلي دي:

(  ....  ښاغلي منتظر زیب مسید مې په فیس بک کې پیژندلی دی، له څه مودې یې نیژدې هره ورځ ، دوه پس  یو شعر لولم، لوستی او له روان نړیوال شعري بهیره خبر او آګاه شاعر دی.شعرونه یې روان، ساده او ښکلي دي.د مسید شعرونه زموږ داوږدې روانې تراژیدۍ ژوندي او ښکلي انځورونه دي، د ده په شعرونو کې د هغه اور تاوونه له ورایه ښکاري چې د ده پر زیږنځای وزیرستان کې بل دی:

جهان رانه ورک شوی دی ،خپل ځان رانه ورک شوی

 امید،هیله مومړه دي،هم ارمان رانه ورک شوی

 څه لړې،څه توپان ګرم،څه هم موږپه سمه نه یو

منزل چې غلط کړی مو،کاروان رانه ورک شوی

 مسید ته د پښتنو د بې څاروانه کاروان د ورکې درد مالوم دی او د همدې له پاره ، خپلې ویاړلې ماضي ته پناه وړي او د تیرو زمانو په طلایي پاڼو کې شیرخان، غفار خان او میرویس خان لټوي:

دنیکمرغۍ په لټه وتی ، سمه، غرلټوم

 دتوروشپونه ستړی شوی  یمه لمرلټوم

 شیرخان،میرویس،احمد،غفار نه مومم

 ناهیلی ګرځم،خپل ټاټوبی لراوبرلټوم

 ښاغلی مسید ته د پښتني ټولنې نبض ورمالوم دی او په دې پوهیږي چې موږ ټول عمر د دې پر ځای چې د مستقبل له پاره فکر وکړو نو د خپلو نیکونو او پلرونو پر تورو ویاړیدلي یو، او همدا هغه څه دي چې موږ یې د زمانې له کاروانه وروسته پرې ایښی یو، هغه په ډیرهنرمندانه انداز د پښتني معاشرې پر دغه منفي سلوک انتقاد کوي او په ښکاره وایي چې موږ همدې تشو ویاړنو له کاره ویستي یو:

لاړم پر دلدل (بوخته)دړوندغیرت ډوب ترزنګون شومه

  ورک مې خپل  پیژندکړ،لوی افغان وم تش پښتون شومه

 ماویل ککرۍ به شي ماته،ښکته نه به شي

 ماته نشوه، ښکته هم شوه ،پاتې له پاڅون شومه

 ښکته ترهرچاخو راته ځان ترهر چالوړښکاري

 ځکه شاته پاتې له هرنوي اوښتون شومه

 چیرته چې جګړه وي مامې بډې ورته نغښتې دي

ځکه جګړه مارو دنړۍ ته جوړمضمون شومه

 ما چې تر کومه د ښاغلي زیب منتظر صیب شاعري لوستې نو هغه راته یو متعهد شاعر ښکاري، هغه د فکر د ارایې له پاره او د خپل پیغام د لیږدولو له پاره له شعره د یوې وسیلې په توګه کار اخلي او غواړي په دې ډول د پښتني معاشرې نیمګړتیاوې رابرسیره او د حل لارې یې په ګوته کړي، ان تر دې چې کله کله خو ډیر د هنر پروا هم نه ساتي خو د خپل پیغام او فکر لیږد ته تر پایه متعهد پاتې کیږي.د ښاغلي مسید پر شاعرۍ ډیرې خبرې کیدای شي چې هغه زه بل وخت ته پریږدم خو پر دې خبره ټینګار کوم چې که څوک غواړي د ژوند له پاره شعر ولولي او که څوک په شعر کې فکر او منځپانګې ته پر نورو توکو ترجیح ورکوي نو د منتظر مسید شاعرۍ نه دې په څنګ نه تیریږي او خامخا دې د هغه د ښکلې او انساني شاعرۍ په ګلبڼونو ورګډ شي.بیځایه به نه وي چې له خپل ګران دوست انجنیر عبدالقادر مسعود نه هم مننه وکړو چې زموږ دا حقدار او ښه شاعر یې راسپړلی دی او غواړي په دې ډول یې نور هم افغاني ټولنې ته ورپیژني...))  

- منتظر مسید صاحب په خپلو شعرونوکې خپل رښتینې احساسات او افکار دخوارانو،غریبانو، مسکینانو، مظلومانو او یتیمانو په اړه او د دوی رنځونه او غمونه، لوږه اوتنده او د ټولنیزژوند ناخوالې، کړاوونه او ناهیلې داسې انعکاسوي، چې دهر لوستونکې انساني عواطف او احساسات راوپاروي. د بیلګې په توګه دا بیتونه ګورو:

 

راځی چې سوچ پرې وکړو

داملامته څوک دی ؟!

داچې مو کورويجاړدی

ور دروازه نلري

په نغري کې مو اور نه بليږي

خړې لوخړې، مړه لوګي ترې خيژې

دمایوسۍ سلګۍ ،ګریزونه کوي

په غم لړلي اسويلي ترې خيژي

سکروټې مړې دي تش ايرې پاتې دي

ترخې ترخې څوخاطرې پاتې دي

راځي لږسوچ پرې وکړو

دا ملامته څوک دی !؟

***

او یا وایي :

څه روان دي ستا دونيا کې لويه خدايه

څوک خاوند د څوکورو اوڅوک بې ځايه

څوک بې رزقه ،جامې نه لري په غاړه

څوک لري بيا بې حسابه دغه دواړه

څوک له فقره وير، فرياد کړي په ځان تنګ وي

چا په کور کې موټرونه رنګ په رنګ وي

څوک خوري وينې د مظلوموپرې چاغیږي

څوک له لوږې نه په سرو سترګو ژړېږي

دچالاس د بل په وينو سور ککړوي

څوک بسمل غوندې په خاورو کې خړپړوي

د چا ځمکه بستره ، تيږه بالښت وي

دچا نرم اونازک ، ډېر يې ارزښت وي

څوک تنور په شان په سرو غرمو کې کارکړي

څوک بيا ناست ارام ،امرونه اوګفتار کړي

څوک د بل لپاره ځان فدا، قربان کړي

څوک دبل په زيار وځان ته جوړجهان کړي

څوک کړي فکر څنګه نن شپه به سبا کړي

څوک له ډېرې خوشالې شين وي ،خندا کړي

***

او یا وایي : 

ښکاروکه ظاهرژوندي ،باطن کې هر زړه مړی دی

موږله ژوندستومانه ،ژوند له موږه ځينې ستړی دی

خدايږولګيدلی پرپښتون دليوني سپي رنځ

وينې دخپل ورورڅښي ده ته ښکاري لوی پياوړی دی

نورخلک خپل ژوندکړي  موږاخته دځان په ويرکې يو

سورککړ په وينو د وجود مو هر يو غړی دی

لت پت موچمن دی پاڼې پاڼې سره ګلان پراته

خدايه  رالويدلی پرموږڅه تندرخوشمړی دی

کاڼي بوټي سوزي دبارودو ترې لوګي خيژي

دغه يې سوغات دی چې دښمن موږته راوړی دی

سترګې مو ړندې دي پرې پرده ده دنفرت خوره

عقل اوشعوردجنګ،جګړې ديو رانه وړی دی

کورد غليم وران شه دايې څه کانې راوکړلې

اوردځان ځانۍ يې پرلمن راپورې کړی د ی

بس کړه جنګ پښتونه  لار دسولې علم ونيسه

سوال درته زاري کړم دلوی خدای روی مې دروړی دی

زه خو(منتظر) يم دپښتون  ديوه نيکمرغه ژوند

ګران راته ترځانه دپښتون هريووګړی دی

***

- ښاغلی منتظرمسید په خپلو شعرونه کې دظلم، استبداد، نابرابریو او اختناق پر خلاف خپل دریځ په ډاګه څرګندوي. د بیلګې په توګه دا بیتونه ګورو:

دمستبد له ظلمه شور مه کوه

ويره يې ډارله ځواک اوزور مه کوه

پاڅه په سوک يې ورله مات کړه [ورسک]

ذغم، حوصله، صبر ورته نورمه کوه

فيصله منځ کې چې دحق، باطل کړې

توپيردلوړ، ټيټ، سپين اوتور مه کوه

چادرته ويل؟! ماتې دښمن لپاره

صرفه پرپلاردې هم پرورور مه کوه

که خوښ ژوندون دې وي بې [مرڼودرڼو]

دپلاراومور زنيازبینه لور مه کوه

هرکارچې کړې په خپل تدبيريې کوه

استفاده سؤ له مجبور مه کوه

سکون دروح،جنت فردوس دې په کار؟!

دلازاري دپلاراومور مه کوه

***

او یا وایي :

لږمې پريږدی

چې په چوپه اوخاموشه

غلې دپه يوه ګوښه کې

تک تنهايوازې ځانته

لږساعت يوه ګړۍ کينم

خپل خوره وره، ورک شوي

تراهيدلي ،ويريدلي

بوږنيدلي ريږديدلي

عقل،پکراوشعورمې

سوچ اوخيال سره راټول کړم

ځان،جهان ،حالت راغلی

دښه، بدپه تله تول کړم

لږمې پریږدﺉ! چې سوچ وکړم

دتورمخې بدمرغۍنه

تکې تورې تاريکۍ نه

دغمونودکوهي نه

ددښمنې ناپوهۍ نه

دوتولار که پيداکړم

داتیاره توره رڼاکړم

لږمې پريږدﺉ!

