WELCOME

To Our Website

Lorem ipsum dolor sit amet, consectetur adipiscing elit. Sed non metus

  گزیده های مقالات  انجنیرعبدالقادرمسعود

 

   خونړۍ توپان د محبت سندره                 ترتیب کوونکی : انجنیر عبدالقادرمسعود

  

خونړۍ توپان

 

څومره  سخت  ټپي  شوی  چې  د غرونه  هم  نړیږي

زما  ګرانه  وطنه  د  تاریخ   دې   پرتمونه  هم  نـړیږي

د ارګو  د شهیدانـــــو  ویر  ماتم   لا ختــم  نه  دی

چې  په  ټول  وطن  ژړا وه   آ وختونه   هـــم  نړیږي

ټول  ملت  چې  د قاسم  په  شهادت  غمګین غمګین  و

اوس  دوښمن  کرښې  راباسي  وحدتونه  هم  نړیږي

لوبغـاړو  شاه ځلمــــو  چې  د بري  توغونه  راوړل

لـور په  لـــور  د خــوشالیو  اتڼوڼه  هم  نړیـــږي

چې  د توری  له  شرنګا یې  ځمکې  غرونه   لړزیدله

د  کندهار  او  د هلمند ستر  عظمتونه  هـــم   نړیږي

کونړ  ځاله  د  زمریانو  ننګرهار  کور  د  باتــــورانو

د  دې  اتل  ټاټـــــوبی  ګلکـــڅونه  هـــم  نړیږي

څو  غله  کمین  کې  ناست  دي   توطیې  لري   په  سر کې

د  لیونیو  ببرســــــرو  لښــــکرونه  هـــم   نړیږي

په  خوله  سپکـــې  سپوری  وایی  اخته  په  غورو  پرو

د  وروڼو  ملیتونـــــو  ستر  ننګـــونه  هم  نــړیږي

خونړۍ  تـــوپان  افغـــــان  ملـــــت  ته  ګواښي

آ درنی  ککـــــرۍ  نشته  تدبیرونه  هــــم  نړیږي

د هــــمت  په  تــــوره  مــلا تــړی   ځـــوانانــو

اکبري  په  وینو  ژاړي  ګنی سوبی  ارزښتونه  هم  نړیږي

شاعر  :  بسم الله اکبري

ترتیب کوونکی  :  انجنیر عبدالقادرمسعود

۱۲-۰۷-۲۰۱۴

***

د محبت سندره

زرې  زرې  مې  زړه  دی  خو  مې  اوښکې  نه  تویېږي

که  اوښکې  تویومه  نو  اغیار  پرې  خوشحالېږي

توان  د محبت  او  جذبو  دواړه  لرم  زړه  کې

نو  ځکه  مې  احساس  د پاکې  مینې نه  ځارېږي

زما  دمینې  تول  څوک  په  ډبرو  کوی  نه  شي

را  جمع  که  ټول  غرونه  کړي  بیا  هم  پسې  کمېږي

په   بڼ  کې  د  پښتو  به  بیا  بلبلې  په  ګدا  شي 

قامي   وحدت  ګلونو  غوټۍ  کړي  دي  غوړېږي

غوږونه   که  اغیار  خپل  غوڅوي  نو  دا  یې   وخت  دی

زما  د  محبت  سندره  لا  پسې  جګېږي

دا  ستوری   د  اسمان   که  څوک  په  کاڼو  باندې  ولي

په  سر  به  یې   دا  کاڼي   له   اسمانه   راورېږي

شاعر  :  ډاکتر کبیر ستوری

ترتیب کوونکی  :  انجنیر عبدالقادر مسعود

***

رفقا، دوستان عزیزتارنمای وطندار !  لطفاً نظرات، پیشنهادات، انتقادات، مقاله ها، نوشته ها، مضامین و مطالب علمی و تحلیلی خود را جهتِ نشر به ادرس پوست الکترونیکی سایت بفرستید