WELCOME

To Our Website

Lorem ipsum dolor sit amet, consectetur adipiscing elit. Sed non metus

 گزیده های مقالات فرهنگی فلسفی

 

زيرک یار یوې پخې پوښتنې ته جواب وایي

زيرک یار یوې پخې پوښتنې ته جواب وایي

 

زما تازه رساله (د بې تاوه پاڅون لـڼـډکی لارښـود: د غـریب سـړي وسله) په بیلا بیلو ویب پاڼو کې خپره شوه. یوې میـرمنې چې دغه لیکنه یې په پوره پام سره لوستلې وه ، په ټلفـون کې یې زه د یوې پخې پوښتنې سره مخامخ کړم: ټکنالوجیک پرمختګونه اوبریـښنایـیز ټولنـیز مطبوعات په کومو شرایطو کې  ا غیزمن رول لوبولی شي؟ زه دغې ګټورې پوښتنې ته داسې جواب وایم:  په دې کې شک نــشته چې ټکنالوجیک پرمخــتګونه او ټولـنیزې برېـښنایـیز ې رسنۍ لکه بل هــر بدلون  ټولنې  لږوډېــر د اغــیز لانــدې راولي. ا وسني ګړندي پـرمختګونه اومطبوعات د مــعلــوماتو او فکرونو په تـیــتولو کې او د مــلی شــعــوراو ابـتــدایی جـوړښـتونـو  پـه رامنځتـه کــولــوکې او لــه دې لارې  د ټــولـواک (مـستـبد)  رژیــم په کــمـــزوری کـولــو او راپــرځــولو کې  غټ رول لــوبــولـی شــی، په لانــدې شـرطـونو:(۱) داچې هلته پوهې (علم) په ښایــسته ښـه کچه پرمختګ کــړی وي؛ (۲) دا چې  خلک په تــیره روڼ انـدي لــه اقــتصادی فرصتونو  او سیاسی ازادی ګانو نه محروم شوی وي؛ (۳) دا چې په همغه هیواد کې د وګــړوشمــیر په ښارونو کې پــه ګړنــدی ډول مــخ پــه زیاتـیدو وي؛ (۴) داچې په ښا رونو کې لږتر لږه  سیاسی او ګوندی بحثونو  زور میندلی وي؛ او (۵) دا چې غــټو هــیوادونو په بــدلون کې خــپلې ملی ګــټې تـشخــیص کــړي وي

Dr. Rahmat Rabi  Zirakyar, USA

zirakyar1234@yahoo.com

July 22, 2011

رفقا، دوستان عزیزتارنمای وطندار !  لطفاً نظرات، پیشنهادات، انتقادات، مقاله ها، نوشته ها، مضامین و مطالب علمی و تحلیلی خود را جهتِ نشر به ادرس پوست الکترونیکی سایت بفرستید