***

او یا وایي :

راشئ ای ملګرو،نور دغم خبرې نه کوو

نه تویوواوښکې ، دماتم خبرې نه کوو

غم په خوشالي مینځو،ناخوالوته سرور راوړو

ټپ،پرهاردې ورک شي ، دملهم خبرې نه کوو

ستایو به ښکلادبڼ،وږمونه به يې خونداخلو

تړمو،تړمواوښکودشبنم خبرې نه کوو

غوږنیسو مطرب ته،دنغمويې سوزاوسازاورو

موږيې سراوټال،دزیراوبم خبرې نه کوو

لمریادوو،ورځ یاده ،رڼااوروښنايي ګورو

شپه هیره،تیاره هم دتورتم خبرې نه کوو

ډاردا درقیب نه دی ،له مینې لاس په سرچې شوو

تاتندی کړتریو،ځکه صنم خبرې نه کوو

نورنو(منتظره)خپل چمن کې خزان نه زغمو

تل غواړوپسرلی دبل موسم خبرې نه کوو

***

- ښاغلی منتظر مسید په خپلوشعرونوکې مینه اومحبت، ښکلا،رازونیاز،حسن و جمال سوزوګداز اودطبیعت دمناظرو ښکلا په ډیرو رنګینوتصویرنو، خیالونواو سمبولونو

کې داسې ترسیموي . دبیلګې په توګه دا بیتونه ګورو:

 

یارمې خبرله حاله څه دی په ماڅه تیریږي

څه یی پرواده چې په غم کې یم که ښه تیریږي

ماویل زمااوښکې به توپان شي یار به ولړزوي

هسې ګریوان ته څاکي څاکي ترلیمه تیریږي

لکه ماشوم ترلاس راکاږم زړه دژوندسفرته

خوخدایږو یاره چې ته نه یی وخت مې نه تیریږي

په سره انګاریی دسروشونډوراله وریت دی زړګی

ځکه خوګریځ کوم ،پریادمې تل ترخوله تیریږي

چې شمه مړ،مړی مې ښخ کړئ دګودرپه لارکې

چې مستې پیغلې مې ترڅنګ په تله راتله تیریږي

دایی پسادټول تربڼولاندې کتلوکې وو

چې یی (مسید) کړ(منتظر) اوس ترینه نه تیریږي

***

او یا وایي :

مامې حال ورته بیان کړ، دې په ټوکوواړوله

داغ دزړه ورعیان کړ، دې په ټوکوواړوله

دبیلتون له درداوغمه ،ویر،پریادمې ورته وکړ

ورته څیرې مې ګریوان کړ، دې په ټوکوواړوله

دمینو پيروي کې ،دمجنون په لاره لاړم

ترینه ځارمې ځان، جهان کړ، دې په ټوکو واړوله

تورته سپین ،بدته مې ښه ویل،بس چې یارمې وي خوشاله

ځمکه پاسه کوزمې اسمان کړ،دې په ټوکوواړوله

دملنګ جامه کې ورغلم،ګوندې زړه به يې لږخوږشي

(منتظر) مې مل دځان کړ،دې په ټوکوواړوله 

***

او یا وایي :

 زه ګل ،ګل دصحرا وم

په بيدياکې لوييدمه

نه ښکلا دچادبڼ وم

نه اميل دچادغاړې

بې خبره دګلدان وم

نه محتاجه د باران وم

نه اوبه چاراکولې

نه ويالې مې پيژندلې

وچې شونډې لندوې مې

دګهيځ پرخې پرڅاڅکو

دسهارتنکي نسيم به

زه له خوب راويښولم

دسپيرې بيديابلبلو

به په شونډوښکلولم

څوګړی څوشيبې ژوندوو

په خوښۍ مې تيرولو

***

او یا وایي :

چته شپه بيداره ناست یم

ستاپه یادکې

داسمان له رڼوستورو

دسپوږمۍ له ټیکلي نه

ستامیینې ،تکې سپينې

نرۍ غاړې ته دلبره

بس پييل ديوه هارغواړم

 

توروجګوغرونو شاته

دشفق په  سره لمن کې

ستامنګلوتکوسپينو

بلورینواوپستوته

دنکریزوسرخي غواړم

زیب ،زينت اوسینګارغواړم

تورې ،دپې دې چوپتیاکې

ناهیلۍ ډکې فضاکې

دزمان له جبره ستړي

خپل عمجن او[آوکا] زړه ته

لږسکون اوکرارغواړم

***

دښاغلي منتظر مسید په شعرونو کې جګړه چې دهرډول بدمرغیو مور ګڼي او دهیواداو ولس نیکمرغي یوازې په سوله کې ویني، خپل ولس داسې دسولې لوري ته رابولي : دبیلګې په توګه دا بیتونه ګورو:

 

پښتونه! جنګ پريږده،خوږه لږزده کړه

حل دمشکل په مرکه لږزده کړه

په هر خبره ټوپک مه را اخله

کابوپرځان اوپرغوسه لږزده کړه

ډيردې تاوده وخوړل ځان دې وسوو

نوره تاوده پريږده، ساړه لږزده کړه

څوبه پټي پرسرخپل ورور دې وژنې

زغم، تحامل اوحوصله لږزده کړه

***

 

پدی وطن کی چی توییږی دادچاوینه ده

نه داغیار،نه ددښمن ده ،زمااوستاوینه ده

داچی لاسونه دې پرې سره دی ترتخرګونوپورې

یادې د ورور،یاهم دپلار،یاخوباباوينه ده

رنګ خویی سوردی خوقیمت يی چی دوینی ندی

دادپښتون وینه ارزانه ده ،وړیاوینه ده

تاهم کړه تويه،ماهم تويه،هم هغه تویه کړه

پرون هم وینه وه، نن وینه،هم سباوینه ده

تندرکه ټکه رالویدلی ده زموږ په غولي

ځمکه په وینو،اوبه ویني،هم فضاوینه ده

راشی دخپلې وینې قدرلږ په خپله وکړو

بیابه یې بل په قیمت پوه شي ،خامخاوینه ده

خپلومجبورکړ(منتظر) چی غلی ناست دی ګوري

ګني سوراوریی بل ټټرکی ،هم توده وینه ده

***

او یا وایي :

لاړم په دلدل دړوندغیرت ډوب ترزنګون شومه

ورک مې خپل  پیژندکړ،لوی افغان وم تش پښتون شومه

ماویل ککرۍ به شي ماته،ښکته نه به شي

ماته نشوه، ښکته هم شوه ،پاتې له پاڅون شومه

لوبې دپیشوراباندې خپلوهم پردووکړې

سپک شومه،بې پته شوم،هم ګرم دهرقانون شومه

سپي دلیوني په شان نښتی مې لکۍ پورې

جوړه تماشه مې ددښمن دنندارتون شومه

ښکته ترهرچاخوراته ځان ترهرچالوړښکاري

ځکه شاته پاتې له هرنوي اوښتون شومه

چیرته چې جګړه وي مامې بډې ورته نغښتې و

ځکه جګړه مارودنړۍ ته جوړمضمون شومه

ماوییل چې تل به (منتظر) نه یم ،نیکمرغ به شم

اوږد مې انتظارشو،نورنوستړی له ژوندون شومه

***

او یا وایي :

توره تياره کې ميشت یم

دپه، تربته تياره

هرخواخورې دي دتورتم لښکرې

هررنګ یې وخوړ بس يو تورپاتې دی

لکه تورديو ډيوې ،څراغونه وژني

نه ترې رڼانه ترينه نورپاتې د ی

هم موټول غولی هم کوڅه تياره ده

څه عجيبه غوندې سپيره تياره ده

زموږ پرکلي یې ولکه کړيده

زموږ دښکيلاک يې اراده کړيده

زه مې خپل زړه ورښیيم

چې پرهارژلی دی ټول

دوينودارې ترې ځي

ټپي ويشتلی دی ټول

دريغه څوک نه یې ويني

سترګې ړندې دټولو

تورې تيارې پرې غلبه کړيده

غږمې هم نه اوري څوک

نه مې نارې نه سورې

نه مې فرياد،نه سلګۍ

څه عجيبه تیاره

غوږونه هم کڼوي

هرڅوک کاڼه ،ړانده دي

هرڅه تیاره تياره دي

***

ښاغلې شهسوار سنګروال د پښتوادب تکړه شاعر، نامتو لیکوال او څیړونکې د ښاغلي زیب منتظر مسید د شعر او شاعرۍ په اړه په خپله یوه لیکنه کې داسې وایي:

(د منتظر صاحب شاعرۍ ته تم کیږم څو شیبې :

محترم مسعود صاحب ماته د ځوان او تاند شاعر ښاغلي منتظر زېب مسید یو شمیر شعرونه  په دې تمه راولیږل چې په دې پلمه پرې یو څو کرښې ولیکم:

ما لا تر اوسه دغه ځوان شاعر نه دی لیدلی، خو د انجینر صاحب د لیکنې له مخې، دی نه یوازې شاعر دی، یو ژباړن او لیکوال هم دی... ده د وزیرو او د وزیرستان د مسیدو تاریخ هم لیکلی دی، او لکه چې ښکاري دی پخپله هم مسید دی.

زه چې څومره مسید ټبر پیژنم نو، مسید بابا د محمود زوی (موسی، محمود، او مبارک درې سره وروڼه ول)، د خدري لمسی، د وزیر کړوسی ګڼل کیږي.

وزیر بیا د سلیمان زوی، د ککي لمسی او د کرلاڼي کړوسی دی چې ځینو دی د کپکاس یو نامتو شهزاده بللی دی. سراولف کیرو په دې آند دی، چې کرلاڼ د ترکستان له میمنې څخه راغلی دی (پټانز ۵۸۷ مخ)، چې اوس د ده اولاده نه یوازې په وزیرستان کې استوګن دي بلکې په کابل، پروان، کندز، مزار شریف، پکتیا او د پښتونخوا په ټوله سیمه، ان په هندوستان کې میشت او ودان دي.

ما، چې د مسید صاحب کوم شعرونه تر لاسه کړل یو شمیر شعرونه یې قافیه وال او یو شمیر نور یې د آزاد شعر په بڼه کښلي دي.

شعر که په هره بڼه او منځپانګه وي، وي به، خو د شعر ویلو ستره هستي هماغه شاعرانه تخیل دی. شعر لکه د پسرلي تنکۍ نرۍ وږمه چې د بڼ د رنګینو غوټیو ژبګۍ تخنوي، سا ورکوي، او د ښکلا پر مخ ورته د مینې او عاطفې ډک لاس راکاږي. د ګران شاعر یو شمیر شعرونه په همدې تول برابر دي. خو یو شمیر نور یې ماته د تامل وړ دي. د شعرونو څو بیلګې داسې دي:

تندې اخیستي ور روان یو د سراب په لوري

                                              څیرمه تر څنګ مو د چینې اوبه رڼې پاتې شوې

یا داچې:

شیرخان، میرویس، احمد، غفار نه مومم

                                               ناهیلی ګرځم، خپل ټاټوبی لروبر لټوم

حقیقت او رښتیا ویل که هر څو غښتلي وي هنر نه دی. هنر شعر ته ښکلا او رڼا بخښي او په زړه پورې استعارې، هستي او مستي. شعر لکه د پیکاسو انځورونه په پټه خوله غږېږي او خبرې کوي:

راشئ ماښام...

