2010/2/18

  

زه یو څوک پیژنم چې دکوڅی ماشومانو ښه ماشوم ګاڼه-په مکتب کی همصنفانو اونوروهلکانو ورته ښه شاګرد وایه .  زه یو څوک پیژنم چې  پلاراوموریی ښه ځوی او ورونو او خویندویی ورور ګاڼه-په پوهنتون کی دلایقواوشریفومحصیلنوپه جمله کی حسابیده زه یو څوک پیژنم چې دجومات ملا صاحب او دکلی خلک یی دیو لمونځ ګذاره مسلمان، با تقوا او نیک انسان په حیث پیژني- صوفی مشربه دی- دهیواد په کچه بهترین ژورنالیست ، په مسلک کی وارد اودهمکارانو سره صمیمی دی .  زه یو څوک پیژنم چې ډیر شعرونه یی یاد دي خصوصا دصوفی شاعرانو  دشعرونو علاقمنددی- دپخواني ښوخلکو حکایتونویی خبروته نوره ښکلا وربخښلې ده  ښکلې او په زړه پورې خبرې به یي کولې- ضرافت یی په  خبروکی له ورایه ښکاریده- اوریدونکي ورسره نه ستړي کیږي – په ملګرو او  دوستانو کی یی ځانګړی ځای درلود او ټولوورته داحترام په سترګه کتل .زه یو څوک پیژنم چې سیاست یی نه کاوه خو  د وطن دمصالحو سره بی طرفه نه ‌‌ؤ دوطن سره یی مینه دهرچانه زیاته وه خود وخت په سیاسی ګوندونو او ډلوټپلو کی نه ؤ- دوطن دګټو په اساس یی ازاد قضاوت کاوه . زه یو څوک پیژنم چې دمهاجرت په څو کلنو کی یی وطن هیر نه کړ- وطن ورته ګران ؤ اوپدی ارمان چی کله به وطن کی دخدمت دپاره بیا شرایط برابر شی  په دې هیله او انتظاریی شپې سبا کولې . نو دا شخصیت څوک دی؟  

دا څوک دی چی په کوڅه کی ښه ماشوم- په مکتب کی ښه شاګرد په کور کې  ښه ځوی اوښه ورور- په کلي او جومات کې په ښو اخلاقو مشهور- په   پوهنتون کی لایق او ښه محصل – په سیاسی خرابیو کی شریک نه دی –  ملګري او دوستان ورته احترام کوی . نودا څوک دی؟  

دومره ښیګڼې په لږو انسانانو کی یو ځای کیدی شی او هغه څوک چی دومره صفتونه ولری نو هغه ته باید انسان وویل شی هغه ښه شخصیت الحاج غوث زلمی دی-  زه چی غوث زلمی د ډیر پخوا نه پیژنم په پوهنتون کی زما شاګرد ؤ- دا ټولې ښیګڼې می عمیق دده په شخصیت کی لیدلی دي- نو ځکه هغه تهمتونه چی په نوموړي لګیدلي دی زه پری باور نه شم کولی او که چیرې دیو انسان په حیث ترې غیر اګاهانه کومه اشتباه شوی وي- نو پروردګار عالم هم په توبه   انسان بخښی- باید  غوث  زلمی عفه شی او ضایع نه شی-  دده له  فهم  -  دانش – انرژی او شخصیت څخه دوطن په ګټه استفاده   وشی- اوس هم لا نا وخته  ندی   دغوث زلمي دخلاصیدو اووطن ته یی  دخدمت په هیله .

سرفراز مومند

 
 

admin@vatandar.at

مدیر مسوول : دیپلوم انجنیرعمر محسن زاده

صاحب امتیاز : انجنیرنجیب یوسفی

کليه ی حقوق بر اساس قوانين کپی رايت  محفوظ و متعلق به «وطندار» می باشد