له خپله ځانه سره...

تورې تیارې راولئ

په آسمانو کې بره

بیا د رڼو ستورو او سپینې سپوږمۍ

د جل او بل اتڼ پیغام راوړي

نوی الهام راوړي

ـ ـ ـ ـ ـ ـ

زه منتظر بس د هغه ماښام یم

چې له خپل ځانه سره...

زما دې تور او دې تیاره جهان ته

د بیلتانه په اور کې

سوي کورته

زما سپیره جهان ته

لږ شان رڼا راولي

بس له خپل ځانه سره

محبوبې تا راولي

لکه څنګه چې قافیه وال شعر خپلې سنتي ځانګړتیاوې لري، آزاد شعر او د شعر نورې بڼې هم همداسې درواخله. لکه  چې څرګنده ده د قافیې له نهو (۹) تورو څخه "روي" د قافیې اصلي توری دی او له "روي" نه پرته قافیه نه تړل کیږي. د قافیې په کلمو کې د متحدو غږونو لومړی متحد غږ "روي" ګڼل کیږي، په دې شرط چې قافیه موسسه، مردفه، او مقیده نه وي، لکه:

نه یې ملک، نه یې لښکرې نه ګنجونه

تر خانانو دماغي دي ښکلي نجونه

که چیرې قافیه یو غږ ولري او یا یو توری، کنسوننت وي که واول، "روي" دی.

له روي سربیره ردف، قید، تاسیس، دخیل، وصل، خروج، مزید، نایر... هر یو خپل ځای لري.

همداراز په آزاد شعر کې هم خپلې ځانګړنې لیدلی کیږي. یانې په دا ډول شعر کې څپیز او خجیز انډول ډېر مهم دی. شاعر چې کله د شعر لومړي ټکي پیلوي، باید د خج ټکې وپیژني چې شعر ترپایه هماغه انډول وساتي.

زه د تکړه شاعر منتظر صیب د شعر څو بیلګې د ساري په توګه راوړم.

زه ګل، ګل د صحرا وم

په بیدیا کې لوېدمه

نه ښکلا د چا د بڼ وم

نه امیل د چا غاړې

+ + +

یار مې خبر له حاله څه دی په ما څه تیرېږي

څه یې پروا ده؟ چې په غم کې یم که ښه تیرېږي

ما وېل زما اوښکې به توپان شي، یار به ولړزوي

هسې ګرېوان ته څاکي څاکي تر لیمه تیرېږي

لکه ماشوم تر لاس راکاږم زړه د ژوند سفر ته

خو خدایږو یاره چې ته نه یې وخت مې نه تیرېږي

دا یې پساد ټول تر بڼو لاندې کتلو کې وه

چې یې مسید کړ منتظر اوس ترېنه نه تیرېږي

 پای

د مسید صاحب د لا ښو شعرونو په هیله

په درنښت: شهسوار سنګروال

 ( ۱۳/۶/۲۰۱۲) لندن)

ښاغلی زیب منتظر مسید یو دروند، پاک، سپیڅلې، با

احساسه او مینه ناک شخصیت دی.دی دخپلو یارانو او دوستانو سره په ډیره پسته او خوږه ژبه غږیږي او د  دوی په منځ کې خپل ځای او مقام لري. 

 دمنتظر مسید صاحب د پوره پیژندګلوي لپاره ما د ده سره یو ادبي مرکه نیولې ده ، هیله من یم چې ستاسو ادبي تنده پرې ماته شي .

 منتظرمسید صاحب زما سلامونه او نیکې هیلې ومنې . اجازه راکړی، چې خپلې پوښتنې پیل کړم.

 ګران مسعود صاحب زه هم خپل سلامونه تاسو او ټولو مینه والو ته وړاندې کوم.زه ستاسو په خدمت کې یم.

پوښتنه : ستاسوشوق او مینه د شعر ویلو سره څنګه پیدا شوه،  کوم احساس اوچا دې ته وهڅولې، چې دشاعري او لیکوالیو ډګر ته مو مخه کړه؟  لمړنۍ شعر مو کوم شعر وه؟

ځواب : په کورکې دخوشالخان بابا،رحمان بابااو ځینې شعرونو نور دیوانونه وو، چې زماپلار به هغه لوستل. دموقع په مساعدیدو سره به ماهم کله ناکله دهغوپاڼې اړولې رااړولې . دانوهغه مهال ووچې زه نوی ژڼی شوی وم ، پدې موسم کې کابوهر څوک  شاعرانه احساسات لري، نوماته به یې هم خوندراکوه . په ځانګړې توګه ،دخوشال بابا شعرونه به مې ډیرخوښيدل اودهغه دشعرپه پیروي به مې کله ناکله مات ګوډ شعرهم ولیکه . بس همداسې ورو  ورو مې دشاعرۍ خواته مخه کړه.
داچې چاتشویقولم، بایدووایم ، سره لدې چې زمامشرورور قاسم مین به کله ناکله دشوق له مخې شعرونه ویل اوموږته به یې اورول ،لکن زما دخدای  بخښلی پلار- سره لدې چې دشعرسره یې مینه درلوده اوهغه به یې وخت ناوخت لوستل- دځینونوروپښتنوپه څیر، دشاعرانوسره نه لګیده.دده په اندشاعران بې عمله کسان ووچې په ژوندکې کوم ټاکلی اوواحد دریځ نه لري ، دحالاتوسره ځانونه اونظر بدلوي. خوکومه ورځ یې زماپه کتابچه کې ،زما یوشعرلیدلی وو، هغه یې خوښ شوی وو، دځان سره یې اخیستی وو اوان ځینوکسانوته یې هم ورښودلی او ستاینه یې کړې وه.ماته یې دومره وویل چې تاته پته ده چې زمادشاعرانوسره نه لګي ،لکن دغه شعردی ډیرښکلی لیکلی  دی اوخوښ مې شو.  نور نو ملګرواو دوستانو دشعرلیکلوته هڅولم.

زمادشعرونوهغه لومړنۍ ټولګه چې کابوسل شعرونه پکې وو، رانه ورکه شوه ، نوځکه مې لومړنۍ شعرهم ندی په یاد. خوکه رښتیا ووایم ،نه پوهیږم چې ولې ،اماخپل شعرونه مې دځینو شاعرانوپه شان،ترډیرې مودې په یادکې نه پاتې کیږي، بلکې وبه وایم چې خپل یوشعرمې هم په بشپړه توګه په یاد ندی.

پوښتنه: ستاسو په آند شعر ته کوم تعریف ټاکلی شو، او تاسو د یو شاعر په توګه دشعر او شاعر اغیز د یوې ټولنې د خلکو په راویښولو او د دوی د ملي احساساتو په راپارولو کې څرنګه څیړې؟

ځواب :پکرکوم چې تراوسه دشعرلپاره چاټاکلی تعریف ندی موندلی ،بلکې هرچادخپل درک اوبرداشت یااخیستنې سره سم هغه تعریف کړیدی.زماپه پکر،شعر په ښکلیواو منظمو ټکیویا الفاظو کې داحساساتو اوخیالاتو څرګندونه،دپيښواوچاپیریال انځورول دي . شعریوامیل دی چې دالفاظو ملغلرې پکې په ډیرهنر،په ډیرمنظم ډول اوترتیب سره ،دعواطفوپه سپاڼسي کې پییل کیږي. شاعرزما په اند،په ټولنه کې دهندارې بڼه اودریځ لري چې دټولنې احساسات ،حالات ،تفکراو ذهنیت دشعرپه بڼه بیرته ټولنې ته منعکسوي، اوس داچې دغه هنداره په کومه بڼه هغه منعکسوي ، دادشاعرپه وړتیا،مهارت او څرنګوالي پورې اړه لري.
شاعرداحساساتواوعواطفوسره ،سروکارلري ، نوجوته خبره ده چې پرټولنه مثبت اومنفي اغیز شیندلی شي او ښه ، بااحساسه ، وطنپال شاعرکولی شي (بلکې وبه وایم چې دنده یې جوړیږي ) چې دټولنې په راویښولوکې ،دټولنیزو ستونزو لپاره دحل په موندلوکې ،د ټولنې مرسته او لارښونه وکړي.

پوښتنه: یو شمیر لیکوال په دې عقیده دي، چې شعر الهام دی خو یو شمیر نور وایي، چې شعر لیکل ریاضت او انساني تجربه ده. مهرباني وکړی په دې اړه خپل نظر راسره شریک کړئ؟

ځواب : زماپه پکر،دواړه ډلې په حقه دي. داسې شاعران هم شته چې شعرورته دالهام غوندې راځي او دوی بیا دژباړونکي په توګه ، هغه ټولنې ته وړاندې کوي، لاکن داسې شاعران هم شته چې شعر لیکل یې د ریاضت اومهارت غوندې زده کړیدي ، دالفاظو ذخیره لري ، اوشعردخپلو احساساتو ، خپل تفکراو خیال دڅرګندولولپاره ،کاروي . په ځانګړې توګه په وروستیو څولسیزوکې دداسې شاعرانوشمیرچې ورته شعرونه لیکي ،ترلومړنۍ ډلې زیات شویدی ،چې زماپه اندکه دادب په ډګرکې ګټې ونلري ، نوزیان یې هم نشته . داسې کسان هم شته چې کابوهره ورځ شعرلیکي .  خوهغه کسان چې په شعراوشاعرۍ پوهیږي ،کولی شي چې ددغودووډلوشاعرانو د شعرونوترمنځ توپيروکړي.هغه خوندچې دلومړۍ ډلې شاعرانوپه شعرونوکې شته وي ددویمې ډلې په شعر کې نه لیدل کیږي،البته زماپه پکر.

پوښتنه: استاد ګل پاچا الفت وایي:

مینه ګلزار ته بلبلان راولي

بلو ډیوو ته پتنګان راولي

شاه د ګدا زړه ته نژدې کاندي

دخوار جونګړې ته سلطان راولي

که یو په ځمکه بل اسمان کې اوسي

ځمکې ته ستوري د اسمان راولي

او همداسې یو هالنډي شاعر وایي: (ښکلا د یوې سترې دښتې په څیر ده چې لاروی پکې لالهانده وي، خوهرې خوا ته چې ځي یو ښکلی بڼ به ویني.)

تاسې مینه او ښکلا په شعر کې څنګه ارزوئ؟

ځواب:زماپه پکرښکلایونسبي مفهوم او پدیده ده . موږنه شوکولای هغې ته کچه یامعیاروټاکو، هغه په یوه ټاکلي چوکاټ کې راو بلیږدو. ښکلاظاهري هم کیدای شي اوباطني هم کیدای شي. ظاهري ښکلابه هغه وي چې په لیدویااوریدو سره یې موږدخونداو خوښۍ احساس وکړو. باطني ښکلابیاپه احساساتو، ذهنیت ، افکارواو عواطفوپورې اړپیداکوي.  نامتو روسي لیکوال ، دستاييفسکي وايي: ښکلاده چې نړۍ ته به نجات ورکوي ، شایدموخه یې دظاهري او باطني دواړو ښکلاګانوڅخه وي ، لاکن چیخوف یوبل روسي لیکوال بیاپه کره توګه وایي چې په انسان کې بایدهرڅه ښکلي وي ، دلته اشاره د انسان باطني ښکلاته شویده .
ښکلادهرچاخوښیږي ، ورپسې ګرځي ، لټه یې کوي ، خوموندلی یې نشي . ان که مونده یې هم کړي ، هغه ځانګړې وي  چې کیدای شي ده ته خوند ورکړي اوخوښيږي به یې ، حتمي نده چې دهرچاخوښه شي. ښکلاشته ، په انسانانوکې ، په چاپیریال کې ، په کاییناتوکې ،په هرڅه کې . که څوک یې نه شي موندلی ، شایدتګلاره به يې ناسمه وي ، په هغه څه کې ، په هغه ځای کې به يې نه لټوي چې بایدویې لټوي.

لکه چې مخکې مې یادوونه وکړه، ښکلاته معیاراوچوکاټ نشوټاکلی. کله چې موږ خواشیني اوخپه یو، دښکلا بڼه راته تته اوبې رنګه ښکاري . له هغې نه مخ اړوو، نړۍ راته بدر نګه شي . له هرچااوهرڅه نه غواړو لیرې لاړشو، ګوښه شو. خو کله چې ذهني سکون ولرو، افکاروموارام وي، عواطف موروغ رمټ وي، وچه دښته اوخړه پړه بیدیاهم راته یوډول ښکلې ښکاري. دهرڅه رنګ بدل شي، دهغه دلیدو، اوریداو احساسولونه خونداخلو. پس ښکلا دظاهري نړۍ په وړاندې ،زموږ دباطني کفیت یوډول انځوراوانعکاس دی.
ښکلاشته ، هغه زموږشا اوخوا موجوده ده ،موږورسره هره شیبه مخامخ کیږو. خوکه غواړو هغه ومومو ، موږباید خپل باطن ته بدلون ورکړو. دباطن هنداره پاکه اوپیجوه کړو،ترڅودښکلا انځورپه کره اوحقیقي بڼه منعکس کړای شي.

ښه اخلاق ، انسان دوستي،دچاپیریال په وړاندې په مسولانه ډول برخوردکول اودهغه سره په غبرګون یاهماهنګۍکې ژوندتیرول ،دبل حقونوته درناوی ، داهغه شیان دي چې کولی شي زموږژوندښکلی ،نیکمرغه او هوساکړي. ښکلا دانسان عواطف اواحساس راپاروي اوهغه غښتلی کوي. ښکلاپه زړونوکې دژوندپه وړاندې دهیلوغوټۍ غوړوي. ښکلا شاعرد شعر لیکلوته هڅوي.
په شعرکې به دمینې په هکله ووایم چې : زماپه پکر مینه دشعراوشاعرۍ دپیل ټکی دی. که مینه نه وای نوپکرنه کوم چې دنورومسایلو دبیان لپاره دې انسانانوشعرته مخه کړې وای. 

پوښتنه: تاسو دشعر د انځورونو په اړه څه نظر لرې، عیني او ذهني انځورونه په شعر کې څه توپیر لري؟

ځواب:  زماپه پکر،شاعرپخپل ذات کې یوانځورګردی ، دپيښواو حالاتو انځورجوړوي ،خوتوپيریې دومره دی چې  انځورګر د رنګونو په وسیله داکارکوي ،پداسې حال کې چې شاعربیاهمداکاردکلماتواو الفاظو په وسیله ترسره کوي. شاعرچې په چاپيریال یاټولنه اوطبعیت کې دکوم شي یاپيښې نه اغیزمن شي، نوهغه دښکلیواو منظموکلماتو اوالفاظوپه وسیله انځوروي اودشعرپه بڼه یې ټولنې ته وړاندې کوي. یابه ووایو چې شعردیوې پیښې یاموضوع اوحالت په وړاندې ، دشاعر داحساس اوتخیل حاصل دی چې دښکلیواومناسبوکلیماتوپه وسیله یې انځوراوبیانوي. هرشعردځان سره یوانځور لري چې د چاپیریال په وړاندې، دپيښواوحالاتوپه وړاندې ، دشاعردتصور،احساس او تخیل څرګندونه کوي. کله ناکله شاعردخپل احساس دڅرګندونې لپاره مجازي تصویرونه جوړوي چې په ورځني ژوند کې هغه نشولیدلی، شاعردخپل ذهن په هنداره کې هغه انځوروي  اودهغه دپوهیدواولیدو لپاره شاعرانه تخیل ته اړتیاوي. خوزیاتره وخت شاعرپخپلوشعرونوکې دحالاتو اوپيښوداسې انځور هم جوړي چې موږکولی شوهغه په ورځني ژونداوچاپیریال کې وګورو ،یاني یو عیني انځورتخلیق کوي.شاعردغه کار،دهغه احساس اوپیغام چې په خپل شعرکې یې رانغښتی وي، دښې څرګندویې او اسانه پوهیدولپاره ترسره کوي.

پوښتنه: سیمبولونه په شعر کې او د سیمبولیزم ادبي او هنري مکتب څنګه څیړئ؟

ځواب:سیبولیزم په ادبیاتو،موسیقۍ ،انځورګرۍ کې داتلسمې پیړۍ په ورستیاڼ کې په فرانسه کې رامخې ته شو، بیایې په نولسمه اوشلمه پیړیوکې وده وکړه اونه یوازې داچې په هنراوادبیاتوکې یې مثبت بدلونونه راوړل ،بلکې دهغوی په وړاندې یې دوګړوپه ذهنونواواخیستنې کې هم بدلون رامنځ کړ. ځینې کسان پدې اند وو چې سمبولیزم په شعرکې  دنیغ په نیغه یاپه مستقیم ډول دبیان څخه دتښتې لپاره کارول کیږي،خودسمبولیزم پلویانو بیاټینګارکوه ، چې هغه دشعرهنري ښکلا زیاتوي. سمبول دشیانویاپیښودمادي او پکري یاتفهمي ماهیت ترمنځ اړیکه ده. یوه کلیمه یاشکل هغه وخت سمبول ګڼل کیدای شي چې دخپلې اصلي اوڅرګندې مانا ترڅنګه، پریوبل څه  ، چې دهغه ترشاپروت دی،هم دلالت وکړي. سمبولونه قرادادي هم کیدای شي چې دټولنې له خواد کالونواوپیړیوپه اوږدوکې منل شویدي او کارول کیږي ، فردي او نوښتیزه هم کیدای شي چې هنرمندان، شاعران ،لیکوالان ،انځورګران اونور هنروال یې دپیښواوپدیدو د بیان لپاره نوي رامنځته کوي.  سمبولیست شاعر، دانځورونوپه وسیله ،سمبولیکه پروسه یابهیرداسې بیانوي چې لوستونکی کولی شي په اسانۍ سره دانځورونواوکلماتوترشا پراته مفاهیم او رازونه ، درک کړي  اوپرې پوه شي.  زه پخپله هم پدې اندیم چې سمبولیزم دشعرښکلازیاتوي اوهغه لاهم په زړه پورې کوي.

پوښتنه: ستاسو په نظر د ادبي سبک اومکتب تعریف څه دی، او یو ادبي سبک او مکتب څنګه منځ ته راځي او څنګه له منځه ځي؟ ولې په معاصره دوره کې ادبي سبک او مکتب نشته. آیا ورته کار نه دی شوی او که دا حق څوک نه لري؟

ځواب :سبک چې دسټیلوس یوې یوناني کلمې څخه اخیستل شویدی، هغې فلزي یادلرګیوالې  الې ته ویل کیدل چې په وسیله به یې ،حروف یاټکي دمومي لوحې  پرمخ نښول کیدل.په ادبیاتوکې هغه طرزاوطریقه ،دکلماتواو مفاهیم دکارولو کړنلاره ،  چې یولیکوال یاشاعریې دخپلو خیالاتو دبیان اوڅرګندونې لپاره غوره کوي، اوهغه یې پخپله رامنځته کړې اولږترلږه دنوروسره توپیر ولري، سبک بللې شو.
کله چې ټولنه پرمختګ کوي ، نوي مفاهیم ، نوي ارزښتونه رامنځ ته کیږي ، چې دبیان لپاره یې نوي روش ،نویو تګلارو، نویومفاهیمواوکلیماتوته اړتیاپیداکیږي. زاړه مفاهیم اودبیان لارې، ددې جوګه نه وي چې هغه په سمه او بشپړه توګه دپوهوي لپاره وړاندې کړي ،نو زماپه اندهمداددې لامل کیږي چې د بیان لپاره هم نوی سبک یاتګلاره ولټول شي.

داچې په معاصره دوره کې ولې نوی سبک نشته اویاڅوک ددې حق لري یایې نلري ،باید ووایم چې ، زماپه پکرسبک داړتیاله مخې رامنځته کیږي ، دچاپه ځاني غوښتنه نه ،نوښکاره خبره ده چې دحق لرلویانه لرلوموضوع نده مطرح. شایدچې تراوسه ورته اړتیانه وي پيښه شوې.

پوښتنه: سپن شعریا نوی اوآزادشعراو کلاسیک شعر څه توپیر لري؟ یو شمیر شاعران په دې عقیده دي، چې سپین یا آزاد شعر په پښتو ادب کې له ډیر پخوا څخه موجود وه. تاسو په دې اړه څه نظر لرئ او دا راته وویاست ، چې دآزادیا سپین شعرمفکوره دچاله خوا چیرته او څنګه را پیدا شوه؟

ځواب :دهغه مالوماتوله مخې چې زه یې لرم،دازادشعراصطلاح دلومړي ځل لپاره په انګریزي ادب کې د ریچارډالډینګټون (Richard Aldington) لخواد تصوري نظمونوپه سریزه کې یاده شوې وه ، خوویل کیږي چې ترهغې دمخه هم ازاد شعرموجودوو.ازادشعرهم دبلې هرې نوې پدیدې په شان ،ځانته پلویان او مخالفین هم درلودل . دلومړۍ نړیوالې جګړې وروسته، چې دنړۍ په سیاسي ،اقتصادي اونورو برخوکې ژوربدلونونه راغلل، ازادشعرهم په ادبیاتوکې دیوه نوي بدلون په توګه ، دیوه خپلواک صنف په بڼه کې ، رامخې ته شو،چې وروسته يې دنړۍ په نورو هیوادونوکې هم لاره ومونده .

زموږ ځینې شاعران یالیکوال ،ازادشعرپه سمه توګه نه کاروي ، دوی یوشی ولیکي بیایې په لنډواواوږدو جملو وویشي اوورته دازاد شعریانظم نوم ورکړي ، چې زماپه پکر داسې نده ، بلکې هغه بایدشعریت ، رتم یااهنګ ولري ، یوپیغام پکې نغښتی وي . سره لدې چې بیتونه به یې یو اوبرابر وزن نلري ،خو وزن باید ولري یا، هربیت یې دشعرپه بڼه ولوستل شي .
دپښتوپه نوې ادب کې ،سره لدې چې ځینونوروشاعرانو تردې دمخه نوی شعریاازاد نظمونه لیکلي دي ، خودپښتوستر فلسوف اوشاعرغني خان پدې برخه کې مخکښ وو. همدارنګه داجمل خټک، مفتون، قلندر،پریشان خټک اویولړنورونه یادوونه هم بایدوکړو.
سپین شعربیا زماپه پکر،دازاد شعرسره یوڅه توپیرلري ، هغه وزن لري خوقافیه نلري چې لادپخوانه یې په ختیځوژبو کې دمصري شعرپه بڼه شتون درلود.

پوښتنه: زموږ یوشمیر ادبي او فرهنګي شخصیتونه په دې عقیده دي، چې دشعر په پرتله باید نثر ته زیاته پاملرنه وشي. تاسو په دې اړه څه نظر لرئ اوستاسو په آند دخلکوپه راویښولواو دملي احساساتوپه راپارولو کې شعر زیات اغیز لري او که نثر؟ آیا تاسوهم نثرونه لیکلي دي اوکه نه؟

ځواب :زماپه پکر دواړه ، هم شعراوهم نثرکیدای شي چې اغیزمن واوسي. داچې کوم یوبه یې ډیراغیز ولري ، دهغوی په څرنګوالي اوکفیت پورې اړه لري. په نثرکې لیکوال هڅه کوي چې خپل خیالات اوپیغام ترمخاطب پورې ورسوي ،لکن په شعرکې ددې ترڅنګه داهڅه هم کيږي چې هغه په ښکلیوټکیویاالفاظوکې او په اغیزمنه توګه ترمخاطبه پورې ورسیږي. خو زماپه اند ،ډیرداسې شیان شته چې په نثرکې ورته لیکوال دځینوټولنیزو ملحوظاتوله کبله ،ګوته نشي نیولی، لکن زموږ دټولنې ذهنیت اومینټیلیټي ،شاعرته پدې برخه کې یوڅه ازادي ورکړې ده . بله داچې ، ډیر داسې موضوعات او مسایل هم شته چې دهغو بیان دشعرپه ژبه یاخوبه داچې ناشوني وي اویاخوهم ستونزمن ،امادنثرپه ژبه هغه په  اسانۍ سره دلوستونکو اواوریدونکوپورې رسول کیدی  شي، نوځکه زه پکرکوم چې دواړوته اړتیاده . خوکه څوک ښه شعرلیکلي ، بایدموږپرې زور وانچوو اویاهم دی پخپله پرځان زور وانچوي چې هرومرودې نثرولیکي ، اوهمدارنګه ،هغه لیکوال چې ښه نثرلری ، ضرور نده چې شعردې هم ولیکي. دسترخوشال خبره چې : هرسړی پیدادی خپل ، خپل کارلره کنه .

مادشعرترڅنګه په نثرکې هم لږاوډیرکارکړیدی ، پربیلابیلوموضوعګانومې مضامین او مقالې لیکلې دي چې دهیوادپه ځینوچاپې اوالیکترونیکي رسنیوکې خپارې شویدي. همدا رنګه ،ځینې لنډې کیسې او ناولونه مې هم لیکلي دي چې تراوسه مې چاپ کړي ندي. برسیره پردې مې ، په هندکې دپښتنو یاافغانانودواکمنۍ  په اړه او دپردیواویرغلګروپه وړاندې دجنوبي وزیرستان دمسیدو د قوم دهاند اومبارزې په باب مې هم یولړڅیړنې کړې اومالومات مې سره راغونډ کړي دي چې په راتلونکې کې یې ،که خدای (ج) غوښتي وو، دچاپ نیت لرم .

پوښتنه: د پښتو په ادبیاتو کې د نثر له ډولونو څخه هنري او څیړنیزو نثرونو ته زیاته پاملرنه شوې ده او خلک یې ډیر خوښوي. تاسو د پښتو ژبې دعلمي او ادبي کولو، ودې او پرمختګ لپاره دهنري او څیړنیزو نثرونو اساسي ځانګړنې څه ډول څیړئ؟

ځواب:نثرچې په لغات کې پاشلواوتیت کولوته وايي، هغه ویناده چې دوزن اوقافیې پابندنه وي. موږپه ادبیاتوکې هنري ،څیړنیراوتاریخي نثرونه لروچې په دوه برخوویشل شویدي. مسجع نثراومرسل نثر. په مرسل نثرکې وزن اوقافیې  اوهنرته پاملرنه نه وي شوې ، اوپيښې په همغه بڼه ، څنګه چې رامخې ته شوې وي ، بیانیږي.  لاکن مسجع یوڅه منظومه بڼه لري.
 دپښتونثر، دعلامه حبیبي له مخې ، دسلیمان ماکوتذکره الاولیا دی،چې په اوومه پیړۍ پورې اړه پیداکوي او خیرالبیان چې بایزیدپیرروشان په لسمه پیړۍ کې  لیکلی دی، دپښتونثرلرغوني اثار دي.

دادب ډګرته دسترخوشالخان په رادننه کیدوسره ، دپښتونثربدلون مومي. پښتونثرخوږوالی ، رواني او ساده بڼه غوره کوي، چې بیلګه یې دخوشالخان باباپه دستارنامه کې موندلی شو.
دځین لیکوالواوادیبانوپه اند ، دپښتوداوسنی نثر،پيردامیرشیرعلی خان له وخته راپیل شوی،خوځینې کسان بیاپدې عقیده دي چې دغه پیردخوشالخان خټک له مهاله پیل شویدی .

ټولوته جوته ده  چې پښتولکه څنګه چې لازمه وه ، وده نده کړې .سره لدې چې په وروستیو څولسیزو کې ، پدې برخه کې دیادوونې وړهلې ځلې شوې دي اوترډیره بریده يې لاسته راوړنې هم درلودلې دي،موږګڼ شمیرتکړه نثرلیکونکي لرو، اما نوروهلوځلوته اړتیاشته .په شعرکې ترډیرې کچې کارشویدی اونن ورځ کابوهرلیک لوستی پښتون شعر لیکي ، خود نثرپه ډګرکې لاډیروهڅواو کړنوته اړتیاده . هنري اوڅیړنیزي لیکنې کولی شي چې زموږسره دمسایلواوحالاتو،په تحلیل ،پوهیدنه اوستونزوته  دحل دلارې په موندلو کې مرسته وکړي او زموږدژبې په وده اوپراختیاکې هم ګټورتمام شي .

پوښتنه: ویل کیږي، خوشحال خان خټک لکه څنګه چې پښتوشعراو نظم ښکلې او رنګین کړ، همدغسې په نثر کې هم دیوه داسې هنري نوښت بنسټ کیښود چې اوسنی پښتو ادب پرې ویاړي. که تاسې يې له څومره ييز او څرنگيز پلوه پرهنري او ادبي نوښتونو يوه لنډه رڼا واچوئ!

ځواب:خوشالخان خټک دپښتوادب یوه لویه شتمني ده . دی هراړخیزه شخصیت وو. نوموړی نه یوازې ادیب ، بلکې یو فیلسوف، منجم ، حکیم ، تاریخ لیکونکی ، جرنیل ،نقاد اوصوفي هم وو. خوشالخان بابا پداسې مهال دپښتوادب دودې او دودیزه کولو لپاره ملاوتړله چې ، په پښتوژبه کې لیکل شوي اثارډیرمحدود کابونه وو. که ووایوچې نن ورځ پښتودهمدغې لویې اوسترې هستۍ له برکته ژوندۍ پاتې ده ، نوشاید چې مبالغه مونه وي کړې .  زما په باور، خوشالخان بابا بایددنړۍ دسترو لیکوالو اوادیبانو په لیکه راغلی وای ، لاکن داچې هغه نړیوالوته  ندی ورپیژندل شوی او دنړۍ دادب دمینه والو له نظره یوڅنډې او ګوښه پاتې شویدی ، دابیابیله خبره اوځانته لاملونه لري. علامه اقبال لاهوري چې په ژوره توګه د خوشالخان خټک تراغیزې لاندې وو، داسې انګرینه شته چې ، پخپلوزیاتروشعرونوکې یې دخوشالخان څخه الهام اخیستی دی ، خونن ورځ هغه په نړیواله توګه پیژندل شوی دی ،اماخوشالخان خټک دهمغه دریځ نه برخوردار ندی . خوشالخان خټک ، نه یوازې دادب په ډګر کې ، بلکې په هرډګر کې اتل وو. دده په لیکنوکې دهرډول ذوق لرونکی دځان لپاره یوڅه موندلی شي. شایدخوشالخان بابا به لومړنی ادیب او شاعر وي چې دپښتنودملتپالنې احساسات او جذبات یې په خپلولیکنو اوشعرونو کې ،څرګندل کړي اوپښتانه یې دیوه واحدملت جوړونې ته رابللي.نومړي لکه څنګه چې په شعرکې همداډول په نثرکې هم ځانګړنه درلوده . ده په هغه کې یولوی بدلون راوست .  ترخوشالخان خټک دمخه شته اثار ، مسجع او یوازې  دینې مسایل او تصوف ته پکې ځای ورکول شوی وو،چې دیوه ټاکلی مکتب بڼه اودریځ یې درلود، اما خوشالخان خټک دساده اوعادي نثرپه لیکلوسره، دیوه نوي مکتب بنسټ کیښود چې وروسته یې نورو ادیبانو اولیکوالان پیروي وکړه .  

پوښتنه: پښتو غزل هغه ژانر او صنف دی، چې دعشق او جذباتو سره تړاو لري. تاسو دپښتو غزل اصالت او سنتي ځانګړتیاوې په څه کې وینې؟ آیا په اوسني حالاتو کې دپښتو غزل دنورو ژبو دغزل سره سیالي کولای شي او که نه؟

ځواب: که په غزل ،په تفصیل سره خبرې وکړو ،نوشاید دابه ډیروخت ونیسي ،پدې هکله نوروادیبانواو شاعرانو هم ډیرې ګټورې خبرې اولیکنې کړیدي ، نوزه به هڅه وکړم چې په لنډډول پروغږیږم.غزل په لغت کې عاشقانه خبرې کولوته وایي اولکه څنګه چې پخوا منل شوې وه ، دمینې اومحبت د احساساتو اوخیالاتودڅرګندولولپاره کارول کیده . غزل هغه شعردی چې لومړی بیت او دنورو بیتونو دویم بند یې ګډ ه ،قافیه او ردیف ولري ، دبیتونوشمیریې دځینوپه اندله شپږونه تردوولسوپورې وي ، ځینې بیاهغه دپنځونه ترپنځلسوپورې یادوي . خو نن ورځ دژوندانه دنورو اړخواوبهیرونو په څیر،په غزل کې هم بدلونونه راغلي دی ،دهغه  پيڅه اولمن ، ارته او پراخه شویده . شاعرانونورمسایل هم په غزل کې رابلیږدلي دي ،چې دغزل خونداورنګ یې شاید زیات  کړې وي. په پښتوشاعرۍ کې ، غزل خپل ځای لري اوزموږ زیاتره شاعران ،په ځانګړې توګه ځوان نسل ورسره ډیرلیوالتیااو علاقه ښایي. دپښتوپه ادب کې سترخوشالخان خټک ،غزل ته رنګینه ورکړې ، په هغه کې یې دمینې اومحبت ترڅنګه دپښتني محلول اوچاپيریال انځورونه هم کړیده  ،دتورې اومیړانې ستاینه یې پکې وکړه . همدارنګه بیاحمزابابا هم پخپل وارسره دپښتوغزل ته ځانګړې ښکلاوروبخښله چې دغزل دبابا لقب یې هم ترلاسه کړیدی :
ستاپه اننګوکې د(حمزا) دوینوسره دي
ته شوې دپښتوغزله ځوان زه دې باباکړمه

لکه مخکې مې چې یادوونه وکړه ، پښتوادب دغزل په برخه کې ښه وده اووړاندې تګ کړیدی او  زه په ډاډسره ویلی شم چې زموږدپښتوژبې غزل، په بشپړه توګه کولې شي چې دسیمې اوان د نړۍ دنوروژبو،دغزل سره سیالي وکړي.

پوښتنه: ارسطو وایي: (دشاعر وظیفه د اسطورې جوړول دي). ستاسوپه آند شعر د اسطورې سره څه اړیکې لري، او اسطورې د پښتو پر شعر څه اغیز لري؟

ځواب:زماپه اند لکه څنګه چې دشعرلپاره تراوسه چاټاکلی اوواحدتعریف نه موندلی ،همدارنګه داسطورې په اړه هم بیلابیل نظرونه موجوددي. اسطورې به عامیانه کیسواونکلونوته ووایوچې شفاهی او کتبي بڼه لري او دتخیل پربنسټ رامنځ ته شویدي . په هغوکې زیاتره دحق اوباطل ،خیراوشر ،ښیګڼې او بدګڼې ، ترمنځ دکشمکش اومبارزې په هکله دشعریانثرپه ژبه ،نکل کیږي. دغه افسانې دهغو کرکټرونو،پیښوپه تړاو جوړکړی شوي وي چې زیاتره خیالي اوماورای انساني بڼه لري  او په ټولنه کې دنویوبدلونود رامنځ ته کیدولامل ګڼل کیدل . دپښتوپه ادب کې هم استورې خپل ځای درلوداولري یې . هغه د پیړیوپه اوږدوکې دیونسل نه بل ته لیږدول کیږي. هغه نکلونه (زموږدمسیدوپه ژبه کې ورته مسالۍ وایي ) ، چې موږته به خپلو بوډاګانواو نیاګانوپه وړکتوب کې ویلي- ددیوانواو ښاپیریوکیسې - زموږدشفاهي ادب یوه برخه ده او هرماشوم یې په ډیرخونداو غورسره اوري. خواوس دنویو ټکنالوژیوپه رامخې ته کیدوسره ، شاید دهغوی رنګ او رول لږغوندې کمرنګه شوی واوسي.

پوښتنه: زموږ د پښتولرغونۍ ادب دحماسو نه ډک تاریخ لري. تاسو په پښتو ادبیاتو کې او په ځانګړي توګه په شعر کې د دغو حماسو اغیز څه ډول ارزوئ؟

ځواب :په حماسې شعر کې دیوقوم ،ملت یاشخص میړانه ،ملې احساس ، جګړه ایزې وړتاوې ، ویاړونه او اتلوالي بیان اوستایل کیږي.زیاتره پکې ځانګړېو او دیوه عام وګړي دتوان اووس نه وتلیو پيښوته اشاره شوې وي. دهغه څه یادوونه پکې کیږي چې هرڅوک یاهرملت اوقوم یې جوګه نه وي.
په پښتوادب کې خوحماسه ،زماپه اندځانګړی ځای اواوږد تاریخ لري. درنجیت سنګ په وړاندې د فیروزخان جګړه ، دانګلیس په وړاندې دافغانانودجګړوحماسې ، دمیوندپه ډګرکې دپښتني پیغلې ملالې دکارناموحماسه چې (که په میوندکې شهیدنه شوې...) اوداسې نورې،چې دپښتو ادب ته یې ځانګړې ښکلاورکړیده .همدغه حماسې دي چې زموږپه ولس کې یې دوطنپالنې ، دخپل ولس او خپلې خاورې په وړاندې دمینې ، پرخپل ځان ډاډاودپيښوپه وړاندې د نه تسلیمیدو روحیه ژوندۍ ساتلې ده.  

پوښتنه: په ځینو آسیايي هیوادونو کې فلکلوریک اشعار لکه هایکواو داسې نور ویل کیږي. تاسودپښتو ادب دلنډیو په پرتله دغه ډول اشعار څه ډول څیړئ؟

ځواب :هایکوچې د پنځه لسمې پیړۍ په ترڅ کې په جاپان کې د هاکو په نوم دادب ډګرته راووته ،په اوولسمه پیړۍ کې یې وده وکړه اوپه نولسمه پيړۍ کې جاپاني کره کتونکي مکاوکا سیکي  ورته دهایکوننی نوم ورکړ، یوجاپاني فلکوریک یاولسي سبک دی چې اوس یې دنړۍ دنوروولسوپه ادبیاتوکې ،دهغوله ډلې،په پښتوکې هم مینه وال پیداکړیدي. موږپه پښتوکې هم څه ناڅه ورته فلکوریک طرزونه لرو،لکه تاریخي نارې ،کاکړي غاړې اونور...

دلنډۍ په اړوندبه ووایم چې ، زماپه پکر،دپیغام دلیږدولوپه لحاظ ، پښتولنډۍ دنړۍ په ادبیاتوکې ځانګړی ځای لري. پښتولنډۍ ، یولوی سمندر په کوزه کې ځایوي. هغه څه چې په یوه واحده لنډۍ کې بیانیږی ، کیدای شي سړی پرې کتاب ولیکي . خودابیابیله خبر ه ده چې هغې ته کارندی شوی اودنړۍ دادب مینوالوته، نه ده ورپیژندل شوې.

پوښتنه: په پښتو ادب کې د متلونو په برخه کې څه نظر لرئ اوپښتو متلونه دنوروژبو دمتلونو په پرتله څه ډول ارزوئ؟     

ځواب :متلونه دیوې ټولنې یاولس دتهذیب ، تمدن، کلچردپیړیوپیړیو ، نیکات (میراث) بللی شو،چې د  زمانې په اوږدوکې دهغه ولس د پوهې ،کړو وړو، دستونزواومسایلوپه وړاندې دهغوی دتدبیراو عکس العمل څرګندونه کوي. دمتلونو له پلوه پښتوډیره بډایه اوشتمنه ژبه ده ، دژوندانه د هرې مسلې ، دهرې ستونزې دحل ، دټولنیزواخلاقو ،  وطنپالنې اوولسپالنې ، انسانپالنې او چاپیریال پالنې په برخوکې ، دارزښت وړمتلونه لري. زموږپه ولس کې ، متلونه په جرګو، مرکو، مجلسونو اوبحثونوکې ،همدارنګه ادب کې دموضوع اوادعا دپخلي لپاره ،په پریمانه کچه کارول کیږي .  دغه متلونه ، دپيړیوپه اوږدو کې موږته دخپلومشرانواو نیکونو نه په نیکات کې پاتې ، چې د ژوندانه په هردګرکې ، په ځانګړې توګه دروزنې او سمونې په لاره کې ترې ستره ګټه پورته کولی شو.

پوښتنه: تاسو دادبي نقد او کره کتنې په اړه څه نظر لرئ، او دا راته وویاست، چې ولې په هیواد کې دننه او بهر دادبي نقدونو په اړه ادبي مرکزونه، چې هلته با صلاحیته ادبي او فرهنګي منتقدین او کره کتونکي موجود وي نه جوړیږي؟

ځواب :لکه دژوندهره پروسه ، دپيښوهربهیر، هرخوځښت ، ادبیات هم دخپلې ودې اوپرمختګ لپاره هڅونې ، سمون یااصلاح او  تشویق ته اړتیالري.ادبي کره کتنه ، دیوه ادبي اثرپرتله کول، غورچاڼ او دښیګڼو اونیمګړتیاوو، په ګوته کول دي. یوکره کتونکي ته ښايي چې دکره کتنې په وخت کې دیوه اثرښیګڼې رابرسیره کړي، هغه وستایي او وهڅوي . نیمګړتیاووته یې ګوته ونیسي او دهغو دسمون یااصلاح وړاندیز هم وکولی شي. یانې داسې نه چې نیمګړتیاته ګوته نیسي ،لکن دسمون لاره یې ورته څرګنده نه وي.

زماپه اندپه هیوادکې دننه اوپه ډیره لږه کچه ،چې کیدای شي دنشت په توګه یې وبولو ، په بهرکې ځینې ټولنې جوړې شویدي چې وخت ناوخت دادبي اثاروکره کتنې کوي، لکن داچې په هغو کې دې تکړه ، دوړتیالرونکي اوباصلاحیته کره کتونکي ګډون ولري، زه پخپله ډاډه نه یم. په ټلویزیونو ، راډیوګانوکې ، ادبي ټولنواو بهیرونو کې ، ځینې غونډې ترسره کیږي ، خوابتدایي بڼه لري او زماپه اند دقناعت وړیې نشوبللی. پدې اړه هڅواوهاند ته اړتیاشته .    

پوښتنه: په یوه ټولنه کې چې د عقایدو او فرهنګ سانسور واکمن وي ، ستاسې په اند په یو شاعر او لیکوال  باندې څه اغیز لري ؟ شاعر او لیکوال څنګه کولای شي له دې ډول ناخوالو سره مبارزه وکړي ؟            

ځواب:سانسورچې دسینسوس یاسینسر(دنظرڅرګندونه، څارنه ) لاتیني کلمې څخه اخیستل شویدی . په پخواني روم کې دسانسوردچارواکودنده دوګړودشمیرنې ،دمالیې دکچې ټاکل او اخلاقي کړووړو ،څارنه وه. خودچاپيزورسنیوپه رامخې ته کیدوسره دسانسوربڼه هم بدله شوه

زماپه پکر ،سانسوراصلاپه ټولنې کې دټیکاو او هغمږۍ لپاره رامنځته شوی وو،چې ددولتي او رسمي بنسټونوله لوري به پرمخ بیول کیده ، امادوخت په تیریدو سره ، اشخاصواو نظامونو هغه د هغونظریاتو، اطلاعاتو اوافکارو چې دخپل واک او ځواک لپاره یې ګواښ ګڼل ، دځپلو لپاره  ، دیوې وسیلې په توګه کارول پیل کړل. مذهبي کړیواودولتي چارواکو دخپلومخالفینودځپلولپاره دهغه نه په بیلابیلوپلمو ګټه پورته کوله،چې جوته خبره د نړۍ کلتوراوفرهنګ ته یې ترډیره بریده زیان رساوه.دادب اوفرهنک په ډګر دنویو تخلیقونودلارې پر سریولوی خنډوګرځیده اودغه بهیریې وښیمن یاوروکړ.

ددریمې نړۍ او په هغه هیوادونوکې چې دسیکولریزم پراصولوندي روان، له سانسورنه ډیرکار اخیستل کیږي .خوپه نورو هیوادونوکې هم چې بیلابیل نظامونه لري ،سانسورپه یوه نه یوه بڼه شتون درلوده اولري یې .

که په ټولیزه توګه خبره وکړو ، سانسورلیکوال ،هنرمند اوشاعر ،دې ته اړباسي چې هغه څه چې په ذهن کې یې لري اوغواړي دنوروسره یې شریک کړي، په بشپړه توګه بیان اوڅرګندنه کړای شي. خپل بیان دیوه چوکاټ په کړۍ کې راولي،بریدورته وټاکي اومحدودیې کړي. له خپلوځینو افکارو نه تیرشي، یایې پداسې یوه پيچلې بڼه وړاندې کړي چې هرڅوک یې دپوهیدووړتیا ونلري. سانسورداستعدادونودودې په لاره کې هم خنډجوړیږي، دهغودغوړیدااوغښتلتیامخه نیسي.
خونن ورځ ، د ډله ایزورسنیو اوپه ځانګړې توګه ،دالیکټرونیکي رسنیودپراختیاپه وجه ، دنړیوال کیدواو ولسونو دنژدې کیداله برکته ، شایددسانسورپلي کول هم که په بشپړه توګه ناشوني نه وي نو ستونزمن شوي هرومرودي. دهرډول نظریاتو، مالوماتو، افکارو اوپیښونه چې موږوغواړو ځان خبرکړو،  نودنړیوالوډله ایزو رسنیوله لارې په ځانګړې تود انټرنیټ له لارې ،کولې شوپه اسانۍ هغه ترلاسه کړو. له بله پلوه ،رسنۍ پخپله په یوه ځواک او خپلواک لوري ،بدلې شویدي چې په اسانۍ سره دهغو کنټرول ناشونی ښکاري.

پوښتنه: یو شمیر شاعرانو او لیکوالو د خپلو څیړنیزو اونوښتګرو کارونو او فعالیتونو لپاره د بهرنیو لیکوالوآثاراو شعرونه ژباړلي دي. ستاسو په نظر د بهرنیو آثارو ژباړه او یا زموږ د آثارو ژباړه په نورو ژبو کې د پښتو ادب د ودې او پرمختګ لپاره څه اغیز لري؟ او دا راته وویاست آیا تاسو هم بهرني آثارژباړلي دي او که نه؟

ځواب :لومړی به پدې اړه وغږیږم چې ماژباړې کړيدي که نه ، بیابه دژباړې دګټوپه اړوندهم خپل نظر څرګندکړم.

هو،ماد  بهرنۍ ژبې نه ژباړې کړيدي. دروسي ژبې نه مې دوه کتابونه چې یویې (جګړه ) اوبل یې (غښتلي وګړي ) نومیږي ، پښتوته ژباړلي دي ،چې جګړه کتاب چاپ شوی او غښتلي وګړي چاپ نشو. دانګریزي ژبې نه مې هم یوکتاب چې په هندکې دپښتنویاافغانانودواکمنۍ په اړوندوو، ژباړلی وو، بیامې یوتاریخپوه  اولیکوال ته چې دلته یې  نه غواړم نوم واخلم ،ورکړترڅو هغه وګوري او نیمګړتیاوې یې بشپړکړي، نظرپرورکړي اومخکتنه یې وکړي . لاکن دبده مرغه چې دڅه مودې تیریدونه پس ، کله چې مې ورنه دهغه پوښتنه وکړه ، نوویې ویل چې هغه ورکه شویده . نوهغه په همدې توګه ضایع شو. نورې ځینې ژباړې هم ترلاس لاندې لرم چې دوخت په مساعدیدوسره به یې که خدای(ج) غوښتي وو، دهیوادوالو په وړاندې کیږدم.

زماپه نظردبهرنیوشاعرانواولیکوالان داثاروژباړل پښتوته نه یوازې داچې دپښتوژبې دودې او غښتلتیا لامل ګرځیدی شي ، بلکې دامرسته هم کولی شي ،ترڅوموږدنورې نړۍ له ادبیاتو، دهغوی دژوندانه دطرزاودنړۍ په وړاندې دهغوی دتفکر اودرک څخه خبرشو. دهغوی تجربې ، دعلم اوتکنالوژۍ په ډګرکې ،دهغوی د پرمختګونو لاملونه  ځانته رابرسیره کړو اودخپلې ټولنې په وده او هوساینه کې ترې ګټه واخلو. همدارنګه ، دپښتواثاروژباړل نوروژبوته ،زماپه اندکولی شي چې نورو ته ، زموږدکلچر،زموږ دمعنوي ارزښتونو، زموږ دتاریخ  په ورپیژندلوکې غوره ونډه ولري. موږډیرداسې ارزښتونه لروچې دویاړ وړدي ، لاکن داچې کارندی ورته شوی ، هغه دنړۍ دسترګونه خوندي پاتې دي. دهمدې لارې نه کولی شوهغه دنړۍ دسترګوپه وړاندې کیږدو او ور ويې پيژنو.

پوښتنه: دلر او برو پښتنولیکوالو، ادیبانواوشاعرانود ګډو هلوځلو او فرهنګي فعالیتونو په تړاو مو نظرڅه دی؟

ځواب :په وروستیوڅولسیزوکې ،دلرواوبروپښتنوترمنځ اړیکې غښتلې شویدي ،ادیبانواوشاعرانوته دغه موقه په لاس ورغلې چې دیوبل سره ناسته ولاړه وکړي اودخپلې ژبې ،خپل کلچراوخپل ادب لپاره ګډې اغیزمنې هلې ځلې وکړي ،چې له نیکه مرغه ډیرې لاسته راوړنې یې هم لرلې دي،خوسره لدې ماته دغه  هڅې اوهلې ځلې کافي نه ښکاري ،بلکې کیدای شول چې تردې زیاته ګټه ترې پورته کړی شوې وای .تراوسه موږلا یوه ګډه لیک ژبه نده موندلې اوټاکلې  . اوس هم ډیری لرپښتانه دبروپښتنوپه لیکنوسم نه پوهیږي، شایدیولامل یې داهم وي چې بروپښتنو دپښتو دسوچه کیدویاودې په ترڅ کې ،هڅه کړیده چې پښتوله سره جوړه کړي اودنورو ژبو دلغاتونو لپاره چې په پښتوکې کارول کیږي اوهرپښتون ورباندې پوهیږي ، نوي اوزیاتره وخت له ځانه لغاتونه جوړکړي چې زماپه پکر،دانه یوازې داچې پښتوپیاوړې کولې نشي بلکې دپښتودودې مخه نیسي اودغه بهیرټکنی کوي. موږلراوبرپښتانه بایدیوه ګډه لیک ژبه ولرواوددې کارلپاره لروپښتنوته ښايي چې دځینو شیانونه تیرشي اوبرپښانه هم دځینوشیانونه لاس واخلي . دبیلګې په توګه : داونۍ نومونه چې دبرپښتنوپه منځ کې ځینې کسان هڅه کوي چې دخپل ځانه جوړکړي نومونه لکه یوه نۍ ،دوه نۍ. په ټولوپښتنووروتپي ،حال داچې زموږلرپښتانه ددې لپاره نومونه لري ،لکه خالي ،ایتوار... موږ ددې پرځای چې دځان نه نوي نومونه جوړکړو،هغه شته ولې نه دود کوو؟! 

پوښتنه: تاسو دشعر او شاعرۍ په ډګر کې سیاست ته هم وارد شوي یاست او سیاسي شعرونه مو هم لیکلي او که نه؟

ځواب: دتیرڅولسیزوپه اوږدوکې زموږپه خاوره کې داسې پيښې وشوې اولاخوکیږي چې زموږ دټولنې او وګړودفعالیت او کړووړو هره برخه یې دسیاست تراغیزې لاندې راوستې ده. پداسې حالاتوکې به که غواړې یانه غواړې ، دسیاست تراغیزلاندې راځې. که د هغو ستونزو ،مسایلو، کړکیچونو، چې زموږ ټولنه ورسره لاس اوګریوان ده ، بیانول ،غندل یاورنه سرټکونه ،دهیواد اوولس دبدمرغۍ لاملونه اولاملین په ګوته کول ، دستونزودحل لپاره دخپل ذهن اوپوهې سره سم ،دیوې لارې او حل وړاندیز،  سیاست وبولو ، نو مابه هم سیاست ته مخه کړې وي. ځکه داهغه مسایل دي چې زماد وروستیوشعرونو اولیکنوپه ترڅ کې ورته اشاره شویده .

پوښتنه : تر هغه ځایه چې زه خبر یم تاسو د وزیرو اومسیدو د توکم په تړاو یو تاریخي کتاب هم لیکلې دی، مهرباني وکړئ په دې اړه په لنډه توګه معلومات راکړئ؟

ځواب :هو، ماپدې اړوندهڅه کړیده چې دپردیواو یرغلګروپه وړاندې ،دجنوبي وزیرستان دمسیددقوم د مبارزې او هاندپه هکله مالومات سره راغونډکړم او دوخت په بهیرکې دهغوپه څرنګوالي  رڼاواچوم . پدې اړوندمې دبیلابیلو تاریخ پوهانو، لیکوالانو اوپيښه لیکونکو لیکنې، شواهداو نظریات ، راغونډکړي اوڅیړلې دي چې هیله کوم په نژدې راتلونکې به وکولی شم هغه دمینه والوسره په چاپي بڼه شریک کړم.

پوښتنه: ستاسوپیغام د یو لیکوال اوشاعرپه توګه په هیواد کې دننه او بهرځوانو  لیکوالو او شاعرانوته څه دی؟

ځواب : پیغام به نه ورته وایم ، بلکې هیله به یې وبولم یابه هم دزړه خواله  ورسره وکړم.
یوه ورځ یوه دوست دټوکوپه ژبه راته ګیله وکړه :ویل یې افغانستان پرروسانواستاداولمیرونیوه ، په سندروکې یې ویل چې ای زماوطنه دلعلونوخزانې زماـ هغه ووچې روسانو دخزانوپه لټه کې زموږپرهیواد یرغل وکړ،خوو یې لیده چې نه خزانې وې اونه خوهم لعلونه . ده وویل : داتاسوشاعران یې چې زموږ وګړي ارام ژوندته نه پریږدئ. غټې ،غټې خبره ورته کوئ، چې نه پوهیږم لاتراوسه یې مغزه په قرارندی.... موږهغسې یواودغسې یو. په ولس کې دجنګ جګړې احساسات راپاروئ او...
   سره لدې چې ده به شایدټوکه کړې وي ، لاکن په هرټوکه کې درښتیایوڅه فیصدي شته وي. زموږځینې شاعران اولیکوالان شته چې ولس ته دغیرت او میړانې ناسم تصوراوانځوروړاندې کوي یایوازې هغه پیښې ورته بیانوي چې موږ پکې ځانونه بریالي ګڼو. خوموږهم دنوروولسونوپه شان انسانان یو. هرانسان په ژوندکې دبریاوواوماتو،لوانګو اوپیچومو، جګو اوتیټو سره مخامخ کیږي. موږهم په ژوندکې ددواړو سره مخامخ شوي یو. موږخپل ولس ته باید د دواړو یادوونه وکړو. که موږولس ته داورښیوچې انګریزته مودرې واره غاښ ماتونکی ځواب ورکړی دی ، نوداهم بایدورته یادکړوچې نن  ورځ مو همغه انګریزته دمرستې لاس وراوږدکړیدی. همغه انګریزنن هوساژوندکوي، موږته هم دژوندکولو او نظام جوړولو لار راښایي ، داولې !؟ ورته وښیوچې هغه خو مو مات ضرور کړ، لاکن خپل ځان موابادنکړ.

که موږخپل ولس ته داوریادووچې روس ته موماتې ورکړه ، نړۍ مودکمونیزم له ګواښه وژغورله ، نو  ورسره تړلي داهم باید یادکړوچې وینې زموږتویې شوې اوګټه ترې بل پورته کړه . ورته څرګګنده کړو چې ،تر بري  وروسته مو دا وړتیاپه ځان کې پیدانکړای شوه چې هیواد سمسوراوابادکړو، ولس نیکمرغه کړو، بلکې دیوبل وینې موتويې کړې ، هیواد مو وران کړ، ماشومان مو وژړول ... همغه روس نن هوسااوسوله ایزژوندلري ، هیواد یې وران ویجاړ ندی ، بل ته یې لاس ندی نیولی ، لاکن موږپه څه حال کې یو اوداولې ؟! هغه تیروتنې چې رانه شوې دي او دې حال ته یې رسولي یو، باید په ګوته کړو، ترڅو زموږراتلونکی نسل هغه تکرارنکړي.موږله ټولې نړۍ سره په فکري جګړه کې یواونړیوال دځان دښمن ګڼو : که فرض کړو چې نړۍ په رښتیاهم زموږسره په جګړه کې وي ، نودغه ستونزه په موږکې ده که په نړۍ کې ؟ ولې موږدنورې نړۍ سره په ګډه ، په غبرګون(هماهنکۍ ) کې ژوند نشوکولی ؟ داخوکیدای نشي چې ټول دې په ناسمه روان وي اویوازې دې موږپه سمه یو. ددې ټولولاملونو او لاملینو یادوونه باید وکړو.
له بې ځایه غرور نه تیرشو. پدې نه کیږي چې (لندنه تاباندې یې نه ورکوم ....) ،بلکې راځئ یوځل دا ومنو چې موږترهرچاوروسته پاتې یو ،یوازې هغه وخت کولی شو  خپل خړپړ هیواد ، خپل ښاراوکلی ښکلي کړو ،بیابه دیته اړتیاهم نه وي چې لندن یادکړو. هیوادوال دسولې ، وطنپالنې اوحقیقي میړانې او غیرت لورته راوبولو. بس همدامې هیله ده چې دخپلو لیکوالانو،شاعرانو او له ټولو هیوادوالونه یې کوم.

پوښتنه: تاسو دیوشاعراو لیکوال په توګه زموږ دهیواد اوسنی سیاسي، تاریخي اوکړکیچن حالات څنګه څیړې اونوروشاعرانو او لیکوالوته په دې اړه څه وړاندیزونه لرئ؟

ځواب :  مادمخکنۍ پوښتنې په ځواب کې هم لږاوزیات پدې اړونداشاره غوندې وکړه ،خودلته به هم په لنډډول یوڅه ورزیات کړم.

لکه څنګه چې ټولوته جوته ده ، داڅه دپاسه درې لسیزې زموږهیواد او ولس دیوه دردونکي ناورین، کړکیچ او ستونزې سره مخامخ دی. داچې لامل یالاملین یې څوک دي ، پدې هکله نه غواړم دلته بحث وکړم. خودابه ضرور ووایم چې زماپه پکر،دنورولاملونویالاملینوترڅنګه ،تر ټولو لوی او بنسټیزلامل یې موږپخپله یو.زموږ بې اتفاقي ، زموږخودخواهي،دیوبل په وړاندې زموږد ذغم نلرل، دیوبل نظرته درناوی نه کول، بې ځایه غرور،دټوپک اوتورې په وسیله دمسایلو او مرڼو حل ته مخه کول، دخپلې بې وسۍ اوبې حسۍ پړه پرنورو وراچول اوځان له مسولیته خلاصول، داهغه څه دي چې زماپه پکر، زموږدبدمرغۍ اصلي لامل ګرځیدلی . 
  زماپه اند، موږبایدخپل تاریخ اوماضي ته یوځل بیااو په انتقادي نظرهم وګورو ، ترڅووکولی شو خپلو نیمګړتیاواو تیروتنوته (چې زماپکر،ترلاسته راوړنو اوویاړنو یې تله درنه ده )متوجه شواو پندترې واخلو،ترڅو هغه څه چې زموږ د وروسته پاتې والي سبب ګرځیدلي دي،تکرارنکړو. دخپل پلاراونیکه په ویاړنواو کارناموپورې کلک ونه نښلو، بلکې هڅه وکړو،ترڅو دهغوی نه لاډیرې ویاړنې او کارنامې ولرو.
بې ځایه غرور ونکړو،له جنګ جګړې، شخوشولنګونه لاس واخلو. دنورې متدنی نړۍ دولسو په شان ، ستونزې دخبروله لارې اوارې کړو. دټوپک په ځای دعلم اوقلم نه ګټه پورته کړو. 

ماپه خپلوشعرونوکې هڅه کړیده چې ولس دسولې او دیوبل په خواکې دګډژوندکولو لورته راوبولم،موږله جګړه نه کرکه وکړو اودپوهې اوعلم لورته مخه کړو. نودیوه شاعراولیکوال په توګه له نوروشاعرانواولیکوالانونه مې هم داهیله ده چې ، دنني عصراوزمان دغوښتنواوامکاناتوپه نظر کې نیولوسره ، ولس ته هغه څه بیان کړي چې پرواقعیتوولاړوي .سره لدې چې کیدای شي ،کله ناکله هغه دچادخوابدۍ لامل هم وګرځي، هغه به پرې ترخه ولګي ، اما په راتلونکې کې به یې ګټه هرومرو وي.

په ډیر درنښت او ادبي مینه:

انجنیرعبدالقادرمسعود
 

 

 

 

 

 
 

admin@vatandar.at

 
 مدیر مسوول : انجنیر هما یوسفی
صاحب امتیاز : انجنیرنجیب یوسفی
کليه ی حقوق بر اساس قوانين کپی رايت  محفوظ و متعلق به وطندار می باشد